وېکټور هوگو
وېکټور ماري هوگو (۲۶ د فبروري، ۱۸۰۲ ز. - ۲۲ د مای، ۱۸۸۵ ز.) (په فرانسوي: Victor Marie Hugo) يو فرانسوی شاعر، نندارمه ليکونکی، کيسه ليکوال، تجسمي هنرمند، سياستوال، د بشر د حقوقو فعال او د فرانسې د رومانتيک غورځنگ غړی و.
وېکټور هوگو | |
---|---|
زېږون | وېکټور ماري هوگو ۲۶ فېبروري ۱۸۰۲ Besançon, (فرانسه) |
مړينه | May 22, 1885 (عمر ۸۳) پاريس, فرانسه |
دنده | شاعر, ډرامه ليکونکی, داستان ليکونکی ليکوال, دولتي کارن، د بشري حقونونو فعال |
ملت | فرانسوی |
Genres | داستان, شاعري, لنډې کيسې |
نامتو اثر | بېوزلان |
لاسليک | |
په لومړي سر کې، په فرانسه کې د هوگو د شهرت سبب د هغه شعرونه گرځي، خو بيا لږه موده وروسته د هغه رومانون او د هغه ډراماتيکې لاسته راوړنې د هغه د نوم په وېستل ډاډمن کوي. د هغه د شعرونو د جونگونو په منځ کې، لېس کانتېمپلېشن او لا لېجېندا دي سيکلېس د هغه د شاعرۍ د لوړو اعزازونو په سر کې شمېرل کېږي او په همدې توگه اکثراً هوگو د فرانسې له لويو شاعرانو څخه گڼل کېږي. د فرانسې نه دباندې، د وېکټور هوگو تر ټولو نامتو آثار لېس مېزرابلېس (بېوزلان او يا بېنوايان) او د نوترې دام ډي پاريس رومانونه دي.
که څه هم چې وېکټور هوگو د ځوانۍ په وخت کې د پاچايي نظام يو وفاداره پلوی ؤ، خو د لسيزو په تېرېدو سره د هوگو نظريات او ليد لوري بدل شو، او د جمهوريت غوښتونکو له کلکو ملاتړو څخه شو.