د کاناډا لومړی وزیر

د کاناډا لومړی وزیر د کاناډا د حکومت د مشر په توګه کار کوي، چې د کابینې رئیس او غړي هم ټاکي او ځایناستي ته د اجرئیوي واک او ډېری شاهي امتیازاتو په اړه هم مشوره ورکوي.

جسټن ټروډو د کاناډا ۲۳م او اوسنی لومړی وزیر دی.  د ۲۰۱۵ ز کال د نومبر د څلورمې نېټې په فډرالي ټاکنو کې د هغه لیبرال ګوند اکثریت چوکۍ وګټلې او د کاناډا د ۲۹م وزارت جوړولو ته بلنه ورکړل شوی وه، چې په دې توګه جسټین ټروډو د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو. تروډو د ۲۰۱۹ز او ۲۰۲۱ز کلونو په ټاکنو کې د لږو چوکیو په ترلاسه کولو سره بیا وټاکل شو.

لومړی وزیر د لومړي وزیر دفتر له خوا ملاتړ کېږي او د شخصي شورا د دفتر مشري کوي. لومړی وزیرد کاناډا د مشرانو جرګې، سترې محکمې او نورو فډرالي محکمو غړي ټاکي اود قوانینو پر بنسټ د بېلابېلو سلطنتي شرکتونومشران او بورډونه هم ټاکي.[۱][۲]

د ۱۸۶۷ز کالاساسي قانون له مخې، د حکومت واک پاچا (چې د دولت مشر ګنل کېږي) ته ورکړل شوی، خو په عمل کې د پاچا یا د دوی استازی او دعمومي حاکم ونډه په لویه کچه رسمي او یوازې د کابینې د وزیر په مشوره تر سره کېږي. لومړی وزیر د کاناډا پاچا ته د عمومي حاکم د ټاکنې په اړه هم مشوره ورکوي.[۳][۴]

اصلي دفترسمول

د کاناډا د اساسي قانون په کوم سند کې د لومړي وزیر درېځ نه دی ذکر شوی او یوازې د ۱۹۸۲ز کال کې د اساسي قانون په تصویب کې او په (Letters Patent) کی، چې په ۱۹۴۷ز کال کې د شپږم  پاچا جورج له خوا صادر شوی و ذکر شوی. دفتر او د هغه دندې د اساسي قانون د کنوانسیونونو له خوا اداره کېږي.[۵][۶][۷]

وړتیا او ټاکنهسمول

لومړی وزیر او د  کابینې نور وزیران د پاچا په استازیتوب د عمومې حاکم له خوا ټاکل کېږي. د حکومت د کنوانسیونونو له مخې، چې د اداري ثبات د ساتلو لپاره رامنځته شوی، عمومي حاکم  د یوه داسې حکومت د جوړولو غوښتنه کوي، چې هغه کس د ولسي جرګې د مستقیمو ټاکل شوو غړو اکثریت ملاتړ یا باور ترلاسه کړی وي. د یوې عملي مسئلې په توګه، دا زیاتره د هغه ګوند مشر وي، چې غړي یې د ولسي جرګې خورا لوی اکثریت جوړوي.[۸][۹][۱۰]

په داسې حال کې، چې د لومړيو وزیرانو د ټاکنې لپاره هېڅ قانوني مقرره نشته، چې په خپله باید د پارلمان غړي وي، خو د عملي او سیاسي دلایلو له مخې داسې تمه کېږي، چې لومړی وزیر باید په ولسي جرګه کې یوه چوکۍ ولري، خو په ځینو نادره شرایطو کې هغه کسان چې د ولسي جرګې غړي نه وي، د لومړي وزیر په توګه هم ټاکل کېږي. دوه پخواني لومړي وزیران جان جوزف کالډویل ایبټ او مکینزي باول، په ۱۸۹۰لسیزه ز کې په داسې حال کې چې دسنا غړي وو، دلومړيو وزیرانو په توګه یې هم دنده ترسره کوله. دواړه د هغو لومړيو وزیرانو ځایناستيشول، چې په خپلو دفترونو کې مړه شوي وو، دوی د جان اې مکډونالډ۱۸۹۱ز کال او د جان سپارو ډیویډ تامپسن ۱۸۹۴ز کال پر ځای وګومارل شول.[۱۱][۱۲]

له هغه وخت راهیسې، هغه لومړي وزیران چې د پارلمان غړي نه وي (یا یې خپلې چوکۍ له لاسه ورکړې وي) باید ژر تر ژره په ولسي جرګه کې چوکۍ خپله کړي. د بېلګې په توګه: ویلیم لیون مکینزي کنګ د ۱۹۲۵ز کال په فډرالي ټاکنو کې د خپلې چوکۍ له لاسه ورکولو وروسته (چې د هغه ګوند بریالی شوی و)د ضمني ټاکنو تر ګټلوڅو اونۍ وروسته، د حکومت کولو جوګه شو. په همدې ډول، جان ټرنر په ۱۹۸۴ز کال کې د پییر ټروډو پر ځای د لیبرال ګوند د مشر په توګه وټاکل شو او وروسته د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو، په داسې حال کې چې په ولسې جرګه کې یې چوکۍ هم نه درلوده. ټرنر په راتلونکو ټاکنو کې بریالی شو، خو د لیبرال ګوند له واک نه وشړل شو. ټرنر وروستی لومړی وزیر و، چې د لومړي وزیر په توګه یې د دندې پرمهال د ولسې جرګې چوکۍنه درلوده. اوسمهال که یو بر حاله لومړی وزیر په ولسې جرګه کې خپله چوکۍ له لاسه ورکړي یا پرته له دې، چې چوکۍ ولري او د نوي لومړي وزیر په توګه وټاکل شي، نو عادي بهیر یې داسې دی: د واکمن سیاسي ګوند یو ځوان غړی به د لومړي وزیر لپاره استعفا ورکوي، تر څو لومړی وزیر د ضمني ټاکنو په پایله کې ګډون وکړي. که چېرې واکمن ګوند، د ټاکنو له ترسره کېدو لږ وخت مخکې نوی مشر وټاکي او هغه نوی مشر، د ولسي جرګې قوي غړی نه وي، نو هغه به په نورمال ډول په پارلمان کې د چوکۍ لپاره د کاندیدېدو لپاره راتلونکو ټاکنو ته انتظار باسي.[۱۳][۱۴]

امتیازاتسمول

لومړي وزیر ته دوه رسمي استوګنځایونه، په ګیټینیو پارک کې یو کلیوالي ارام ځای، د لومړي وزیر لپاره دفتراود هیل پارلمان نه بهر د شخصي شورا ودانۍ ورکول کېږي. د ټرانسپورټ لپاره، لومړي وزیر ته یو زغره لرونکی موټر او دموټر د مصرف لپاره  ۲۰۰۰ډالر ورکول کېږي. د دوو رسمي الوتکو د کارولو اجازه ورکول شوې، چې د نړیوالو الوتنو لپاره150- CCپولاریس الوتکه او د کورنیو سفرونو لپاره چلینجر ۶۰۱الوتکې نه کار اخلي. د شاهي کاناډا سپاره پولیس هم د لومړي وزیر او د هغه د کورنۍ لپاره پرله پسې شخصي امنیت چمتو کوي. پورته ذکر شوي موارد، د پارلمان له خوا د تصویب شوې بودیجې له لارې چمتو کېږي، چې د لومړي وزیر کلني مکافات ۳۵۷۸۰۰کاناډایي ډالره دی (د پارلمان د غړي په توګه ۱۷۸۹۰۰کاناډایي ډالره او د لومړي وزیر په توګه۱۷۸۹۰۰کاناډایي ډالره معاش لري).[۱۵]

که چېرې اوسنی یا پخوانی لومړی وزیر مړ شي، هغه یا هغې ته دولتي جنازه نیول کېږي. یوازې بویل او ویسکاؤنټ بینیټ لپاره شخصي جنازې نیول شوې وې، بینیټ د کاناډا یوازینی پخوانی لومړی وزیر و، چې له هېواده بهر مړ شو او له هېواد نه بهر ښخ شو او د پخواني لومړي وزیر بوول په جنازه کې  سیاستوالو ګډون نه درلود.[۱۶][۱۷]

د کاناډا غوره شوی لومړی وزیرسمول

د کاناډا غوره شوی لومړی وزیر هغه څوک دی، چې د عمومي ټاکنو له ګټلو وروسته یو باوري او خوندي حکومت جوړ کړي یا د ائتلافي حکومت په جوړولو سره د راتلونکي لومړي وزیر په توګه د حاکم له خوا وټاکل شي. دا اصطلاح په اوسنیو لومړیو وزیرانو کې نه پلي کېږي.

له دندې وروسته فعالیتونهسمول

د کاناډا پخواني لومړي وزیران له دندې تر ګوښه کېدو وروسته په مختلفو چارو بوخت دي. ځینې ​​یې په سیاست کې پاتې شول، لکه: بویل د سناتور په توګه کار کولو ته دوام ورکړ، سټیفن هارپر بېر ته د ولسي جرګې د غړي په توګه  راستون شو او بینیټ مشرانو جرګې ته له ورتګ وروسته انګلستان ته لاړ. ځینو نورو بیا د رسمي اپوزیسیون د مشرانو په توګه دنده ترسره کوله، لکه: جان اې مکډونالډ، ارتور میګین، مکینزي کینګ او پییر ټروډو، ټول مخکې له دې چې د لومړي وزیر په توګه بیا وټاکل شي (مکینزي کینګ دوه ځله وټاکل شو). الکساندر مکینزي او جان ډیفینبیکر، دواړه مخکې له مړینې د پارلمان د عادي غړو په توګه دنده تر سره کوله. ویلفریډ لاریر په داسې حال کې مړ شو، چې لاهم په خپلې دندې کې و، چارلس ټوپر، لوئس سینټ لارینټ او جان ټرنر، هر یو شخصي سوداګرۍ ته راستانه شو، میګین د لومړي وزیر په توګه تر خپلې دویمې دورې وروسته مشرانو جرګې ته هم ټاکل شوی و، چې د بیا ټاکنو په لټه کې یې له خپلې چوکۍ استعفا ورکړه او د ټاکنو په ګټلو کې له پاتې راتلو وروسته یې خصوصي شرکت جوړ کړ. ځینې نور بیا ملکي ژوند ته راستانه شول؛ لکه رابرټ بورډین، چې د کوینز او مک ګیل پوهنتونونو د رئیس په توګه دنده ترسره کوله او په مالي سکټور کې یې هم کار کاوه. لیسټر بي پیرسن، چې د کارلټن پوهنتون د رئیس په توګه دنده ترسره کوله. جو کلارک او کیم کمپبل، چې د پوهنتون استادان شول، کلارک د مشاور په توګه هم کار کاوه او کمپبل په نړیواله ډیپلوماسۍ، د خصوصي شرکتونو د رئیس په توګه او د ګډو ګټو ګروپونو د مشر په توګه یې کار کاوه. پیری ټروډو او جین کورټین قانوني فعالیت ته راستانه شول. پخوانیو لومړیو وزیرانو هم په عام ډول خپل ژوندلیکونه لیکلي، چې توپر د دوی یادښتونه خپاره کړي، لکه: د ډیفین بیکر او پاول مارټین.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

سرچینېسمول

  1. Brooks 2007, p. 235
  2. Bryden, Joan (October 19, 2019). "'Complete nonsense': Experts dispute Scheer's claims about forming government". globalnews.ca. مؤرشف من الأصل في October 21, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Brooks, Stephen (2007). Canadian Democracy: An Introduction (الطبعة 5). Don Mills: Oxford University Press. د کتاب پاڼي 233–234. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-543103-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Privy Council Office | The Canadian Encyclopedia". www.thecanadianencyclopedia.ca. د لاسرسي‌نېټه October 30, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Privy Council Office. "Intergovernmental Affairs > About Canada > The Canadian Constitution". Queen's Printer for Canada. د اصلي آرشيف څخه پر February 27, 2014 باندې. د لاسرسي‌نېټه June 7, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Her Majesty the Queen (March 29, 1867), "SchedB.37.1", Constitution Act, 1982, Ottawa: Queen's Printer for Canada, د لاسرسي‌نېټه June 7, 2010 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. His Majesty the King (1947). "I". Letters Patent Constituting the Office of Governor General of Canada. Ottawa: King's Printer for Canada (نشر October 1, 1947). د لاسرسي‌نېټه May 29, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Office of the Governor General of Canada. "Media > Fact Sheets > The Swearing-In of a New Ministry". Queen's Printer for Canada. د اصلي آرشيف څخه پر June 16, 2008 باندې. د لاسرسي‌نېټه May 18, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Pothen, Phil (2009), Disinformation as a Back Door to 'Constitutional Revolution' in Canada, Toronto: Ontario Bar Association, د لاسرسي‌نېټه September 13, 2010 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Forsey, Eugene (2005), How Canadians Govern Themselves (PDF) (الطبعة 6), Ottawa: Queen's Printer for Canada, د کتاب پاڼي 3–4, د کتاب نړيواله کره شمېره 0-662-39689-8, د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر December 29, 2009 باندې, د لاسرسي‌نېټه December 9, 2009 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Forsey, Eugene (March 2012). "How Canadians Govern Themselves > The Prime Minister". Queen's Printer for Canada. د لاسرسي‌نېټه November 26, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Forsey 2005, p. 38
  13. Forsey 2005, p. 38
  14. Grenier, Éric (July 12, 2018). "NDP Leader Jagmeet Singh won't have a free pass if he runs in a byelection". CBC News. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Privy Council Office. "Did You Know > The Langevin Block from Yesterday to Today". Queen's Printer for Canada. د لاسرسي‌نېټه January 17, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. State Funerals in Canada. "Frequently Asked Questions on State Funerals in Canada". Queen's Printer for Canada. د اصلي آرشيف څخه پر December 27, 2009 باندې. د لاسرسي‌نېټه December 10, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. کينډۍ:Cite DCB
  18. کينډۍ:Cite DCB
  19. کينډۍ:Cite DCB
  20. کينډۍ:Cite DCB
  21. کينډۍ:Cite DCB
  22. کينډۍ:Cite DCB
  23. کينډۍ:Cite DCB
  24. کينډۍ:Cite DCB
  25. کينډۍ:Cite DCB