په منځنۍ اسيا كې لويه لوبه

په منځنۍ اسيا كې لويه لوبه ، هند ته د روسي پوځ لښکرکشي د روسۍ ختيځپوه تاتيانا نيکولايونا زاگارودنيکووا له خوا راټول شوی او اوډل شوی تاریخي اثر دی.

په منځنۍ اسيا كې لويه لوبه
په منځنۍ آسيا کې لويه لوبه.jpg
ليکوال بېلابېل
ژباړن محمد طاهر کاڼی
د پښتۍ طراح د دانش خپرندويه ټولنه
هېواد پاکستان، پېښور
ژبه پښتو
سکالو(موضوع) تاريخي اثر
سبک(سبکونه) تاريخي اثر
خپرندوی د دانش خپرندويه ټولنه
د خپرېدو نېټه

د کتاب د منځپانگې په اړه

د روسيې ختيځپوه او تاريخپوه ت . ن . زاگارودنيکووا دا تاریخي اثر چې د پښتو تکړه ليکوال او برلاسي ژباړن محمد طاهر کاڼي په خوږه او روانه پښتو ژباړلی ، د منځنۍ آسيا او افغانستان له لارې برتانوي هند ته د روسي لښکرکشۍ يوه رڼه هنداره ده . دا اثر منځنۍ اسيا او جنوب لويديځې اسیا ته د ولسونو د سیاسي برخليک د مينه والو لپاره يو په زړه پورې اثر دی . د افغانانو لپاره یې ځکه لوستل تر نورو لوستوالو زيات ارزښتناک دي چې موږ د تېر او لرغوني تاريخ په بهير کې له همیشه راهيسې د همدغې پوځي او سياسي ژرندې په پلونو کې دل شوی ولس يو. د دې کتاب په روسي چاپ کې د روسیې له دولتي پوځي تاريخي ارشيف ، د روسیې له تاریخی موزيم ، او د هند له ملي ارشيف څخه ۱۵۶ لاسونده راټول شوي ، چې ژباړونکی یې له پېنځو لاسوندنو پرته نور ټول پښتو ته راژباړلي دي . دغه لاسوندونه تر دې وروستيو وختونو پورې پټ ول او د اغلې اوډونکې په قول يوازې د شلمې پېړۍ په نوي یمو کلونو کې ترې د «بېخي پټ» ټاپه لري کړای شوه .

د چاپ چارې

په منځنۍ اسیا کې لويه لوبه اثر په جرمني کې د افغانستان د کولتوري ودې ټولنې له خوا د زرو ټوکو په شمېر خپور شوی دی . د چاپ چارې یې پر۱۳۸۵ لمريز (۲۰۰۶ ) ز کال په پېښور کې د دانش خپرندويي ټولنې تخنيکي څانگې له خوا ترسره شوې دي . کتاب په سپين ښه کاغذ کې چاپ شوی چې ټول ۳۸۹ مخونه لري . دغه اثر په پای کې د انځورونو برخه هم لري چې ۱۶ انځورونه پکې راټول شوي دي . د کتاب کمپوز پخپله ژباړن کړی او د ډيزاين کار یې هم حاجي محمد عمرخېل ترسره کړی دی .

اخځونه

  1. په منځنۍ اسیا کې لويه لوبه ، هند ته د روسي پوځ لښکرکشي .