ویلیام بلېک

ویلیام بلېک (زوکړه: د ۱۷۵۷ زکال د نومبر ۲۸ مه – مړینه: د ۱۸۲۷ زکال د اګست ۱۲ مه) انګلیسي شاعر، نقاش او چاپګر و. بلېک په داسې حال کې چې د خپل ژوندانه په اوږدو کې ډېر پېژندل شوی کس نه و، خو اوس مهال د رومانتیکې دورې د اشعارو او بصري هنرونو د تاریخ له مخکښو څېرو څخه ګڼل کېږي. د شلمې پېړۍ منتقد نورتروپ فرای د بلېک آثار «وړاندوینه کوونکي» بولي او په انګلیسي ژبه باندې یې د هغو شعرونو په توګه یادوی چې ډېر لږ لوستونکي یې په خپل وخت کې لرلي. د هغه بصري هنر لامل وګرځېد چې د ۲۱ مې پړۍ منتقد جاناتان جونز نوموړی «تر اوسه پورې د بریتانیا یو له مخکښو هنرمندانو» څخه وبولي. په ۲۰۰۲ زکال کې د بي بي سي په یوه ټول پوښتنه کې نوموړي د ۱۰۰ مخکښو بریتانویانو په کتار کې ۳۸ ځایګی خپل کړ. نوموړي خپل ټول ژوند یوازې له هغو دریو کلونو پرته چې په فلفام کې یې تېر کړي په لندن کې تېرکړی او دغه مهال یې ګڼ شمېر غني سمبولیک آثار تولید کړې چې د «خدای د تجسم» او یا «د انسان د خپل وجود د تجسم» تخیل ته اړوندېږي. [۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

ویلیام بلېک
(انګلیسي: William Blake د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ویلیام بلېک
ویلیام بلېک

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۸ نومبر ۱۷۵۷[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]
لندن [۲۲][۲۳][۲۴]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 12 اگسټ 1827 (70 کاله)[۱][۲][۲۵][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۹][۲۰][۲۱]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لندن [۲۶][۲۴]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي
د لویې بریتانیا پاچاهي (–۱ جنوري ۱۸۰۱)  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نسل انگریز [۲۷][۲۳]  د (P172) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک شاعر [۲۱]
دينپوهنه
فیلسوف
ليکوال [۲۸]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۲۹][۳۰]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه شعر   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر مېري ولسټونکرافټ
دانتې الیګيري
امانوئل سویډنبرګ
جان مېلټن   د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک Romanticism   د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
ویلیام بلېک
ویلیام بلېک

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

په داسې حال کې چې بلېک د خپلو معاصرینو له خوا د یو لړ ځانګړو لیدلور له امله لېونی بلل کېده، خو راتلونکو منتقدینو بیا نوموړي ته د هغه په اثارو کې د پټو فلسفي او عرفاني بهیرونو د بیان او خلاقیت له امله ډېر پام کړی. د هغه نقاشۍ او اشعار د روماتینک خوځښت د برخې او همدارنګه له «رومانتیک وړاندې» په توګه پېژندل کېږي. له دې سره دا ویل شوي چې نوموړی «د رومانتېزم او ملت پالنې له لومړنیو مدافعینو» څخه و. بلېک د یو ژمن عیسوي په توګه د انګلستان له کلیسا (په واقعیت کې له ټولو سازمان یافته مذهبي ډولونو سره) دښمني لرله چې د فرانسې او امریکا د انقلابونو د آرمانونو او ځان غوښتنو تر اغېز لاندې راغلی و. په داسې حال کې چې نوموړي وروسته ډېری خپل دغه سیاسي باورونه رد کړي، خو له سیاسي فعال توماس پین سره یې نږدې ملګرتیا لرله. نوموړی همدارنګه د یو شمېر مفکرینو لکه د امانوئل سوئدنبورګ تر اغېز لاندې و. د دغو څرګندو اغېزو سربېره دا ستونزمنه ده چې د بلېک آثار دې په واحد کتار کې طبقه بندي شي. [۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]

لومړی ژوند سمول

ویلیام بلېک د ۱۷۵۷ زکال د نومبر په ۲۸ مه د لندن د سوهو په ۲۸م براډ سړک (اوسنی براډویک سړک) کې وزېږېد. نوموړی د خپلې کورنۍ له اوو ماشومانو څخه دریم و چې دوه یې په ماشومتوب کې مړه شوي و. د بلېک پلار، جیمز د جورابو ګنډونکی و چې له آیرلنډ څخه لندن ته راغلی و. نوموړي یوازې تر دې کچې پورې په ښوونځي کې زده کړې وکړې چې لیک لوست یې زده کړ او په ۱۰ کلنۍ کې یې ښوونځی پرېښود؛ پر ځای د خپلې مور کاترین بلېک (کورنی نوم یې رایټ و) له خوا په کور کې وروزل شو. په داسې حال کې چې د دوی کورنۍ د انګلیسي عقایدو مخالفه وه، خو ویلیام ته د ډسمبر په ۱۱ مه د سنټ جیمز په کلیسا کې د تعمید غسل ورکړل شو. بایبل پر بلېک لومړنی او ژور اغېز وکړ چې د ټول ژوند په اوږدو کې ورته الهام بخښونکی و. [۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹]

بلېک د یوناني لرغونو نقاشي شوو آثارو د هغو کاپیانو په حکاکۍ پیل وکړ چې پلار یې ورته پېرلې و، هغه کار چې نوموړی یې خپلو نقاشیو ته چمتو کړ. په دغو نقاشیو کې بلېک د رافائل، میکل آنژ، مارتن ون هیمسکرک او البرشت دورېر د آثارو له مخې له کلاسیک ډولونو سره بلد شو. هغو آثارو او صحافي شوو کتابونو ته په پام چې جیمز او کاترین د ځوان ویلیام لپاره پېرلي و ښيي چې بلېکانو لږ تر لږه د یوه مهال لپاره کافي شتمني لرله. هغه مهال چې ویلیام لس کلن و، والدین یې د هغه د تند خوی اړوند هغه مهال وپوهېدل چې دی یې ښوونځي ته له تلو راوګرځاوه، هغوی نوموړی د لندن په سټرانډ کې د پاریس د هنرونو په ښوونځي کې شامل کړ. هغه په ډېرې لیوالتیا سره هغه موضوعات مطالعه کول چې خپله به یې ځانته ټاکل. په دغه دوره کې بلېک له شعر سره لیوالتیا پیدا کړه چې په لومړنیو آثارو کې یې د بن جانسون، اډمونډ سپنسر او مزامیز اغېز څرګند دی. [۵۰]

د کار زده کړې دوره سمول

د ۱۷۷۲ زکال د اګست په ۴ مه بلېک د یوې اووه کلنۍ دورې لپاره د ۵۲.۱۰ پونډه مدد معاش په لرلو سره په ګریټ کوین کوڅه کې د حکاک جیمز باسیر شاګرد شو. د خپلې دورې په پای کې هغه مهال چې ۲۱ کلن و په یو حرفوي حکاک باندې واوښت. د هغه او بلېک ترمنځ د شاګردۍ په دغه دوره کې د هېڅ ډول جدي اختلاف سابقه شتون نه لري، په داسې حال کې چې پیټر اکروید څرګندوي چې بلېک وروسته د باسیر نوم د خپلو هنري مخالفینو په کتار کې اضافه کړ، خو بېرته یې هیسته کړ. له دې ور هاخوا د باسیر د حکاکۍ سبک هغه مهال د نورو مخکښو سبکونو په پرتله ډېر زوړ و. داسې ویل کېږي چې د بلېک په منسوخ ډول دغه روزنه لامل ګرځېدلې وه چې د نوموړي د کار او شهرت موندلو په برخه کې هغه ته زیان واوړي. [۵۱][۵۲][۵۳][۵۴]

سلطنتي اکاډمي سمول

د ۱۷۷۹ زکال د اکټوبر په ۷ مه بلېک سټرنډ ته څېرمه په اولډ سامرسټ هاوس کې د سلطنتي اکاډمۍ زده کوونکی شو. په داسې حال کې چې د نوموړي د مطالعې شرایطو د لګښت ورکولو ته اړتیا نه لرله، خو تمه دا کېده چې هغه باید په خپله شپږ کلنه دوره کې خپل کاري توکي خپله برابر کړي. هلته نوموړی د روبینز په څېر د ورځې په موډ د برابرو نقاشانو د ناتمامه سبک سره چې د هغه د ښوونځي د لومړني مشر جاشوا رینډولز له خوا یې ملاتړ کېده، مخالفت پیدا کړ. د وخت په تېرېدو سره بلېک د هنر پر وړاندې د رینولډز له لیدلوري په ځانګړې توګه د «عامه حقیقت» او «عامه ښکلا» له لیدلوري کرکه پیدا کړه. رینولډ په خپلو څرګندونو کې لیکلی چې «له عمومي کېدو او طبقه بندۍ سره مخالفت ته مخه کول، د انسان د ذهن د لویي څرګندويي کوي»؛ بلېک د خپلې شخصي نسخې په حاشیه کې د هغو پر وړاندې غبرګون وښود او څرګنده یې کړه چې «عمومیت د احمق توب په معنای دی، ځانګړي کول د غوره توب اصل دی». بلېک همدارنګه د رینولډز له ظاهري تواضع څخه چې هغه یې ریاکاري بلله، کرکه لرله. بلېک د رینولډز د غوړ رنګ د نقاشیو پر ځای د میکل آنژر او رافائل د کلاسیکو اثارو د دقت اغېز غوره باله. [۵۵][۵۶]

ډېوېډ بینډمن څرګنده کړې چې له رینولډز سره د بلېک مخالفت د اکاډمۍ د مشرانو له نظراتو څخه بنسټ نه اخیست (د بلېک په څېر، رینولډز هم د تاریخي نقاشیو ارزښت د مناظرو څخه زیات باله)، بلکه «دا په خپلو ارمانونو باندې د عمل نه کولو اړوند د ریاکارۍ له امله و». دا څرګنده وه چې بلېک په سلطنتي اکاډمۍ کې د نندارتونونو مخالف نه و او له ۱۷۸۰ زکال څخه یې تر ۱۸۰۸ زکال پورې شپږ ځله هغو ته خپل اثار ولېږل. [۵۷]

بلېک په سلطنتي اکاډمۍ کې د خپل ګډون په لومړي کال کې له جان فلاکسمن، توماس سټوټارډ او جورج کامبرلنډ سره ملګری شو. هغوی راډیکال نظریات لرل چې بیا سټوټارډ او کامبرلنډ د اساسي قانون د اطلاعاتو له کمېټې سره یوځای شول. [۵۸]

ګورډون پاڅونونه سمول

د بلېک لومړني ژوند لیک لیکونکي الکساندر ګلیچرېست لیکلې چې د ۱۷۸۰ زکال په جون میاشت کې هغه مهال چې بلېک په ګریټ کوین سړک کې د باسیر د پلورنځي په خوا پیاده روان و، په هغو پارېدلو وګړو کې ورګډ شو چې په نیوګېټ بند باندې یې برید وکړ. دغو پارېدلو وګړو په بېلچو او کلنګونو باندې د بند په دروازې برید وکړ، ودانۍ ته یې اور واچوه او بندیان یې را خوشي کړل. د راپورونو له مخې د برید پر مهال بلېک د دغو کسانو په لومړي کتار کې و. دغه پاڅونونه چې د رومن کاتولیکانو پر ضد د بندیزونو د لغو کولو د پارلماني لایحې په غبرګون کې راوتلي و په ګوردون پاڅونونو یې شهرت وموند چې له امله یې پاچا دریم جورج ګڼ شمېر قوانین رامنځته او د پولیسو لومړی ځواک یې جوړ کړ.

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118511513  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb118922028 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb118922028 — دوتنه: Kathleen Raine — خپرونکی: Thames & Hudson — ISBN 978-0-500-20107-7
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ William Blake
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ William Blake — خپرونکی: Oxford University Press — ISBN 978-0-19-977378-7
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/William-Blake — subject named as: William Blake — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6h132g2 — subject named as: William Blake — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Internet Broadway Database person ID: https://www.ibdb.com/broadway-cast-staff/87296 — subject named as: William Blake — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/4565 — subject named as: William Blake — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/99 — subject named as: William Blake — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?2071 — subject named as: William Blake — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ subject named as: William Blake — IMSLP ID: https://imslp.org/wiki/Category:Blake,_William — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — منښتلیک: Creative Commons Attribution-ShareAlike 4.0 International
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/2708 — subject named as: William Blake — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ subject named as: William Blake — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/a81b8da4793944e793128f8e02c3cc3d — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/blake-william — subject named as: William Blake — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ Store norske leksikon ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4342&url_prefix=https://snl.no/&id=William_Blake — subject named as: William Blake — سرليک: Store norske leksikon
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ subject named as: William Blake — سرليک: Blake, William — نشرونه لخوا د: Grove Art Online — https://dx.doi.org/10.1093/GAO/9781884446054.ARTICLE.T009124
  18. AKL Online artist ID: https://www.degruyter.com/document/database/AKL/entry/_10127892T/html — subject named as: William Blake — سمونګر: Andreas Beyer او Bénédicte Savoy — سرليک: Artists of the World Online، Allgemeines Künstlerlexikon Online او AKL Online — خپرونکی: K. G. Saur Verlag او De Gruyter — https://dx.doi.org/10.1515/AKL
  19. ۱۹٫۰ ۱۹٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0010332.xml — subject named as: William Blake — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  20. ۲۰٫۰ ۲۰٫۱ Diamond Catalogue ID for persons and organisations: https://opac.diamond-ils.org/agent/51569 — subject named as: William Blake
  21. ۲۱٫۰ ۲۱٫۱ ۲۱٫۲ https://cs.isabart.org/person/19350 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  22. سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Блейк Уильям — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  23. ۲۳٫۰ ۲۳٫۱ Artnet artist ID: https://www.artnet.com/artists/william-blake/past-auction-results
  24. ۲۴٫۰ ۲۴٫۱ RKDartists ID: https://rkd.nl/artists/8824
  25. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb118922028 — دوتنه: Kathleen Raine — پاڼه: 208 — خپرونکی: Thames & Hudson — ISBN 978-0-500-20107-7
  26. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/William-Blake — سرليک: Encyclopædia Britannica
  27. https://www.nga.gov/collection/artist-info.970.html
  28. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  29. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb118922028 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  30. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/12515683
  31. Frye, Northrop and Denham, Robert D. Collected Works of Northrop Frye. 2006, pp 11–12.
  32. Jones, Jonathan (25 April 2005). "Blake's heaven". The Guardian. UK. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "BBC – Great Britons – Top 100". Internet Archive. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ ډيسمبر ۲۰۰۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اپرېل ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Thomas, Edward. A Literary Pilgrim in England. 1917, p. 3.
  35. Yeats, W. B. The Collected Works of W. B. Yeats. 2007, p. 85.
  36. Wilson, Mona. The Life of William Blake. The Nonesuch Press, 1927. p. 167.
  37. The New York Times Guide to Essential Knowledge. 2004, p. 351.
  38. History of the World, Map by Map, Penguin Random House and Dorling Kindersley Limited (DK), 2018, د کتاب پاڼې 216 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Blake, William. Blake's "America, a Prophecy"; And, "Europe, a Prophecy". 1984, p. 2.
  40. Wilson, Andy (2021). "William Blake as a Revolutionary Poet". د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. Kazin, Alfred (1997). "An Introduction to William Blake". د اصلي آرشيف څخه پر 26 سيپټمبر 2006 باندې. د لاسرسي‌نېټه 23 سيپټمبر 2006. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. Blake, William and Rossetti, William Michael. The Poetical Works of William Blake: Lyrical and Miscellaneous. 1890, p. xi.
  43. Blake, William and Rossetti, William Michael. The Poetical Works of William Blake: Lyrical and Miscellaneous. 1890, p. xiii.
  44. Blake, William (3 April 1999). "William Blake". William Blake. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ نومبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. Bentley, Gerald Eades and Bentley Jr., G. William Blake: The Critical Heritage. 1995, pp. 34–5.
  46. Yeats, W.B. (2002). William Blake, Collected Poems. London: Routledge. د کتاب پاڼې xviii. د کتاب نړيواله کره شمېره 0415289858. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  47. Raine, Kathleen (1970). World of Art: William Blake. Thames & Hudson. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-500-20107-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  48. The Stranger From Paradise: A Biography of William Blake, Bentley (2001)
  49. Wilson, Mona (1978). The Life of William Blake (الطبعة 3rd). London: Granada Publishing Limited. د کتاب پاڼې 2. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-586-08297-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  50. Wilson, Mona (1978). The Life of William Blake (الطبعة 3rd). London: Granada Publishing Limited. د کتاب پاڼې 3. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-586-08297-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  51. Bentley, Gerald Eades and Bentley Jr., G. William Blake: The Critical Heritage. 1995, pp. 34–5.
  52. 43, Blake, Peter Ackroyd, Sinclair-Stevenson, 1995.
  53. Blake, William. The Poems of William Blake. 1893, p. xix.
  54. Corrigan, Matthew (1969). "Metaphor in William Blake: A Negative View". The Journal of Aesthetics and Art Criticism. 28 (2): 187–199. doi:10.2307/428568. ISSN 0021-8529. JSTOR 428568. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  55. Churton, Tobias (16 April 2015). Jerusalem!: The Real Life of William Blake. Watkins Media. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781780287881. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ نومبر ۲۰۱۷ – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  56. E691. All quotations from Blake's writings are from Erdman, David V (1982). The Complete Poetry and Prose of William Blake (الطبعة 2nd). د کتاب نړيواله کره شمېره 0-385-15213-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Subsequent references follow the convention of providing plate and line numbers where appropriate, followed by "E" and the page number from Erdman, and correspond to Blake's often unconventional spelling and punctuation.
  57. Bindman, D. "Blake as a Painter" in The Cambridge Companion to William Blake, ed. Morris Eaves. Cambridge: Cambridge University Press, 2003, p. 86.
  58. Ackroyd, Peter, Blake, Sinclair-Stevenson, 1995, pp. 69–76.