سپوږمۍ (سمبول: ☽︎) د ځمکې یوازېنۍ طبیعي سپوږمکۍ ده. سپوږمۍ د ځمکې شاوخوا یو پر څلورمه برخه قطر لري (چې د استرالیا له عرض یا پلنوالي سره د پرتلې وړ ده). دا سپوږمۍ د خپلې اړوندې سیارې د اندازې په پرتلنه په شمسي نظام کې ترټولو لویه طبیعي سپوږمکۍ ده، په ټول شمسي نظام کې پنځمه لویه سپوږمکۍ راځي، او له ټولو پېژندل شوو کوچنیو سیارو څخه لویه ده. سپوږمۍ یوه کروي یا سیاروي کتله ده چې یو متفاوت ډبرین جسم یې رامنځته کړی او له جیو فزيکي تعریفونو سره سم یوه سپوږمیزه سیاره جوړوي. سپوږمۍ هېڅ کوم پام‌وړ اتموسفیر، هایدروسفیر، یا مقناطیسي ساحه نه لري. د سطحې جاذبه یې د ځمکې د جاذبې قوې شاوخوا یو پر شپږمه (۰.۱۶۵۴ جي فورسه g-force) ده. د مشتري سپوږمۍ آیو (Io) بیا په شمسي نظام کې یوازېنۍ سپوږمکۍ ده چې په لوړه کچه جاذبه او کثافت لري.[۱][۲]

سپوږمۍ
سپوږمۍ چې د يوې مياشتې ورځې ښايي

سپوږمۍ په اوسط ډول د ۳۸۴۴۰۰ کیلومتره (۲۳۸۹۰۰ میل) په فاصله کې یا د ځمکې د قطر شاوخوا ۳۰ ځله په اندازه د ځمکې په مدار ګرځي او جاذبوي اغېزه یې د ځمکې ورځ یو څه اوږدوي او د ځمکې د نوساناتو اصلي محرک هم بلل کېږي. د ځمکې په شاوخوا کې د سپوږمۍ مدار یوه ۲۷.۳ ورځنۍ نجومي یا ستوریزه دوره (sidereal period) ده. په هره ۲۹.۵ ورځنۍ هلالي دوره (synodic period) کې یې بیا د لمر په وسیله د روښانه شوې سطحې اندازه له هېڅ څخه تر ۱۰۰٪ پورې توپیر لري، کوم چې د قمري پړاوونو لامل کېږي او د قمري تقویم یا سپوږمیزې جنترۍ د میاشتو بنسټ جوړوي. سپوږمۍ په ټولیزه توګه له ځمکې سره تړل شوې ده، یعني دا چې پر خپل محور د سپوږمۍ د بشپړ گردش اوږدوالی د دې لامل کېږي چې هماغه اړخ (نږدې اړخ) یې تل له ځمکې سره مخ شي، او یو څه اوږده قمري ورځ د هلالي دورې (synodic period) په څېر ده. په دې توګه، د سپوږمۍ د ټولې سطحې ۵۹٪ برخه د اهتزاز یا خوځېدنې له امله په لید کې د بدلون له لارې له ځمکې څخه لیدل کېدای شي.[۳][۴]

د ځمکې په اسمان کې د سپوږمۍ برجستګي یا څرګندوالی او د هغې د پړاوونو منظمه څرخه د تاریخ په اوږدو کې د بشري ټولنو لپاره د کلتوري سرچینو او اغېزو رامنځته کولو لامل شوې. دا ډول اغېزې د ژبې په برخه کې، د جنتریو په سیسټمونو، هنرونو او افسانو کې موندل کېدای شي. سپوږمۍ ته رسېدلی لومړی مصنوعي څيز په ۱۹۵۹ کې د شوروي اتحاد لونا ۲ (Luna 2) فضايي بېړۍ وه چې کومه عمله یا انساني ډله پکې نه وه. وروسته بیا په ۱۹۶۶ کال کې لونا-۹ فضايي بېړۍ هم د سپوږمۍ پر سطحه لومړۍ نرمه ناسته وکړه. تر اوسه پورې یوازېنی بشري سپوږمیز ماموریت د متحده ایالاتو د اپولو پروګرام و، چې د ۱۹۶۹ او ۱۹۷۲ کلونو ترمنځ یې د سپوږمۍ پر سطحه ۱۲ انسانان ځای پرځای کړل. له سپوږمۍ څخه بېرته راګرځېدلي همدغه او وروسته نورو له انساني حضور پرته ماموریتونو د سپوږمۍ د سطحې ډبرې ځمکې ته راوړې، چې د سپوږمې د اصلیت، داخلي جوړښت او ورپسې تاریخ پوهېدو جیولوجیکي تفصیلاتو د ودې او پراختیا لپاره کارول شوې دي.

نوم او د کلمې ریښه پېژندنه

د ځمکې د طبیعي سپوږمکۍ لپاره معمول انګلیسي مناسب نوم سپوږمۍ (Moon) ده، چې اېم (M) توری پکې کپیټل یا په غټو حروفو کارېږي. د سپوږمۍ نوم له زړې انګلیسي کلمې مونا (mōna) څخه اخیستل شوی، کوم چې (د هغې د ټولو جرمني هم‌ریښه کلمو په څېر) له پروټو-جرمني mēnōn کلمې څخه راغلی، او په ترتیب سره له پروټو-اېندو-اروپایي mēnsis  "میاشتې" څخه ریښه اخلي (د پخوانۍ mēnōt د mēneses له اضافتي یا ملکیتي کلمې څخه) چې ښایي د (وخت) اندازه کولو (measure) له فعل سره تړاو ولري.[۵][۶][۷]

ځینې ​​​​وختونه، لونا (Luna) /ˈluːnə/ نوم په علمي او ساینسي لیکنو کې ورته کارېږي او په ځانګړي توګه په ساینسي تخیلي داستانونو کې د ځمکې سپوږمۍ له نورو څخه توپیرولو لپاره کارېږي، چې په ورته وخت کې په شعر کې بیا "لونا" د سپوږمۍ د شخصیت د تجسم یا څرګندولو لپاره کارېږي. سینتیا (Cynthia) /ˈsɪnθiə/ یې بل شعري نوم دی چې سپوږمۍ ته د رب النوع یا خدای په توګه شخصیت ورکولو لپاره، په ندرت سره، کارول شوی. همدا راز سېلېن (Selene) /səˈliːniː/ (تحت اللفظي "سپوږمۍ") د سپوږمۍ یوناني رب النوع دی.[۸][۹][۱۰]

فزیکي ځانګړنې

د اوبو شتون

مایع اوبه د سپوږمۍ پر سطحه نه شي پاتې کېدای. اوبه چې کله هلته له لمریزو وړانګو سره مخ کېږي، په چټکۍ سره د فوتوډیزوسیشن (photodissociation) په نوم یوې پروسې له لارې تجزیه کېږي او په فضا کې ورکېږي. که څه هم، له ۱۹۶۰ لسیزې راهیسې، ساینس پوهانو داسې انګېرنه کړې چې د اوبو یخک ښایي له لکۍ لرونکو ستورو (comets) سره د ټکر د اغېزو په پایله کې رسوب وکړي او یا هم ممکن د اکسیجن له پلوه بډایه قمري ډبرو د عکس العمل او د لمریز باد د هایدروجن له امله تولید شي چې په پایله کې یې د اوبو داسې نښې نښانې رامنځته کوي چې ممکن د سپوږمۍ په دواړو قطبونو کې د غرونو په لمنو کې په سړو او دایمي سیوري برخو پاتې شي. د کمپیوټر شبیه سازۍ یا ورته‌والي (simulations) وړاندیز کوي چې تر ۱۴۰۰۰ کیلومتر مربع (۵۴۰۰ میل مربع) سطحه ښایي په دایمي سیوري کې وي. په سپوږمۍ کې د استفادې وړ مقدار اوبو شتون پر سپوږمۍ د استوګنې لپاره د یوې ارزانه طرحې په توګه یو مهم عامل بلل کېږي، ځکه له ځمکې څخه د اوبو د لېږدولو بدیل به خورا ګران وي.[۱۱]

له کلونو راهیسې د سپوږمۍ پر سطحه د اوبو نښې موندل شوې دي. په ۱۹۹۴ کال کې، د بیسټاټیک فضایي بېړۍ تجربه چې په کلیمینټین سپوږمکۍ کې موقعیت لري، ښيي چې سطحې ته نږدې د اوبو کوچني، منجمد ډنډونه شته دي. که څه هم د اریکیبو (Arecibo) له لوري وروسته نورې فضیایي څېړنې بیا څرګندوي چې دا موندنې ممکن له نوو برخوردي ګړنګونو څخه راوتلې ډبرې وي. په ۱۹۹۸ کال کې، د قمري کان پېژندونکې فضايي بیړۍ د نیوټرون سپیکرومیټر ښودلې چې قطبي سیمو ته نږدې د ډبرینې لایې (regolith) په یو متر ژوروالي کې د هایدروجن لوړ غلظت شته دی. د آتش فشاني لاوا دانې، چې په اپولو ۱۵ بېړۍ کې بېرته ځمکې ته راوړل شوې، په داخلي برخو کې یې لږې اوبه ښودل شوې دي.[۱۲][۱۳]

بشري حضور

په سپوږمۍ کې د بشري فعالیتونو د پاتې شونو ترڅنګ، د سپوږمۍ د موزیم هنري ټوټو، د اپولو ۱۱ ښه نیت پیغامونو، د شپږ قمري تختو، د ستورمزلو د یادگار او نورو په څېر دایمي تاسیسات شته دي.

زېربناوې

هغه اوږدمهالي ماموریتونه چې لا هم فعال دي، هغه فضایي بېړۍ دي چې تر دغې سیارې ګرد چاپېره ګرځېدلي دي، لکه په ۲۰۰۹ کال کې توغول شوې اکتشافي سپوږمکۍ چې په سپوږمۍ کې یې د نورو ماموریتونو په اړه څېړنه کړې، او همدا راز ځینې هغه بېړۍ لکه په ۲۰۱۳ کال کې توغول شوې چانګ-۳ (Chang'e 3) چینايي بېړۍ چې له ماوراء بنفش (Ultraviolet) سپوږمیز ټیلسکوپ سره لاهم پکې فعاله ده.[۱۴][۱۵]

د بېلابېلو ادارو او شرکتونو داسې ماموریتونه شته دي، چې په سپوږمۍ کې د اوږدمهاله انساني حضور زمینې برابرولو پلان لري، چې د ارټیمس (Artemis) پروګرام د یوې برخې په توګه د قمري دروازې پروژه (Lunar Gateway) پکې اوسمهال ترټولو پرمختللې پروژه ګڼل کېږي.[۱۶]

په سپوږمۍ کې ژوند

انسانان په سپوږمۍ کې د څو ورځو لپاره پاتې شوي، د بېلګې په توګه په یوه اپولو قمري ماډل کې د اپولو-۱۷ (Apollo 17) پرمهال، چې تر اوسه له ځمکې څخه بهر د سطحې پرمخ یوازېني استوګنځایونه دي. د ستورمزلو یا فضانوردانو د ورځني ژوند لپاره یوه ځانګړې ننګونه د سپوږمۍ پر سطحه د دوی د پاتې کیدو پرمهال د سپوږمۍ دوړې دي چې د دوی پر جامو سرېښیږي او له دوی سره د دوی استوګنځایونو ته وړل کېږي. وروسته بیا دا دوړې د فضانوردانو لخوا څکل شوې او بوی شوې دي، چې د "اپولو د عطرو" په نوم یادېږي. دا ککړتیا یو څه ګواښ رامنځته کوي ځکه چې د سپوږمۍ کمې دوړې کولی شي روغتیایي ستونزې رامنځته کړي.[۱۷][۱۸][۱۹]

مياشت کې د ورځو بدلون

 

سرچينې

  1. Horner, Jonti (18 July 2019). "How big is the Moon?". مؤرشف من الأصل في ۰۷ نومبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Metzger, Philip; Grundy, Will; Sykes, Mark; Stern, Alan; Bell, James; Detelich, Charlene; Runyon, Kirby; Summers, Michael (2021), "Moons are planets: Scientific usefulness versus cultural teleology in the taxonomy of planetary science", Icarus, doi:10.1016/j.icarus.2021.114768 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "By the Numbers | Earth's Moon". NASA Solar System Exploration. NASA. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Stern, David (30 March 2014). "Libration of the Moon". NASA. مؤرشف من الأصل في ۲۲ مې ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ فبروري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Orel, Vladimir (2003). A Handbook of Germanic Etymology. Brill. مؤرشف من الأصل في ۱۷ جون ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. López-Menchero, Fernando (22 May 2020). "Late Proto-Indo-European Etymological Lexicon". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Naming Astronomical Objects: Spelling of Names". International Astronomical Union. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ ډيسمبر ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. E.g.: Hall III, James A. (2016). Moons of the Solar System. Springer International. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-319-20636-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. کينډۍ:OED
  10. کينډۍ:OED
  11. Ward, William R. (1 August 1975). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Past Orientation of the Lunar Spin Axis"]. Science 189 (4200): 377–379. doi:10.1126/science.189.4200.377. PMID 17840827. Bibcode1975Sci...189..377W. 
  12. Spudis, P. (6 November 2006). "Ice on the Moon". The Space Review. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ فبروري ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اپرېل ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Li, Shuai; Lucey, Paul G.; Milliken, Ralph E.; Hayne, Paul O.; Fisher, Elizabeth; Williams, Jean-Pierre; Hurley, Dana M.; Elphic, Richard C. (August 2018). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Direct evidence of surface exposed water ice in the lunar polar regions"]. Proceedings of the National Academy of Sciences 115 (36): 8907–8912. doi:10.1073/pnas.1802345115. PMID 30126996. Bibcode2018PNAS..115.8907L. 
  14. Vidaurri, Monica (2019-10-24). "Will people go to space—and then colonize it?". Quartz. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. کينډۍ:Cite dissertation
  16. کينډۍ:Cite dissertation
  17. "Mission Report: Apollo 17 – The Most Productive Lunar Expedition" (PDF). NASA. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۳۰ سپټمبر ۲۰۰۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. David, Leonard (21 October 2019). "Moon Dust Could Be a Problem for Future Lunar Explorers". د لاسرسي‌نېټه ۲۶ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Zheng, William (15 January 2019). "Chinese lunar lander's cotton seeds spring to life on far side of the moon". South China Morning Post. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)