وېلیم اېچ. سيوارډ

ويلیم هېنري سېوارډ (زېږون، د ۱۸۰۱ کال د مې مياشتې ۱۶- مړینه، ۱۸۷۲ کال د اکتوبر ۱۰) یو امریکايي سیاستوال و چې له ۱۸۶۱ څخه تر ۱۸۶۹ کال پورې یې د متحده ایالاتو د بهیرنیو چارو د وزیر په توګه خدمت وکړ او تر هغې مخکې يې د نیویارک د قومندان او د متحده ایالاتو د سناتور په توګه خدمت وکړ. هغه د امریکا د کورنۍ جګړې د کلونو په بهیر کې د غلامۍ د پراختیا له کلکو مخالفینو څخه و او د جمهوري غوښتونکي ګوند د رامنځته کېدو پر مهال یو له وتلو څېرو څخه و، هغه د کورنۍ جګړې په بهیر کې د بهیرنیو چارو د وزیر په توګه د خپلو ښو فعالیتونو له امله د اتحاديې/ټولنې له خوا وستایل شو. هغه همدارنګه د متحده ایالاتو له خوا د الاسکا خاورې د اخیستلو د تړون لپاره هم مذاکره وکړه.  

وېلیم اېچ. سيوارډ
William H. Seward (انګليسي) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
Florida (en) ژباړل[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۱۶ مې ۱۸۰۱[۲][۳][۴] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۱۰ اکتوبر ۱۸۷۲[۲][۳][۴] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې لامل
مړينې ځای
Auburn (en) ژباړل[۴] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې لامل
ښخولو ځای
استوګنځی
زدکړنځی
ژبې
ګوند
دنده
بلننوم
  • The Sage of Auburn ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
غړی د
دین

سېوارډ په ۱۸۰۱ کال کې د نیویارک په اورېنج کاونټي (په متحده ایالاتو کې تر ولایت وروسته کوچنی اداري واحد، ژباړن) کې د فلورېډا په کلي کې زېږېدلی چېرته چې د هغه پلار یو کروندګر و او غلامان یې لرل. هغه د یو وکیل په توګه زده‌کړې وکړې او د نیویارک په مرکز کې اوبرون ته کډه شو. سېوارډ په ۱۸۳۰ کال کې د یو انتي ماسون (په متحده ایالاتو کې وروستی درېیم ګوند، ژباړن) په توګه د متحده ايالتو مشرانو جرګې/سنا ته وټاکل شو. څلورکاله وروسته د وېګ ګوند واکمنۍ ته نوماند شو. که څه هم هغه په سیالۍ کې بریالی نه شو، خو په ۱۸۳۸ کال کې د ګوند واکمن وټاکل شو او په ۱۸۴۰ کال کې يې دویمه دوه کلنه دوره تر لاسه کړه. هغه په دې دوره کې ګڼ شمېر قوانین لاسلیک کړل، چې تور پوستو اوسېدونکو ته يې حقوق او فرصتونه زیات کړل او په دې ایالت کې يې د تښتېدلو غلامانو لپاره جوري محکمه/هیئت (یو قانوني بهیر چې د قاضیانو یوه ډله د حقیقت په رڼا کې ټولې پرېکړې کوي، ژباړن)هم تضمین کړ. دې قانون د غلامۍ د لغوې اوصولو له پلویانو څخه ملاتړ کاوه او نوموړي د هغه ازاد شویو تورپوستو غلامانو په قضیه کې د مداخلې لپاره چې په سویل کې په غلامۍ نيول شوي وو له خپل موقف څخه کار واخیست.

هغه په ابرون کې تر کلونو وکالت وروسته په ۱۸۴۹ کال کې د ایالتي مقننه قوې له خوا د متحده ایالاتو مشرانو جرګې ته وټاکل شو. د غلامۍ خلاف د سېوارډ پاروونکې ويناوې او کلک دریځ په سویل کې له هغه څخه د کرکې لامل شو. په ۱۸۵۵ کال کې بیاځلي د مشرانو جرګې غړیتوب ته وټاکل شو او ډېر زر د نوي رامنځته شوي جمهوري غوښتونکي ګوند سره یوځای شو او په یاد ګوند کې په وتلې څېره بدل شو. د ۱۸۶۰ کال د ولسمشریزو ټاکنو په رانږدې کېدو سره هغه د جمهوري غوښتونکو د اصلي نوماند په توګه په پام کې ونیول شو. ګن شمېر لاملونو لکه له غلامۍ سره څرګند مخالفت، له کډوالو او کاتولیکانو څخه ملاتړ او له سرمنشي او سیاسي رییس ټورلو وېډ سره یې اړیکې د هغه پر ضد کار وکړ او د ابراهام لینکلن ولسمشري يې تضمین کړه. که څه هم هغه د خپلې ماتې له امله سخت ناهیلی و خو د لینکلن لپاره يې ټاکنیزې مبارزې وکړې چې د ټاکنو تر ګټلو وروسته یې د بهیرنیو چارو د وزیر په توګه وټاکه.

سېوارډ خپله ټوله هڅه وکړه تر څو د سویلي ایالتونو له جلا کېدو څخه مخنیوی وکړي. کله یې چې ماته وخوړه خپل ټول ژوند يې د اتحاديې موخو ته ورکړ. په کورنۍ جګړه کې د بهرنۍ مداخلې پر وړاندې د هغه غوڅ دريځ د بریتانیا او فرانسې په شاتګ او د کنفېدراسیون ايالت د خپلواکۍ په رسمیت پېژندلو کې مرسته وکړه. هغه د ۱۸۶۵ کال د وژنې د دسیسې یوه موخه و چې لینکلن په‌کې ومړ او خپله د دسیسه‌ګر لوېیس پاول له خوا په کلکه ټپي شو. سېوارډ د اندروجانسون تر ولسمشرۍ پورې په‌خپل موقف کې پاتې شو او په دې ترڅ کې يې په ۱۸۶۷ کال کې د الاسکا د اخیستلو په اړه مذاکره وکړه او د جانسون د استیضاح پرمهال يې له هغه څخه ملاتړ وکړ. د هغه معاصر کارل شورتز سېوارډ یو له هغو ارواګانو څخه بولي چې ځینې وختونه د عمومي افکارو په لاره د تګ پر ځای له عمومي افکارو څخه یو ګام وړاندې وې.  [۸]

د ژوند لومړي کلونه

سمول

سېوارډ د ۱۸۰۱ کال د مې میاشتې په ۱۶مه د نیویارک په اورېنج کاونټي کې د فلورېډا په کوچنۍ ټولنه کې زېږېدلی. هغه د سامويل سویزي او د هغه د مېرمنې ماري (جېنګز) څلورم زوی و سامويل سویزي په نیویارک ایالت کې یو شمتن کس و چې پراخې ځمکې او غلامان يې لرل؛ غلامي په دې ایالت کې تر ۱۸۲۷ کال پورې په بشپړ ډول له‌منځه نه وه تللې. فلورېډا د نیویارک ښار په شمال کې نږدې ۶۰ مایله (۱۰۰ کیلومترۍ) د هاډسون سیند په لویديځ کې پرته وه او کوچنۍ کلیواله سیمه وه چې ښايي ۱۲ کورنیو په‌کې ژوند کاوه. تنکي ځوان سېوارډ هلته او د ګوشن په نږدې مرکزي کاونټۍ کې په ښوونځي شامل شو. هغه یو داسې زده‌کوونکی و چې له درس ویلو څخه یې خوند اخیست. په وروسته کالونو د هغوی یو غلام داسې کیسه کوي چې سېوارډ د دې پر ځای چې له ښوونځي څخه وتښتي له کور څخه به ښوونځي ته تښتېده.   [۹][۱۰][۱۱][۱۲]

هېنري- دا هغه نوم و چې نومړی له کوچني‌والي پرې مشهور و-  په ۱۵ کلنۍ کې یونین کالج (په نیویارک کې د ازادو هنرونو خصوصي کالج، ژباړن) ته ولېږل شو. سېوارډ په دویم ټولګي کې ومنل شو او دا چې تکړه زده‌کوونکی او فای بېټا کپا (دا یوه امریکايي ټولنه ده چې په ټوله امریکا کې د علم او هنر په برخه کې وتلو زده‌کړیالانو ته د امریکا په ۲۸۶ پوهتونونو کې افتخاري غړیتوب ورکوي، ژباړن) ته وټاکل شو.ساموېل د خپل زوی نقدې پيسې کمې کړې او د ۱۸۱۸ کال په ډېسمبر کې - په یونین کې د هنري د وروستي کال په بهیر کې- دوی دواړو له یوبل سره د پیسو پر سر شخړه وکړه. نوي ځوان سېوارډ شنکټاډي ته راوګرځېد خو د الوا وېلسون په نوم له خپل ملګري زده کونکي سره یې ښوونځی پرېښود هغوی دواړه په یوه بېړۍ کې له نیویارک څخه جورجیا ته لاړل، چېرته چې وېلسون ته د پتنانم کاونټۍ په کلیواله سیمه کې د یوې نوې اکادمۍ د رییس یا مدیر په توګه د دندې وړاندیز شوی و. د هغه ملتیا کوونکی بل چېرته په دنده وګمارل شو او سېوارډ يې پرېښود تر څو د پانتم کاونټۍ په ایتونټون کې پاتې شي. د مالي چارو مسؤلینو له ۱۷ کلن سېوارډ سره مرکه وکړه او هغه یې په شرایطو برابر او د منلو وړ کس وموند.[۱۳][۱۴]

سېوارډ په جورجیا کې د خپل ژوند له شېبو څخه خوند اخیست او هلته د لومړي ځل لپاره د یو بالغ کس په توګه منل شوی و. له هغه څخه ښه مېلمه پالنه وشوه، خو له غلامانو سره د ناسم چلند شاهد هم و. سېوارډ د خپلې کورنۍ له  خوا قانع کړل شو چې بېرته نیویارک ته راستون شي او هغه دا کار د ۱۸۱۹ کال په  جون کې وکړ. دا چې د هغه له خپلو ټولګيوالو سره هم‌مهاله فراغت ته ډېره ناوخته نو هغه یونین کالج ته تر راګرځېدو مخکې په ګوشن کې د وکالت په یو دفتر کې حقوق ولوستل او خپله لیسانس درجه یې له ډېرو ویاړونو سره د ۱۸۲۰ کال په جون کې ترلاسه کړه.[۱۵]

وکالت او ایالتي سناتوروالی

سمول

لومړنۍ دنده او په سیاست کې ښکېلتیا

سمول

سېوارډ تر فراغت وروسته د راتلونکو دوو کلونو ډېره برخه له جان ډویئر، جان انتون او اوګدن هافمن په څېر وکیلانو سره د نیویارک ښار په ګوشن کې د حقوقو په څانګه کې په زده کړو تېره کړه. هغه د ۱۸۲۲ کال په وروستیو کې د وکالت ازموینه ورکړه. هغه په ګوشن کې تمرین کولی شوی خو له دغه ښار څخه یې کرکه لرله او د ودې په  حال لویدیځ نیویارک کې تمرین ته لېوال و. سېوارډ پرېکړه وکړه چې د کایوګا په کاونټۍ کې چې نږدې ۱۵۰ مایله (۲۰۰کیلومترۍ) د الباني په لویدیځ او ۲۰۰ مایله (۳۰۰ کیلومترۍ کې) د ګوشن په شمال لویدیځ کې پروت د ابورن ښار وټاکي. هغه له تقاعد شوي قاضي اېلېجا مېلر سره تمرین پیل کړ چې لور یې فرانسس ادلېن مېلر د هغه له خور کارنېلیا سره د اېما وېلارډ ټوري د ښځو په روزنتون کې ټولګيواله وه. سېوارډ د ۱۸۲۴ کال د اکتوبر په ۲۰ له فرانسس مېلر سره واده وکړ. [۱۶][۱۷][۱۸]

سرچينې

سمول
  1. سرچينې تړی: https://archive.org/details/memorialencyclop03fitc/page/333/mode/1up.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ذکر کېدنه: انټرنېټ ادارې دوتنه. Retrieved: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ذکر کېدنه: SNAC. SNAC ARK ID: w6f47pbn. Subject named as: William H. Seward. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ ۴٫۳ ذکر کېدنه: Find a Grave. Find a Grave memorial ID: 945. Subject named as: William Henry Seward. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
  5. ذکر کېدنه: National Register of Historic Places. NRHP reference number: 66000504.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ ۶٫۲ ذکر کېدنه: Team of Rivals: The Political Genius of Abraham Lincoln. ليکوال: Doris Kearns Goodwin. Publisher: Simon & Schuster. اثر ژبه: انګرېزي ژبه. خپرېدو نېټه: ۲۵ اکتوبر ۲۰۰۵.
  7. ذکر کېدنه: Library of the World's Best Literature. خپرېدو نېټه: ۱۸۹۷.
  8. Goodwin، م. 14.
  9. Stahr، م. 9.
  10. Hale، م. 9.
  11. Taylor، مم. 12–14.
  12. Hale، مم. 9, 13.
  13. Stahr، مم. 12–13.
  14. Connecticut Biographical Dictionary، مم. 125–125.
  15. Taylor، م. 14.
  16. Seward, William H. (1891). William H. Seward: An Autobiography; Volume 1 (1801–1834). Derby and Miller. pp. 47–48. نه اخيستل شوی September 7, 2014.
  17. Taylor، م. 18.
  18. Stahr، مم. 16–19.