پروفيسر راز محمد راز

پروفيسر راز محمد راز (د ۱۹۵۱ ز کال د مارچ لومړۍ -د ۲۰۱۳ ز کال د جون ۲۳) د پښتو ژبې ليکوال، شاعر او پوهاند وو. 

مخينه سمول

راز محمد راز د ١٩٥١ ز کال د مارچ پر لومړۍ نېټه د پښين ښار د ملک محمد دين ترين په کاله کې زوکړى وو. لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يې په پښين کې کړې وې، څوارلسم ټولگى يې پر ١٩٧٣ ز کال په بلوڅستان پوهنتون کې پاس کړى وو او د تاريخ په مضمون کې يې په ١٩٧٥ ز کال د کراچۍ له پوهنتونه د ماسټرۍ بری ليک اخيستې وو. بيا يې د بلوچستان په بېلابېلو کالجونو کې د تاريخ د استاد په توگه دنده تر سره کړې وه. ارواښاد راز په خپل دوه شپېته کلن عمر کې، شاوخوا لس منظوم او منثور آثار کښلي چې ډېر يې چاپ شوي دي.

راز محمد راز په پښتو معاصر شعر کې خپل ځانگړى سبک درلود؛ په شعر او نثر کې يې فلسفي افکارو ته ځانگړې توجه کوله. «په دونيا کې چي هر لوى قومي انقلاب راغلى دى تر هغه وړاندې يو فکري انقلاب راغلى، اوس دا ذهن جوړول، خلک دې ته تيارول او يو فکري انقلاب راوستل زموږ فرض جوړېږي. په اوسني صورتحال کې د پښتنو سرنوشت ټاکل د شاعرانو او اديبانو کار دى، تر څو چې زموږ ليکوالان او شاعران په نړيوال ادب ځانونه خبر نه کړي، هغوى په نړيواله سطحه له نورو ژبو سره خپله ژبه سياله نه شي گرځولاى.»


خدایه څه شول هغه ښکلي ښکلي خلک- په ظاهر په باطن سپین سپیڅلي خلک

راز زموږ د فکر، شعور او علم د ډگرونو یو وتلی نوم او سپیڅلی انسان وو. راز زموږ د شعري بهیرونو یو مخکښ وو. راز زموږ د فلسفې پر باریکیو او عمقونو د محدودو آگاهو څیرو له ډلې نه وو. راز زموږ یو کامیاب او یاد ناولست وو. راز زموږ دقیق او باریک بینه څیړونکی وو او راز زموږ د ټولنې پر نبض پوه مشر وو.

د پښتو ژبې نامتو او لوی شاعر عبدالباري جهاني دده په اړه ليکي: «پروفیسر راز محمد راز یو فلسفي شاعر وو. هغه ټول عمر کوښښ وکړ چي د خپلو سوالونو د پاره جواب پیدا کړي. هغه غوښتل د کایناتو او ژوند په مفهوم پوه سي. هغه بخیل نه وو، او که یې چیري مناسب جواب تر لاسه کړی وای نو حتما به یې له خپلو ټولو پښتنو لوستونکو سره شریک کړی وای. خو لکه څرنگه چي پخپله په هر گام کي له سوال سره مخامخ وو، او د جواب د پیدا کیدلو ارمان یې گور ته یووړ، دغسي یې لوستونکو ته هم، د ډیرو نورو مفکرینو په څیر، د جوابونو پر ځای سوالونه پیدا کړل، او دا پخپله یو کمال دی.»

پروفيسر راز د ژوند په وروستيو څو کلونو کې د سرطان په ناروغۍ اخته وو چې په پرله پسې توگه په کراچۍ ښار کې تر درملنې لاندې وو، خو د ژوند په وروستي کال کې له گرځېدو لوېدلى او ډاکټرانو له خبرو هم منع کړى وو. بيا يې هم د قلم مينه د مرگ تر بستره له زړه ونه وتله. د هغه کشر ورور ليکوال او شاعر عصمت الله زهير یې د وروستي خواهیش په اړه وايي:

«په دې وروستيو ورځو کې يې صحت ډېر خراب وو. څو ورځې مخکې د بې هوښۍ په حالت کې وو، چې پر هوښ راغى، ماته يې په لاس اشاره وکړه او راته ويې ويل چې زما د نوي ناول ټايټل څنگه سو، ما ورته وويل هغه بېخي تيار دى، ويل يې زما بېخي ډېر ارمان دى چې دا ناول ووينم.»

مړينه سمول

پروفېسر راز محمد راز د ۲۰۱۳ ز کال د جون پر ۲۳ مه د ۶۳ کلونو په عمر له دې فاني نړۍ څخه سترگې پټې کړې. څښتن تعالی دې جنتونه ور په برخه کړي.

چاپ شوي اثار سمول

  1. د صليب په دايرو کې.
  2. مات وزرې زاڼې ژاړي (د شعرونو ټولگه).
  3. د اوشنيک گاډيس (د نثري نظمونو کتاب).
  4. عاشو.
  5. لمر او باران اوري (ناول).
  6. کابل ړنگ دى مينې ژاړي (ناول).
  7. کاسميک سيکسوليزم (د مقالو ټولگه).
  8. دى هولى سينرز ( The Holy Sinners)، (په اردو ژبه ناول).


سرچينې سمول

  1. https://www.mashaalradio.com/a/25025975.html
  2. http://www.taand.com/archives/2556
  3. https://www.bbc.com/pashto/interactivity/2013/06/130629_ss-zkakar-professor-raz-mohammad-raz‎