وادي السلام هدیرهد شیعه مسلمانانو یو له سترو قبرستانونو څخه ده او د عراق په نجف ښار کې موقعیت لري. دا د نړۍ ترټولو لوی قبرستان ګڼل کیږي [۱] او د اټکل له مخي شاوخوا شپږ میلیونه قبرونه لري چي د نړیوالو میراثونو په لیست کي هم شامل دي. دا هدیره نږدې (601.16 هکتاره - 6.01 کیلومتره مربع) ساحه په ځان کي رانغاړي او په کال کي ملیونونه شیعه ګان ورته راځي. [۲]