هوريس ګريلي

هوريس ګريلي (۳ فبروري ۱۸۱۱ ز کال – ۲۹ نومبر، ۱۸۷۲ ز کال) یو امریکايي تبعه د ورځپاڼې مدير او خپرونکی و، نوموړی د «نيويارک ټريبيون» بنسټګر او مسئول مدير و. هغه چې د اوږدې مودې لپاره په سیاست کې هم فعال و، د لنډې مودې لپاره يې له نيويارک څخه د کانګريس د غړي په توګه کار وکړ او د ۱۸۷۲ز کال په ولسمشريزو ټاکنو کې د نوی لیبرال ریپبلیکن ګوند ناکام نوماند و چې د اوسني ولسمشر يولیس ايس ګرانټ په وړاندې يې په پراخه کچه وګټله.

هوريس ګريلي
هوريس ګريلي
هوريس ګريلي

د شخص معلومات
پيدايښت ۳ فبروري ۱۸۱۱[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]
مړینه 29 نومبر 1872 (61 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نيويارک   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک خبريال
سياستوال
سوداگر
ليکوال [۸]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۹]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه خبريالي [۱۰]
سياست [۱۰]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
هوريس ګريلي
هوريس ګريلي

ګريلي د نیو هامپشاير په «ايمهريسټ» کې په يوه بې وزله کورنۍ کې زېږېدلی و. هغه په «ورمونټ» کې په یوه چاپخانه کې کار وکړ او په ۱۸۳۱ز کال کې نيويارک ښار ته د خپلې نېکمرغۍ په لټون کې ولاړ. هغه د ګڼو خپرونو لپاره لیکنې وکړې، يا يې هلته د مصحح په توګه کار وکړ او خپله د «وای» ګوند په سياست کې ښکېل شو، د «ولیام هينري هاريسن» د ۱۸۴۰ز کال په برياليو ولسمشمريزو سيالیو کې يې د پام وړ برخه واخسته. يو کال وروسته، هغه د ټريبيون بنسټ کېښود، کومه ورځپاڼه چې په ټول هېواد کې زياته چاپېدونکې ورځپاڼه وګرځېده او اونيزې نسخې به يې د پوسته خانې له لارې استول کېدې. د ډېرو نورو مسائلو تر څنګ، هغه د امريکايي زوړ لويديځ په ابادۍ ټينګار کاوه، کوم ته چې هغه د ځوانانو او وزګارو خلکو لپاره د فرصت د ځمکې په سترګه کتل. هغه دې شعار ته شهرت ورکړ چې «ځوانانو لويديځ ته ولاړ شي او له هېواد سره ستر شئ». هغه په بې پايانه ډول د «يوټوپيايي» اصلاحاتو د ترويج لپاره کار وکړ، لکه ټولنپالنه، د سبزۍ خوراک پلوي، کرنپالنه، ښځمنپالنه او اعتدال، په ورته وخت کې يې ټولې هغه غوره وړتياوې تر لاسه کړې چې کولای يې شول ويې مومي.

له «ويليام ايچ. سيوارډ» او «ترلو ويډ» سره د «ګريلي» د يووالي له امله، هغه د استازو په جرګه کې د درې مياشتو لپاره خدمات وړاندې کړل، چېرته چې هغه په خپله ورځپاڼه کې د کانګريس په اړوند د څېړنو له امله ډېر خلک په غوصه کړل. په ۱۸۵۴ز کال کې، هغه د جمهوريت غوښتونکي ګوند په بنسټ کې مرسته وکړه، او شونې ده چې نوم هم ورته هغه غوره کړی وي. په ټول هېواد کې جمهوري غوښتونکو ورځپاڼو په منظم ډول د هغه سرمقالې بيا چاپولې. د کورنۍ جګړې پر مهال، هغه تر ډېره بريده د «ابراهام لينکن» ملاتړ کاوه، په داسې حال کې چې هغه ولسمشر وهڅولو، څو مخکې تر دې د مريتوب د ختمولو ژمنه وکړي چې «لینکن» د دې کار لپاره خپل چمتوالی وښيي. د لینکن له وژل کېدو وروسته، هغه د ولسمشر «اينډريو جانسن» په مخالفت کې د سخت دريځو جمهوري غوښتونکو ملاتړ وکړ. هغه د فساد له امله د سخت دريځ او جمهوري غوښتونکي ولسمشر «يوليس ګرانټ» ملګرتيا خوشې کړه او «ګريلي» باور درلود چې اوس د بيا ابادونې د تګلارو لپاره اړتيا نه ده پاتې.

ګريلي په ۱۸۷۲ز کال کې د نوي ليبرال جمهوري غوښتونکي ګوند د مشرۍ لپاره نوماند و. سره له دې چې د ډيموکراتيک ګوند له اضافي ملاتړ څخه برخمن و، بیا هم هغه په غوڅ اکثريت سره ټاکنې وبايللې. له ټاکنو پنځه ورځې مخکې د مېرمنې د مړينې له امله هغه مات شوی و او د مېرمنې له مړينې یوه مياشت وروسته، د ټاکنيزې مجمع له غونډې مخکې خپله ومړ.

د ژوند لومړي کلونه سمول

ګريلي د ۱۸۱۱ز کال د فبرورۍ په درېیمه نېټه د «نيوهيمپشاير» د «ايمهرسټ» سره نږدې پنځه ميله لرې په يوه کرونده کې زېږېدلی و. هغه د خپل ژوند د لومړيو شلو دقيقو لپاره نه شول کولای ساه واخلي. داسې ويل کېږي چې دهمدې علت له امله شونې ده چې هغه ته د «ايسپرجر سنډروم» (يو ډول پيداښتي ناروغي يا معلوليت دی) پیدا شوې وي. د «مچل سني» په څېر د هغه ځينې ژوند لیکونکي په دې باور دي چې په وروسته ژوند کې همدا حالت د هغه د نا اشنا چلند لامل وګرځېد. د هغه د پلار کورنۍ د انګريزي نسب څخه وه او د هغه په پلورنو نيکونو کې د «ماساچوسټس» او «نيو هامپشاير» استوګن شامل وو، په داسې حال کې چې د هغه د مور کورنۍ د سکاټلينډي-ايرلينډي کډوالو پورې اړه درلوده چې د «لنډنډيري» د ولسوالۍ له «ګارواګ» کلي اوسېدونکې وه، کومه کورنۍ چې د «لنډنډيري» ولسوالۍ په «ګارواګ» کې مېشته شوې وه. په ۱۶۸۹ز کال کې په ايرلينډ کې د «وليمايټ» د جګړې پر مهال په محاصره کې د ګريلي ځينې نيکونه هم موجود وو.[۱۱][۱۲]

ګريلي د بې وزله کروندګرو «زاکوس» او «ميري» (وډبرن» ګريلي زوی و. «زاکوس» په خپل ژوند کې بريالی نه و او خپله کورنۍ يې څو ځله له يوه ځايه بل ته ولېږدوله، په لويديځ کې آن تر پنسلوانيا پورې ورسېد. هوريس سيمه ييزو ښوونځيو ته ولاړ او يو ځيرک زده کوونکی و.[۱۳]

کله چې ځينو ګاونډيانو د هوريس ځيرکتيا وليده، نو هغه ته يې په «فيليپس ايکزيټر» اکاډمۍ کې د هغه د لګښتونو د تاديه کولو وړانديز وکړ، خو د ګريلي کورنۍ د بسپنې د منلو په وړاندې د غرور څرګندونه وکړه. په ۱۸۲۰ز کال کې، د «زاچيوس» مالي ستونزې د دې لامل شوې چې هغه له نيو «هامپشاير» څخه له خپلې کورنۍ سره يو ځای وتښتي، او دا وېره ورسره وه، که ونه تښتي، نو د پورونو له امله به ونيول شي او بندي به شي، په «ورمونټ» کې ميشت شو. ان د هغه پلار هم دا هڅه وکړه چې د يو مزدور په توګه ژوند وکړي، هوريس ګريلي هر هغه څه ولوستل چې هغه کولای شول – د ګريلي د کورنۍ يو ګاونډي کتابتون درلود او هوريس ته يې اجازه ورکړه چې له دې کتابتون ګټه واخلي. په ۱۸۲۲ز کال کې، هوريس له کوره وتېښتېد، څو د چاپځای زده کړه وکړي، خو هغه ته وويل شول چې عمر يې ډېر کم دی.[۱۴]

په ۱۸۲۶ز کال کې، د پنځلس کلنۍ په عمر، نوموړي د «ورمونټ» په «ايسټ پاولدي» کې د «ناردرن سپيکټيټر» په نوم د يوې ورځپاڼې له مدير «اموس بليس» سره د چاپکارۍ زده کړه پيل کړه. په دې ځای کې يې د چاپونکي د دندې لارې چارې زده کړې او د ښار د دايرة المعارف په توګه يې شهرت خپل کړ چې د کتابتون له لارې يې خپلې زده کړې پر مخ وړلې. کله چې دا ورځپاڼه په ۱۸۳۰ز کال کې وتړل شوه، ځوان هوريس خپل ښار ته ولاړ تر څو له خپلې کورنۍ سره يو ځای شي، کومه چې د «پينسيلوينيا» د «اري» سره نژدې اوسېده. نوموړی په دې ځای کې د لنډې مودې لپاره پاتې شو، له يو ښاره بل ښار ته په ورځپاڼه کې د دندې د لټون لپاره تلو او په پايله کې د «ايري ګيزټ» (د يوې مجلې نوم دی) په کار وګوماره. که څه هم د سترو کارونو هيلې يې درلودې، نوموړی تر ۱۸۳۱ز کال پورې د خپل پلار په ملاتړ کې د مرستې لپاره پاتې شو. په دې ځای کې هغه نړيوالپال شو او د «کانګريګيشنل» سره خپله ماضي يې خوشې کړه (Universalist او Congregationalist دوه جلا جلا مذهبي نظريې دي).[۱۵][۱۶]

په خپرولو کې لومړۍ هڅې سمول

د ۱۸۳۱ز کال په وروستيو کې، ګريلي د خپل بخت په لټون کې د نيويارک ښار ته ولاړ. په نيويارک کې ډېر چاپونکي وو، څوک چې دې سوداګريز ښار ته د ګريلي په څېر راغلي و، خو هغه وکولای شول يواځې د لنډې مودې لپاره کار پیدا کړي. په ۱۸۳۱ز کال کې، ګريلي د « Spirit of the Times» په نوم خپرونې لپاره کار وکړ. هغه وکولای شول سرچينې پیدا کړي او په همدې کال کې د چاپ يو دوکان جوړ کړي. په ۱۸۳۳ز کال کې، هغه له «هوراشيو ډي. شيپارډ» سره د يوې ورځپاڼې په چاپولو کې مرسته وکړه چې « New York Morning Post» نومېده، خو دا ورځپاڼه بريالۍ نه شوه. له دې ناکامۍ او مالي تاوان سره سره، ګريلي په درې اونيو کې د « Constitutionalis» په نوم يوه بله خپرونه درلوده، کومې به چې تر ډېره د پچې اچولو په مټ د جايزو ګټلو پايلې خپرولې.[۱۷][۱۸][۱۹]

د ۱۸۳۴ز کال د مارچ په ۲۲مه نېټه، نوموړي د «جانس وينچسټر» سره په شراکت يې د « The New-Yorker » لومړۍ ګڼه خپره کړه. د هغه مهال د نورو ادبي مجلو په پرتله د دې مجلې قيمت کم و او هم يې د هغه مهال شعرونه خپرول او هم يې سياسي تبصرې خپرولې. د چاپ شمېر يې ۹۰۰۰ ته ورسېد چې هغه مهال يو ستر شمېر و، خو په ښه توګه مديريت نه شوه او په پايله کې د ۱۸۳۷ز کال د اقتصادي بحران ښکار وګرځېده. هغه همدا راز د ۱۸۳۴ز کال د ټاکنيزو مبارزو لپاره په نيويارک کې د نوي «وای ګوند» مبارزاتي خبري پاڼې هم خپرې کړې او بالاخره دې پايلې ته ورسېد چې د دې ګوند پر دريځونو يې باور پيدا کړ، په دې باورونو کې د هېواد په وده کې له حکومت سره د ازاد بازار مرسته کولو پلوي هم شامله وه.[۲۰][۲۱]

نيويارک ښار ته له تګ ډېر ژر وروسته، ګريلي له «ميري يانګ چيني» سره وکتل. دواړه د ليليې په يو کور کې اوسېدل چې د «سالويسټر ګراهام» پر خوراکي اوصول پر مخ وړل کېدو، له غوښې، الکولو، کافي، چای او مسالو څخه پکې ډډه کېده، تر څنګ یې تمباکو هم پکې نه کارول کېدل. ګريلي هغه مهال د «ګراهام» اصول خپل کړي وو او د ژوند تر پايه يې غوښه ډېره کمه خوړه. د ښوونځي ښوونکی «ميلي چيني» په ۱۸۳۵ز کال کې شمالي «کارولينا» ته ولاړ، څو د استادۍ دنده واخلي. دوی دواړو د شمالي کارولينا په «وارينټن» کې واده وکړ، يوولس ورځې وروسته په « The New-Yorker» کې د دوی د واده اعلان راڅرګند شو. سويل ته پر لاره ګريلي په واشنګټن ډي سي کې يو څه تم شو، څو د کانګريس څارنه وکړي. هغه له خپلې نوې مېرمنې سره د شاتو اونۍ (د واده لومړۍ مياشت يوازې خپلې مېرمنې ته وقف کول چې هېڅ راز رسمي دنده پکې ونه شي) تېره نه کړه او کله چې د هغه مېرمنې په نيويارک ښار کې د ښوونکې په توګه دنده تر لاسه کړه، دی هم کار ته ستون شو.[۲۲][۲۳][۲۴]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118697331  — د نشر نېټه: ۲۸ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb135969932 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Horace-Greeley — subject named as: Horace Greeley — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6h41tbn — subject named as: Horace Greeley — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/414 — subject named as: Horace Greeley — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Dictionary of Canadian Biography ID: http://www.biographi.ca/en/bio/greeley_horace_10E.html — subject named as: HORACE GREELEY — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: University of Toronto او Laval University — سمونګر: George Williams Brown ، David Mackness Hayne ، Francess Halpenny ، George Ramsay Cook ، John English ، Marcel Trudel ، André Vachon او Jean Hamelin — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist. او Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist. — خپرونکی: University of Toronto Press او Presses de l'Université Laval
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/greeley-horace — subject named as: Horace Greeley
  8. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.
  9. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb135969932 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  10. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=xx0301010 — د نشر نېټه: ۳ مې ۲۰۲۳
  11. Williams، ص. 6.
  12. Snay، ص. 9.
  13. Lunde، ص. 26.
  14. Williams، ص. 12.
  15. Williams، صص. 30–33.
  16. Williams، ص. 15.
  17. Williams، ص. 27.
  18. Lunde، ص. 11.
  19. Snay، ص. 16.
  20. Tuchinsky، صص. 4–5.
  21. Williams، صص. 31–32.
  22. Williams، ص. 43.
  23. Williams، صص. 41–42.
  24. Williams، صص. 37–39.