د "اينه" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
[[دوتنه:Leber Schaf.jpg|کيڼ|250px|بټنوک|اينه]]
'''اينه''' ''(په انګرېزي: Liver)'' په شمزۍ دارو او نورو [[ژوي|ژويو]] کې يو حياتي اورګان دی. دا اورګان د [[انسان|انسانانو]] او ژويو په بدن کې ډېرې دندې ترسره کوي چې په دغو کې د بدن نازهرجن کول، د پروټينو جوړښت او هضمي کړنو کې اړين [[ژونکيميا|ژونکيميايي]] توکي جوړول دي. د ژوندي پاتې کېدو لپاره اينه يو اهم اورګان دی، که څه هم چې د اينې ډايليسېز د لنډې مودې لپاره کارېدلی شي خو دم مهال داسې هېڅ کومې لارې چارې نشته چې د اينې د نشتون جبران کړي.
 
د بدن همدا غړی په استقلاب کې ډېر اهم رول لري او په بدن کې يو شمېر کړنې لکه د ګلايکوجن زېرمه، د وينې د سرو توکو تجزيه، د پلازما د [[پروټين|پروټينونو]] جوړښت، [[هورمون|هورموني]] توليد او د بدن نازهرجن کول د اينې له اهمې دندو شمېرل کېږي. اينه د [[پرين]] نه لاندې د [[ګېډه|ګېډې]] په سيمه کې ځای پر ځای ده. دا اورګان يو الکلاين مرکب چې د [[تريخوب]] يا صفرا په نوم يادېږي جوړوي. د تريخوب دنده د بدن د شحمياتو هضمول دي. اينه له يو ځانګړي ژونپوهنيز [[ووب]] نه جوړ دی چې د ډېرې لوړې اندازې ژونکيميايي تعاملونو د زغملو او اداره کولو توان لري، په دغو ژونکيميايي تعاملونو کې د وړو او پېچلو ماليکيولونو جوړېدنې او ماتېدنې نغښتې دي، چې د حياتي کړنو لپاره ډېر ضروري دي.<ref>{{cite book | last = Maton | first = Anthea | authorlink = | coauthors = Jean Hopkins, Charles William McLaughlin, Susan Johnson, Maryanna Quon Warner, David LaHart, Jill D. Wright | title = Human Biology and Health | publisher = Prentice Hall | year = 1993 | location = Englewood Cliffs, New Jersey, USA | isbn = 0-13-981176-1 | oclc = 32308337}}</ref>
"https://ps.wikipedia.org/wiki/اينه" نه اخيستل شوی