د متحده ایالاتو سیاسي نظام

د ويکيمېډيا وېشنيزه

د متحده ایالاتو سیاست د اساسي قانون په چوکاټ کې د فدرالي جمهوریت او جمهوري نظام په بڼه فعالیت کوي چې په بېلابېلو کچو دځواکونو څانګې لري. فدرالي حکومت د متحده ایالاتو د اساسي قانون پر بنسټ، د هېواد ولسي حکومت دی، چې ځواک د درېیو جلا څانګو ترمنځ وېشل شوی دی. د متحده ایالاتو کانګرس مقننه څانګه ده، چې یو دوه مجلسه مقننه بنسټ دی چې د استازو له مجلس او سنا څخه جوړ شوی دی. اجرائیوي څانګه د متحده ایالاتو د ولسمشر له لوري پر مخ وړل کېږي، چې نوموړی د دولت مشر او د حکومت مشر ګڼل کېږي. فدرالي قضا د ځواک درېیمه څانګه ده، چې د سترې محکمې او ټیټو فدرالي محکمو څخه منځ ته راغلې ده او قضایی ځواک پر مخ وړي.  

د پنځوسو ایالتې حکومتونو له ډلې نه هر ایالت واک لري چې د خپلو واکونو په دایره کې قوانین وضع کړي چې دا واک نه فدرالي حکومت ته پرېښودل کېږي او نه هم د متحده ایالاتو په اساسي قانون کې ایالتونو ته رد کېږي. په دوره یي ډول هر ایالت هم د ځواک درې څانګې لري: اجرائیوي څانګه چې مشري یې د والي په غاړه ده، مقننه څانګه او قضايي څانګه. د بېلابېلو ایالتونو اساسي قوانین په ځینو جزیاتو کې توپیر لري، خو په ټوله کې د فدرالي اساسي قانون سره ورته بڼه تعقیبوي. ایالتونه په سیمه یزه کچه په نورو ولسوالیو/ناحیو یا ورته تشکیلاتو ووېشل شول، چې د هغوی ځانګړي حکومتي واکونه، د ایالتونو په پرتله په پراخه کچه توپیر لري. په سیمه ییزو حکومتونو کې ښاروالۍ، ښارګوټي، د ښوونځنیزې ناحیې او ځانګړې ولسوالۍ هم ګډون لري.  

چارواکي په فدرالي، ایالتي او سمیه ییزه کچه د خلکو له خوا ټاکل کېږي، چې په دې کې لویه استثنا ولسمشر دی، چې د خلکو له لوري په غیر مستقیم ډول د ټاکنیز کالج له لارې ټاکل کېږي. په داسې حال کې چې نور ګوندونه هم شته، خو د متحده ایالاتو د کورنۍ جګړې راهیسې د دې هېواد سیاست د دوه ګوندي سیسټم له لوري چې ډیموکراټ او جمهوري غوښتونکي ګوندونه دي، اداره کېږي. د شلمې پیړۍ له نیمایي راهیسې، په عمومي توګه دیموکراټ ګوند، د امریکا لیبرالیزم لیدلوری ملاتړ کوي، په داسې حال کې چې جمهوري غوښتونکی ګوند، د امریکا د محافظه کاره لیدلوری ملاتړ کوي، خو په ملي کچه دواړه ګوندونه د غړیتوب د کنټرول لپاره هېڅ رسمي مرکزي بنسټ نه لري، نو له دې امله د هر یو په منځ کې داسې ډلې او کسان شته، چې د اکثریت له موقف سره مخالف وي.  

د ۱۸ کالو او له هغه پورته عمر لرونکو اتباعو لپاره درایې حق ټول شموله دی، خو د سیاسي استازیتوب په اړه په ټول هېواد کې لا هم اندېښنې شته. که څه هم امریکایان سیمه ییز حکومتونه لري، خو د کولمبیا ولسوالۍ او د هغه اړوند سیمې د متحده ایالاتو په کانګرس کې د رایې غړیتوب نه لري او نه هم د متحده ایالاتو د اساسي قانون پر بنسټ اجازه لري چې د ولسمشریزو ټاکنو په ټاکنیز کالج کې ګډون وکړي. یو شمېر شرکتونه، بډایه کړي، د ځانګړو ګټو ډلې او د فشار نورې د سیاسي فشار ډلې په سیاسي کمپاینونو او انفرادي نوماندانو او چارواکو ډېرې پیسې په دې هڅه لګوي، چې د اکثریت اتباعو په پرتله عامه سیاستونه تر خپل اغېز لاندې راولي. داسې اندېښنې هم  شته چې، په ټولیزه توګه سیاسي استازیتوب د متحده ایالاتو ورته ډیموګرافیک شالید، ځانګړتیاوې، نژادي یا جنسیت نه لري. په ۲۰۲۱ز کال کې د اکانومېست د مجلې د اقتصادي معلوماتو برخې، متحده ایالات د "نیمګړې ولسواکۍ" په توګه په ګوته کړل.

فدرال دولت سمول

متحده ایالات د اساسي قانون پر بنسټ فدرال جمهوریت دی چې جمهور رئیس (ولسمشر او د حکومت رئیس)، کانګرس او قضایه قوه خپل واکونه له ملي حکومت سره شریکوي او فدرال حکومت خپل حاکمیت له ایالتي حکومتونو سره وېشي.

فدرال دولت د متحده ایالاتو د اساسي قانون د ځانګړو شرایطو له مخې په درېیو برخو وېشل شوی:

  • اجرائیه قوه د ولسمشر تر واک لاندې ده او له مقننې قوې څخه خپلواکه ده.
  • مقننه قوه د کانګرس د دوو جرګو په واک کې ده: سنا او ولسي جرګه.
  • قضایه قوه، له سترې محکمې او نورو هغو ټیټ پوړو محاکمو چې له قضايي واک نه کار اخلي جوړه ده. د قضایې قوې دنده د متحده ایالاتو د اساسي قانون، فدرال قوانیو او لایحو تفسیر دی. د اجرائیه او مقننه قوو ترمنځ د ستونزو د هواري مسئولیت هم پر غاړه لري.

د فدرال دولت طرح په اساسي قانون کې روښانه شوې. په داسې حال کې چې په دغه هېواد کې نورې سیاسي ډلې هم شته، خو د امریکا له کورنۍ جګړې راهیسې دوه مخکښ سیاسي ګوندونه دیموکراتیک ګوند او جمهوري غوښتونکی ګوند په امریکايي سیاستونو واک لري.

د متحده ایالاتو او نورو پرمختللو هېوادونو د سیاسي نظامونو ترمنځ پراخ توپیرونه شته دي. په دغو توپیرونو کې په مقننه قوه کې د مشرانو جرګې یا سنا زیات واک لرل، د سترې محکمې په واک کې د پراخو واکونو شتون، د مقننه او اجرائیه قوې ترمنځ د واکونو جلا والی او یوازې د دوه مخکښو ګوندونو په واک کې پاتې کېدل دي. متحده ایالات د نړۍ یو له هغو پرمختللو هېوادونو نه دی، چېرې چې د درېیمې ډلې ګوندونه په ملي او ایالتي کچه ډېر کم اغېز او نږدې هېڅ استازولي نه لري.

د متحده ایالاتو د اساسي قانون له مخې فدرالي اداره د امریکا د حکومتی سیستم غالبه ځانګړنه ده، ځکه وګړي د ایالتي حکومتونو او ګڼ شمېر سیمه ییزو حکومتي واحدونو (لکه: ولایتونو، ښاروالیو او ځانګړو ولسوالیو) تابع دي.

ایالتي حکومت سمول

ایالتي حکومتونه دا واک لري ،څو د ټولو هغو موضوعاتو اړوند قوانین جوړ کړي چې د متحده ایالاتو د اساسي قانون له مخې فدرال دولت ته ځانګړې شوي نه دي او نه هم یې په اړه له قانون جوړولو څخه ایالتونه منع شوي. په دغو موضوعاتو کې زده کړې، کورني حقوق، د قرارداد حقونه او تر ډېره جرمونه شاملېږي. د فدرال دولت پر خلاف چې واکونه یې د اساسي قانون له مخې ټاکل شوي، ایالتي حکومتونه د خپلو کړنو په برخه کې ذاتي واک لري، پرته له دې چې د ایالتي او یا هم ملي اساسي قانون له خوا په ځینو مواردو کې یې واکونه محدود شوي وي.

د فدرال دولت په څېر، ایالتي حکومتونه هم درې اجرائیه، مقننه او قضایه قوې لري. د هر ایالت اجرائیوي مشر د هماغه ایالت ټاکل شوی (انتخاب شوی) والی دی، چې په معمول ډول د یوې څلور کلنې دورې لپاره ټاکل کېږي (په یو شمېر ایالتونو کې یې دوره دوه کاله ده). له نبراسکا پرته چې یوه جرګه لرونکې مقننه قوه لري، نور ټول ایالتونه دوه جرګې لرونکې مقننه قوه لري چې د مشرانو جرګې ته یې سنا او ولسي جرګې ته یې هم د استازو جرګه ویل کېږي. په ډېری ایالتونو کې سناتوران په څلور کلنو دورو او د ولسي جرګې غړي یې د دوه کلنو دورو په ترڅ کې خدمت کوي.

د ایالتونو اساسي قوانین یوازې په جزئیاتو کې له یوبل سره توپیر لري، خو په عمومي توګه د فدرال اساسي قانون څخه پیروي کوي، له دې ډلې د وګړو د حقونو او دولت جوړونې د پلان په برخو کې. په داسې حال کې چې ایالتي اساسي قوانین په عمومي ډول د ډېرو جزئیاتو لرونکي دي.

په ایالتي او سیمه يیزه کچه، د نوښتونو او ټول پوښتنو بهیرنه وګړو ته اجازه ورکوي، څو نوي قوانین د رایو بهیر ته وړاندې کړي او یا هم هغه قوانین چې نوي د مقننه قوې له خوا تصویب شوي ،د عامو وګړو رایو ورکولو ته وړاندې شي.

سیمه يیز حکومتونه سمول

په متحده ایالاتو کې د ۳۰۳۳ ولایتي حکومتونو (counties)، ۱۹۴۹۲ ښاروالیو، ۱۶۵۰۰ ښارګوټو، ۱۳۰۰۰ ښوونیزو سیمو او ۳۷ زره ځانګړو برخو په ګډون ۸۹۵۰۰ سیمه يیز حکومتونه شتون لري. سیمه يیز حکومتونه په مستقیم ډول د خلکو د اړتیاوو پوره کولو په موخه خدمت کوي، د پولیسو او اور وژنې له ډلو څخه د حفظ الصحې تر مقراراتو، روغتیايي مقرراتو، زده کړو، عامه ټرانسپورټ او کور جوړونې تر خدمتونو وړاندې کوي. په معمول ډول سیمه ئیزې ټاکنې ګوندي نه دي – سیمه ئیز فعالان د تبلیغاتو او حکومت کولو پر مهال خپلې ګوندي اړیکې ځنډوي (په تعلیق حالت کې کوي).[۱][۲]

نږدې ۲۸ سلنه وګړي په ۱۰۰۰۰۰ کسیزو یا له هغو زیات وګړو لرونکو ښارونو کې ژوند کوي. د ښاري حکومتونو منشورونه د ایالتونو له خوا جوړېږي او د دوی منشورونه د ښاروالیو د حکومتونو چارې او واکونه توضیح کوي. د یو شمېر لویو ښارونو د وګړو د اړتیاوو پوره کولو لپاره د دواړو ایالتي او فدرال بنسټنو ترمنځ همکاري اړینه ده. په داسې حال کې چې ټول مرکزي شورا لري چې د رایو ورکوونکو له خوا ټاکل کېږي؛ همدارنګه یو اجرائیوي مشر لري چې د ښاري چارو د مدیریت په برخه کې د بېلابېلو مشرانو له خوا ورسره مرسته کېږي. په سویل او لویدیځ کې ښارونه په معمول ډول غیرګوندي سیمه يیز سیاستونه لري.

د ښاري حکومتونو درې عمومی ډولونه شته دي: د ښاروالۍ شورا، کمیسیون او council-manager یا ولایتي ادارې. دا د حکومتولۍ خالص ډولونه دي، چې په یو شمېر ښارونو کې د دغو ډولونو د دوو یا درېیو له ترکیب څخه کار اخیستل کېږي.

سیاسي ګوندونه او ټاکنې سمول

سیاسي ګوندونه سمول

په متحده ایالاتو کې معاصر ګوندی سیسټم دوه ګوندي سیسټم دی، چې د دیموکراتیک ګوند او جمهوري غوښتونکي ګوند تر ولکې لاندې دی. دغه دوو ګوندونو له ۱۸۵۲ ز کال راهیسې د متحده ایالاتو ولسمشریزې ټاکنې ګټلې او له ۱۸۵۶ زکال راهیسې د متحده ایالاتو پر کانګرس واک لري. کله ناکله هم درېیمو ګوندونو په ډېره لږ کچه په ملي او ایالتي کچې استازولۍ ته لار موندلې ده.

د دغو دوو لویو ګوندونو ترمنځ دیموکراتیک ګوند تر ډېره د امریکا په سیاستونو کې مرکزي کیڼ اړخ نیولی او د امریکايي لیبرالیزم له لیدلوري ملاتړ کوي، په داسې حال کې چې جمهوري غوښتونکي ګوند مرکزي ښی اړخ نیولی او له محافظه کاره امریکايي لیدلوري ملاتړ کوي.

ټاکنې سمول

د بریتانیا او نورو وروته پارلماني سیسټمونو په څېر، په متحده ایالاتو کې د رایو ورکولو په شرایطو برابر امریکايي وګړي ځانګړي نوماند ته رایه ورکوي. له فدرال دولت سره یوځای د فدرال (ملي)، ایالتي او سیمه ییزې کچې لپاره چارواکي ټاکل کېږي. په ملي کچه ولسمشر په نا مستقیمه بڼه د خلکو له خوا د الکټرال کالج له لوري ټاکل کېږي. په معاصر مهال کې ټاکونکي (د الکترال کالج رایه ورکوونکي) تر ډېره د خپل ایالت د رایو له مخې رایه ورکوي، خو په ډېرو نادرو مواردو کې کېدلای شي، د خپل ایالت د رایې پر خلاف رایه ورکړي چې بیا د بې ایمانه ټاکونکي په توګه پېژندل کېږي. د کانګرس ټول غړي، په ایالتي او سیمه ئیزه کچه ټول چارواکي د مستقیمو رایو له مخې ټاکل کېږي.

فدرال او ایالتي قوانین دواړه ټاکنې تنظیم کوي. د متحده ایالاتو اساسي قانون د فدرالي ټاکنو د ترسره کېدو څرنګوالی (د هغو د بنسټونو تر کچې) په لومړۍ او دویمه ماده او په بېلابېلو اصلاحیو کې تعریف کوي. ایالتی قانون د مقدماتي ټاکنو، د رایوورکوونکو د شرایطو(د اساسي قانون له تعریف هاخوا)، د هر ایالت د الکترال کالج د څرنګوالي او ایالتي او سیمه ییزو ټاکنو د ترسره کېدو د څرنګوالي په ګډون تر ډېره د ټاکنیزو قوانینو اړخونه تنظیم کوي.

سرچینې سمول

  1. Statistical Abstract: 2010 p. 416.
  2. Ann O'M. Bowman and Richard C. Kearney, State and Local Government: The Essentials (2008) p. 78