د هند وېش په ۱۹۴۷ ز کال کې برتانوي هند په دوه خپلواکو حاکميت لرونکو سيمو هند او پاکستان باندې ووېشله. د هند حاکميت سيمه نن ورځ د هند جمهوريت او د پاکستان سيمه د پاکستان اسلامي جمهوريت او د بنګله دېش ولسي جمهوريت دی. دې وېش د مسلمان او نامسلمان سيمو په کچه د بنګال او پنجاب دوه سيمو يا ولايتونو وېش راونغاړه. د هند وېش د برتانوي هندي فوځ، د هند د شاهي سمندري ځواک، د هند د شاهي هوايي ځواک، د هند د مدني خدمت، د رېل پټلۍ او مرکزي خزانې د وېش شاهد و. د هند د ۱۹۴۷ زکال د خپلواکۍ قانون “Indian Independence Act 1947” کې هم د دې وېش يادونه شوې ده او د برتانوي سلطنت لکه په هند کې د تخت او تاج حکومت د له منځه وړلو يا منحل کېدلو لامل شو. د هند او پاکستان خپل چارې خپلواکه واکمنۍ په قانونۍ ډول د ۱۹۴۷ ز کال د اګسټ د ۱۵ نېټې په نيمه شپه رامنځته شوې. [۱]

د هند وېش
هېوادبرېتانوي هند، هند، پاکستان
Point in time۱۵ی اگسټ ۱۹۴۷

وېش د مذهبي ليکو په اوږدو کې د ۱۰ او ۲۰ ميليون تنو تر منځ بې ځايه کړل، چې په نويو جوړو شويو حاکميت لرونکو سيموې کې لوی ناورين رامنځته کړ. دا حالت زياتره وختونه په تاريخ کې د کډوالۍ د تر ټولو لوی کړکېچ په توګه بيانېږي. په پراخه کچه تاوتريخوالی و، چې د وېش پر مهال يا ورڅخه د مخه د وژنو اټکلونه د څو سوه زرو او دوه ميليون تر منځ د شک وړ او توپير لری. د وېش سخت طبيعت د هند او پاکستان تر منځ د دښمنۍ او بدګمانۍ فضا رامنځه کړه، چې تر نن ورځې پورې يې د دوی تر منځ اړيکو باندې اغېز کوي. [۲]

د هند وېش “Partition of India” اصطلاح په ۱۹۷۱ ز کال کې له پاکستان څخه د بنګله دېش بېلتون او د برتانوي هند له ادارې څخه د سيلون (ننۍ سريلانکا) او برما (نني ميانمار) بېلتونونه نه رانغاړي. همدارنګه دا اصطلاح په دوه نويو حاکميت لرونکو سيمو کې د شهزاده ايالتونو سياسي يووالی او د حيدراباد، جوناګاد او جمو او کشمير په شاهي ايالتونو کې د يو ځای کولو يا په ځان پورې د تړلو يا وېش راپورته کولو شخړې هم نه رانغاړي، که څه هم د وېشل پر مهال په ځينو شاهي ايالتونو کې د مذهبي توپيرونو پر بنسټ تاوتريخوالی پيل شو. دا وېش د ۱۹۴۷-۱۹۵۴ دورې پر مهال هند کې د فرانسوي هند د کلابند شويو سيمو يوځای کېدنه هم نه پوښي او په ۱۹۶۱ زکال کې د هند له لورې د پرتګالي هند د نورو سيمو په ګډون د ګوا سيمې په ځان پورې تړل هم تر پوښښ لاندې نه نيسي. په ۱۹۴۷ ز کال په سيمه کې د وخت نوروې سياسي هستۍ د سيکم پاچاهي، د سيکم پاچاهي، د نيپال پاچاهي، د افغانستان پاچاهي او مالديف له وېش څخه اغېزمن نه شول.

شاليد، له دويمې نړيوالې جګړې څخه مخکې (۱۹۰۵ – ۱۹۳۸) سمول

د بنګال وېش: ۱۹۰۵ ز کال سمول

په ۱۹۰۵ زکال کې لارډ کرزون “Lord Curzon” د هند د وايسرای په توګه د خپلې دويمې دورې پر مهال د بنګال ولسمشري، چې په برتانوي هند کې تر ټولو پراخه اداري فرعي وېش و، په مسلمان مېشت ختيځ بنګال او اسام او هندو مېشت بنګال سيمه (د ختيځ بنګال، بيهار، جرخند او اوديشا نني هندي ايالتونه) باندې ووېشل. د بنګال وېش په نوم د کرزون قانون چې د ويليم بينټينک “Lord William Bentinck” د وخت له راهيسې د بېلابېلو استعماري ادارو له لورې په پام کې نيول شوی و (که څه هم هيڅکله پرې عمل ونه شو)، د ملتيال سياست بې سارې بدلونکی و. [۳]

د بنګال هندو ځمکوال اشرافو چې زياتره ځمکې يې ختيځ بنګال کې مسلمان بزګرانو ته په اجاره ورکړل شوې وې، پياوړی اعتراض وکړ. د بنګالي هندو لوی منځني ټولګي (the Bhadralok) چې د بيهارس “Biharis” او اورياس “Oriyas” له لورې د نوي بنګال ولايت کې د بې شمېره بنګاليانو د اوسېدلو له امله خوابدي وو، احساس کړه چې د کرزون قانون د دوی د سياسي ادعا د سزا په مانا و. د کرزون د پرېکړې پر وړاندې خپرېدونکو نيوکو په پراخه ډول د “Swadeshi” (د هند پېرودلو) مبارزې بڼه خپله کړه، چې د برتانوي توکو پرېکون يې راونغاړه. لاريون کوونکو کله کله مګر په رسوايۍ سره د سياسي تاوتريخوالي بڼه خپله کړه، چې پر ملکيانو باندې بريدونه په کې شاملېږي. تاوتريخوالی که څه هم ښايي بې ګټې ځکه و، چې زياتره پلان شوي بريدونه يا د انګليستان له لورې وار له مخه شنډ او يا بې پايلې شول. د لاريون د دواړو ډولونو لپاره د لاريون غږ د “Bande mataram” يعنې «مور ته سلام» شعار و، چې د بانکيم چاندرا چاټيرجي “Bankim Chandra Chatterjee” د صندرې سرليک و، چې د mother goddess څخه يې مرسته وغوښتله، چې د بنګال، هند او د هندو رب النوعه کالي “Kali” يې په بېلابېل ډول پلوي کوله. ګډوډي هغه مهال له کلکتې څخه د بنګال شا او خوا سيمو ته خپره شوه، چې د کلکتې انګليسي لوستي زده کوونکي بېرته خپلو کلو او ښارونو ته ستانه شول. د شعار مذهبې انګېزې او د وېش پر وړاندې سياسي ناوړه رويه په داسې ډول سره ګډ شول، چې ځوانانو د “Jugantar” په څېر ډلو کې دولتي ودانۍ په بمونو والوزولې، وسله والې غلاګانې يې وکړې او د برتانوي چارواکو په وژلو يې لاس پورې کړ. دا چې کلکته د سترواکۍ پلازمېنه وه، سپکاوی يا ناوړه چلند او شعار دواړه ډېر ژر په ملي کچه وپېژندل شول. [۴][۵][۶]

د سمونونو د وېرې تر څنګ چې د هندو ډېره کيو په ګټه وو، د بنګال د وېش پر وړاندې فشار راوړونکی پراخه هندو لاريون د دې لامل شو، چې په ۱۹۰۶ ز کال کې د نوي وايسرای يا د سلطنت د استازي لارد مينټو “Lord Minto” پر وړاندې ممتاز (خواص) مسلمانان د مسلمانانو لپاره د بېلې ټاکنيزې سيمې غوښتنه وکړي. د دې تر څنګ يې د ټول نفوس د خپلې برخې يا ونډې په تناسب د استازولۍ غوښتنه وکړه، چې د پخوانيو واکمنانو او له برتانيې سره د دوی د مرستې د ثبت په توګه خپل دواړه دريځونه منعکس کوي. دا به ښايي د ۱۹۰۶ ز کال په ډسمبر کې په ډاکا “Dacca” کې د “All-India in Muslim League” د بنسټ ايښودنې لامل شي. که څه هم کرزون له خپل فوځي مشر لارډ کيچينر سره د شخړې له امله له خپلې دندې څخه له استعفا وروسته د اوس لپاره بېرته انګليستان ته ستون شوی و، مګر ياده اسلامي ټولنه يا ليګ د نوموړي د وېش پلان پلوی و. د مسلمانو د ممتازه پرګنې دريځ چې د ليګ په دريځ کې منعکس شوی و، د تېرو درې لسيزو په اوږدو کې په وار وار روڼ شوی و، چې د روڼوالي لړۍ يې د برتانوي هند د ۱۸۷۱ سرشمېرنې “1871 Census of British India” سره پيل شوه. يادې سرشمېرنې په لومړي ځل د مسلمان ډېره کيو په سيمو کې وګړي اټکل کړل. کروزن د خپلې برخې لپاره د ختيځ بنګال د مسلمانانو محکمې ته د کرزون غوښتنه ان له ۱۸۷۱ سرشمېرنې راهيسې او د ۱۸۵۷ زکال اله ګوله او د انګليس او افغان په دويمه جګړه کې له دوی سره د مسلمانانو د جګړې د تاريخ په رڼا کې له برتانوې اندېښنو څخه راپورته شوې وه. [۷]

له ۱۸۷۱ راهيسې په درې لسيزو کې د شمالي هند په اوږدو کې مسلمان مشرانو په نوبت سره د ځينو نويو هندو سياسي او ټولنيزو ډلو له لورې عمومي دښمني ازمايلې ده. د بېلګې په ډول: اريا ساماج “Arya Samaj” نه يوازې دا چې په خپله پارونه يا تحريک کې يې د غوا د خونديتوب ټولنو “Cow Protection societies” ملاتړ کاوه، تر څنګ يې دا چې د سرشمېرنې د مسلمانانو شمېر ته اندېښمن وو، هندو ډلې ته مسلمانانو د بېرته ورتګ د هرکلي په موخه د «د بېرته ګرځېدنې» يا «بيا بدلون» پېښې منظم کړې. د ۱۹ پېړۍ په وروستيو کې مسلمانان په متحده ولايتونو کې له دې امله اندېښمن شول، چې هندو سياسي استازولي زياته شوه او هندوان د هندي او اردو مخالفت ان د ۱۸۹۳ ز کال د غوا د وژنې ضد پاڅونو کې په سياسي ډول سمبال شوي وو. په ۱۹۰۵ ز کال کې د مسلمانانو وېرې هغه مهال زياتې شوې، چې ټيلاک “Tilak” او لايپاټ رای “Laipat Rai” په کانګرس کې د مشرۍ دريځونو ته د پورته کېدلو هڅه وکړه او کانګرس په خپله د کالي “Kali” د سمبوليزم په شا او خوا کې راټول شو. دا د بېلګې په ډول د ډېری مسلمانانو له لاسه نه وو، چې د باندي ماتارام “bande mataram” لاريون چيغه په لومړي ځل په انندمات “Anandmath” ناول کې راښکاره شوه، چې هندوانو په کې له خپلو مسلمان ظالمانو سره جګړه کړې وه. په پای کې د داکا د نواب خواجه سميع الله “Khwaja Samiullah” په ګډون مخور مسلمان، چې په شاه باغ کې يې په خپله ماڼۍ کې د ليګ د لومړۍ ناستې کوربه توب وکړ، خبر و چې د ډېره کيو مسلمانانو درلودونکی نوی ولايت به په مستقيم ډول د مسلمانانو په ګټه وي، چې د سياسي واک غوښتونکي دي. [۸][۹][۱۰][۱۱]

سرچينې سمول

  1. Partition (n), 7. b (الطبعة 3rd). Oxford English Dictionary. 2005. The division of British India into India and Pakistan, achieved in 1947. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Talbot او Singh 2009، ص. 2.
  3. Spear 1990, p. 176
  4. Spear 1990, p. 176, Stein & Arnold 2010, p. 291, Ludden 2002, p. 193, Metcalf & Metcalf 2006, p. 156
  5. Bandyopādhyāẏa 2004, p. 260
  6. Ludden 2002, p. 193
  7. Ludden 2002, p. 200
  8. Ludden 2002, p. 201
  9. Ludden 2002, p. 200
  10. Stein & Arnold 2010, p. 286
  11. Talbot او Singh 2009، ص. 20.