پاور مارټين

د کاناډا وزیر (د ۲۰۰۳ تر ۲۰۰۶)

پاول ايګر فيليپ مارتين (Paul Edgar Philippe Martin PC CC QC) د ۱۹۳۸ ز اګسټ په ۲۸ مه نېټه وزېږېد، چې د (Paul Martin Jr.) په توګه هم پېژندل کېږي او کاناډايي وکيل، ليکوال او سياستپوه و، چې د کاناډا د ۲۱ ام لومړي وزير په توګه او وروسته يې له ۲۰۰۳ز نه تر ۲۰۰۶ ز پورې د کاناډا د ليبرال ګوند د مشر په توګه خدمت وکړ.

پاور مارټين
پاور مارټين
پاور مارټين

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Paul Edgar Philippe Martin د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲۸ اگسټ ۱۹۳۸[۱][۲][۳][۴]
استوګنځای مونټريال   د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت کاناډا   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد 1.88 متر [۵]  د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند د کاناډا لېبرال ګوند   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
طبی کیفیت ګوزڼ   د (P1050) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
د کاناډا لومړی وزیر (21  )   د (P39) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د واکمنۍ دوران
۱۲ ډيسمبر ۲۰۰۳  – ۶ فبروري ۲۰۰۶ 
ژان کرېټین  
سټېفن هارپر  
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
پاور مارټين
پاور مارټين

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (انگليسي )  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د باندنيو چارو لپاره د دولت د پخواني منشي (Paul Martin Sr.) زوی مارتن مخکې له دې چې په ۱۹۷۳ ز کې د کاناډا د بخار بېړۍ د ليکو مشر او اجرائيه رئيس شي، د اونټاريو يو وکيل و. هغه دا موقف په ۱۹۸۸ ز کې د (LaSalle—Émard) د (Montreal) اداره کولو لپاره د پارلمان د غړي په توګه تر نوماندۍ پورې ونيو. مارتن په ۱۹۹۰ ز کې د ليبرال ګوند د مشرۍ لپاره نابريالۍ هڅې وکړې، چې (Jean Chrétien) ته يې خپله ماتې ومنله. مارتن به د ليبرال ګوند د مشرۍ لپاره د (Chrétien) اوږدمهاله سيال جوړېږي، که څه هم د ۱۹۹۳ ز په فدرالي ټاکنو کې د ليبرالانو د اکثريت حکومت له ګټلو نه وروسته د هغه د ماليې وزير په توګه وټاکل شو. پاول مارتن د کاناډايي حکومت په مالي ساختمان کې د زياتو بدلونونو څارنه وکړه او د نوموړي کړنلارو د ټولنيزو خدمتونو په ګډون د بېلابېلو خپرونو په واسطه د هېواد د اوږد مهاله مالي کسر په له منځه وړلو باندې مستقيمه اغېزه لرله.

مارتن په ۲۰۰۲ ز کې هغه مهال د ماليې د وزير په توګه استعفا ورکړه، چې له (Chrétien) سره يې ترينګلتيا اوج ته ورسېده. هغه په پيل کې د (Chrétien) مشرۍ د ګواښولو لپاره چمتووالی ونيو، که څه هم (Chrétien) د ۲۰۰۳ ز لپاره د مشرۍ ټاکل شويو ټاکنو نه په لاره اچولو سره د خپل تقاعد ورکولو اراده وښوده. د ۲۰۰۳ ز کال د نومبر په ۱۴ مه مارتن د ليبرال ګوند د مشر په توګه (Chrétien) بريالی کړ او د ۲۰۰۳ ز ډسمبر په ۱۲مه لومړی وزير شو. د ۲۰۰۴ز  په فدرالي ټاکنو کې ليبرال ګوند يو ځل بيا واک تر لاسه کړ، که څه هم يوازې د حکومت لږه برخه وه. د دې دورې پر مهال د مارتن حکومت د نا اشنا خلکو لپاره د ژوند حالتونو د ودې په موخه د کيلونا تړون (Kelowna Accord) لاسليک کړ او د ورته جنس (همجنس) واده ته يې په قانوني ډول اجازه ورکړه. په ۲۰۰۵ ز کال د عوامو په مجلس کې مخالفو ډلو د نه باور يو خوځښت (motion of no confidence) تصويب کړ، چې د مسووليت يا ژمنتيا له تور (sponsorship scandal) نه د نوې سپړنې د پايلې په توګه يې د مارتن حکومت د مفسدوالي دعوه کوله. ياد تورونه د (Gomery Report) په واسطه راښکاره شول، چې د ۲۰۰۶ ز فدرالي ټاکنې يې په لاره واچولې. په پراخه توګه د تورونو په اړه د تفصيلي معلوماتو د راڅرګندېدلو د پايلې په توګه مارتن د نوي متحد محافظه کار ګوند له خوا ماتې وخوړه، چې مشري يې سټيفن هارپر (Stephen Harper) کوله او د ليبرال ۱۲ کلن واک يې پای ته ورساوه. د ليبرالانو د مشر په توګه د مارتن له ښکته کېدنې نه لږ وروسته يې واګې بيل ګراهم (Bill Graham) ته وسپارلې، چې وروسته په تلپاتې ډول د (Stéphane Dion) له خوا بريالی شو. مارتن د ۲۰۰۸ز  فدرالي ټاکنو کې بيا غوره کېدل ونه غوښتل. د مارتن د لومړي وزارت ارزونې بېلابېلې (ګډې وډې يا مخلوطې) دي، په داسې حال کې چې د ماليې وزير په توګه د هغه د خدمت مودې ته د خوښۍ په توګه کتل کېږي.

مارتن چې اوس د نړيوال ديپلومات په توګه ورته کتل کېږي، په نړيواله برخه کې يې د يو لړ نوښتونو لکه: د نړيوالې روغتيا لپاره هڅونې او د روغتيا اغېز صندوق تر شا (د ګټې لپاره نه: not- for- profit) په واسطه خپلې مرستې يا ونډې ته دوام ورکړه، چې نوموړي په کې د مشورتي ډلې د غړي په توګه خدمت وکړ. هغه د کاناډا د ايکوفيسکال کميسيون (Canada's Ecofiscal Commission) د سلاکار په توګه هم دنده  تر سره کړه.

د ژوند لومړي وختونه سمول

مارتن د اونټاريو د وېنډسور (Windsor) په (Hôtel-Dieu of St. Joseph Hospital) کې زېږېدلی او په وېنډسور او اوتاوا کې ستر شو. د هغه پلار (aul Martin Sr.) چې د ايرلنډي او فرانسوي پښت فرانسوي الاصله اونټاري دی، ۳۳ کلونه يې د کاناډا د عوامو مجلس د غړي په توګه خدمت وکړ او د (W. L. Mackenzie King)، (Louis St. Laurent)، (Lester B. Pearson) او (Pierre E. Trudeau) لومړيو وزيرانو د دورو پر مهال په ليبرال حکومتونو کې د کابينې وزير و. د هغه مور (Eleanor "Nell" Alice (née Adams)) له سکاتلنډي او ايرلنډي پښت نه وه. نوموړي د (Mary-Anne Bellamy) په نوم يوه خور لرله، چې د ځوانۍ په عمر کې يې د کروهن ناروغي (Crohn's disease) تشخيص شوې وه او د ۲۰۱۱ ز د جولای په ۲۰ مه نېټه وفات شوه. نوموړي د اتو کلونو په عمر کې  په ۱۹۴۶ ز کې د پوليو تړون وکړ [د پوليو واکسين وکړل] لکه څرنګه چې د هغه پلار په ۱۹۰۷ ز کې کړي و. د دې لپاره چې مارتن ته يې د خپلې فرانسوي ژبې د پياوړې کولو موکه ورکړې وي، مور او پلار يې هغه په اوټاوا کې د فرانسوي ژبې يو منځني ښوونځي (École Garneau) ته ولېږه.[۶][۷][۸][۹][۱۰]

مارټن په ۱۹۶۱ز کې د تاريخ او فلسفې په برخه کې د ټورانټو پوهنتون کې د (St. Michael's College) ته د لېږد او ورنه د لېسانس سند له تر لاسه کولو نه مخکې د اوټاوا پوهنتون کې ګډون وکړ. د ټورانټو پوهنتون کې د زده کړو پر مهال د T ځوان ليبرالو د U غړی و. له هغې وروسته يې د ټورانټو پوهنتون د حقوقو پوهنځي کې ګډون وکړ، چې په ۱۹۶۴ ز کې له همدې برخې د لېسانس سند تر لاسه کړ. هغه په ۱۹۶۶ز کې د اونټاريو وکالت  ته وبلل شو. [۱۱][۱۲][۱۳]

د ۱۹۶۵ ز سپټمبر په ۱۱ نېټه مارټين له (Sheila Ann Cowan) سره واده وکړ، چې ورنه درې زامن پاول (Paul)، جيمې (Jamie) او ډيويډ (David) لري. [۱۴]

سوداګريز مسلک سمول

د رئیسانو مديره پلاوی سمول

په ۱۹۶۹ ز کې د ځواک اتحاديې د کاناډا د بخار بېړیو په ليکو (Canada Steamship Lines) کې اداره کوونکې ونډه (سهم) واخيست. د ۱۹۷۰ ز ډسمبر په ۲ پاول مارټين چې د ځواک اتحاديې د اجرائيه رئيس (Maurice Strong) ۳۲ کلن اجرائيه مرستيال و، د CSL [د کاناډا د بخار بېړیو ليکې] د رئيسانو په مديره پلاوي کې غوره شو. CSL په ۱۹۷۱ ز لږه کيو ونډه اخيستونکو د ځواک اتحاديې باندې د پام وړ ونډه (سهم) وپلورل، چې CSL يې د ځواک اتحاديې مرسته کوونکې (متمم او تابع) کړه. [۱۵]

اجرائيه رياست سمول

CSL په ۱۹۷۲ز کې هغه مهال له پرله پسې بايللو نه رنځ یووړ، چې په (Davie Shipbuilding) کې د درې ۸۰۰۰۰ ټنه سمندر له لارې تلونکو ټانکرونو (80,000-ton ocean-going tankers) په ساختمان کې د تمې خلاف زياتو شويو لګښتونو د پوښلو فشار پرې وارد و. د ۱۹۷۳ ز نومبر پر ۲۲ پاول مارټین د CSL Group د مشر او اجرائيه رئيس په توګه غوره شو. په ۱۹۷۴ ز کې د CSL لاسته راوړنې پر سترو جهيلونو (Great Lakes) باندې د اته اونيز بريد له امله لا زيانمنې شوې.

په ۱۹۷۶ ز کې د ځواک اتحاديې خپل ځان وروسته کړ او د وزارت مقام  پانګه اچونې (investment portfolio) مسووليت يې واخيست، چې پينځه کلونه وړاندې په CSL باندې پلورل شوې وه. CSL د ځواک اتحاديې يو عملياتي وېش ته وروګرځېده.

سياسي مسلک سمول

د پارلمان غړی او د ليبرال ګوند د مشرۍ لپاره نوماند (۱۹۹۳ – ز) سمول

مارټين په ۱۹۸۸ ز کې د (LaSalle-Émard) د سويل ختيځ (Montreal) لپاره د پارلمان د غړي په توګه وټاکل شو. هغه له سياست نه د متقاعد کېدلو تر وخته پورې  په هر ځل ټاکنو کې له ستونزې پرته بيا ځل وټاکل شو.

په ۱۹۸۴ ز کې د ليبرال ګوند د (John Turner) تر مشرۍ لاندې ماته وخوړه او يوازې ۴۰ چوکيو ته راښکته شو. د ځوانو ليبرالانو يوې ډلې د (Turner) پر ځای مارتن د يو ممکنه نوماند په توګه ورساوه او کله چې هغه د Turner د لرې کولو په موخه په يوه هڅه کې ګډون ونه کړ، هغه چمتو و چې که چېرې ياده دنده خلاصه وي، په مشرتابه کې د ټرنر پر ځای وټاکل شي.

مارتن د کاناډا د ۱۹۹۰ز  مشرۍ ټاکنو کې د ليبرال ګوند نوماند و، چې (Jean Chrétien) ته يې په يوه ترخه سيالۍ کې ماتې ومنله، چې پايله کې يې د دواړو نوماندانو او د دوی د ملاتړو تر منځ تلپاتې دښمني وه. په يادې سيالۍ کې يوه مهمه شېبه په (Montreal) کې د ټولو نوماندانو په مناظره کې پېښه شوه، چې بحث په خورا چټکۍ سره د ميچ جهيل تړون (Meech Lake Accord) ته واوښت. مارتن د مييچ په موضوع کې لېوالتيا لرله او پر (Chrétien) باندې يې د فشار راوړلو هڅه وکړه، چې په ياده معامله کې له خپل توپيري درېځ نه تېر شي او د دې لپاره او يا يې پر ضد څرګندونې وکړې. [۱۶]

سرچینې سمول

  1. پیوستون : 120046660  — د نشر نېټه: ۲۶ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Paul-Martin — subject named as: Paul Martin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. subject named as: Paul Edgar Philippe Martin — Library of Parliament of Canada person ID: https://lop.parl.ca/sites/ParlInfo/default/en_CA/People/Profile?personId=16713 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/martin-paul — subject named as: Paul Martin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. https://globalnews.ca/news/2650683/why-the-world-prefers-tall-politicians/
  6. Munroe, Susan. "Prime Minister Paul Martin". About: Canada Online. د لاسرسي‌نېټه November 29, 2006. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په December 14, 1988 باندې). Like father, like son?. CBC Archives
  8. "Former PM's sister always helped those in need". The Windsor Star. جولای 22, 2011. د اصلي آرشيف څخه پر جولای 21, 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه اکتوبر 19, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Mary-Anne Bellamy". legacy.com. July 22, 2011. د لاسرسي‌نېټه October 19, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "We are on the cusp of ending polio". Globe & Mail. د لاسرسي‌نېټه July 28, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Honorary Degree Citation – Paul Martin – Concordia University Archives". د لاسرسي‌نېټه July 28, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Emshey, Lori-Lee (January 16, 2012). "U of T alumnus Paul Martin receives Order of Canada". The Medium. د لاسرسي‌نېټه July 28, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Kerr, Peter (August 21, 2009). "Paul Martin – life after politics". The Montrealer. د لاسرسي‌نېټه October 21, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Martin, Paul (2009). Hell or High Water: My Life in and out of Politics. Emblem Editions. د کتاب پاڼې 33. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0771056932. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Kerr, Peter (August 21, 2009). "Paul Martin – life after politics". The Montrealer. د لاسرسي‌نېټه October 21, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. (په June 23, 1990 باندې). A very bitter defeat for Paul Martin. Archives.cbc.ca