واسي-وري (ژبه)

واسی-واری (واسي-ویري ) د واسی خلکو ژبه ده چی د افغانستان د نورستان ولایت د مرکز پارون دره په څو کلیو کی ویل کیږی. یاده ژبه د پرسون یا پاروني په نوم هم پېژندل کیږي.

واسی واری د هندو-اروپایی ژبی په کورنۍ پوری اړه لري او د هند-ایرانی ژبی په نورستانی ګروپ کي راځي. واسی واری د نورو نورستانی ژبو څخه بیخي بېله ده.

په ۱۸۹۶ کال کي د افغان واکمن عبدالرحمن خان له خوا د نورستان له فتحي او د اسلام له نافذېدو را وروسته اوسني پرسوني خلک ډېری مسلمانان دي. [۱] دوی تر مسلمان کېدلو وروسته ډیر متقیان خلک وګرځېدل ځکه چې ځوان نسل يې د هند په لویه وچه کي اسلامي زده کړي ترلاسه او بیرته د اسلام د تبلیغ لپاره راغلل، [۲] خو ددې سره سره دوی بیاهم د اسلام څخه مخکي زمانې ځیني نښي او کلتورونه له ځان سره لري. [۳] د پرسونيانو د سواد کچه ټیټه ده: په دوی کي له1٪ څخه کم خلک واسی واری د لومړۍ ژبې په توګه کاروي، او د 15٪ څخه تر 25٪ پوري خلک یې د دویمې ژبې په توګه کاروي.

نوم سمول

د واسی واری ژبې نوم د هغې د پای برخي Vâsi څخه اخیستل سوی دی. دغه ژبه د افغانستان له دوو ملي ژبو پښتو او دري څخه منځ ته راځي.

قومي جوړښت سمول

واسی واری د واسی (پرسونی) خلکو لخوا ویل کیږی چی د پارون په دره کی چی د واسی ګل په نامه مېشت او د افغانستان په شمال ختیځ کی د نورستان ولایت د پیچ سیند په سر کي استوګن دي. د دې ژبي اصلي نومونه په ټوپو ژبو کي واسی-واری او په سیک ژبی کې واسی ګڼل سوي دي، مګر دا د پرسونی، پرسون، واسی-واری، پارونی، پارون، ویرون، ویرو او ویرونی په نومونو هم یادیږی. د واسي ګل نفوس د 3,000-6,000 تر منځ اټکل سوی دی، او په دره او نورو سیمو کي نږدې 8,000 اصلي ویونکي لري، چې دا حالت ددې ژبي لپاره ګواښونکی ګڼل کیږي.

فونولوژي سمول

غږونه سمول

واسی واری اته غږ لرونکي (واول) توري لري لکه: â, u, o, i, e, ü, ö او بې نښه شوي سر، a، چي د لوړ مرکزي سر په توګه تلفظ کیږي، [ɨ].

وییونه ( لغاتونه ) سمول

ضمیرونه سمول

شخص د نوم اړوند

شمېرې سمول

شمیره پرسوني

لهجې سمول

واسی واری په دریو ژبو ویشل سوې ده چی په شپږو کلیو کی ویل کیږی. لمړی ژبه ټوپو-واری، په شمالي کلي، ټوپو کي ویل کیږي. مرکزي ژبه، üšüt-üćü-zumu-vari، په منځنیو څلورو کلیو کې ویل کیږي، Seć، Üćü، Üšüt او Zumu. ټیټه ژبه، Uṣüt-vare، په یوسوت، ترټولو ټیټ کلي کې ویل کیږي. د دې مقالې لپاره به ډیری حواله شوي فورمې ((چي ترڅو په بل ډول مشخصي سوي نه وي)) د Seć ژبي پر بنسټ وي. [۴]

  1. Strand, R. F. (2000). The Vâsi. Retrieved from: http://nuristan.info/Nuristani/Vasi/vasi.html
  2. Strand, R. F. (2000). Topics in Vâsi Ethnography: Peacemaking. Retrieved from: http://nuristan.info/Nuristani/Vasi/VasiCulture/Zaman8.html
  3. Strand, R. F. (2000). Topics in Vâsi Ethnography: Keepers of the Former Gods. Retrieved from: http://nuristan.info/Nuristani/Vasi/VasiCulture/Zaman1.html
  4. Strand, R. F. (2000). The Vâsi. Retrieved from: http://nuristan.info/Nuristani/Vasi/vasi.html