هيپولايټ ټېن
هيپولايټ اډولف ټېن (Hippolyte Adolphe Taine) (فرانسوي تلفظ: [ipɔlit adɔlf tɛn]، زوکړه: د ۱۸۲۸ اپرېل ۲۱. مړينه: د ۱۸۹۳ ز کال مارچ ۵) يو فرانسوي کره کتونکی او تاريخپوه و. نوموړی د فرانسوي طبیعت پالنې مشر نظري نفوذ لرونکی شخص، د ټولنپوهنيزې مثبت پالنې ستر ملاتړ او د تاريخي کره کتنې له لومړنيو پلي کوونکو څخه و. ويل شوي دي چې د ادبي تاريخ اصالت د يوه ګواښونکي خوځښت په توګه د نوموړي په هڅو سره رامنځته شوی دی. د ټېن په اړه د ادبياتو د پوهنيز دليل د چمتو کولو په برخه کې د خپلو هڅو له امله هم يادونه کېږي. [۲]
هيپولايټ ټېن | |
---|---|
د شخص مالومات | |
زېږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | فرانسه |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | فرانسوي ژبه |
کاروونکي ژبه | |
د کړنې څانګه | فلسفه |
کار ورکوونکی | اکسفورډ پوهنتون |
خوځښت | پوزیټویزم |
لاسليک | |
سمول |
نوموړي پر فرانسوي ادبياتو باندې ژور اغېز درلود. د ۱۹۱۱ ز کال دايرة المعارف برېتانيکا (1911 Encyclopædia Britannica) څرګنده کړې ده، چې د لهجه “tone” ويی چې د زولا (Zola)، بورژه (Bourget) او موپاسان (Maupassant) کارونه خپروي؛ په سملاسي ډول هغه نفوذ ته ورګرځېدلی (منسوب کېدلی) شي، چې موږ يې د “Taine” بولو. ټېن ته د فرانسوي اوښتون په اړه د نوموړي د خپل کار له امله ځکه امتياز ورکړل شوی دی، چې «د معاصرې فرانسې د ښي اړخې تاريخ ليکنې د ودانۍ د فن جوړښت يې رامنځته کړی دی». [۳][۴]
لومړي کلونه
سمولټېن د Vouziers په يوه مناسبه هوسا کورنۍ کې وزېږېد. پلار يې وکيل و. د پلار په ګډون يې کاکا او نيکه نوموړی د برېښنا لوستنې ته وهڅاوه او د هنر او موسيقي لوستونو وړانديز يې ورته وکړ. [۵]
په ۱۸۴۱ ز کال کې هغه مهال چې ټېن ۱۳ کلن و، پلار يې مړ شو او نوموړی په پاريس کې د (Institution Mathé) په نوم ليليه ښوونځي ته واستول شو، چې ټولګي يې په Batignolles سيمه کې پروت (College Bourbon) کې اداره کېده. نوموړی په خپلو زده کړو کې خورا غوره شو او په ۱۸۴۷ ز کال کې يې په ساينس او فلسفه کې دوه بکلوریا بريليکونه او د غونډې د درنښت انعام تر لاسه کړل. نوموړي ته د Ecole Normale Superieure د ليکونو د برخې په داخله ازموينه کې د لومړي مقام انعام ورکړل شو، چې د ۱۸۴۸ ز کال نومبر کې ورته اجازه ورکړل شوې وه. هغه د ليکونو په برخه کې د ۲۴ زده کوونکو له ډلې د Francisque Sarcey (چې ټېڼ د خپلې ځوانۍ په يادښتونه کې د Rue d’Ulm پوهنځي ساحه کې د ځوان هيپولايټ ټېن “Hippolyte Taine” يو انځور رسم کړ) او Edmond About ټولګيوال دی. مګر د هغه کړه وړه (چې د ځېلي نوم يا شهرت يې درلود) او د هغه وخت له دوديزو نظريو څخه د نوموړي فکري خپلواکي، په ۱۸۵۱ ز کال کې د فلسفې په برخه کې د ملي (Concouse d’Agregation) لپاره ازموينه کې د نوموړي د بې پایلې کېدلو لامل شول. وروسته له هغې چې د احساس په اړه مقاله يې ونه منل شوه، ټولنيزې پوهې يې پرېښودې او ادبياتو ته يې مخه وکړه. Province کې د بيا مېښت کېدلو ... Nevers او Poitiers کې د ښوونکي دندې غوره کړې، چې په همدې موده کې يې د خپلې پوهې يا روښانفکرۍ پرمختګ ته دوام ورکړ. نوموړي په ۱۸۵۳ ز کال کې په Sorbonne کې يوه دوکتورا تر لاسه کړه. د (Essai sur les fables de La Fontaine) تر سرليک لاندې د نوموړي تيزس په ۱۸۶۱ ز کال کې په کره شوې بڼه خپور شو. د ليوي (Livy) په اړه د هغه وروستۍ مقالې په ۱۸۵۴ ز کال کې له Academie Francaise څخه انعام وګاټه. [۶][۷][۸][۹]
ټېن هغه مثبت پالونکې او پوهنيزې نظريې ومنلې، چې همدې وخت ته نږدې راڅرګندې شوې.
د خپلې دوکتورا له دفاع څخه وروسته ورته، په خپل کاري ډول Besancon ته بدلون ورکړل شو، مګر ياده ورسپارنه (دنده) يې ونه منله. نوموړی لومړی په پاريس کې استوګن شو، چې طبي ښوونځي کې شامل شو. له هغې ځايه په ۱۸۵۵ ز کال پر طبي درملنه Pyrenees ته لاړه، چې ورڅخه وروسته يې خپل نامتو يون ليک (Voyage aux Pyrénées) وليکه او Revue des deux Mondes او Journal des débats ته يې د ګڼو فسلفي، ادبي او تاريخي مقالو ليکلو له لارې مرسته پيل کړه، چې د هغه وخت دوه سترې ورځپاڼې وې.
وروسته يې رخصت واخيست او انګليستان ته لاړه، چې شپږ اونۍ يې په کې تېرې کړې. نوموړي په ۱۸۶۳ ز کال کې په پينځو ټوکونو کې د انګليسي ادبياتو تاريخ (History of English Literature in Five Volumes) چاپ کړ. Bishop Felix Dupanloup چې دا يې فرانوسي اکاډمۍ ته د پورتنۍ فسلفې د پلويو روښانفکرانو د ټاکنې د مخنيوي په موخه خپل مسلک ګرځولی و، ټېن ته د ياد کار له امله د وروستي انعام د ورکولو مخالفت وکړ. ښاغلي ټېن په ۱۸۶۸ ز کال کې د Alexandre Denulle له لور (Therese Denulle) سره واده وکړ. دوی دوه ماشومان درلودل، چې د (Genevieve) په نوم لور يې د Louis paul-Bubois مېرمن وه او بله لور يې Emile نومېده. [۱۰]
د نوموړي د کار سترې بريا ورته لاره هواره کړه، چې نه يوازې د خپل قلم په واسطه ژوند وکړي، مګر دا چې په Ecole des Beaux Arts [پوهنتون] کې د هنر او ښکلا پېژندنې د تاريخ پروفيسور او په Ecoli special militaire de Saint-Cyr [پوهنتون] کې د تاريخ او المان پروفيسور نومونه ورکړل شي. په ۱۸۷۱ ز کال يې په اکسفورډ کې هم درس ورکړ، چې «د قانون ډاکتر:Doctor in Law ) دنده يې په کې درلوده. نوموړی په ۱۸۷۸ کې له ۲۶ څخه د ۲۰ رايو په ترلاسه کولو سره د فرانسې اکاډمي (French Academy) د غړي په توګه غوره شو. ټېڼ د هنر او ادبياتو په ګډون زياتو مضامينو سره لېوالتيا درلوده، مګر تاريخ يې په ځانګړي ډول خوښېده. د ۱۸۷۰ ز کال له ماتې او همدرانګه د پاريس د عوامو له پاڅون يا سرکښۍ (او توند فشار) څخه په ژور ډول اغېزمن شوي ټېن، د «له ۱۸۷۵ څخه تر ۱۸۹۳ زکال پورې د معاصرې فرانسې رېښې:The Origins of Contemporary France (1875 – 1893) » په نوم خپل تاريخي کتاب ته په بشپړ ډول ځانګړی او وقف شو، چې تر خپلې مړينې پورې يې پرې کار وکړ او د پام وړ اغېز يې درلود. د خپل وخت فرانسې د پوهېدنې په موخه د ټېن له لورې درک شوي شپږ ټوکه کتاب، د فرانسوي اوښتون د لاملونو د شننې په موخه د اوږد مهاله راتلونکي په کارونه کې رېښې وکړې. نوموړي په ځانګړي ډول د اوښتون د سياسي جوړښتونو (د بېلګې په ډول: د روبسپير “Robespierre” ذهني او عقلي روحيه) هغه مصنوعيت وغانده، چې د هغه په فکر يې په ظالمانه ډول د يوه دولت د بنسټونو د طبيعي او بطي ودې مخالفت کاوه. [۱۱][۱۲]
هغه مهال چې په ۱۸۸۵ ز کال کې يې له de la Salpetriere روغتون څخه ليدنه کوله، ټېن (Taine) او جوزف ډيلبويوف (Joseph Delboeuf) په مصنوعي ډول ويده کوونې (hypnotism) يوه غونډه کې ګډون وکړ، چې Jean-Martin Charcot په کې د وړانديز له مخې تڼاکې وازمايلې.
ټېن د ۱۸۹۳ ز کال مارچ پر ۵ نېټه مړ شو او د Lake Annecy پر غاړو د Talloires په (Roc de Chère National Natural Reserve) کې ښخ کړای شو. نوموړي په Menthon-Saint-Bernard (په Haute-Savoie کې) کې د Boringes ملکيت پېرلی و، چې هر اوړی هملته کار وکړي او د عوامو د سلاکار په توګه يې هم خدمت کړی و. [۱۳]
سرچينې
سمول- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 11862055X — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ Kelly, R. Gordon (1974). "Literature and the Historian", American Quarterly, Vol. 26, No. 2, 143.
- ↑ Susanna Barrows. Distorting Mirrors Visions of the Crowd in Late Nineteenth-century France. New Haven: Yale U, 1981, p.83
- ↑ کينډۍ:Cite EB1911
- ↑ Duclaux, Mary (1903). "The Youth of Taine," The Living Age, Vol. 236, pp. 545–560.
- ↑ کينډۍ:Cite EB1911
- ↑ Lombardo, Patrizia (1990). "Hippolyte Taine Between Art and Science", Yale French Studies, Vol. 77, p. 119.
- ↑ Wolfenstein, Martha (1944). "The Social Background of Taine's Philosophy of Art", Journal of the History of Ideas, Vol. 5, No. 3, p. 335.
- ↑ Bosky.
- ↑ Hippolyte TAINE | Académie française » [archive], sur academie-francaise.fr
- ↑ Hippolyte TAINE | Académie française » [archive], sur academie-francaise.fr
- ↑ "Hippolyte Adolphe Taine". Encyclopedia Britannica (په انګليسي). ITA. نه اخيستل شوی 15 February 2021.
- ↑ Maison d'Hippolyte Taine » [archive], Fédération des Maisons d'écrivains et des patrimoines littéraires.