ټیوډور روزولټ

ټیوډور روزولټ
(انګلیسي: Theodore Roosevelt)[۱]  د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ټیوډور روزولټ
ټیوډور روزولټ

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Theodore Roosevelt Jr. د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲۷ اکتوبر ۱۸۵۸[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
نيويارک[۱۶][۱۷]
نيويارک[۱۸]
منهټن  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 6 جنوري 1919 (61 کاله)[۲][۱۷][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل د سږو امبولي  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای نيويارک
واشنګټن ډي سي  د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد 179 سانتي متره  د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)  د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د اولادو شمېر 6 [۱۹]  د (P1971) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
د متحده ایالاتو ولسمشر[۲۰][۲۱] (26 )   د (P39) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د واکمنۍ دوران
۱۴ سپټمبر ۱۹۰۱  – ۴ مارچ ۱۹۰۹ 
ویلیم مک کینلي 
ویلیم هاورډ ټافت 
عملي ژوند
دنده ليکوال[۲۲]
سياستوال[۲۳]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه امریکايي انګرېزي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۳][۲۴]
فرانسوي
آلماني ژبه
ایټالیایي ژبه  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه د متحده ایالاتو سیاسي نظام  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
مقام ډګروال  د (P410) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړې د هسپانیې ــ امریکې جګړه[۲۵]  د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
ټیوډور روزولټ
ټیوډور روزولټ

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ټیوډور روزولټ (۱۸۵۸ز د اکټوبر ۲۷مه - ۱۹۱۹ز کال د جنوري ۶مه) چې ډېری وختونه د ټیډي یا د هغه د نوم د لومړیو تورو (TR) په نوم هم پېژندل کېږي، یو امریکایي سیاستوال، محافظه کار، طبیعت پوه، تاریخپوه او لیکوال و، چې له ۱۹۰۱ز کال نه تر ۱۹۰۹ز کال پورې یې د متحده ایالاتو د ۲۶م ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې. هغه له ولسمشرۍ دمخه د ۱۹۰۱ز کال له مارچ نه تر سپټمبر پورې د ویلیم مک کینلي په مشرۍ د ۲۵م ولسمشر د مرستیال او له ۱۸۹۹ز کال نه تر ۱۹۰۰ز کال پورې د نیویارک د ۳۳م والي په توګه هم دندې تر سره کړې دي. نوموړي د جمهوري غوښتونکي ګوند د مشر په توګه د مک کینلي له وژنې وروسته ولسمشر وټاکل شو او د انحصار ضد او پراختیایي تګلارو لپاره یو محرک ځواک وبلل شو.

روزولټ یو ناروغه ماشوم و او له ساه بندۍ ناروغۍ نه کړېده، خو وروسته یې په ژوند کې د یو لړ ستونزمنو کړنلارو په منلو سره  تر یوه بریده خپلې روغتیایې ستونزې حل کړې وې. هغه په ​​خپل کور کې زده کړي کړې وي او هغه کتاب، چې د ۱۸۱۲ز کال سمندري جګړې په نوم یادېده او په ۱۸۸۲ز کال کې خپور شو، چې نوموړی ته د یوه پوه تاریخ لیکونکي او نامتو لیکوال شهرت ور په برخه کړ. سیاست ته له ننوتلو سره، هغه د نیویارک ایالت په مقننه قوه کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند د اصلاح غوښتونکي ډلې مشر وټاکل شو. د روزولټ ښځه او مور دواړه په یوه شپه مړه شول، چې له امله یې هغه ​​رواني ګوزار ولید، خو وروسته په ​​ډاکوټاس کې د غواګانو د فارم په اخیستلو او چلولو سره بېرته روغ شو. هغه د ولسمشر ویلیم مک کینلي په مشرۍ د سمندري ځواکونو د معاون سکرتر په توګه هم دنده ترسره کړه او په ۱۸۹۸ز کال کې یې د هسپانیا په وړاندې د خورا بریالۍ سمندري جګړې په پلانولو کې مرسته وکړه، خو وروسته د (Rough Riders) د جوړولو او رهبري کولو په پار له خپلې دندې نه استعفا وکړه، (Rough Riders) هغه واحد و، چې په کیوبا کې یې له هسپانوي پوځ سره تبلیغاتي جګړه کوله. روزولټ د جګړې د اتل په توګه له بېرته راستنېدو سره سم په ۱۸۹۸ز کال کې د نیویارک والي وټاکل شو. د نیویارک ایالت د ګوند مشرتابه د هغه حریصه اجنډا نه خوښوله او مک کینلي یې قانع کړ، چې روزولټ د ۱۹۰۰ز کال په ټاکنو کې خپل مرستیال وټاکي، په دې ډول روزولټ په کلکه د ټاکنو لپاره کمپاین پیل کړ او د مک کینلي او روزولټ ټکټ د سولې او سوکالۍ د پلټ فارم پر بنسټ ستره بریا ترلاسه کړه.

روزولټ د ۱۹۰۱ز کال په سپټمبر کې د مک کینلي له وژل کېدو وروسته په ۴۲ کلنۍ کې د ولسمشرۍ دنده په غاړه واخیسته او په دې توګه د متحده ایالاتو په تاریخ کې ترټولو ځوان ولسمشر شو. روزولټ د پراختیایي غورځنګ مشر او د مربعي معاملو «Square Deal » کورنیو تګلارو، لکه:  د اتباعو منځني قشر ښه والی، د انحصار ضد قوانین، د ریل پټلۍ تنظیم، خالص خواړه او درملو اتل و. هغه ملي پارکونه او ځنګلونه، چې موخه یې د هېواد طبیعي زېرمو ساتل و، جوړ کړه. په بهرنۍ تګلاره کې، هغه په ​​منځنۍ امریکا تمرکز وکړ او د پاناما کانال د جوړولو چارې یې پیل کړې.

هغه خپل سمندري ځواک پراخ کړ او د دغه سمندري ځواک د ښودلو لپاره یې یوه لویه سپینه بېړۍ په نړیوال سفر واستوله. د روسیې او جاپان د جګړې د پای ته رسولو په برخه کې د هغه بریالۍ هڅې د دی لامل شوې، چې په ۱۹۰۶ز کال کې د نوبل سولې جایزه ترلاسه کړي. روزولټ په ۱۹۰۴ز کال کې د یوې بشپړې مودې لپاره وټاکل شو او پرمختیایي تګلارو ته یې دوام ورکړ. هغه د ۱۹۰۸ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د بریالیتوب لپاره خپل غوره ملګری ویلیم هاورډ ټافت غوره کړ. هغه  د ۱۹۱۲ز کال  په ولسمشریزو ټاکنو کې برخه واخیسته او د ډیموکراټ نوماند ووډرو ویلسون ته یې اجازه ورکړه چې ټاکنې وګټي. له ماتې وروسته روزولټ  امازون حوزې ته په یو دوه کلن سفر ولاړ، چې هلته د استوایی ناروغۍ له امله مړ شو. د لومړۍ نړیوالې جګړې په لړ کې یې په ​​ویلسون نیوکې کولې، چې  هېواد یې د جګړې نه لرې ساتلی و. هغه په ​​​​۱۹۲۰ز کال کې بیا د ولسمشرۍ د نوماندۍ په اړه فکر وکړ، خو د هغه روغتیايي حالت خراب شو او په ۱۹۱۹ز کال کې مړ شو. هغه په عمومي توګه د تاریخپوهانو او سیاسي شنونکو په نظرپوښتنو کې د پنځو غوره ولسمشرانو په منځ کې ډلبندي کېږي.

د ټیوډور روزولټ ولسمشرۍ (۱۹۰۱ز کال - ۱۹۰۹ز کال) سمول

د ۱۹۰۱ز کال د سپټمبر په ۶مه، ولسمشر مک کینلي د نیویارک ایالت په بفیلو سیمه کې د پان-امریکن په نندارتون کې ګډون درلود، چې د انارکیست لیون کازولګوز له خوا وویشتل شو. روزولټ ورمونټ ته د رخصتي لپاره تللی و، چې وروسته د مک کینلي د لیدو لپاره بفیلو ته لاړ. داسې ښکارېده، چې مک کینلي به ژر روغ شي، ځګه روزولټ په اډیرونډاک غرونو کې خپله رخصتي ته بیا ادامه ورکړه. کله چې د مک کینلي حالت خراب شو، روزولټ بېرته بفیلو ته ورغی. مک کینلي د سپټمبر په ۱۴مه مړ شو او روزولټ ته په شمالي کریک کې خبر ورکړل شو، په دې ډول هغه د انزلي ویلکوکس کور کې د هېواد د ۲۶م ولسمشر په توګه لوړه وکړه.[۲۶][۲۷][۲۸]

د مک کینلي ملاتړي، د نوي ولسمشر په اړه اندیښمن وو، خو روزولټ د ګوند مشرانو ته ډاډ ورکړ چې هغه اراده لري، د مک کینلي تګلارو ته غاړه کېږدي او د مک کینلي کابینه وساتي. سره له دې روزولټ هڅه وکړه، چې ځان د ګوند د  نا متنازع مشر په توګه وټاکي، تر څو د ولسمشر په توګه خپله ونډه او د ۱۹۰۴ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې خپل دریځ  پیاوړی کړي. د مرستیال ولسمشر چوکۍ خالي پاتې وه، ځکه په هغه وخت کې د دغه ځای ډکولو لپاره هېڅ قانوني شرایطو شتون نه درلود (په ۱۹۶۷ز کال کې له ۲۵م تعدیل نه مخکې).[۲۹][۳۰][۳۱]

د تیودور روزولت د ادارې بهرنۍ تګلاره سمول

جاپان سمول

په ۱۸۹۰مه لسیزه کې روزولټ یو سخت امپریالیست و او د ۱۹۰۰ز کال په ټاکنیزو کمپاینونو کې یې د فیلیپین له دایمي اشغال نه په کلکه دفاع وکړه.  په ۱۹۰۲ز کال کې د محلي پاڅون له پای ته رسېدو وروسته، هغه په ​​لویه کچه د فیلیپین او اسیا پراختیا کې خپله امپریالیستي لېوالتیا له لاسه ورکړه، خو غوښتل یې په سیمه کې د ډیموکراتیکو ارزښتونو د سمبول په توګه متحده ایالات قوي حضور ولري. د ټیودور روزولټ له لومړیتوبونو نه د هغه د ولسمشرۍ پر مهال او وروسته له هغه له جاپان سره د دوستانه اړیکو ساتل و.[۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

له ۱۹۰۴ز کال نه تر ۱۹۰۵ز کال پورې جاپان او روسیه په جګړه بوخت وو. روزولټ د جاپانیانو د پوځي زړورتیا ستاینه وکړه او دواړو خواوو له روزولټ نه وغوښتل، چې د پورټسموت او نیو هیمپشایرد سولې په کنفرانس کې، چې په بریالیتوب ترسره شو، منځګړیتوب وکړي، چې په دې ډول روزولټ د خپلو هڅو لپاره د نوبل د سولې جایزه هم وګټله. په کالیفورنیا کې له جاپان سره دښمني مخ په ډېریدو وه او توکیو احتجاج وکړ. روزولټ په ۱۹۰۷ز کال کې د

« Gentleman's Agreement » په اړه خبرې اترې پیل کړې. د جاپانیانو په وړاندې ښکاره تبعیض پای ته ورسېد او جاپان موافقه وکړه، چې غیر مسلکي کډوالو ته به اجازه ورنه کړي، چې متحده ایالاتو ته سفر وکړي. د امریکا د جنګی بېړیو لویه سپینه بېړۍ په ۱۹۰۸ز کال کې جاپان ته ولاړه. [۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

اروپا سمول

د هسپانیې او نوې سترواکۍ په وړاندې په جګړه کې بریالیتوب او د نړۍ ترټولو لوی اقتصاد درلودل په دې معنا و، چې متحده ایالات د نړیوال ځواک په توګه راڅرګند شي. روزولټ په بهر کې د خپل دریځ د پېژندلو لپاره لارې لټولې. روزولټ د مراکش د لومړي ناورین په منځګړیتوب کې د (Algeciras) کنفرانس په رابللو سره هم لوی رول ولوباوه، چې د فرانسې او جرمني ترمنځ یې د جګړې مخه هم ونیوله. د روزولټ ولسمشرۍ کې له بریتانیا سره هم  اړیکې پیاوړې شوی.[۴۰][۴۱]

د هسپانیه او امريکا د جګړې پر مهال له متحده ایالاتو نه د بریټانیا ملاتړ د دې دواړو هېوادونو اړیکې نورې هم پیاوړې کړې او تر هغه وخت پورې یې داوم درلود، چې بریټانیا له کارابين نه د المان په سمندري ګواښ باندې د تمرکز په موخه خپلې بېړۍ وایستلې. په ۱۹۰۱ز کال کې بریټانیا او متحده ایالاتو د (Hay–Pauncefote) تړون لاسلیک کړ او د کلیټون بلورو تړون یې، چې د متحده ایالاتو د هغه کانال د جوړولو مخه یې نیوله، چې ارام سمندر او اتلانتیک سمندر یې سره نښلاوه، لغوه کړ. د الاسکا د پولې اوږدمهاله شخړه، د متحده ایالاتو لپاره په مناسبو شرایطو کې حل شوه،  دا ځکه چې لویې بریټانیا نه غوښتل متحده ایالات د هغه څه په سر خواشیني کړي، چې ثانوي مسئله ګڼل کېده. روزولټ وروسته  د الاسکا د پولې د شخړې په اړه وویل: « د بریټانوي سترواکۍ او امریکا ترمنځ یې وروستۍ جدي ستونزه حل کړه ».[۴۲][۴۳][۴۴][۴۵]

ولادمیر پوتین سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ GND ID: https://d-nb.info/gnd/118749633 — د نشر نېټه: ۲۶ فبروري ۲۰۲۳ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ پیوستون : 118749633  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb122070908 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Theodore-Roosevelt — subject named as: Theodore Roosevelt — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w67h1h16 — subject named as: Theodore Roosevelt — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/898 — subject named as: Theodore Roosevelt — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p32296.htm#i322951 — subject named as: Theodore Roosevelt — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/655607 — subject named as: Teddy Roosevelt — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?166721 — subject named as: Theodore Roosevelt — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/roosevelt-theodore — subject named as: Theodore Roosevelt — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0056736.xml — subject named as: Theodore Roosevelt — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=rooseveltt — subject named as: Theodore Roosevelt
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=theodore;n=roosevelt — subject named as: Theodore Roosevelt
  14. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=53345 — subject named as: Theodore Roosevelt — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Theodore Roosevelt
  16. پیوستون : 118749633  — د نشر نېټه: ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ پیوستون : 118749633  — د نشر نېټه: ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۵ — سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Рузвельт Теодор — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  18. پیوستون : 118749633  — د نشر نېټه: ۲۶ فبروري ۲۰۱۷ — سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Рузвельт Теодор — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  19. https://www.britannica.com/biography/Theodore-Roosevelt — د نشر نېټه: ۱۸ ډيسمبر ۲۰۱۹
  20. Theodore Roosevelt — د نشر نېټه: ۹ مې ۲۰۱۸
  21. https://www.biography.com/us-president/theodore-roosevelt — د نشر نېټه: ۱۸ ډيسمبر ۲۰۱۹
  22. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  23. US Congress Bio ID: https://bioguide.congress.gov/search/bio/R000429 — د نشر نېټه: ۱۴ اپرېل ۲۰۲۲ — سرليک: Biographical Directory of the United States Congress — خپرونکی: United States Government Publishing Office
  24. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/47268707
  25. https://www.whitehouse.gov/about-the-white-house/presidents/theodore-roosevelt/ — د نشر نېټه: ۱۸ ډيسمبر ۲۰۱۹
  26. "Theodore Roosevelt's Visit to Isle la Motte Historical Marker". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "The Inauguration | Learn | Theodore Roosevelt Inaugural Site". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Miller 1992، صص. 348–352.
  29. Edmund Morris, Theodore Rex p. 58
  30. Brands 1997، صص. 422–423.
  31. Miller 1992، صص. 354–356.
  32. William Michael Morgan, "The anti-Japanese origins of the Hawaiian Annexation treaty of 1897." Diplomatic History 6.1 (1982): 23–44.
  33. James K. Eyre Jr, "Japan and the American Annexation of the Philippines." Pacific Historical Review 11.1 (1942): 55–71 online.
  34. Michael J. Green, By More Than Providence: Grand Strategy and American Power in the Asia Pacific Since 1783 (2019) pp. 78–113.
  35. Charles E. Neu, An Uncertain Friendship: Theodore Roosevelt and Japan, 1906–1909 (1967) pp. 310–319.
  36. Neu, pp. 263–280
  37. Henry Pringle Theodore Roosevelt (1956) p. 288;
  38. Thomas A. Bailey, "The Root-Takahira Agreement of 1908." Pacific historical review 9.1 (1940): 19-35. online
  39. Brands 1997، صص. 614–616.
  40. Walter LaFeber, "The 'Lion in the Path': The US Emergence as a World Power." Political Science Quarterly 101.5 (1986): 705-718 online.
  41. Miller 1992، صص. 382–383.
  42. Miller 1992، صص. 387–388.
  43. Miller 1992، صص. 399–400.
  44. Miller 1992، صص. 397–398.
  45. Miller 1992، صص. 450–451.