نیویل چمبرلین

آرتور نیویل چمبرلین (د ۱۸۶۹ ز کال د مارچ له ۱۸ – د ۱۹۴۰ ز کال د نومبر تر ۹ پورې) چې د شاهي ټولنې د یاور ویاړ لري، د محافظه کار ګوند بریتانوي سیاستوال و چې د ۱۹۳۷ ز کال د مې له میاشتې نه ۱۹۴۰ زکال د می تر میاشتې پورې یې د انګلستان د لومړي وزیر په توګه خدمت وکړ. نوموړي د آرامولو په خپل بهرنۍ سیاست کې پراخ شهرت درلود، په ځانګړي توګه د نوموړي د ۱۹۳۸ ز کال د سپټمبر د ۳۰ د میونیخ تړون د لاسلیک په برخه کې، چې د چکوسلواکیا سوېټنلنډ جرمن مېشه سیمه یې جرمني ته وسپارله. د ۱۹۳۹ ز کال د سپټمبر په لومړۍ نېټه پر پولنډ د جرمني له برید وروسته چې دویمه نړیواله جګړه یې پیل کړه، چمبرلین دوه ورځې وروسته د جرمني پر وړاندې د جګړې اعلان وکړ او د لومړيو اتو میاشتو جګړې په اوږدو کې یې تر هغه د بریتانیا مشري وکړه چې د ۱۹۴۰ ز کال د می په ۱۰ نېټه یې د لومړي وزیر په توګه له خپلې دندې استعفا ورکړه.

نیویل چمبرلین
نیویل چمبرلین
نیویل چمبرلین

د شخص مالومات
زېږون نوم
پيدايښت
مړینه
تابعیت برېتانيا

د برېتانيا او ايرلينډ متحده پاچايي   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ

واک
د برېتانیې لومړی وزیر   ويکيډاټا کې (P39) ځانګړنې بدلې کړئ
د واکمنۍ دوران
۲۸ مې ۱۹۳۷  – ۱۰ مې ۱۹۴۰ 
سټنلي بالډوین  
وېنسټون چرچل  
عملي ژوند
تعلیم لندن پوهنتون   ويکيډاټا کې (P69) ځانګړنې بدلې کړئ
کار/مسلک
کاروونکي ژبه
د کړنې څانګه سياست [۲]  ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
نیویل چمبرلین
نیویل چمبرلین

وېبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ
  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

په سوداګرۍ او سیمه ییزو ادارو کې له کار وروسته او په ۱۹۱۶ او ۱۹۱۷ز کلونو کې د ولسي چوپړتیاوو د رئیس په توګه له لنډې دندې وروسته، چمبرلین د خپل پلار جوزف چمبرلین او ناسکه مشر ورور آستن چمبرلین په لاره روان شو او د ۴۹ کلونو په عمر د برمېنګم لیډي ووډ سیمي په استازیتوب یې د ۱۹۸۱ ز کال په ټول ټاکنو کې پارلمان ته لاره وموندله. نوموړي دویمې درجې د وزارت چوکۍ رد کړه او تر ۱۹۲۲ ز کال پورې د پارلمان د وروستیو چوکۍ غړی پاتې شو. په ۱۹۲۳ کال کې نوموړی سملاسي د روغتیا وزیر او بیا د خزانې رئیس شو. د کارګر ګوند په مشرۍ د لنډ مهاله حکومت نه وروسته، نوموړی بېرته د روغتیا وزیر شو او د ۱۹۲۴ او ۱۹۲۹ ز کلونو په اوږدو کې یې یو لړ اصلاحات په لاره واچول. نوموړی په ۱۹۳۱ز کال کې بېرته د ولسي حکومت د خزانې رئیس وټاکل شو.

د ۱۹۳۷ ز کال د مې په ۲۸ نېټه چمبرلین د لومړي وزیر په توګه د سټینلي بالډوین ځای ناستی شو. د لومړي وزیر په توګه د هغه واک ته رسېدل د یرغلګر جرمني پر وړاندې د نوموړي سیاست په پراخه کچه پوښتنې را پورته کړې او په هغه وخت کې په مونیخ کې د نوموړي کړنو په بریتانیا کې پراخ شهرت درلود. چمبرلین د هټلر د پرله پسې یرغل په ځواب کې له انګلستان سره ژمنه وکړه چې که چېرې جرمني برید و کړي، د پولنډ د خپلواکۍ دفاع به وکړي، چې دې کار یو داسې اتحاد را منځ ته کړ چې په پولنډ د جرمني له برید وروسته یې بریتانیا د جګړې ډګر ته را کش کړه. په ناروې باندې د جرمني د یرغل په مخنیوي کې د متحدینو ناکامي د دې لامل شوه چې، د ۱۹۴۰ز کال د می په میاشت کې د مشرانو مجلس د ناروې تاریخي غونډه ترسره کړي. د چمبرلین د جګړې تګلاره د ټولو ګوندونو د غړو له خوا تر پراخو نیوکو لاندې راغله او د باور په رایه کې د نوموړي اکثریت حکومت ډېر کم شو. د ټولو اصلي ګوندونو تر ملاتړ لاندې، د یوه ولسي حکومت پر سر د هوکړې له امله چمبرلین د لومړي وزیر له چوکۍ نه استعفا ورکړه، ځکه چې جوته وه چې کارګر او لیبرال ګوندونه به د نوموړي تر مشرۍ لاندې خدمت ونه کړي. که څه هم هغه لا تر دې وخته د محافظه کار ګوند مشري کوله، د نوموړی ملګری وینسټن چرچل د هغه ځای ناستی شو. چمبرلین د جګړې د کابینې مهم غړی و چې د چرچیل په غیاب کې یې د لارډ د شورا د رئیس په توګه د حکومت مشري کوله، تر هغه چې د ۱۹۴۰ ز کال د سپټمبر په ۲۲ نېټه ناروغۍ نوموړي استعفا ته اړ کړ. د لومړي وزیر د چوکۍ له پرېښودو شپږ میاشتې وروسته، چمبرلین د ۷۱ کلونو په عمر د ۱۹۴۰ ز کال د نومبر په ۹ مه د سرطان ناروغۍ له امله له نړۍ نه سترګې پټې کړې.

د تاریخ پوهانو تر منځ د چمبرلین د شهرت په اړه جنجالي بحثونه پاتې دی، هغه څه چې په لومړی سر کې د نوموړي لوړ درناوي ته زیان رسوي، د ګناهکارو څېرو (Guilty Men) په بڼه کتابونه دي چې د ۱۹۴۰ ز کال په جولای په کې خپور شو، چې چمبرلین او د هغه ملګري یې د مونیخ د تړون او د جګړې لپاره د بریتانیا د سمبالولو په برخه کې په ناکامۍ ګرم بللي دي. د چمبرلین له مړینې وروسته نسل، چې د چرچل له خوا یې مشري کېده، ډېری تاریخ لیکونکو، لکه په (The Gathering Storm یا را منځ کېدونکی توپان) کې ورته نظرونه درلودل. ځینې ​​وروسته تاریخ لیکونکو د چمبرلین او د هغه د سیاستونو په اړه ډېر غوره لید درلود، چې د دېرش کلنې واکمنۍ په اوږدو کې خپرو شوو حکومتي اسنادو ته اشاره کوي او استدلال کوي چې په ۱۹۳۸ ز کال کې له جرمني سره جګړه به ویجاړونکه وه، ځکه چې انګلستان چمتو نه و. د دې ترڅنګ، چمبرلین لا تر اوسه د بریتانیا د لومړي وزیرانو په نوم لړ کې نامناسب ځای لري.   [۳]

د  ژوند لومړي کلونه او سیاسي تجربه (له ۱۸۶۹ کال نه تر ۱۹۱۸ ز کال پورې)  

سمول

ماشومتوب او سوداګري

سمول

چمبرلین د ۱۸۶۹ ز کال د مارچ په ۱۸ مه د برمېنګم د ایګباسټون ناحیې د ساوتبورن په نوم په یوه کور کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. نوموړی د جوزف چمبرلین د دویمې ښځې یوازینی زوی و، چې وروسته د برمېنګم ښاروال او د کابینې وزیر شو. مور یې فلورانس کینریک نومېده، چې د پارلمان د غړي ولیم کینریک د تره لور وه او د نیویل د ماشومتوب په دوره کې مړه شوه. جوزف چمبرلین له لومړۍ ښځې نه یو بل زوی آسټن چمبرلین درلود. د چمبرلین کورنۍ موحده وه (په یو خدای يې بارو درلود) ، که څه هم کله چې نیویل شپز کلن و، جوزف د وخت په تېرېدو سره خپله شخصي عقیده له لاسه ورکړه او هېڅکله یې خپل ماشومان د کوم دین پیروۍ ته اړ نه کړل. نیویل په هر ډول عبادت کې ګډون نه خوښاوه او له منظم دین سره یې هېڅ  ډول لېوالتیا نه درلوده، ځان یې بې عقېدې موحد ګاڼه او د خدای په وجود  یې شک درلود.  [۴][۵]

نیویل چمبرلین د خپلې مشرې خور بیټریس چمبرلین تر روزنې لاندې په کور کې او وروسته د رګبي په ښوونځي کې زده کړې وکړې. پلار یې بیا نوموړی میسن کالج ته ولېږه، چې اوس د برمېنګم پوهنتون دی. نیویل هلته له خپلو زده کړو سره لږ لېوالتیا درلوده او په ۱۸۸۹ ز کال کې یې پلار هغه د محاسبې یوه شرکت ته ولېږه. د شپږو میاشتو په اوږدو کې هغه معاش لرونکی کارکوونکی شو. د کورنۍ د کمزوري برخلیک د ښه کولو په هڅه کې جوزف چمبرلین خپل کوچنی زوی د باهاماس اندروس ټاپو ته د سیسل بوټي د کښت لپاره واستاوه. نیویل چمبرلین شپږ کاله هلته تېر کړل، خو کښت یې ناکام شو او جوزف چمبرلین ۵۰۰۰۰ پونډه له لاسه ورکړل. [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

نیویل چمبرلین انګلستان ته د بېرته راستنیدو سره سم سوداګري پیل کړه، چې (د خپلې کورنۍ په مرسته) د هاسکینز شرکت، چې د بېړیو لپاره یې د خوب اوسپنیز تختونه تولیدول، وپېرود. چمبرلین د ۱۷ کلونو لپاره د هاسکینز شرکت د مدیر په توګه دنده ترسره کړه چې په دې موده کې شرکت ښه وده وکړه. نوموړي په برمېنګم کې په مدني فعالیتونو کې هم ونډه واخیسته. چمبرلین په ۱۹۰۶ ز کال کې د برمېنګم د عمومي روغتون د مشر په توګه او تر "پنځلسونه لږ" نورو لوړو شخصیتونو سره یو ځای، د بریتانیا د روغتیایي ټولنې د ملي متحده روغتونونو د کمېټې بنسټ اېښودونکی غړی شو.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

چمبرلین په څلوېښت کلنۍ کې تمه درلوده چې مجرد پاتې شي، خو په ۱۹۱۰ز کال کې یې له ان کول سره مینه پیل کړه او په راتلونکي کال کې یې له هغې سره واده وکړ. دوی د جوزف چمبرلین د ورور هربرټ د کاناډایۍ کونډې مېرمنې له لارې ولیدل، چې په ۱۹۰۷ ز کال کې یې د ان کول له تره الفرد کلایتون کول، چې د انګلستان د بانک رئیس و، سره واده کړی و.[۱۶][۱۷]

نوموړې له چمبرلین نه ملاتړ وکړ او هغه یې وهڅاوه چې په سیمه ییز سیاست کې ښکېل شي او د هغه همېشني ملګرې مرستندویه او باوري همکاره وه، چې پارلمان ته له ټاکل کېدو وروسته یې په بشپړه توګه له هغې سره د کور او نورو سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو په برخه کې خپله لېوالتیا شریکوله. دې جوړې یو زوی او یوه لور درلوده. [۱۷]

سیاست ته لومړي ګامونه

سمول

په پیل کې چمبرلین له سیاست سره لږ لېوالتیا درلوده، که څه هم پلار او ناسکه ورور یې په پارلمان کې وو. د ۱۹۰۰ ز کال د "خاکي ټاکنو" په ترڅ کې نوموړي د جوزف چمبرلین د لیبرال اتحاد غوښتونکو په ملاتړ کې ویناوې وکړې. لیبرال اتحاد غوښتونکو له محافظه کارانو سره ملګري او وروسته له هغوی سره یوځای شول، چې د "یونینېسټ یا اتحاد غوښتونکو په نوم ګوند" یې را منځ ته کړ او په ۱۹۲۵ز کال کې د "محافظه کار او اتحاد غوښتونکي ګوند" په نوم وپېژندل شو. نیویل چمبرلین په ۱۹۱۱ کال کې، په بریالیتوب سره د برمېنګم د ښاري شورا لپاره د آل سېنټ وارډ په استازیتوب ، چې د خپل پلار په پارلماني حوزه کې یې موقعیت درلود، د اتحاد غوښتونکي په توګه ودرېد.[۱۸][۱۹][۲۰]

د چمبرلین د ښارجوړونې د پلان د کمېټې مشر وټاکل شو. د نوموړي د لارښوونو پر بنسټ، برمېنګم ډیر ژر په انګلستان کې لومړی ښاري پلان غوره کړ. په ۱۹۱۴ ز کال کې لومړۍ نړیوالې جګړې د هغه د پلانونو د پلي کېدو مخه ونیوله. په ۱۹۱۵ ز کال کې، چمبرلین د برمېنګم عمومي ښاروال شو. د نوموړي په پلار جوزف سربېره، د چمبرلین پنځو ترونو هم په برمېنګم کې پراخ مدني درنښت ترلاسه کړ: دوی ریچارډ چمبرلین، ویلیم او جورج کینریک، چارلس بیل، چې څلور ځله عمومي ښاروال و او ښاغلی توماس مارټینیو وو. چمبرلین د جنګ په اوږدو کې د ښاروال په توګه، د کار لوی بار په اوږه درلود او ټینګار يې کاوه چې د شورا غړي او چارواکي باید په مساوي توګه کار وکړي. نوموړي د ښاروال د لګښت تخصیص نیمایي ته راکم کړ او د خپلو مدني فعالیتونو کچه یې لکه څنګه چې له دې چوکۍ سره یې تمه کېده، را ټيټه کړه.  چمبرلین په ۱۹۱۵ ز کال کې، د شرابو د لېږد را لېږد د کنټرول د مرکزي بورډ غړی وټاکل شو. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

لومړي وزیر ډېویډ لویډ جورج د ۱۹۱۶ ز کال په ډسمبر کې، چمبرلین ته د ملي چوپړتیاوو د ریاست د نوی پوست وړاندیز کړ، چې تر څنګ یې د سرتېرو د جلب او جذب د همغږۍ او د جګړې په اړینو صنایعو کې د کافي کاري ځواک پر مټ له فعالیت نه د ډاډ مسئولیت هم ور په غاړه شو. د نوموړي کاري دوره له لویډ جورج سره د شخړې مخینه هم لري؛ چې  د ۱۹۱۷ ز په اګست کې، له  لومړي وزیر نه د لږ ملاتړ له امله، چمبرلین استعفا ورکړه. د چمبرلین او لویډ جورج تر منځ اړیکې له هغه وروسته له دوه اړخیز نفرت نه ډکې وې.[۲۶][۲۷][۲۸]

چمبرلین پرېکړه وکړه چې دمشرانو د مجلس لپاره ډګر ته راشي او د برمېنګم لیډي ووډ په استازیتوب د اتحاد غوښتونکو د نوماند په توګه وټاکل شو. د جګړې له پای ته رسېدو وروسته، سملاسي ټول ټاکنې ترسره شوې. په دې حوزه کې هلوځلو د پام وړ بڼه درلوده،  ځکه چې د هغه سیاله د لیبرال ګوند نه مېرمن مارګیري کاربېټ اشبي وه، چې د اوولسو هغو مېرمنو نوماندانو له ډلې نه وه چې پارلمان ته یې په لومړي ځل په ټاکنو کې ګډون کاوه ،ځکه چې د لومړي ځل لپاره ښځو ته دا حق ورکړل شوی و. چمبرلین د دې ګواښ په غربګون کې د هغو نارینه نوماندانو نه وو، چې د خپلې مېرمنې په ګومارلو سره یې په ځانګړې توګه ښځینه رایې ورکوونکې په نښه کړې. هغه د ښځو لپاره ځانګړې کمپایني پاڼې خپرې کړې چې سرلیک یې "ښځو ته یو پیغام" و او وروسته یې د ښځو لپاره دوه غونډې په لاره واچولې. چمبرلین د نږدې ۷۰٪ رایو او د د ۶۸۳۳ رایو په اکثریت سره وټاکل شو. نوموړی ۴۹ کلن و، چې تر اوسه تر ټولو لوړ عمره لومړی وزیر دی چې د مشرانو مجلس ته ټاکل کېږي.  [۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

سرچینې

سمول
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118520024  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn20040512003 — د نشر نېټه: ۲۲ فبروري ۲۰۲۴
  3. Strangio, Paul; et al. (2013). Understanding Prime-Ministerial Performance: Comparative Perspectives. Oxford: Oxford University Press. pp. 224, 226. ISBN 978-0-19-966642-3. خوندي شوی له اصلي څخه په 17 June 2016. بياځلي په 14 August 2015.
  4. Macklin 2006، م. 11.
  5. Crozier او 2004–09.
  6. Dutton 2001، م. 9.
  7. Self 2006، م. 22.
  8. Self 2006، م. 21.
  9. Smart 2010، مم. 6–8.
  10. Smart 2010، مم. 5–6.
  11. Smart 2010، مم. 2–3.
  12. "The United Hospitals Conference of Great Britain and Ireland". The Times. 7 December 1906. p. 8. خوندي شوی له اصلي څخه په 1 March 2014. بياځلي په 25 February 2013.
  13. Self 2006، م. 31.
  14. Smart 2010، مم. 33–34.
  15. Smart 2010، م. 33.
  16. Dilks 1984، مم. 115–116.
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ Self 2006، مم. 33–35.
  18. Smart 2010، م. 53.
  19. Self 2006، م. 40.
  20. Smart 2010، م. 39.
  21. Who Was Who, 1929–1940. A and C Black. 1949. p. 235.
  22. Smart 2010، م. 62.
  23. Self 2006، مم. 42–43.
  24. Self 2006، م. 41.
  25. Self 2006، مم. 40–41.
  26. Smart 2010، م. 70.
  27. Smart 2010، مم. 77–79.
  28. Smart 2010، م. 67.
  29. Hallam, David J.A. Taking on the Men: the first women parliamentary candidates 1918 Archived 28 March 2019 at the Wayback Machine., Studley, 2018 chapter 4, 'Corbett Ashby in Ladywood'. Chamberlain's letters to his sisters detailing the campaign are deposited at the Cadbury Research Library, University of Birmingham.
  30. Englefield 1995، م. 388.
  31. Self 2006، م. 73.
  32. Dilks 1984، م. 262.
  33. Self 2006، م. 68.