هيلير بېلاک

جوزف هيلير پېري ريني بېلاک “Joseph Hilaire Pierre René Belloc” ( ؛ فرانسوي: ؛ ۱۸۷۰ جولای ۲۷ – ۱۹۵۳ ز کال د جولای ۱۶) د ۲۰ پېړۍ د لومړيو يو فرانسوي الاصله انګریز ليکوال او تاريخپوه و. بېلاک يو وياند، شاعر، ماڼو، طنز ليکونکی، د ليکونو ليکوال، پوځي او سياسي فعال هم و. د نوموړي کاتوليک عقيدې د هغه پر کارونو باندې پياوړی اغېز درلود. [۲۱]

هيلير بېلاک
هيلير بېلاک
هيلير بېلاک

د شخص معلومات
زېږون نوم
پيدايښت ۲۷ جولای ۱۸۷۰[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
مړینه 16 جولای 1953 (83 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت برېتانيا (۱۹۰۲–)[۱۳][۱۴]
فرانسه
د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي (–۱۲ اپرېل ۱۹۲۷)  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند لیبرال ګوند (لویه بریتانیا)   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
استاد جان هنري نيومن [۱۵]  د (P1066) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک ليکوال [۱۶][۱۷]
شاعر [۱۶]
سياستوال [۱۸]
خبريال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکې ژبه(ې) انگليسي [۱۹][۲۰]
فرانسوي [۲۰]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اغېزمن شوی له جان هنري نيومن
جي کی چيسترتون   د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
هيلير بېلاک
هيلير بېلاک

بېلاک ته په ۱۹۰۲ زکال کې برتانوي تابعيت ورکړای شو، په داسې حال کې چې خپل فرانسوي تابعيت يې ټينګ وساته. نوموړي د اکسفورډ اتحاديې (Oxford Union) د رئيس او وروسته له ۱۹۰۶ څخه تر ۱۹۱۰ ز کال پورې Salford South لپاره د پارلمان د غړي (MP) په توګه خدمت وکړ. بېلاک د يو شمېر اوږدو مهالو دښمنيو پر مخ وړلو سره د يادونې وړ جګړه مار و. [۲۲]

د هغه ليکنو مذهبي شعر او کوچنيانو لپاره خندوونکی شعر راونغاړل. د نوموړي په پراخ ډول پلورل شوي کتاب (ماشومانو لپاره د پاملرنې کيسې:Cautionary Tales for Children ) کې د Jim کيسه بيان کړه، چې له خپلې نرسې څخه لرې وتښتېد او لېوه وخوړ. همدا راز په کې د Matilda کيسه بيانېږي، چې دروغ يې وويل او په اور ووژل شو. بېلاک تاريخي ژوندليکونه او د «روم ته لار» (۱۹۰۲ز کال په ګډون يو شمېر يون ليکونه وليکل. نوموړي په ځينو کارونو يا کتابونو کې له جي کی چيسټرټون (G. K. Chesterton) سره هم مرسته وکړه. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

کورنۍ او مسلک سمول

کورنۍ سمول

بېلاک له فرانسوي پلار لويس بېلاک (۱۸۷۲-۱۸۳۰ز کلونه) او انګرېزې مور څخه د فرانسې په La Celle-Saint-Cloud کې وزېږېد. د نوموړي خور (Marie Adelaide Belloc Lowndes) هم يوه ليکواله شوه.

د بېلاک مور Bessie Rayner Parkes (۱۹۲۵-۱۸۲۹ز کلونه) يوه ليکواله، فعاله او د ښځو د برابرۍ ساتندوی، د انګريز ښځې ژورنال (English Woman’s Journal) او د لنګهم ځای ډلې (Langham Place Group) مرستيال بنسټګره وه. بېلاک د يو ځوان په توګه د ښځو د رايې کارونې ضد ملي تړون (Women’s National Anti-Suffrage League) د غړي په توګه د ښځو د رايې کارونې حق پر وړاندې مبارزه وکړه.

د نوموړي مورنی نيکه Joseph Parkes و، چې د ژوند موده يې له ۱۷۹۶ ز کال څخه تر ۱۸۶۵ ز کال پورې وه. نيا يې Elizabeth Rayner Priestley نومېده، چې له ۱۷۹۷ز کال څخه تر ۱۸۷۷ ز کال پورې يې ژوند وکړ، په متحده ايالتونو کې زېږېدلې وه او د Joseph Priestly لمسۍ وه.

Parkes په ۱۸۶۷ ز کال کې د Jean-Hilaire Belloc له زوی وکيل Louis Belloc سره واده وکړ. له واده څخه پينځه کالونه وروسته په (۱۸۷۲ز کال) کې وروسته له هغې مړ شو، چې د ونډو بازار په يو ټکر کې په مالي ډول زيانمن شو. ځوانې کونډې يې له مړينې څخه وروسته خپل ماشومان بېرته انګليستان ته راوړل.  

د ژوند لومړي کلونه سمول

بيلاک په انګليستان کې کې لوی شو، چې هلکتوب يې د Sussex په Slindon کې تېر شو. نوموړي د خپل کور په اړه په ځينو شعرونو لکه "West Sussex Drinking Song"، "The South Country" او "Ha'nacker Mill" کې يادونه وکړه. په ۱۸۹۰ ز کال کې د Birmingham په Edgbaston کې د John Henry Newman د ويندويۍ له ښوونځي (Oratory Scholl) څخه د بريليک ترلاسه کولو څخه وروسته يې له Elodie Hogan سره وکتل، چې يو امريکايي وګړی و او سويلي کليفورنيا کې اوسېده.

بېلاک په ۱۸۹۱ ز کال Toul ته نږدې د توپخانې کنډک سره د فرانسوي تبعه په توګه د خپلې دورې پوځي خدمت وکړ. نوموړی د اکسفورډ پوهنتون Balliol College ته د تاريخ پوه په توګه پرمخ لاړ، چې په ۱۸۹۵ ز کال کې يې د لومړي ټولګي د درنښت بریليک تر لاسه کړ. نوموړي وروسته په يو شعر کې داسې بيان کړل: «Balliol زه جوړ کړم، بلېول زه تغذيه کړم/ هر هغه څه چې ما درلودل، هغې بېرته راکړل». [۲۸]

وروستي کلونه سمول

بيلاک د Hogan د کتنې په موخه متحده ايالتونو ته سفر وکړ. هوګن يوه ورزشکاره مېرمن وه، چې په بریتانیا او اروپا کې په لويه پيمانه پلې وګرځېده. بېلاک د امريکاک له منځني لويديځ څخه کليفورنيا کر د هوګن تر کوره پورې د واټن د پام وړ برخه پلی تګ وکړ. د پلي ګرځېدلو پر مهال يې په لرې پرتو کرنيزو کورونو کې د وحشي ژوو له استوګنځيو څخه کتنه کوله او د هغوی د څښتنانو ................... يادې جوړې په ۱۸۹۶ ز کال کې واده وکړ.

بيلاک په ۱۹۰۶ ز کال د انګليستان په Shipley کې ځمکه او د پاچا د ځمکې (King’s Land) په نوم يو کور وپېره. ښځې او خاوند په ۱۹۱۴ز کال کې د انفلوانزا له امله د هوګن له مړينې څخه وړاندې پينځه ماشومان درلودل. بيلاک د خپل ژوند د پاتې برخې لپاره د وير يا خفګان څرګندولو کالي واغوستل او خونه يې هغسې وساتله، څه ډول چې يې مېرمن پرېښې وه. د لويس (Louis) په نوم زوی يې په ۱۹۱۸ ز کال کې هغه مهال ووژل شو، چې په شمالي فرانسه کې يې په شاهي هوايي لښ کې خدمت کاوه. بيلاک په نږدې Cambrai Cathedral [کليسا] کې د يادګار يوه دړه (تخته) کېښوده. ياده سيمه (زموږ د Cambrai مېرمن: Our Lady of Cambrai) د نښې غوندې په ورته ډول يوه وړه کليسا ده. [۲۹]

د ۱۹۴۱ ز کال د اپرېل پر ۲ د بيلاک زوی Peter Gilbert Marie Sebastian Belloc د سړو پرسوب يا سينه بغل له امله د ۳۶ کلنۍ په عمر مړ شو. نوموړي هغه مهال ناروغي حس کړه، چې په سکاتلينډ کې د شاهي سمندري پوځونو له پينځم کنډک سره يې خدمت کاوه. نوموړي په لويديځ Grinstead کې د (Our Lady of Consolation) او د St. Francis کليسا انګړ کې ښخ شوی دی. [۳۰][۳۱][۳۲]

بيلاک په ۱۹۳۷ ز کال کې د پوهنتون د رئيس Robert Gannon له لورې د نيويارک ښار په Fordham پوهنتون کې د يو پروفيسور کتنې ته وبلل شو. بيلاک په Fordham پوهنتون کې يو لړ درسونه ورکړل، چې د ياد کال په می مياشت کې يې بشپړ کړل. په داسې حال کې چې د بلنې د منلو له امله خوښ شو، مګر ياد ازمايښت په فزيکي ډول ستړی کړ او له وخته مخکې د درس بندولو (بس کولو) فکر يې وکړ. [۳۳][۳۴]

مړينه او ميراث سمول

نوموړي په ۱۹۴۱ ز کال کې يو ټکر يا حمله وزغمله او له اغېزو څخه يې بېرته هيڅکله روغ نه شو. په همدې کال کې يې پر خپل نغري باندې له غورځېدنې څخه وروسته سوزېدل او ټکان وزغمه. هغه د ۱۹۵۳ ز کال جولای پر ۱۶ د Guildford, Surrey په Mount Alvernia Nursing Home [مونټ الوېرنيا د رنځورپالنې کور (روغتون؟)] کې مړ شو. [۳۵]

بيلاک په لويديځ Grinstead کې «زموږ د ډاډ د مېرمنې او St Francis د زيارت کليسا» (Shrine Church of Our Lady of Consolation and St Francis) کې ښخ کړای شو، چې نوموړي په کې په منظم ډول د همدې سيمې د غړي په توګه د خلکو ډله (Mass) کې [چې د جنازې په موخه راټول شوي وي؟] ګډون وکړ. د نوموړي ملکيت په ۷۴۵۱ پونډ وصيت ليک شو. د نوموړي جنازې ته په راغلو خلکو کې پند کوونکي Monsignor (Ronald Knox) وکتل، چې «د نوموړي د وخت هيڅ بل شخص د ښه شیانو لپاره دومره سخته مبارزه ونه کړه». د Worth د چمتووالي ښوونځي د ترانې او کليسا ډلې سندره وويله او په جنازه کې يې خدمت وکړ. [۳۶]

د بيلاک وروستي ژوندليکونه د A. N Wilson او Joseph Pearce له لورې ليکل شوي دي. د يسوعيانو د سياسي فيلسوف James Schall «د بيلاک يادګار» د ۲۰۱۳ په سپټمبر کې د St. Augustine چاپخونې له لورې چاپ شو. د نوموړي يو يادښت د Henry Edward George Rope له لورې وليکل شو. [۳۷]

سياسي مسلک سمول

بيلاک په Balliol College کې د اکسفورډ اتحاديې د مشر په توګه خدمت وکړ. نوموړي وروسته له هغې سياست ته مخه وکړه، چې يو تابعيت ورکړای شوی برتانوي تبعه شو. د هغه په ژوند کې يوه ستره ناهيلي په ۱۸۹۵ کال د اکسفورډ په All Souls College کې د روزنې پيسو “Fellowship” په ترلاسه کولو کې بې پايلې کېدل وو. ياده بې پايلي ښايي د دې له امله وه، چې نوموړي د پېغلتوب يوه مجسمه جوړه کړې وه او د فيلوشيپ لپاره د مرکې پر مهال يې خپلې مخې ته ايښې وه.

هغه له ۱۹۰۶ ز کال څخه تر ۱۹۱۰ ز کال پورې د Salford South لپاره د پارلمان د ليبرال ګوند غړی و. د مبارزې د يوې وينان پر مهال وپوښتل شو، چې ايا هغه «پاپ پلوی» و. په داسې حال کې چې له خپل جيب څخه يې تسبېح راويستلې؛ ځواب يې ورکړ:

«ښاغليه، زه کاتوليک مذهبی يم. هر څومره چې شوني وي، زه هره ورځ mass ته ځم. دا تسبېح دي. هر څومره چې شوني وي، زه په ګونډو کېږم او هره ورځ دا مرۍ وايم. که چېرې مې د مذهب له امله نه منئ، زه به مې له خپله خدايه شکر ادا کړم چې زه يې ستاسې د استازي اوسېدلو په توګه له بې عزتۍ څخه وژغورلم. [۳۸]

ګڼې ګوڼې چيغې کړې او بيلاک ټاکنې وګټلې.

له هغې څخه وروسته د بيلاک د ثابتې ګومارنې يوازينۍ دوره له ۱۹۱۴ څخه تر ۱۹۲۰ ز کال پورې د Land and Water د کره کتونکي په توګه وه. له دې څخه پرته نوموړي د خپلې ليکنې په واسطه ژوند وکړ او زياتره وختونه په مالي ډول ناخوندي و. [۳۹][۴۰]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118658077  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12106398f — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Hilaire-Belloc — subject named as: Hilaire Belloc — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w65d8xq4 — subject named as: Hilaire Belloc — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/6884181 — subject named as: Hilaire Belloc — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?15186 — subject named as: Hilaire Belloc — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ subject named as: Hilaire Belloc — IMSLP ID: https://imslp.org/wiki/Category:Belloc,_Hilaire — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — منښتلیک: Creative Commons Attribution-ShareAlike 4.0 International
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/1557671 — subject named as: Hilaire Belloc — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/belloc-joseph-pierre-hilaire — subject named as: Joseph-Pierre Hilaire Belloc — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0008866.xml — subject named as: Hilaire Belloc — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist. — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=hilaire;n=belloc;oc=1 — subject named as: Hilaire Belloc
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ subject named as: Hilaire Belloc — Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000001844 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  13. https://www.nndb.com/people/408/000085153/
  14. Who's Who UK ID: https://www.ukwhoswho.com/view/article/oupww/whoswho/U234636 — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist. — خپرونکی: A & C Black
  15. سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist. — خپرونکی: Greenwood Publishing Group — ISBN 978-0-313-32362-1
  16. https://cs.isabart.org/person/107763 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  17. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.
  18. Hansard (1803–2005) ID: https://api.parliament.uk/historic-hansard/people/mr-hilaire-belloc — د نشر نېټه: ۲۲ اپرېل ۲۰۲۲
  19. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12106398f — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  20. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/17467491
  21. Toulmin, Priestley (1 June 1994), "The Descendants of Joseph Priestley, LL.D., F.R.S.", The Northumberland County Historical Society Proceedings, Sunbury, Pennsylvania: The Society, XXXII, د کتاب پاڼې 21 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. کينډۍ:London Gazette
  23. Shaw, George Bernard. "Belloc and Chesterton," The New Age, Vol. II, No. 16, 15 February 1918.
  24. Lynd, Robert. "Mr. G. K. Chesterton and Mr. Hilaire Belloc." In Old and New Masters, T. Fisher Unwin Ltd., 1919.
  25. McInerny, Ralph. "The Chesterbelloc Thing," Archived 29 December 2012 at the Wayback Machine. The Catholic Thing, 30 September 2008.
  26. "Matilda," 1907, in the Poetry Archive.
  27. Norwich, John Julius (1985–1993). Oxford illustrated encyclopedia. Judge, Harry George., Toyne, Anthony. Oxford [England]: Oxford University Press. د کتاب پاڼې 43. OCLC 11814265. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-19-869129-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Brickel, Alfred G. "Hilaire Belloc and Cardinal Newman," The American Catholic Quarterly Review, Vol. XLVII, N°.185, 1922.
  29. The Point (August 1958).
  30. "Casualty Record – Peter Gilbert Marie Sebastian Belloc". Commonwealth War Graves Commission. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. SPEAIGHT, ROBERT (1957). THE LIFE OF HILAIRE BELLOC. NEW YORK: FARRAR, STRAUS & CUDAHY. د کتاب پاڼي 522. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. "THE LIFE OF HILAIRE BELLOC". Archive.org. 1957. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "Archived copy". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ مارچ ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مارچ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  34. "'A Catholic in the Room' – Commonweal Magazine". Commonwealmagazine.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Oxford Dictionary of National Biography, Volume 5. Oxford University Press. 2004. د کتاب پاڼې 30. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-19-861355-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)Article by Bernard Berganzi.
  36. Belloc's entry in Findagrave website (2019). https://www.findagrave.com/memorial/6884181/hilaire-belloc
  37. "My Memory of Hilaire Belloc," The Irish Monthly, Vol. 81, No. 962, Oct. 1953
  38. Hilaire Belloc: Speech to voters of South Salford (1906), quoted in Robert Speaight, The Life of Hilaire Belloc (London: Hollis & Carter, 1957), p. 204
  39. Sir John Simon, who was a contemporary at Oxford, described his "...resonant, deep pitched voice..." as making an "...unforgettable impression".
  40. Francis West, Gilbert Murray, p. 107, describes Murray's impression on an occasion in 1899: In July [...] [Murray] attended a meeting on the principles of Liberalism, at which Hilaire Belloc spoke brilliantly although Murray could not afterwards remember a word that he had said.