نیپتون (سمبول: ♆) د لمریز نظام اتمه او تر ټولو لرې سیاره ده. په لمریز نظام کې د قطر او وړانګې(شعاع) له مخې، څلورمه لویه، د کثافت له مخې درېمه او تر ټولو متراکمه سیاره ده. د حجم له پلوه، له ځمکې نه ۱۷ چنده لویه ده او د خپلې نژدې لویې سیارې اورانوس نه لږ لویه ده. نیپتون له اورانوس څخه لوړ کثافت لري، خو له فزیکي پلوه ترې کوچنۍ ده، ځکه زیات حجم یې د اتموسفیر د جاذبي فشارلامل کېږي. دغه سیاره، په ۱۶۴.۸ کلونو کې یوځل په منځني واټن ۳۰.۱AU (۴.۵ بیلیون کیلومتره؛ ۲.۸ بیلیون مایله) کې، د لمر په شاوخوا څرخي. نوم یې د رومیانو د سیندونو د رب النوع څخه اخیستل شوی دی چې، د ستورپېژندنې نښه یې ♆، چې د نیپتون د درې ګونو ارباب الانواعو یا یوناني توري (حرف) psi نوې بڼه ده.

نیپتون له وسایلوپرته، په سترګو د لیدلو وړ نه ده او په لمریز نظام کې یوازنۍ سیاره ده چې، د تجربي مشاهداتو پر ځای، د ریاضیکي اټکلونو له مخې موندل شوې ده. د اورانوس په مدار کې له تمې پرته بدلونونو الیکسیس بووارډ (Alexis Bouvard) دې پایلې ته ورساوه، چې د اورانوس مدار د کومې بلې نامعلومې سیارې د جاذبې قوې له خوا اخلال کېږي. د بووارډ له مړینې وروسته، د نیپتون د ځای ځایګي(موقعیت) په اړه، د هغه د مشاهداتو له مخې، په خپلواک ډول د جان کوچ آدامس (John Couch Adams) او یوربین لي ویریر (Urbain Le Verrier) له خوا وړاندوینې وشوې. وروسته له هغې نیپتون د ۱۸۴۶ ز کال د سپتمبر په ۲۳ مه، د یوهان ګالي (Johann Galle) له لوري، د تلسکوپ په مرسته د لي ویریر له خوا په اټکل شوې زاویه کې ولیدل شوه. د هغې لویه سپوږمۍ تریټون لږ وروسته ورپسې کشف شوه، په داسې حال کې چې پاتې نورې ۱۳ سپوږمۍ یې تر ۲۰ مې پېړۍ پورې په تلسکوپي ډول و نه لیدل شوې. له ځمکې نه یې واټن، د دې لامل کېږي چې، په ډېره کوچنۍ اندازه څرګنده شي، له همدې امله د ځمکنیو تلسکوپونو په مرسته یې څېړنه له ډېرو ستونزو سره مخامخ ده. نیپتون د ویوجر ۲ په وسیله، هغه مهال چې د ۱۹۸۹ ز کال د اګست په ۲۵ یې په خوا کې الوتنه وکړه، ولیدل شوه. ویوجر ۲ یوازنۍ ستور مزلی توغندی دی، چې له نیپتون نه لیدنه کوي. د هابل د فضایي تلسکوپ (Hubble Space Telescope) او د انطباقي عدسیو لرونکو لویو ځمکنیو تلسکوپونو په رامنخته کېدو سره، په وروستیو کې له لرې نه د دغې سیارې کره لید ته زمینه برابره کړه.[۱][۲]

د مشتري او زحل سیارو په څېر، د نیپتون اتموسفیر تر ډېره له هایدروجن او هیلیوم ګازونو جوړ دی. ښایي چې هایدوکاربني بڅرکي( ذرې) او نایتروجن هم ولري، په داسې حال کې چې د اوبو، امونیا او میتان زیات یخونه هم لري. په ورته مهال، د اورانوس په څېر د هغو د ننه له یخونو او ډبرو جوړ دی؛ له همدې امله اورانوس او نیپتون دواړه، " د یخي سیارو" په توګه یادېږي. په باندنیو برخو کې یې، د میتان شتون د دې لامل دی، چې دغه سیاره آبي ښکاره شي.[۳]

د اورانوس د نامعلوم او بې خاصیته اتموسفیر پر خلاف، د نیپتون اتموسفیر د هوا فعال او د لیدو وړ حالات لري، د بېلګې په توګه: په ۱۹۸۹ ز کال کې د دغې سیارې په شاوخوا کې د ویوجر ۲ د الوتنې پر مهال، د دغې سیارې سویلي نیمه کُره د لوی تور ټکي لرونکې وه ، چې د مشتري له لوی سور ټکي سره د پرتلې وړ و. په ورستیو کې، یعنې په ۲۰۱۸ ز کال کې نوي اصلي او کوچني تور ټکي وموندل شول او تر څېړنو لاندې ونیول شول. په دې سربېره، د هوا دغه حالات په لمریز نظام کې، په دغه سیاره کې د پیاوړو پرله پسې بادونو له خوا لارښوونه کېږي، هغه چې اوچته چټکتیا یې ۲۱۰۰ کیلومتره په ساعت (۵۰۰ متره په ثانیه؛ ۱۳۰۰ مایله په ساعت) کې ثبت شوې ده. له لمر نه د ډېرې فاصلې لرلو له امله، د نیپتون بهرنی اتموسفیر په لمریز نظام کې تر ټولو یخ ځای دی، چې د ورېځو په پورتنیو برخو کې یې د تودوخې درجه ۵۵ کالوین (-۲۱۸ سانتي ګراد درجې؛ -۳۶۱ فارنهایت درجې) ته رسېږي. د سیارې په مرکز کې د تودوخې کچه، نږدې ۵۴۰۰ کالوین (۵۱۰۰ سانتي ګراد درجې؛ ۹۳۰۰ فارنهایت درجې) ته رسېږي. نیپتون نازک او مات کړه ییز(حلقوي) سیستم لري (چې لیندۍ "قوس" هم ورته وایي)، چې په ۱۹۸۴ ز کال کې کشف شوی او وروسته د ویوجر ۲ له خوا تائید شو.[۴][۵][۶][۷][۸]

تاریخچهسمول

کشفسمول

له تلسکوپ نه په کار اخیستنه د نیپټون لومړۍ لیدنې او د ګالیله انځورګري(نقاشي) چې د ۱۶۱۲ ز کال د دسمبر په ۲۸ مه او د ۱۶۱۳ ز کال د جنوري په ۲۷ مه نېټه یې کښلې وې، داسې ټکي یې په کې په نښه کړي ووچې، اوس مهال د نیپتون له اصلي موقعیت سره سمون لري. په دواړو برخو کې، ګالیله نیپتون هغه مهال چې د شپې پر مهال آسمان کې یې له مشتري سره نږدې لیدلی و، له ثابت ستوري سره یې غلط کړی و. له همدې امله د نیپتون د کشف کریدت او ویاړ هغه ته نه اړوندېږي. له نیپتون څخه د هغه په لومړۍ لیدنه کې، چې د ۱۶۱۲ ز کال په دسمبر کې یې وکړه، هغه شپه نیپتون خپل شاته تګ (retrograde) نوی پیل کړی و. دغه ښکارېدونکی شاته تګ، هغه وخت رامنځته کېږي، کله چې د ځمکې مدار د بلې سیارې له مدار اوړي. له همدې امله چې، نیپتون د خپل کلني شاتګ دوره نوې پیل کړې وه، نو حرکت یې ډېرلږ و او ستونزمنه وه چې، د ګالیله د کوچني تلسکوپ په مرسته دې دغه حرکت ولیدل شي. په ۲۰۰۹ ز کال کې، په یوه څېړنه کې څرګنده شوې ده چې، لږ تر لږه ګالیله پوه شوی دی چې، هغه ستوری چې ده لیدلی و، د ثابتو ستورو په نسبت یې حرکت لرلی دی.[۹][۱۰][۱۱]

په ۱۸۲۱ ز کال کې الیکسیس بووار، د نیپتون د ګاونډي اورانوس د ستورپېژندنې جدولونه خپاره کړل. په راتلونکو لیدنو کې له دغو جدولو نه د پام وړ انحرافات رامنځته شول اوهغه د دې لامل شول چې، بووارډ ته دا فکر ورکړي، چې یو نامعلوم شی، د خپلې جاذبې له مخې د اورانوس مدار اخلالوي. په ۱۸۴۳ ز کال کې جان کوچ آدامز، د هغو معلوماتو له مخې چې لرل یې، د اورانوس په مدارونو یې کار پیل کړ. هغه له رویال ستورپېژندونکي جورج ایری (George Airy) نه، د نورو معلوماتو غوښتنه هم وکړه، چې د ۱۸۴۴ ز کال په فبروري کې یې ورته برابر کړل. ادامز له ۱۸۴۵-۱۸۴۶ ز کلونو ترمنځ خپلو چارو ته دوام ورکړ او د یوې نوې سیارې اړوند یې ګڼ شمېر وړاندوینې وکړې.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د نیپتون سپوږمۍسمول

نیپتون ۱۴ پېژندل شوې سپوږمۍ لري. تریتون، د نیپتون تر ټولو لویه سپوږمۍ ده، چې د نیپتون په مدار کې یې ۹۹.۵ سلنه ځای نیولی دی او یوازنۍ سپوږمۍ ده چې، د کُروي توب په موخه، پوره(کافي) حجم لري. تریتون یوازې ۱۷ ورځې وروسته، د نیپتون له کشف کېدلو وروسته، د ویلیام لاسیل (William Lassell) له خوا کشف شوه. د نیپتون دویمه پېژندل شوې سپوږمۍ (د کشف له مخې) د نېرېډ (Nereid) نامنظمه سپوږمۍ ده، چې په لمریز نظام کې د نورو ټولو سپوږمیو په پرتله تر ټولو نا انډوله (ناموزون) مدار لري. [۱۶][۱۷][۱۸]

د ۱۹۸۹ ز کال له جولای میاشتې څخه تر سپتمبر پورې، ویوجر ۲ د نیپتون ۶ سپوږمۍ کشف کړې. له دغو شپږو څخه په نامنظم ډول جوړه پروتیوس (Proteus)  له دې امله د پام وړ ده چې، په ځان غټه او زیات تراکم لري. له همدې امله، د هغو د جذب قوه نه ده توانېدلې، چې کُروي شکل ورکړي. په داسې حال کې چې، په نیپتوني سپوږمیو کې دویمه لویه سپوږمۍ ده، خو د تریتون یوازې ۰.۲۵ سلنه حجم لري. د نیپتون د داخلي څلورو سپوږمیو - نایاد (Naiad)، تالاسا (Thalassa)، ډیسپینیا (Despina) او ګالاتیا (Galatea) – مدار دومره نیپټون ته نږدې دی چې، ان د نیپتون په کړیو کې دننه ګڼل کېږي. په دویم پړاو کې لاریسیا (Larissa) په ۱۹۸۱ ز کال کې هغه مهال کشف شوه، چې د یوه ستوري مخه یې نیولی وه. دغې مخې نیولو ته له دوو قوسونو سره نسبت ورکول کېده، خو کله چې ویوجر۲ په ۱۹۸۹ ز کال کې هغه ولیدله، معلومه شوه چې، لاریسیا د دې لامل ګرځېدلې وه. پنځه نوې نورې نامنظمې سپوږمۍ یې، د ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ ز کال ترمنځ کشف شوې، چې په ۲۰۰۴ ز کال کې اعلان شوې. تراوسه پورې تر ټولو نوې او کوچنۍ سپوږمۍ هیپوکمپ (Hippocamp)، په ۲۰۱۳ ز کال کې، د هابل د څو انځورونو په یوځای کولو سره وموندل شوه. له دې امله چې نیپتون د رومیانو د سیندونو د رب النوع نوم و، د دغې سیارې په سپوږمیو هم، د سیندونو د کوچنیو ارباب الانواعو او الهو  نومونه اېښول شوي دي.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

تړلې لیکنېسمول

سرچینېسمول

  1. (په 18 October 2014 باندې). Dark Spots in Our Knowledge of Neptune. The New York Times.
  2. "Exploration | Neptune". NASA Solar System Exploration. مؤرشف من الأصل في ۱۷ جولای ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ فبروري ۲۰۲۰. In 1989, NASA's Voyager 2 became the first-and only-spacecraft to study Neptune up close. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Munsell, Kirk; Smith, Harman; Harvey, Samantha (13 November 2007). "Neptune overview". Solar System Exploration. NASA. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ مارچ ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ فبروري ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په 22 December 2020 باندې). Neptune's Weird Dark Spot Just Got Weirder – While observing the planet's large inky storm, astronomers spotted a smaller vortex they named Dark Spot Jr.. The New York Times.
  5. Suomi, V.E.; Limaye, S.S.; Johnson, D.R. (1991). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "High Winds of Neptune: A possible mechanism"]. Science 251 (4996): 929–32. doi:10.1126/science.251.4996.929. PMID 17847386. Bibcode1991Sci...251..929S. 
  6. Hubbard, W.B. (1997). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Neptune's Deep Chemistry"]. Science 275 (5304): 1279–80. doi:10.1126/science.275.5304.1279. PMID 9064785. 
  7. Nettelmann, N.; French, M.; Holst, B.; Redmer, R. "Interior Models of Jupiter, Saturn and Neptune" (PDF). University of Rostock. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۸ جولای ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ فبروري ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په 10 June 1982 باندې). Data Shows 2 Rings Circling Neptune. The New York Times.
  9. Hirschfeld, Alan (2001). Parallax: The Race to Measure the Cosmos. New York, New York: Henry Holt. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8050-7133-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Littmann, Mark; Standish, E.M. (2004). Planets Beyond: Discovering the Outer Solar System. Courier Dover Publications. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-486-43602-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Britt, Robert Roy (2009). "Galileo discovered Neptune, new theory claims". NBC News News. مؤرشف من الأصل في ۰۴ نومبر ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جولای ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Bouvard, A. (1821). Tables astronomiques publiées par le Bureau des Longitudes de France. Paris: Bachelier. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Airy, G.B. (13 November 1846). "Account of some circumstances historically connected with the discovery of the planet exterior to Uranus". Monthly Notices of the Royal Astronomical Society 7 (10): 121–44. doi:10.1002/asna.18470251002. Bibcode1846MNRAS...7..121A. https://zenodo.org/record/1424621. Retrieved 12 June 2019. 
  14. O'Connor, John J.; Robertson, Edmund F. (2006). "John Couch Adams' account of the discovery of Neptune". University of St Andrews. مؤرشف من الأصل في ۲۶ جنوري ۲۰۰۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ فبروري ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Adams, J.C. (13 November 1846). "Explanation of the observed irregularities in the motion of Uranus, on the hypothesis of disturbance by a more distant planet". Monthly Notices of the Royal Astronomical Society 7 (9): 149–52. doi:10.1093/mnras/7.9.149. Bibcode1846MNRAS...7..149A. https://zenodo.org/record/1431905. Retrieved 25 August 2019. 
  16. Hubble Space Telescope discovers fourteenth tiny moon orbiting Neptune | Space, Military and Medicine Archived 16 July 2013 at the Wayback Machine.. News.com.au (16 July 2013). Retrieved on 28 July 2013.
  17. (په 29 August 1989 باندې). Triton May Be Coldest Spot in Solar System. The New York Times.
  18. Nelson, R.M.; Smythe, W.D.; Wallis, B.D.; Horn, L.J. et al. (1990). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Temperature and Thermal Emissivity of the Surface of Neptune's Satellite Triton"]. Science 250 (4979): 429–31. doi:10.1126/science.250.4979.429. PMID 17793020. Bibcode1990Sci...250..429N. 
  19. Stone, E.C.; Miner, E.D. (1989). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The Voyager 2 Encounter with the Neptunian System"]. Science 246 (4936): 1417–21. doi:10.1126/science.246.4936.1417. PMID 17755996. Bibcode1989Sci...246.1417S. 
  20. Brown, Michael E. "The Dwarf Planets". California Institute of Technology, Department of Geological Sciences. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ جولای ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ فبروري ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Holman, M.J.; Kavelaars, J.J.; Grav, T. et al. (2004). "Discovery of five irregular moons of Neptune". Nature 430 (7002): 865–67. doi:10.1038/nature02832. PMID 15318214. Bibcode2004Natur.430..865H. https://www.cfa.harvard.edu/~mholman/nature_final.pdf. Retrieved 24 October 2011. 
  22. (په 18 August 2004 باندې). Five new moons for planet Neptune. BBC News
  23. Grush, Loren (2019-02-20). "Neptune's newly discovered moon may be the survivor of an ancient collision". The Verge. مؤرشف من الأصل في ۲۱ فبروري ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Planet and Satellite Names and Discoverers". U.S. Geological Survey. 17 دسمبر 2008. مؤرشف من الأصل في 9 اګست 2018. د لاسرسي‌نېټه 26 مارچ 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)