هیروشیما د جاپان د هیروشیما ادارې پلازمینه ده.  په ۲۰۱۹زکال د جون په لومړۍ نېټه د ښار نفوس ۱،۱۹۹،۳۹۲ اټکل شوې وو. په ۲۰۱۰ز کال کې د لوې هیروشیما ناخالص کورني تولیدات ۶۱،۳ میلیارده ډالرو ته رسېده. کازومي ماتسوی د ۲۰۱۱ز کال له اپریل راهیسې د دغه ښار د ښاروال په ټوګه دنده ترسره کوي.[۱][۲][۳]

هیروشیما
بە ژاپۆنی: 広島市
برخه دSassenhirofuku، 100 municipalities with water، Hiroshima metropolitan area
بنسټ ايښودنه۱ی اپرېل ۱۸۸۹
Pseudonym3Bの街
Native label広島市
Founded byMōri Terumoto
Named byMōri Terumoto
Anthemmunicipal anthem of Hiroshima
لووچهآسيا
هېوادجاپان
Capital ofHiroshima Prefecture، Hiroshima Domain
پلازمینهNaka-ku
ځاي د هيواد په برخه کېHiroshima Prefecture
Located in time zoneنړيوال همغږی وخت + 09:00
Associated electoral districtHiroshima 1st district، Hiroshima 2nd district، Hiroshima 3rd district، Hiroshima 4th district
Located in/on physical featureHiroshima Plain
کوارډينېټي موقعيت۳۴°۲۳′۷″N ۱۳۲°۲۷′۱۹″E
ترټولو لوړه څوکهMount Ōmine
Office held by head of governmentmayor of Hiroshima
د حکومت مشرKazumi Matsui
Legislative bodyQ11484650
Legal formordinary local public entity
د وگړو شمېر۱٬۱۹۸٬۰۲۱
څښتن دHiroshima Municipal Stadium، Hiroshima Sun Plaza، Hiroshima Municipal Stadium، Q11484671، Q11484672
Language usedHiroshima dialect
Significant eventatomic bombing of Hiroshima
سيمه۹۰۵٫۰۱±۰٫۰۱ کیلومتره مربع
پوستي کوډ730-8586
رسمي وېبځیhttps://www.city.hiroshima.lg.jp/
Hashtag広島市
Official symbolCinnamomum camphora، گنډېری
Economy of topiceconomy of Hiroshima
Local dialing code82
Has listQ28683158
Map

هیروشیما په ۱۵۸۹ز کال کې د اوتا سیند ډیلټا سیمه کې د یوې کلا په توګه جوړ شو. په ۱۸۶۸ز کال کې د میجي بیارغونې نه وروسته، هیروشیما په چټکۍ سره په یو لوی ښاري او صنعتي مرکز بدل شو او  په ۱۸۸۹ز کال کې هیروشیما په رسمي توګه د ښار حیثیت ترلاسه کړ. دا ښار د سترواکۍ دورې په لړ کې د پوځي فعالیتونو مرکز و لکه څنګه چې د چین – جاپان لومړۍ جګره، د روس - جاپان جګړه او دوه نړیواله جګړو کې یې د پام وړ ونډه لرله.

هیروشیما لومړی ښار ده، چې د اټومي وسلو له خوا په نښه شوی. دا د ۱۹۴۵زکال د اګسټ په شپږمه نېټه د سهار په ۸:۱۵ بجو هغه مهال په نښه شو، چې د متحده ایالاتو د پوځ هوايي ځواکونو (USAAF) په دغه ښار باندې اټوم بم وغورځاوه. د ښار ډېره برخه ویجاړه شوې وه او د کال تر پایه پورې له ۹۰۰۰۰ نه تر ۱۶۶،۰۰۰ کسانو ترمنځ د چاودنو او د یاد اټوم بم د ناوړه اغېزو په پایله کې مړه شوي وو. له جګړې وروسته د بیارغونې دورې راهیسې، هیروشیما د لوېدېځ هونشو په چوګوکو سیمه کې ترټولو لوی ښار وبلل شو.[۳]

دویمه نړیواله جګړه او اټومي بمبارۍ ( ۱۹۳۹ز کال-۱۹۴۵ز کال)  سمول

د دویمې نړیوالې جګړې په لړ کې د دویم عمومي پوځ او چوګوکو سیمه اېز پوځ مرکزي دفترونو په هیروشیما کې و او د پوځ سمندري مرکزي دفتر په اجینا بندر کې شتون درلود. دغه ښار د پوځي اکمالاتو لوی ډیپو هم درلودل او همدارنګه د بار وړلو یو اړین مرکز هم ګڼل کېده. د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د جاپان په توکیو او نورو ښارونو کې بمبارۍ د پراخې تباهۍ او د سلګونو زرو ملکي وګړو د وژل کېدو لامل شو.[۴]

د ۱۹۴۵زکال د اګست په ۶مه د دوشنبې په ورځ د سهار ۸:۱۵ بجې (د هیروشیما په وخت) اټومي وسله د امریکایي بوینګ B-29 Superfortress الوتکې له خوا، چې د پاول وارفیلډ تبتس جونیر له خوا الوتنه ورکول شوې وه په هیروشیما باندې وغورځول شوه. په پای کې  لږترلږه ۷۰،۰۰۰ خلک د زرګونو کوریايي غلامانو کارګران په شمول ووژل شو. د تلفاتو له ۱۰ سلنې نه لږ پوځيان وو. د کال په پای کې د اټمي وسلې زیانونو او وړانګو د مړینو شمېر    ۹۰،۰۰۰ نه تر ۱۴۰،۰۰۰ته ورساو، چې د یادې بمبارۍ دمخه د هیروشیما نفوس شاوخوا ۳۴۵،۰۰۰ و. د ښار شاوخوا ۷۰ سلنه ودانۍ ویجاړې شوې او ۷ سلنه نورې سختې زیانمنې شوې وې.[۵][۶][۷]

د برید وروسته د ویجاړ شوي ښار د فلمونو خپرول او د یاد برید د بشري اغېزو په اړه د اټومي بم د تلفاتو کمیسیون ځینې څېړنې د جاپان د اشغال پرمهال سانسور شوې وې او د دې معلوماتو ډېری برخه تر ۱۹۵۱زکال پورې د سان فرانسسکو تړون د لاسلیک کېدو پورې سانسور شوي وې، چې یاد تړون جاپانیانو ته د کنټرول بېرته راګرځول په مانا و.[۸]

په جاپان باندې د اتومي بم د بریدونو حیرانونکې خبرونه په قصدي ډول خوا د جاپان له خلکو نه د متحدینو د اشغال په لړ کې د متحده ایالاتو د پوځي سانسورانو له خوا پټ ساتل شوي و. که څه هم  دوی بومي خلکو ته د ازاد مطبوعاتو ښېګنې ور زده کول، خو د یادې پېښې د تلفاتو احصایې پټې کړې. په هیروشیما او ناګاساکي کې د جاپاني کمرې مینانو له خوا له بریدونو نه ضبط شوي فلمونه بېرته اخیستل شوی و. د جان هیرسي له خوا لیکل شوی کتاب دې «هیروشیما» په نوم  په متحده ایالاتو کې خورا اغېزه درلوده، خو په جاپان کې منع شوی و.[۹]

د جان هرسي له خوا د هیروشیما کتاب په اصل کې د مقالو په بڼه د نیویارکر په مجله کې په ۱۹۴۶زکال د اګسټ په ۳۱مه خپور شو. د راپور له مخې دا کتاب باید تر ۱۹۴۷ز کال کې په انګلیسي ژبه کې توکیو کې خپور شوې واې، خو د یاد کتاب ژباړل شوې نسخه په ۱۹۴۹ز کال کې جاپان کې خپره شوه.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

له جګړې نه وروسته دوره (۱۹۴۵ – اوس مهال)  سمول

د ۱۹۴۵ زکال د سپټمبر په ۱۷مه هیروشیما د ماکورازاکي توپان په پای کې سخت وځپل شو. له ۳۰۰۰ نه ډېرخلک مړه او ټپیان شول. د ښار تر نیمايي زیات پلونه ویجاړ شول، سړکونو او ریل پټلیو ته پراخه زیانونو واوښتل، چې ښار یې نور هم ویجاړ کړ.[۱۶][۱۷]

هیروشیما له جګړې وروسته د ملي حکومت په مرسته د هیروشیما د سولې د یادګار ښار د جوړولو قانون له لارې، چې په ۱۹۴۹ز کال کې تصویب شو بیا ورغول شو. د دې بیارغونې لپاره د مالي مرستې سربېره د مرستې شوې ځمکې، چې مخکې د ملي حکومت ملکیت و او د سترواک پوځ له خوا کارول کېده چمتو کړاې شوې.[۱۸]

په ۱۹۴۹زکال کې د هیروشیما د سولې یادګار پارک لپاره ډیزاین غوره شو. د بم د چاودنې ځای ته ترټولو نږدې ژوندۍ پاتې شوې ودانۍ د ګینباکو ګنبد یا«اتومیک ګنبد» و، چې د هیروشیما د سولې یادګار پارک یوه برخه ده. د هیروشیما د سولې یادګار موزیم په ۱۹۵۵زکال کې پرانیستل شو. هیروشیما د سولې یوه معبد هم لري، چې په ۱۹۶۶ز کال کې د نیپونزان میوهجي له خوا جوړ شوی او یاد معبد په ځانګړې توګه د معمول ډبرې په پرتله د فولادو نه جوړه شوې ده.[۱۹]

هیروشیما د جاپان د پارلمان له خوا په ۱۹۴۹زکال کې د خپل ښاروال شینزو هامي (۱۹۰۵-۱۹۶۸زکلونو) په نوښت د سولې ښار په توګه اعلان شو. د پایلې په توګه هیروشیما ښار د سولې او ټولنیزو مسلو په اړه د نړیوالو کنفرانسونو د ترسره کولو لپاره د مطلوب ځای په توګه نړیوال پام ترلاسه کړ. د ۲۰۱۶ز کال د می په ۲۷مه بارک اوباما د متحده ایالاتو لومړنی ولسمشر و، چې د اتومي بم له حملې وروسته یې هیروشیما ته سفر وکړ.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

زده کړه سمول

پوهنتون  سمول

د هیروشیما پوهنتون په ۱۹۴۹زکال کې د تعلیمي سیسټم د ملي بیارغونې د یوې برخې په توګه جوړ شو. د هیروشیما پوهنتون په ګډون په هر ولایت کې یو ملي پوهنتون جوړ شو، چې د اته موجوده موسسو (د هیروشیما د ادبياتو او ساینس پوهنتون، د هیروشیما د ثانوي زده کړو ښوو۵ینځی، د هیروشیما د ښوونې او روزنې ښوونځی، د هیروشیما د ښځو د ثانوي زده کړې ښوونځی، د هیروشیما د ښوونې او روزنې ښوونځی، د هیروشیما عالي ښوونځی، د هیروشیما عالي تخنیکي ښوونځی او د هیروشیما ښاروالۍ عالي تخنیکي ښوونځی) ترکیب و، چې  په ۱۹۵۳زکال کې د هیروشیما طبي کالج سره بېره رامنځته شو، خو په ۱۹۷۲زکال کې د هیروشیما پوهنتون د لیږد پریکړه وشوه، چې د هیروشیما ښار له ښاري سیمو نه د هیګاشی هیروشیما ښار پراخه کیمپس ته ولېږدول شي.[۲۴]

ګرځندوی سمول

د جاپان ښار او د هیروشیما ریاست څه د پاسه ۷۶ کاله پخوا د اتومی بم له امله ویجاړ شوی وی، خو نن ورځ دغه تخریب ځای په ټول هېواد کې د سیلانیانو لپاره  یو غوره ځای دی. د دې هېواد د سیلانیانو د ادارې له خوا په خپره شوې شمېرې کې ښودل شوی چې د ۲۰۱۲ کال په ترڅ کې شاوخوا ۳۶۳۰۰۰ کسانو سیلانیانو له میتروښار نه لیدنه کړې و، چې وروسته له امریکایانو نه استرالیایان او چینایان د دې شمېرې زیات اکثریت جوړوي. په ۲۰۱۶ ز کال کې ۱.۱۸میلیونه بهرنیان له هیروشیما نه لیدنه کړې ده، چې په ۲۰۱۲ ز کال کې د ۳۶۰ زرو نه  ۳.۲ برابر و . امریکایان د ۱۶ سلنې په جوړولو سره د یادې شمېرې تر ټولو لویه برخه جوړوي.  وروسته استرالیایان وو چې  ۱۵ سلنه، ایټالویان ۸ سلنه او بریټانویانو ۶ سلنه د یادې شمېرې برخه جوړوله. د چین او جنوبی کوریا د سیلانیانو شمېر لږ و، چې یوازې ۱ سلنه او ۰.۲ سلنه د ټولې شمېرې استازیتوب کاو.[۲۵][۲۶]

سرچينې سمول

  1. Yoshitsugu Kanemoto. "Metropolitan Employment Area (MEA) Data". Center for Spatial Information Science, The University of Tokyo. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Conversion rates – Exchange rates – OECD Data
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Hakim, Joy (January 5, 1995). A History of US: Book 9: War, Peace, and All that Jazz. New York: Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0195095142. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. United States Strategic Bombing Survey (June 1946). "U. S. Strategic Bombing Survey: The Effects of the Atomic Bombings of Hiroshima and Nagasaki". nuclearfiles.org. د اصلي آرشيف څخه پر October 11, 2004 باندې. د لاسرسي‌نېټه July 26, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. The Atomic Bombing of Hiroshima Archived March 3, 2016, at the Wayback Machine., U.S. Department of Energy, Office of History and Heritage Resources.
  6. Bernstein, Barton (July 2003). "Reconsidering the 'Atomic General': Leslie R. Groves". Journal of Military History. 67 (3): 904–905. doi:10.1353/jmh.2003.0198. S2CID 161380682. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Frequently Asked Questions – Radiation Effects Research Foundation". Rerf.or.jp. د اصلي آرشيف څخه پر September 19, 2007 باندې. د لاسرسي‌نېټه July 29, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Ishikawa and Swain (1981), p. 5
  9. Jon Michaub, "Eighty-Five From the Archive: John Hersey" The New Yorker, June 8, 2010, np.
  10. Roger Angell, From the Archives, "Hersey and History", The New Yorker, July 31, 1995, p. 66.
  11. Richie, Donald (August 16, 2009). "The pure horror of Hiroshima". The Japan Times. د لاسرسي‌نېټه August 11, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Sharp, "From Yellow Peril to Japanese Wasteland: John Hersey's 'Hiroshima'", Twentieth Century Literature 46 (2000): 434–452, accessed March 15, 2012.
  13. Jon Michaub, "Eighty-Five From the Archive: John Hersey" The New Yorker, June 8, 2010, np.
  14. John Hersey, Hiroshima (New York: Random House, 1989).
  15. 広島市 市の木・市の花. د اصلي آرشيف څخه پر April 8, 2014 باندې. د لاسرسي‌نېټه July 15, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Excite エキサイト. د اصلي آرشيف څخه پر July 10, 2012 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Ishikawa and also Swain (1981), p. 6
  18. "Peace Memorial City, Hiroshima". Hiroshima Peace Culture Foundation. د اصلي آرشيف څخه پر February 6, 2008 باندې. د لاسرسي‌نېټه August 14, 2007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Fifty Years for the Peace Memorial Museum". Hiroshima Peace Memorial Museum. د اصلي آرشيف څخه پر August 30, 2007 باندې. د لاسرسي‌نېټه August 17, 2007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Hiroshima Peace Memorial Park". Japan Deluxe Tours. د لاسرسي‌نېټه May 23, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Surviving the Atomic Attack on Hiroshima, 1944". Eyewitnesstohistory.com. August 6, 1945. د لاسرسي‌نېټه July 17, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Library: Media Gallery: Video Files: Rare film documents devastation at Hiroshima". Nuclear Files. د اصلي آرشيف څخه پر June 23, 2009 باندې. د لاسرسي‌نېټه July 17, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. . President Obama Visits Hiroshima.
  24. "History of Hiroshima University". Hiroshima University. د اصلي آرشيف څخه پر June 29, 2007 باندې. د لاسرسي‌نېټه June 25, 2007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Hiroshima promoting peace tourism to draw attention to more A-bomb sites | Asia Nikkei". asia.nikkei.com. د لاسرسي‌نېټه September 7, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Hiroshima increasingly popular with tourists | Inside Japan Tours". insidejapantours.com. د لاسرسي‌نېټه July 27, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)