ويليم اف بکلي جينير

ويليم فرنک بکلي جينير چې د ويليم فرانسس بکلي په نوم د ۱۹۲۵ ز نومبر پر ۲۴ زېږېدلی دی او د ۲۰۰۸ ز فبروري تر ۲۷ يې ژوند وکړ، يو امريکايي عامه روښانفکر، محافظه کار ليکوال او سياسي مبصر و. په ۱۹۵۵ ز کې يې د ملي بيا کتنې (National Review) مجلې بنسټ کېښود، چې د ۲۰ پېړۍ د وروستيو پر مهال د امريکا متحده ايالتونو کې يې محافظه کار خوځښت وپاراوه. نوموړي د اورينې کرښې (Firing Line) په نوم له ۱۹۶۶ ز څخه تر ۱۹۹۹ ز کال پورې د عامه چارو د تلویزيونې خپرونې د ۱۴۲۹ برخو کوربه توب وکړ. د يو کوربه په درلودلو سره، دا د امريکا د تلوېزيون په تاريخ کې د عامه چارو يوازينۍ تر ټولو اوږدمهاله ننداره وه، چې بکلي په کې د خپل ځانګړي نيمه اتلانتيک ګړدود او د ويوکو د پراخې زېرمې له امله وپېژندل شو. [۱۴][۱۵][۱۶]

ويليم اف بکلي جينير
(انګلیسي: William Frank Buckley, Jr. د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويليم اف بکلي جينير
ويليم اف بکلي جينير

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۴ نومبر ۱۹۲۵[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]
نيويارک [۹][۱۰]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 27 فبروري 2008 (83 کاله)[۱۱][۱][۲][۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل ډايبېټېز مېلېټوز   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات [۱۲]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک خبريال
تلویزیوني خپرونکئ
ليکوال
سياستوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۱۳]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر اډمنډ برک   د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې دويمه نړېواله جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

بکلي چې په نيويارک ښار کې زېږېدلی دی، د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال يې د هېواد په ننګه د متحده ايالتونو په پوځ کې خدمت وکړ. له جګړې څځه وروسته يې “Yale” پوهنتون کې ګډون وکړ، چې نوموړی په کې په بحث او يو لړ ښي اړخي سياسي تبصره کې بوخت شو. له هغې څخه وروسته يې د دوه کالونو لپاره په مرکزي استخباراتي استازولۍ (Central Intelligence Agency) کې کار وکړ. په «ملي کتنه: National Review) کې د سرمقاله ليکونکي په توګه د دندې تر څنګ يې په ۱۹۵۱ ز کال کې «خدای او انسان په Yale [پوهنتون] کې: God and Man at Yale» او د ليکنې، وينا، تاريخ، سياست او بېړۍ چلونې په ګډون د راز راز موضوعګانو په اړه له ۵۰ څخه زيات کتابونه وليکل. د نوموړي کارونه د ناولونو يوه لړۍ رانغاړي، چې د “CIA” افسانوي استازي “Blackford Oakes” ته بڼه ورکوي. په ملي ډول د خپرې شوې ورځپاڼې کالم يې هم د کارونو له ډلې څخه دی. [۱۷][۱۸]

بکلي ځان محافظه کار او آزاد فکره دواړه وګاڼه. د جورج اچ ناش (George H. Nash) په نوم د معاصر امريکايي محافظه کار خوځښت تاريخپوه په ۲۰۰۸ ز کال کې وويل چې: بکلي «په متحده ايالتونو کې په تېره نيمه پېړۍ کې د دليل ويلو په توګه تر ټولو مهم عامه روڼ اندی و. نوموړی د يو بشپړ نسل لپاره د امريکا د محافظه کارۍ غوره غږ او لومړنۍ ستره نړېواله څېره وه». [۱۹][۲۰][۲۱]

د يوه روښانفکر په توګه د نوموړي دريځ که څه هم د ځينو له لورې ستايل شوی دی، مګر ځينو نورو تر پوښتنې لاندې راوړی دی. فيلسوف او ادراکي پوه نوام چومسکي (Noam Chomsky) د بکلي د روڼ اندۍ تېزوالی او ذکاوت ونه مانه. [۲۲]

په ۱۹۷۹ او ۱۹۸۱ ز دواړو کلونو کې د بکلي اخلاقي باورونه، د نوموړي او د هغه د کورنۍ د سوداګرۍ په اړه د خونديتوبونو او بدلون کميسيون له لورې د محکمې د بهيرونو او ټينګو مبارزو له لارې تر پوښتنې لاندې راغلل. [۲۳][۲۴]

د ژوند لومړي وختونه سمول

بکلي د ۱۹۲۵ ز کال د نومبر پر ۲۴ نېټه په نيويارک ښار کې وزېږېد. مور يې الويس جوسيفين انټونيا (Aloise Josephine Antonia “Steiner”) او پلار يې ويليم فرنک بکلي (William Frank Buckley Sr.) نومېده، چې په کې تکزاس زېږېدلی وکيل او د تېلو توليدونکی و. د هغه مور چې له “New Orleans” څخه وه، سويسي الاصله المانۍ او د المان او ايرلېنډ له پښت څخه وه؛ په داسې حال کې چې پلارني نيکونه يې، چې له Hamilton, Ontario او کاناډا څخه وو، له ايرلېنډي اولادې څخه وو. د لسو ماشومانو له ډلې شپږم بکلي له خپلې کورنۍ سره د يو هلک په توګه مکسيکو او وروسته مخکې له دې چې په پاريس کې خپل رسمي ښوونځي پيل او لومړي ټولګي کې ګډون وکړي، “Sharon, Connecticut” ته لاړه. د اووه کلنۍ په عمر يې د لندن په يو ورځني ښوونځي کې د انګليسي برخه کې خپله لومړنۍ رسمي روزنه تر لاسه کړه. د نوموړي لومړۍ ژبه هسپانوي او دويمه يې فرانسوي وه. د يو هلک په توګه يې له موسيقۍ، کښتۍ چلونې، آسونو، ښکار او دړدنګ (سیکي:skiing) سره مينه لرله، چې ټول ذوقونه يې په وروستيو ليکنو کې منعکس شول. تر اتم ټولګي پورې يې د بلتيمور د کورني ښوونځي روزنيز نصاب د کالورټ ښوونځي “Calvert School” په کارونې سره په کور کې زړه کړې وکړې. له دويمې نړيوالې جګړې څخه لږه موده مخکې د ۱۲ يا ۱۳ کلونو په عمر يې  په انګليستان کې د “St Johan’s Beaumont” په نوم د يسوعيون د چمتووالي ښوونځي کې ګډون وکړ. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

د بکلي پلار (William Frank Buckley Sr. (1881–1958)) د تېلو يو امريکايي توليدونکی و، چې شتمني يې په مکسيکو کې وه. مشر بکلي د “Victoriano Huerta” د پوځي استبداد يا ديکتاتورۍ پر مهال د مکسيکو سياست کې نفوذ لرونکی شخص شو، مګر کله چې په ۱۹۲۰ ز کال کې کيڼ اړخی جنرال “Alvaro Obregon” ولسمشر شو؛ بکلي له هېواد وشړل (تبعيد) شو. ځوان بکلي نهه وروڼه او خويندې درلودل. تر ټولو مشره خور يې الويس بکلي هييت (Aloise Buckley Heath) نومېده، چې يوه ليکواله او محافظه کاره فعاله وه. د ماورين بکلي اوريللي (Maureen Buckley-O'Reilly (1933–1964)) په نوم خور يې د “Richardson-Vicks” درملو د اجرائيه رئيس “Gerald A. O’Reilly” مېرمن وه. پريسسيلا بکلي (Priscilla Buckley) خور يې د (Living It Up with National Review: A Memoir) [يادښت] ليکواله وه، چې د پيل خپرې يې ورته ويليم وليکله. څلورمه خور يې پتريسا بکلي بوزېل (Patricia Buckley Bozell) نومېده، چې له “Patricia Taylor” سره له واده کولو څخه مخکې په “Vassar” کې د نوموړي د خونې ملګرې وه. يو ورور يې رييډ بکلي (Reid Buckley) دی، چې يو ليکوال، د بحث پوه يا ماهر ښوونکی او د عامه وينا بکلي ښوونځي (Buckley School of Public Speaking) بنسټګر و. دويم ورور يې د جيمز ال بکلي (James L. Buckley) په نوم و، چې له نيويارک څخه د متحده ايالتونو يو استازی شو او وروسته د D. C. دورې لپاره د متحده ايالتونو د غوښتنو محکمې (United States Court of Appeals) قاضي شو. [۳۰][۳۱]

د جګړې پر مهال د بکلي کورنۍ راتلونکی برتانوي تاريخپوه اليستاير هورني “Alistair Horne” (د ښاغلي الن هورني “Sir Allan Horne” زوی) د جګړې د کوچني کډوال په توګه غوره کړ. نوموړی او بکلي ژوندمهاله ملګري پاتې شول. دواړو د نيويارک په ميلبروک “Millbrook” کې د “Millbrook” په نوم ښوونځی ولوست او په ۱۹۴۳ ز کې ورڅخه فارغ شول. بکلي په ۱۹۴۳ ز کې د قانوني يا روا زنا کولو لپاره د فلاين د محاکمې پر مهال د «ايررول فلاين د ساتنې لپاره د امريکايي هلکانو د کلوب (American Boys' Club for the Defense of Errol Flynn (ABCDEF))» غړی و. په ميلبروک کې يې د “The Tamarack” په نوم د ښوونځي د کلني کتاب بنسټ ايښودنه او سمونه وکړه، چې دا يې د خپرونې يا چاپ برخه کې لومړۍ تجربه وه. هغه وخت چې بکلي ځوان و، ازاد فکره ليکوال البرت جی ناوک (Albert Jay Nock) به يې په پرله پسې ډول مېلمه و او د “Connecticut” په “Sharon” کې د دوی کور ته به راتله. مشر ويليم اف بکلي له خپل زوی څخه په ټينګه وغوښتل، چې د ناوک کارونه يا ليکنې ولولې. د نوموړي تر ټولو پېژندل شوې ليکنه «زموږ دښمن، دولت:Our Enemy, the State» وه، چې “Nock” په کې رانغاړلي دي چې د متحده ايالتونو بنسټګرو پلارونو په ۱۷۸۷ ز کال د اساسي قانون له مخې خپله جرګه يا ناسته (Constitutional Convention) کې د يووالي د مادو (Articles of Confederation) له مخې د رامنځه شوي حکومت د نظام يوه کودتا تر سره کړې وه. [۳۲][۳۳][۳۴]

موسيقي سمول

بکلي د خپلې ځوانۍ پر مهال د موسيقۍ زياتې وړتياوې څرګندې کړې. نوموړي د “harpsichord” په نوم د موسيقي اله په ښه ډول وغږوله او وروسته يې ياده اله د نورو په پرتله د خپلې مينې او ذوق اله ګڼله، که څه هم ويې منله چې د خپل سبک د رامنځته کولو لپاره پوره تکړه نه و. د يادې الې له غږونکي فرناندو والينټي (Fernando Valenti) سره نږدې ملګری و او نوموړي بکلي باندې د غږ د شپاړلس فوټه ټيټوالي يا جګوالي “harpsichord” الې د پلورلو وړانديز کړی وکړ. بکلي يو پياوړی پيانو غږونکی هم و او يو ځل د “Piano Jazz” په نوم د “Marian McPartland” د ملي عامه راډيو پر خپرونه باندې راښکاره شو. نوموړی چې د “Johann Sebastian Bach” ستر خوښوونکی و، غوښتل يې د جنازې دود کې يې د “Bach” موسيقې وغږول شي. [۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

مذهب سمول

بکلي يو کاتوليک مذهبی رالوی شو او د مالټا د خپلواکې پوځي ليکې (Knights of Malta) غړی و. نوموړي خپله عقيده په دې ويلو سره بيان کړه: «لکه څرنګه چې ويل شوي دي، زه ان د خپل ديني باور په اړه د بخت له منځه د ازېيښت له يوې سپېڅلې څېرې څخه پرته؛ د کاتوليکانو په کورنۍ کې رالوی شوم». کله يې چې په ميلبروک ښوونځي کې ګډون وکړ، د ښوونځي د پروتستانت تړون تر څنګ ورته په يو نږدې کليسا کې د کاتوليک جنازو دود کې د ګډون اجازه ورکړل شوه. نوموړی د يو ځوان په توګه په متحده ايالتونو کې د کاتوليک ضد يوې درک شوې تنګ نظرۍ څخه پوه شو او ياده پوهه يې د «امريکايي خپلواکي او کاتوليک ځواک:American Freedom and Catholic Power» تر سرليک لاندې د “Paul Blanshard” د کتاب له لوستنې څخه تر لاسه کړه. ياد کتاب امريکايي کاتوليکان د «وېشلو ژمنتياوو» په درلودلو تورن کړل. [۴۰][۴۱]

په ۱۹۵۱ ز کې د «په Yale کې خدای او انسان:God and Man at Yale» په نوم لومړنی کتاب يې له ځينو ځانګړو نيوکو سره مخامخ شو، چې د نوموړي د کاتوليک پلوۍ اړوند وې. “McGeorge Bundy” چې هغه وخت د هاروارډ پوهنتون رئيس و، په “The Atlantic” کتاب کې يې وليکل: «د Yale مذهبي دود په اړه خبرو کولو ته غاړه ايښودل د هر رومن کاتوليک شخص لپاره نا اشنا ښکاري». د Yale باورمن هنري اسلون کافېن (Henry Sloane Coffin) د بکلي کتاب تورن کړ، چې د نوموړي د رومن کاتوليک نظريې له مخې بل ډول ژباړل (تحريف) شوی دی او ويې ويل: «بکلي بايد په “Fordham” يا بل ورته بنسټ کې برخه اخيستی وی». [۴۲]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 119187523  — د نشر نېټه: ۲۸ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12428470r — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/William-F-Buckley-Jr — subject named as: William F. Buckley, Jr. — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6p273gw — subject named as: William F. Buckley, Jr. — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/24915565 — subject named as: William Frank Buckley — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?16264 — subject named as: William F. Buckley, Jr. — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=buckleyw — subject named as: William F. Buckley
  8. Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/139456 — subject named as: William F. Buckley, Jr.
  9. http://www.usatoday.com/life/people/2008-02-27-buckley-obit_N.htm
  10. http://www.nytimes.com/1981/01/16/style/new-yorkers-gearing-up-for-the-inaugural-whirl.html
  11. https://web.archive.org/web/20080316232046/http://article.nationalreview.com:80/?q=OTVlMTE4MDk3NTAyNjAwMzM4NWM5NTI2ZDg4ODVlMTM= — آرشيف اصل
  12. https://libris.kb.se/katalogisering/hftx1x611rmv9qh — د نشر نېټه: ۲۴ اگسټ ۲۰۱۸ — د خپرولو نیټه: ۲۶ مارچ ۲۰۱۸
  13. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12428470r — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  14. "William Francis" in the editorial obituary "Up From Liberalism" The Wall Street Journal February 28, 2008, p. A16; Martin, Douglas, "William F. Buckley Jr., 82, Dies; Sesquipedalian Spark of Right", obituary, New York Times, February 28, 2008, which reported that his parents preferred "Frank", which would make him a "Jr.", but at his christening, the priest "insisted on a saint's name, so Francis was chosen. When the younger William Buckley was five, he asked to change his middle name to Frank, and his parents agreed. At that point, he became William F. Buckley, Jr."
  15. Italie, Hillel (February 27, 2008). "Author, Conservative Commentator William F. Buckley Jr. Dies at 82". KVIA.com. Associated Press. د لاسرسي‌نېټه November 21, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. The Wall Street Journal February 28, 2008, p. A16
  17. "Cumulus.hillsdale.edu". د اصلي آرشيف څخه پر May 25, 2010 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. (په February 27, 2008 باندې). William F. Buckley Jr. Is Dead at 82. The New York Times.
  19. C-SPAN Booknotes October 23, 1993
  20. Buckley, William F., Jr. Happy Days Were Here Again: Reflections of a Libertarian Journalist, Random House, کينډۍ:ISBN, 1993.
  21. Nash, George H. (February 28, 2008). "Simply Superlative: Words for Buckley". National Review Online. د اصلي آرشيف څخه پر March 3, 2008 باندې. د لاسرسي‌نېټه February 29, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Noam Chomsky: The Passing of William F. Buckley | Big Think (په انګلیسي ژبه کي), د لاسرسي‌نېټه ۱۴ مارچ ۲۰۲۲ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. (په 1981-11-16 باندې). Free Enterprise, Buckley Style. Time.
  24. (په 1979-02-08 باندې). Buckley Agrees to Pay Back $1.4 Million in Fraud Case. Washington Post.
  25. "Ancestry of William F. Buckley". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "The National Cyclopaedia of American Biography: Being the History of the United States as Illustrated in the Lives of the Founders, Builders, and Defenders of the Republic, and of the Men and Women who are Doing the Work and Moulding the Thought of the Present Time". University Microfilms. January 1, 1967 – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Judis, John B. (January 29, 2001). William F. Buckley, Jr.: Patron Saint of the Conservatives. New York: Simon and Schuster. د کتاب پاڼې 29. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7432-1797-2. د لاسرسي‌نېټه June 19, 2016. After leaving Mexico, Will moved his family to New York, where he was raising funds to launch a new oil venture in Venezuela. But he didn't think children should be brought up in the city, and within a year he had bought a 47-acre estate in Sharon, a rustic town of two thousand in the northwestern corner of Connecticut. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Buckley, William F., Jr. (2004). Miles Gone By: A Literary Autobiography. Regnery Publishing. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Early chapters recount his early education and mastery of languages.
  29. "William F. Buckley Jr. – Calvert Homeschooler". Calvert Blog Network – Alumni. Calvert Education. January 28, 2014. د اصلي آرشيف څخه پر April 2, 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 18, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. (په January 21, 1967 باندې). Aloise Buckley Heath. The News and Courier.
  31. Judis, John B. William F. Buckley Jr. (2001), pp. 103, 312–316
  32. Buckley, Jr., William F. (2008). Let Us Talk of Many Things: The Collected Speeches (په انګلیسي ژبه کي). Basic Books. د کتاب پاڼې 466. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7867-2689-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Edwards, Lee (2014). William F. Buckley Jr.: The Maker of a Movement (په انګلیسي ژبه کي). Open Road Media. د کتاب پاڼې 16. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4976-2076-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Nock, Albert Jay (1937). Our Enemy, the State (په انګلیسي ژبه کي). Ludwig von Mises Institute. د کتاب پاڼي 165–168. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-61016-372-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. "William F. Buckley Jr. and the Phoenix Symphony". Firing Line. د لاسرسي‌نېټه January 8, 2019 – عبر YouTube.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. "Once Again, Buckley Takes on Bach"; The New York Times; October 25, 1992.
  37. "William F. Buckley, Jr". Mad About Music. WNYC. د لاسرسي‌نېټه September 18, 2020 – عبر American Archive of Public Broadcasting. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. "Tanglewood Jazz Festival, September 1–3, 2006 in Lenox, Massachusetts". Allaboutjazz.com. د اصلي آرشيف څخه پر July 6, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه May 6, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. کينډۍ:Cite episode
  40. Phelan, Matthew (2011-02-28) Seymour Hersh and the men who want him committed Archived March 2, 2011, at the Wayback Machine., Salon.com
  41. Buckley, Nearer, My God. p. 241.کينډۍ:Full citation needed
  42. Buckley, Nearer, My God. p. 30.کينډۍ:Full citation needed