په ۲۰۰۸ کې د سرپوزې پر زندان برید

 

په ۲۰۰۸ کال د جون په دیارلسمه د طالبانو لخوا د افغانستان په کندهار کې د سرپوزې پر زندان برید تر سره سو چې دا برید د طالب یاغیانو تر ټولو ستر برید وو پدې برید کې له ۴۰۰ تر ۱۰۰۰ بندیان آزاد کړل سوه. [۱]

د برید جزیات سمول

د جون په ۱۳مه نیټه د شپې په شاوخوا ۹:۰۰[۲] بجو یو ټانکر موټر چې د چاودیدونکو توکو ډک وو د زندان مخې ته چاودنه وکړه چې په سیمه کې ټول افغان پولیس یې ووژل. [۱] ور پسې دوهمه حمله یو ځانمرګی بریدګر تر سره کړه چې ګمان کیږې د زندان د شاتنۍ دروازې نه داخل شوی وو [۱] که څه هم وروسته راپورونه ښیي چې شاته دیوال نه دی مات شوی. [۳] د طالب جنګیالیو د ننوتلو په وخت کې یاغیانو پر زندان توغندي وتوغولې او ۳۰ دقیقې جګړه یې پیل کړه.

تر دېرشو دقیقو وروسته د دېرشو یاغیانو یوې ډلې چې په موټرسایکلانو سپاره وه د AK-47 او د راکټونو پواسطه د زندان دننه ډزې وکړې. څو تنه زندان ته ورغلل او د بندیانو په خلاصون یې پیل وکړ [۲] چې له ماتو دیوالونو څخه وتښتېدل او نږدې د انارو او انګورو په باغونو کې ورک سوه. [۱]

د جګړې پایله سمول

د زندان له ماتیدو وروسته د جګړې په سیمه کې ځواکونه ځای پر ځای شوه چې د جون تر ۱۷ نیټې پورې په تبین کې ۲۰ [۴]په ارغنداب او خوهاک کې ۱۶ طالبان ووژل سوه. او په جلا جلا پیښو کې ۲ افغان او ۴ برتانوي سرتیري هم ووژل شوه. [۵] چې ددې ځایه د ارغنداب د جګړې شروع هم وشوه.

دا هم وګورئ سمول

سرچینې سمول