هندي کانابيس

د نبات ډول
Cannabis indica
هندي کانابيس
مملکه بوټي
څانگه Tracheobionta
طایفه د دوو تیفه گانو نباتونه
کورنۍ Cannabaceae
جېنس Cannabis

هندي کانابيس یا لېونی بوټي (په لاتين: Cannabis indica) یو درملي بوټي دي چې د Cannabaceae په کورنۍ او د Cannabis په جنس پورې اړه لري. نوموړي بوټي په ځانگړي ډول په منځنۍ آسيا کې شنه کېږي او د چرس مهم سرچينه ده.

کانابیډیول

تاريخ سمول

کانابيس د آسيا بومي بوټي دي چې ۶ زره کاله مخکې په چین او تورکستان کې کرل شوي وو. په دي وخت د دي بوټي د وېرو تاثیر هم پېژندل شوي وو. چینايي لرغوني سرچينې وایی چې دغه بوټي د ملاريا، دردونو او قبضیت د علاج لپاره کارېده. آشوريانو د کانابيس بوټي د کندر په توگه کارول. هندي لرغوني سرچينې وایی چې انسان د دي بوټي تر کارولو وروسته د هندوستاني خودایانو سره خبري کولای شی. مسلمنان چرس او نورو مخدرو ته په بده سترگه گوري. خو د پښتنو یو لوي مشر او د پښتو ژبې ستر شاعر او لیکوال خوشحال خان خټک په دستارنامه کې لیکي چې سړۍ دغه شایان په کور کې باید ولري. ځکه دی وایی ښایی کوم کافر مېلمه په سړۍ ورپېښ شی او و یی غواړي.

توصيف سمول

کانابیس د یو کلن بوټي دي چې په ځانگړي ډول په هندوستان، پاکستان، ايران ، کشمیر، جنوبي آمريکا او افغانستان کې شنه کېږي. د ساقې اوږدوالي ۱،۵ متره دي. کانابيس بوټي درملي بوټي دي چې یو شمير طبيعي توکې لکه کانابیډیول، کانابینول او تېتراهیدروکانابینول (٪۰،۳) لري. د هغو توکو څخه تېتراهیدروکانابینول (THC) تر ټولو آغېزمنده توکه ده چې د اسانانو پر روح باندي وهمي آغېره لري او ځيني انسانان دغه توکه د مخدرې په توگه کاروي. کانابیډیول د کانابيس یو طبيعي توکه ده چې درملی آغېزې لري او په عصري طب کې مهم رول هم لوبولای شی. نوموړي توکه د انسانانو پر روحي صحت هېڅ آغېره نه لري خو کولای شی د انسانانو عصبي انساج د زهرجنو توکو لکه الکول سره مقاومت وکړي. نوموړی توکه د التهابونو پر ضد آغېزه هم لري.

هندي کانابيس په طب کې سمول

نوموړي بوټي په عصري طب کې مهم رول لوبوي. د دي بوټې څخه درملي تینچرونه، محلولونه او ملهمونه جوړوي چې پر پوستکی باندي مښل کېږي یا خوړل کېږي او د دردونو، عصبو رنځونو، کانگى، بې لوهي (بې اشتهایی)، سابندي، نيم سرى د علاج لپاره ورڅخه کار اخيستل کېږي. د ډاکټرانو په نظر THC کولای شی په سترگه کې فشار کم وکړي او د دي لپاره د گلوکوم پر ضد آغېزه لري. د وروستو څېړنو په مطابق هندي کانابيس د پارکېنسون ناروغي ، مولتیپل سکلروزیس او د کرون ناروغي پر ضد آغېزه لري. [۱]

د کانابيس ملهمونه سمول

د هندي کانابيس څخه ملهمونه او شامپونونه جوړېږي چې د انسانانو پر پوستکی باندي مښل کېږي او د پوستکی د رنځونو لکه باغو، پسوریازیس او اېپیډېرمولیز بولوزا پرضد ښه آغېزه لري.[۲]

کانابيس په صنعت کې سمول

هندي کانابيس پرته له طب نه په صنعت کې مهم رول هم لوبوي. دا بوټي د کاغزونو، بافتونو، صنعتي رنگونو، پلاستيکي موادو د جوړلو لپاره کارېږي.[۳]


سرچينې سمول

  1. http://www.biotox.cz/enpsyro/pj3pcanz2.html#bylina
  2. http://www.biotox.cz/enpsyro/pj3pcanz2.html#modern
  3. http://www.biotox.cz/enpsyro/pj3pcanz3.html#pot