پورنيما داس ورما

پورنیما داس ورما ( زېږېدنه: مهر بھانو محمد علي په 2 مارچ 1934زېږېدلې او مړينه: 14 اګست 2013) یوه هندي فلمي اداکاره وه چې په عمده ډول یې د هندي ژبې فلمونو کې کار کاوه. [۱] [۲] [۳] هغه د ډایرکټر مهیش بهټ خاله او د اداکار عمران هاشمي نيا ده، پورنیما د بالیووډ په ۸۰ فلمونو کې کار کړی دی. هغه د 40 څخه تر 50 کلونو پورې د هندي فلمونو مشهوره اداکاره وه.پورنیما د خپل ژوند په وروستیو څو کلونو کې د الزایمر په ناروغۍ اخته شوه او د 2013 کال د اګست په 14 مړ شوه.

پورنيما داس ورما

د شخص معلومات
پيدايښت 1934 مارچ 2مه
ممبای   د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړينې نېټه 2013 کال د اګست 14 مه
د مړینې لامل الزايمر ناروغي
هيواد غړيتوب هند
ميړه سید شوکت هاشمي

بګهوان داس ورما

اولاد انور هاشمي ( د عمران هاشمي پلار)
عملي ژوند
کار/مسلک لوبگر   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پورنیما داس ورما

شخصي ژوند سمول

مهربهانو محمد علي د ۱۹۳۴ کال د مارچ په دوهمه نېټه زېږېدلی دی. د هغې مشرې خور شیرین، چې د ډایرکټر مهیش بهټ مور وه، هغې ته لنډ نوم "مهر بانو" کېښود. د هغې لومړی مېړه د سید شوکت هاشمي په نوم خبریال و، چې د هند د وېش پر مهال پاکستان ته کډوال شو. په 1954 کې، هغې د دویم ځل لپاره د فلم جوړونکي بھگوان داس ورما سره واده وکړ. د هغې د لومړي واده څخه زوی انور هاشمي (د عمران هاشمي پلار) په بهارون کی منزل (1968) کې د فریده جلال سره کار کړی دی. [۳]

اداکاري سمول

پورنیما د بالیووډ په ۸۰ فلمونو کې کار کړی دی. [۳] هغه د 40 څخه تر 50 کلونو پورې د هندي فلمونو مشهوره اداکاره وه. هغه په څو فلمونو کې راڅرګنده شوې د هغې له ډلې پتنګا (1949)، جوګن (1950)، ساګای (1951)، جال (1952)، اوارټ (1953)، د اجی دیوګن په لومړي فلم پھول اور کانتی کې يو رول، او د سنجي دت رول. د مهیش بهټ (د پورنیما د مشرې خور زوی) له خوا لارښود شوی و، . [۴] هغې په زنجیر فلم کې د امیتاب بچن د مور رول هم لوبولی و.

مرګ سمول

پورنیما د خپل ژوند په وروستیو څو کلونو کې د الزایمر په ناروغۍ اخته وه او د ۲۰۱۳ کال د اګست په ۱۴ مړ شوه. [۳] [۵] مهیش بهټ وروسته په ټویټر کې څرګنده کړه: "زما خاله پورنیما، زموږ په کورنۍ کې لومړی ستوری او د عمران هاشمي انا، د ژوند ډيوه د تل لپاره مړه شوه."

حوالې سمول

  1. "Emraan Hashmi shares a beautiful picture of his grandmother, actress Purnima, on her death anniversary". www.timesnownews.com (په انګلیسي ژبه کي). India: ٹائمز ناؤ. 14 اگست 2018. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |date= (مساعدة)
  2. "Emraan Hashmi's grandmother passes away – Times of India". دی ٹائمز آف انڈیا (په انګلیسي ژبه کي). India. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ ۳٫۳ Bollywoodirect (13 اگست 2018). "Remembering yesteryear Hindi film actress Purnima on her 5th death anniversary". Medium. Medium. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |date= (مساعدة)
  4. "Emraan Hashmi's grandmother passes away – Times of India". The Times of India (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "कभी बॉलीवुड पर राज करती थी ये एक्ट्रेस، आर्थिक तंगी के कारण घर तक पड़ा था बेचना". amarujala.com. 14 اگست 2017. د لاسرسي‌نېټه 27 جنوری 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |access-date=, |date= (مساعدة)