Nerium oleandr
معمولي گنډېری
مملکه بوټي
څانگه Magnoliophyta
طایفه د دوو تیفه گانو نباتونه
کورنۍ Apocynaceae
جېنس Nerium

گنډېری یا معمولي گنډېری (په لاتين: Nerium oleandr) یو تزييني او زهرلرونکي ونه یا بوټي دي چې په افریقا، آسيا او اروپا کې په لمريزو سیمو کې شنه کېږي.

سپړنه سمول

معمولي گنډېری د Apocynaceae په کورنۍ او د Nerium په جنس پورې اړه لري. اوږدوالي یی ۲ – ۶ متره دي. نوموړي بوټي سپين، ژیړ او گلابی گلان لري. ټول بوټي زهرجن دي. معمولي گنډېری یو شمير زهزلرونکي مواد لکه اولېاندرین, Adinerin, Folinerin لري. نوموړي توکې د انسانانو پر زړه باندي وژونکي آغېره لري. اولېاندرین د زړه د گلیکوزیډونو څخه یو آغېزمندي توکه ده چی د زړه د والونو د ناروغۍ ، اذینی فبریلیشن او اذینی فلوتر د علاج لپاره ورڅخه هم کار اخیستلای شی.