هيلينا بلاوټسکي

هيلينا پيټروانا بلاوټسکي (په عمومي توګه د اغلې بلاوټسکي په نوم پېژندل کېږي، ۱۲ اګست [په زړه جنترۍ يې د زېږېدو نېټه د جولای له ۳۱ سره برابره ده] ۱۸۳۱ – ۸ مۍ ۱۸۹۱ ز کال)، نوموړې يوه روسۍ ليکواله وه، په ۱۸۷۵ز کال کې د رامنځته شوې «تيوسوفيکي ټولنې» شریکه بنسټګره وه. نوموړې د يوې مخکښې «تيوسوفي» مفکرې په توګه په نړيواله کچه پلويان موندلي دي.

هيلينا بلاوټسکي
هيلينا بلاوټسکي
هيلينا بلاوټسکي

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت ۳۱ جولای ۱۸۳۱
ډنپرو [۱]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 26 اپرېل 1891 (60 کاله)[۲]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لندن [۱][۳]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت روسي سترواکي
د امریکا متحده ایالات (۱۸۷۸–)[۱]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک فیلسوف
ليکوال [۴]
خبريال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۱][۵]
روسي [۱][۵]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د ګډ روسي او الماني نسل په يوه درنه کورنۍ کې د روسي سترواکې په «يکاترينوسلاو» (اوس د اوکراين په ډنيپورو کې) کې زېږدلې وه، بلاوټسکي په کوچنيتوب کې په ټوله سترواکۍ کې زيات سفرونه کړي وو. تر ډېره بريده يې خپله زده کړې کړې وې، د عمر په دويمه لسيزه کې يې له لويديځ «ايسوټيرسيزم» سره لېوالتيا پيدا شوه (ايسوټيرسيزم محرميت ته وايي، يا هغه اصول چې د يوې ټاکلې ډلې د غړيو لپاره وي). د نوموړې د وروستیو ادعاوو پر بنسټ، په ۱۸۴۹ز کال کې د اروپا، امريکاګانو او هندوستان څخه په ليدنو کولو سره هغې په ټوله نړۍ کې د سفرونو يوه لړۍ پيل کړې وه. هغې همدا راز ادعا کړې چې په دې پړاو کې د روحاني ښونکو له يوې ډلې سره مخ شوه، «د لرغوني حکمت پوهان»، کومو چې هغه د تبت «شيګيټس» ته واستوله، چېرته چې هغوی دا وروزله، تر څو د مذهب، فلسفې او ساينس له جوړښت او ترکيب څخه ژوره پوه ولري. هم د هغې همعصرو منتقدينو او هم وروستيو ژوندلیکونکو استدلال کړی چې د دې بهرنيو سفرونو ځينې يا ټول يې خيالي وو او هغې دا پړاو ټول په اروپا کې تېر کړی. د ۱۸۷۰ز لسيزې په لومړيو کې، بلاوټسکي په روحاني خوځښتونو کې ښکېله وه، که څه هم د روحاني ښکارندې د اصلي وجود څخه يې دفاع کوله، هغې د روحانيت د مرکزي برخې د دې اند پر ضد استدلال کاوه چې ګوندې هغه هستې چې ورسره اړيکه شوې د مړيو روحونه دي. په ۱۸۷۳ز کال کې په متحده ايالاتو کې ځای پر ځای شوه، هغې له «هينري سټيل الکاټ» سره ملګرتيا پيدا کړه او د يوې روحاني لارې په توګه ورته عامه پاملرنه واوښته، داسې پاملرنه چې په عام ډول د فريب تورونه هم په کې وو.

په ۱۸۷۵ز کال کې په نيويار کې، بلاوټسکي له «اولکاټ» او «وليام کوان جج» سره په ګډه «تيوسوفيکي ټولنه» جوړه کړه. په ۱۸۷۷ز کال کې، هغې د «Isis Unveiled» په نوم کتاب خپور کړ، په کوم کې چې د نوموړې « تيوسوفيکي» نړۍ ليد وړاندې شوی و. د «هرميټيسيزم» او «نيوپلاټونيزم» له باطني اصولو سره د نژدې تړاو، بلاوټسکي «تيوسوفي» د «ساينس، دين او فلسفې د ترکيب» په توګه تشریح کړ، او اعلان یې وکړ چې دا يو«لرغونی حکمت» راژوندی کوي چې د نړۍ ټول مذهبونه د هغې لاندې دي. په ۱۸۸۰ز کال کې، هغه او «اولکاټ» هندوستان ته ولاړل، هلته دا ټولنه له «اريا سماج» سره متحده شوه، کوم چې يو هندي سمون پال خوځښت و. په همدې کال، کله چې هغه په «سايلون» کې وه، هغه او «اولکاټ» له متحده ايالاتو څخه لومړي کسان شول چې په رسمي ډول بودايي دين ومني. سره له دې چې برتانوي استعماري ادارې يې مخالفت څرګند کړ، «تيوسوفي» په چټکۍ سره په هندوستان کې خپور شو، خو هغه مهال له داخلي ستونزو سره مخ شو، کله چې بلاويټسکي د غولونکو نادرو ښکارندو په توليد تورنه شوه. د خرابه روغتيايی حالت پر مهال په ۱۸۸۵ز کال کې، هغه بېرته اروپا ته ستنه شوه او دلته يې په لندن کې «بلاواټسکي لاج» (د راټولېدو ځای) جوړ کړ. همدلته يې د «پټ اصل» په نوم کتاب خپور کړ، د هغه څه په اړه تبصره وه چې هغې ادعا کوله، لرغوني تبتي متنونه دي، تر څنګ يې د «د تيوسوفي پر لور کيلي»  او «د چوپتيا غږ» په نومونو دوه نور کتابونه خپاره کړل. هغه د انفلوينزا ناروغۍ له امله مړه شوه.

بلاواټسکي په خپل ټول ژوند کې يوه لانجمنه څېره وه، پلويانو ورڅخه د يوې روښانفکره حکيمې په توګه اتله جوړه کړې وه او مخالفينو يې یوه چلبازه معرفي کوله. د هغې «تيوسوفيکي» اصولو په لويديځ کې هندو او بودايي اندونو پر خپرېدو اغېز وکړ، تر څنګ يې په لويديځو باطيني جرياناتو هم اغېز درلود، لکه: «اريسوفي، انتروپوسوفي» او د نوي ژوند خوځښت.

د ژوند لومړي کلونه سمول

د بلاواټسکي د ژوند په اړه د يو باوري روايت چمتو کول د ژوندليکونکو لپاره ستونزمن و، ځکه چې په وروستي ژوند کې هغې خپله په قصدي ډول د خپلې ماضي په اړه ضد او نقيض روايتونه او ناسمې څرګندونې وکړې. سربېره پر دې، له ۱۸۷۳ز کال څخه د هغې له خوا ليکل شوې ډېرې کمې لیکنې خوندي پاتې دي، دا معنا چې ژوند ليکونکي بايد تر ډېره بريده په هغو ناباوري وروستيو روايتونو تکيه وکړي. ژوندليک ليکونکو همدا راز د هغې د لومړي ژوند په اړه د هغې د کورنۍ د غړيو له خوا  وړاندې شوي روايتونه هم شکمن بللي دي.[۶][۷]

ماشومتوب: ۱۸۳۱-۱۸۴۹ ز کلونه سمول

زېږېدل او د کورنۍ مخینه سمول

د بلاواټسکي د پيدايښت نوم «ايلينا پيټروانا ون هانا» و، نوموړې د «يکاترينوسلاو» په ښار کې زېږېدلې وه چې هغ مهال د روسي سترواکۍ يوه برخه وه. د زېږېدو نېټه يې د ۱۸۳۱ز کال د اګست ۱۲ ده، خو د جوليان جنتري تر مخې چې په نولسمه پېړۍ په روسيه کې کارېده، د هغې د زېږېدو نېټه د جولای ۳۱ ده. له زېږېدو سملاسي وروسته، هغې ته د روسي ارتودوکس کليسا مذهبي غسل ورکړل شو. هغه مهال چې په «يکاترينوسلاو» کې د کولرا وبا خپره وه، او د هغې مور د هغې له زېږېدو ډېر ژر وروسته په دې ناروغۍ اخته شوه، که څه هم د دوی ډاکټر تمه نه درلوده، بيا هم مور او ماشوم دواړه له دې وبا ژوندي پاتې شول.

بلاواټسکي د يوې درنې کورنۍ غړې وه. مور يې «ايلينا انډرياوانا ون هاهن» نومېده (۱۸۱۴-۱۸۴۲ز کلونه)، په اولس کلنۍ کې يې خپله زده کړې کړې، د شهزادګۍ «يالينا پاولونا ډولګوروکايا» لور وه چې مور يې هم د دې په څېر خپله زده کړې کړې او شريفه ښځه وه. د بلاواټسکي پلار «پياټر اليکيياويچ ون هاهن» نومېدو (۱۷۹۸-۱۸۷۳ز کلونه) څوک چې د الماني «ون هاهن» نامتو کورنۍ له نسب څخه و، چا چې د روسيې به شاهي سپرو توپخانه کې د جګړن په توګه دنده تر سره کړې وه او وروسته بيا د ډګروال رتبه ورکړل شوه. «پياټر» د خپلې لور د زېږون پر مهال نه و، په پولينډ کې د روسيې د واکمنۍ پر ضد د نومبر د پاڅون د ځپلو په جګړه کې بوخت و، په لومړي ځل يې خپله لور په شپږ مياشتيني عمر کې وليده. د روسي او الماني نسل تر څنګ، بلاواټسکي کولای شول چې، د فرانسوي ميراث ادعا هم وکړه، ځکه چې مشر غور نېکه يې (ور نېکه) يې فرانسوی پروتستان شريفزاده وروسيې ته له تعقيب څخه په تېښته تللی و او هلته يې د «ستر کاترين» په دربار کې خدمت کاوه.

د «پياټر» د دندې له امله، دا کورنۍ بيا بيا د سترواکې بېلا بېلو سيمو ته وکوچېده، خادمان يې هم ورسره ملګري وو، يو خوځنده ماشومتوب چې شونې ده، په پراخه کچه يې د بلاواټسکي په کوچنيان ژوند طريقه باندې په وروستي ژوند کې اغېز کړی وي. «يکاترينوسلاو» ته د «پياټر» له رسېدو يو کال وروسته، دا کورنۍ د نژدې پوځي ښارګوټي «رومانکوف» کې مېشته شوه. کله چې «بلاواټسکي» دوه کلنه وه، کشر ورور يې «ساشا» په يو بل پوځي مرکز کې ځکه ومړ چې هلته یې طبي مرسته نه وه تر لاسه کړې. په ۱۸۳۵ز کال کې، مور او لور «اوډيسا» ته کډه شول، چېرته چې د «بلاواټسکي» مورنی نېکه «انډری فاډيايوف» تازه به دنده ګومرال شوی و، نوموړی د شاهي واکمنو ملکي اداري مسئول و.په همدې ښار کې د بلاواټسکي خور «ويرا پيټروانا» وزېږېده.[۸]

سنټ پټرسبرګ، پولټاوا او ستراتوف سمول

کليوال اوکراين ته له ستنيدو وروسته، «پاټر» سينټ پيټرسبرګ ته واستول شو او په ۱۸۳۶ز کال کې دا کورنۍ هلته ولېږدېده. دا کار د بلاواسټکي د مور خوښ شو، همدلته يې خپل ادبي مسلک پيل کړل، د « Zenaida R-va»په مستعار نوم يې ناول وليکه او د انګريز ناول لیکونکي «ايډوارډ بولور-لايټن» اثار يې انګليسي خپرونو ته وژباړل. کله چې په ۱۸۳۷ز شا او خوا کې «پاټر» اوکراین ته ستون شو، هغه بیا هم په همدې ښار کې پاتې شوه. وروسته له دې چې «فاډيوف» د مرکزي اسيا د «کالميک» خلکو لپاره د مؤتمن په توګه وټاکل شو، بلاواټسکي او د هغې مور له هغه سره «استراخان» ته ولاړې او دلته یې له يو کالميک مشر «تومن» سره ملګرتيا شوه. کالمکيانو د تبتي بودايي دين پيروي کوله او دا هغه ځای و چېرته چې بلاواټسکي په لومړي ځل له دې دين سره خپله تجربه تر لاسه کړه.[۹]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb11892330s — د نشر نېټه: ۱۴ اپرېل ۲۰۱۸ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist. — خپرونکی: Bibliothèque nationale de France
  2. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11892330s — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. https://en.wikisource.org/wiki/Woman_of_the_Century/Helene_Petrovna_Blavatsky
  4. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.
  5. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/44581987
  6. Lachman 2012، ص. xvi.
  7. Goodrick-Clarke 2004، ص. 23.
  8. Lachman 2012، ص. 10.
  9. Lachman 2012، ص. 11.