ویلز
ویلز په انګلیسي Wales) په ویلزي ژبه Cymru) یوه پخوانې پادشاهي ده چې نن ورځ د انګلستان ،سکاټلنډ او آیرلنډ ترڅنګه د بریتانیا هیواد جوړوی. ولز د بریتانیا ټاپو په جنوب لویدیځ کې پروت دی پلازمینه یې د کاردیف ښار او رسمي ژبي یې انګلیسي او ویلزي دي، مساحت یې ۷۷۹'۲۰ کیلومتره مربع او د وکړو شمیر یې ۶۰۰'۰۰۴'۳ نفره دی.
ویلز | |
---|---|
ځمکه او استوګنه | |
پلازمېنه | کاردیف |
مشرتابه | |
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ | |
د عمر محدودیتونه | |
ایداري وېش
سمولد ویلز هیواد د ولایتونو نوملړ (د ویلز ایداري برخې) ویلز په ټوله کې په ۲۲ ایداري برخو ویشل شوی دی.
د ویلز سیمې
|
سیاست
سمولولز تر ننه خپلواک سیاست نلري د یاد هیواد بهرنی سیاست د انګلستان له پرمخ وړل کیږي همدارنګه کله چې د پریتانیا د خلکو پالمان لخوا په ۱۹۹۹ م کال کې د ویلز ملي شورا پالمان تایید شو ترنن ډیر واکونه ورکول شوي دي. که څه ترننه له بریتانیا نه د ویلز پوره خپلواکی بااندی بحث نشته اما داسی ښکاري چې د یاد هیواد وګړي د خپلواکۍ غوښتونکي دي.
تاریخ
سمولد ویلز هیواد سلطنتي نښان. له میلاد نه وړاندی ویلز د سلتیانو (سلت قوم) ټاټوبی وو، چې د رومیانو له حملې نه وروسته چې په بریتانیا یې له ۱ - ۵ میلادی پیړۍ حکومت وکړ سلتیان له واکه بی برخي کړل.