په تشيال کې لومړنی افغان

په تشيال کې لومړنی افغان د ليکوال او ژباړن محمد طاهر کاڼي له خوا راټول شوی او له روسي ژبې څخه پښتو ژبې ته راژباړل شوی اثر دی .

په تشيال کې لومړنی افغان
په تشيال کې لومړنی افغان.png
ليکوال بېلابېل
ژباړن محمد طاهر کاڼی
د پښتۍ طراح د دانش خپرندويه ټولنه
هېواد پاکستان، پېښور
ژبه پښتو
سکالو(موضوع) تاريخي اثر
سبک(سبکونه) تاريخي اثر
خپرندوی د دانش خپرندويه ټولنه
د خپرېدو نېټه

د کتاب د منځپانگې په اړه

په تشيال کې لومړنی افغان اثر له بېلابېلو ۲۱ سرچينو څخه د افغانستان د لومړني تشياليوني عبدالاحد مومند په اړه راټولې شوې او ژباړل شوې ليکنې دي . په دغه اثر کې د افغان تشياليوني عبدالاحد مومند پر ژوندليک سربېره تشيال ته د الوتنې لپاره له نوماندېدو نېولې بيا د چمتووالي پروسې ، تشيال ته د الوتنې او بېرته راښکته کېدنې په اړه بيان شوی دی . د کتاب په پای کې ۶۵ عکسونه هم راغلي دي .

د کتاب د چاپ چارې

دغه اثر پخپله د ژباړن له خوا پر ۱۳۹۰ لمريز (۲۰۱۱) ز کال خپور شوی دی . د کتاب د چاپ چارې د زرو ټوکو په شمېر د دانش خپرندويي ټولنې تخنیکي څانگې له خوا ترسره شوې دي . کتاب ټول ۱۴۰ مخه دی ، چې کمپوز یې ژباړن او ډيزاين هم ذبيح شفق ترسره کړی دی .

اخځونه

  1. په تشيال کې لومړنی افغان .