سټنلي بالډوین

سټنلي بالډوین، د بېوډلي لومړی ارل (زوړور سرتېری) بالډوین، د جورابو د بند د اتلولۍ د نښان (Knight of the Garter)، د کاناډا لپاره د ملکې د ځانګړې شورا غړی (Queen's Privy Council for Canada)، د جوړجاړي قاضي (Justice of the peace)، د شاهي ټولنې یاور (Fellow of the Royal Society) د ویاړونو درلودونکی (د ۱۸۶۷ ز کال د اګست له ۳مې نه د ۱۹۴۷ ز کال د د ډسمبر تر ۱۴مې پورې) د بریتانیا یو محافظه کاره سیاستوال و چې د نړیوالو جګړو تر منځ یې د انګلستان په حکومت کې برلاسی و چې په درېیو پړاوونو کې، د ۱۹۲۳ ز کال د می نه د ۱۹۲۴ ز کال تر جنوري پورې، د ۱۹۲۴ ز کال د نومبر نه د ۱۹۲۹ ز کال تر جون پورې او د ۱۹۳۵ ز کال د جون نه د ۱۹۳۷ز  کال تر می پورې د لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کړه. [۱]

سټنلي بالډوین
سټنلي بالډوین

د شخص مالومات
پيدايښت
مړینه
تابعیت برېتانيا

د برېتانيا او ايرلينډ متحده پاچايي (–۱۲ اپرېل ۱۹۲۷)  ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ

واک
عملي ژوند
تعلیم لندن پوهنتون   ويکيډاټا کې (P69) ځانګړنې بدلې کړئ
کار/مسلک
کاروونکي ژبه
لاسليک
سټنلي بالډوین

وېبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ

بالډوین چې د ورسیسټرشایر په بېوډلي کې په یوه نېکمرغه کورنۍ کې زېږېدلی، د کیمبرج په هاوټریس، هارو ښوونځي او ترینیټي کالج کې یې زده کړې کړې وې. نوموړي د خپلې کورنۍ د اوسپنې او پولادو د تولید په سوداګرۍ کې کار پیل کړ او په ۱۹۰۸ ز کال کې د بېوډلي په استازیتوب دمشرانو مجلس ته و ټاکل شو او د خپل پلار الفریډ ځایناستی  شو . نوموړی د ډېویډ لویډ جورج په ګډ حکومت کې د خزانې د مالي منشي (۱۹۱۷ – ۱۹۲۱ز ) او د سوداګرۍ بورډ رئیس (۱۹۲۱ – ۱۹۲۲ز) په توګه دنده پر مخ یووړه او وروسته یې په چټکۍ سره پرمختګ وکړ: په ۱۹۲۲ ز کې د لویډ له ملاتړ نه د محافظه کار ګوند په وتلو کې بالډوین له مخکښو کسانو نه و،  وروسته نوموړی د بونارلا په محافظه کار حکومت کې د خزانې رئیس شو. بونارلا چې د ۱۹۲۳ ز کال د می په میاشت کې د روغتیا لاملونو له امله استعفا ورکړه، بالډوین لومړی وزیر او د محافظه کار ګوند مشر شو. نوموړي د ۱۹۲۳ ز کال په دسمبر کې د تعرفو د وضع کولو په ستونزو کې ټاکنې وبایللې او د محافظه کارانو پارلماني اکثریت یې له لاسه ورکړ، چې له هغه وروسته رامسي مکډونالډ د لږه کیو کارګرو حکومت جوړ کړ.

بالډوین خپل دویم حکومت د ۱۹۲۴ ز کال د ټولټاکنو له ګټلو  نه وروسته را منځ ته کړ، چې ښاغلي آسټن چیمبرلین (د بهرنیو چارو وزیر)، وینسټن چرچل (د خزانې مشرۍ) او نیویل چیمبرلین (د روغتیا وزیر) د نوموړي په حکومت مهمې دندې درلودې. چرچل او چمبرلین په هغو برخو کې چې پخوا یې د لیبرال ګوند سره تړاو درلود، د اصلاحاتو له لارې د محافظه کار ګوند غوښتنه پیاوړې کړه. په اصلاحاتو کې صنعتي تصفیه، د وزګارۍ بیمه، د زاړه عمر لرونکو وګړو د تقاعد پراخه سیسټم، د پراخ مېشته سیمو پاکول، د خصوصي سکتور له خوا په لویه کچه د کورونو ودانول او د میندو او ماشومانو د روغتیایي پاملرنې پراختیا ګډون درلود، خو د ارامې او ورو( سوکه) اقتصادي ودې د دوام او د کانونو په رایستلو او لویو صنایعو د رکود له امله د بالډوین ملاتر کمزوری شو. د نوموړي حکومت په ۱۹۲۶ ز کال کې د عمومي کاربندیز شاهد هم و او د سوداګریزو شخړو د حل او سوداګریزو اتحادیو قانون یې وړاندې کړ، ترڅو د اتحادیو ځواک محدود کړي.  [۲]

بالډوین د ۱۹۲۹ ز کال ټولټاکنې په لږ توپیر له لاسه ورکړې او له ګوند نه د نوموړي دوامداره مشرۍ له امله د رسنیزو څېرو، لکه: مشر روترمیر او مشر بیوربروک له لوري تر پراخو نیوکو لاندې راغی. په ۱۹۳۱ ز کال کې د ستر ناورین له پیل سره سم، د کارګر ګوند  لومړي وزیر رامسي مکدونالډ یو ولسي حکومت را منځ ته کړ، چې زیاتره وزیران یې محافظه کاران وو او د ۱۹۳۱ ز کال په ټول ټاکنو کې یې لوی اکثریت ترلاسه کړ. کله چې د مکډونالډ روغتیا خرابه شوه،  بالډوین چې د شورا رئیس و او په لس کسیزه کوچنۍ کابینه کې د څلورو محافظه کارانو له ډلې نه و، د لومړي وزیر ډېری دندې په غاړه واخیستې. نوموړی حکومت د یوه داسې قانون شاهد و چې د هند لپاره یې خپل اختیاره حکومتوالي زیاته کړه، چې دا ګام د چرچل او ډېری نورو  محافظه کارانو غړو له خوا له مخالف سره مخامخ شو. د ۱۹۳۱ ز کال د ویسټ منسټر قانون کاناډا، آسټرالیا، نیوزیلنډ او سویلي افریقا ته په داسې حال کې د خپل اختیاره دولت حیثیت ورکړ، چې د مشترک المنافع هېوادونو د ټولنې لپاره لومړی ګامونه پورته کېدل. بالډوین د ګوند د مشر په توګه زیاتره په زړه پورې نوښتونه رامنځ ته کړل، لکه: د راډیو او فلم نه هوښیارانه ګټله اخیستل، چې نوموړی یې د خلکو سره ډېر په اړیکه کې کړ او د محافظه کاره ګوند غوښتنې یې پیاوړې کړې.  

بالډوین په ۱۹۳۵ ز کال کې د لومړي وزیر په توګه د مکډونالډ ځای ناستی شو او د ۱۹۳۵ ز کال ټول ټاکنې یې په بل لوی اکثریت وګټلې. په دې وخت کې، نوموړي په وسلو باندې د بریتانیا له سمبالولو او د پاچا آتم اډوارډ له استعفا نه څارنه وکړه. د بالډوین درېیم حکومت په بهرنیو چارو کې د شمېر کړکیچونو، لکه: د هوار – لاوال تړون په اړه د خلکو شورماشو، د راینلنډ بیا نظامي کول او د هسپانوي کورنۍ جګړې د پیل شاهد و. بالډوین په ۱۹۳۷ز  کال کې تقاعد شو او نیویل چیمبرلین یې ځایناستی شو. بالډوین په هغه وخت کې د یوه مشهور او بریالي لومړي وزیر په توګه شهرت ترلاسه کړ، خو د ژوند په وروستۍ لسیزه او څو کاله له هغه وروسته، د ۱۹۳۰ ز کلونو د پراخې وزګارۍ له امله یې شهرت کم شو. آرامتیا ته د اډولف هټلر د رابللو د هڅو له امله او دویمې نړیوالې جګړې ته د پوره چمتووالي لپاره د بریتانیا د نه سمبالولو له امله د "ګنهکارو څېرو" په نوملړ کې راځي. نن ورځ، عصري پوهان په عمومي توګه نوموړی د بریتانیا د لومړيو وزیرانو په نوملړکې له نیمایي نه پورته ډلبندې کوي. [۳][۴]

دژوند لومړي کلونه: کورنۍ، زده کړې او واده

سمول

بالډوین د انګلستان د ورسټرشایر کې په لوور پارک ماڼۍ (لوور پارک، بېوډلي) کې د الفریډ او لویسا (مکدونالډ) بالډوین په کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. د نوموړی د لیکوال او شاعر رودیارډ کیپلینګ د ترور زوی و، چې وروسته په ټول ژوند کې د هغه نږدې ملګری و. نوموړي له کپلنګ او د هغه له خور سره په ۱۸۷۷ز کال کې په لوټن کې د آزادو کروندو او ځنګلونو په سیمه کې اوړی تېر کړ، چې د دواړو ځوانانو د راتلونکې ودې لپاره یې خورا اغېزمن ارزښت درلود. [۵]

کورنۍ یې ښېرازه ژوند درلود او تر خپل نوم لاندې یې د اوسپنې او پولادو د تولید سوداګري درلوده، چې وروسته د ریچارډ توماس او بالډوینز د کمپنۍ برخه شوه.  

د بالډوین د سېنټ مایکل ښوونځی کې چې هغه وخت یې د برکشایر په سلو کې موقعیت درلود، زده کړې وکړې او وروسته د هارو ښوونځی ته لاړ. هغه وروسته ولیکل: "د پاچا ټول آسونه او د پاچا ټول سرتېرې به و نه شي کړای چې ما د ښوونځي له مدیرانو سره یوځای کړي او یو وخت ما د دوی په اړه د پټ مقاومت هر ډول خوی درلوده." بالډوین وروسته د کیمبرج پوهنتون ته لاړ، چې په دې ځای کې هغه د ترینیټي په کالج کې تاریخ ولوست. په پوهنتون کې د نوموړي دوره د ترینیټي د مدیر، هینري مونټاګو بټلر، د هغه د پخواني مدیر، چې نوموړی یې یو زده کوونکي ته د ښکنځلو د لیکلو له امله په هارو کې سزایي کړی و، له بدو یادونو سره مل وه. له نوموړی نه وغوښتل شول چې د میګپي او سټمپ (د ترینیټي د کالج د بحثونو ټولنه) نه د هېڅ نه ویلو له امله استعفا وکړي. هغه د تاریخ په برخه کې د درېیمې درجې د سند له ترلاسه کولو وروسته، د خپلې کورنۍ د اوسپنې د تولید سوداګرۍ ته لاړ. پلار یې د چمتووالي لپاره نوموړی د فلزاتو په برخه کې د تخنیکي روزنې یوې غونډې ته د میسن کالج ته واستاوه. د ځوانۍ په دوره کې یې د دویم بریدمن په توګه د ​​لنډ وخت لپاره په مالورن کې د توپچي رضاکار په توګه دنده ترسره کړه او په ۱۸۹۷ ز کې د  ورسټرشایر د ناحیې لپاره د جوړجاړي قاضي شو. [۶][۷][۸][۹][۱۰]

بالډوین د ۱۸۹۲ ز کال د سپټمبر په ۱۲مه  نېټه له لوسي ریډسډیل سره واده وکړ. د ۱۸۹۴ ز کال په جنورۍ میاشت کې د خپل مړه زوی له زېږون وروسته، دوی شپږ ماشومان درلودل:

  • آغلې ډیانا لوسي بالډوین (د ۱۸۹۵ زکال د اپریل په ۸ مه وزېږېده، په ۱۹۹۲ ز کال کې یې له نړۍ سترګې پټې کړې).
  • آغلې لیونورا سټنلي بالډوین (د ۱۸۹۶ ز کال د جولای په ۱۰ مه وزیږېده، په ۱۹۸۹  ز کال کې یې له نړۍ سترګې پټې کړې).
  • آغلې پامیلا مارګریټ بالډوین (د ۱۸۹۷ ز کال د سپټمبر په ۱۶ مه وزېږېده، د ۱۹۷۶ ز کال په اګست کې یې له نړۍ سترګې پټې کړې).
  • جګړن اولیور ریډسډیل بالډوین، د بېوډلي دویم اېرل بالډوین (د ۱۸۹۹ ز کال په مارچ کې وزېږېد، د ۱۹۵۸ ز کال د اګست په ۱۰ مه یې له نړۍ سترګې پټې کړې).
  • آغلې ایستر لویسا (بېټي) بالډوین (د ۱۹۰۲ ز کال په مارچ کې وزېږېده، په ۱۹۱۸ ز کال کې یې له نړۍ سترګې پټې کړې).
  • ارتر وینډم بالډوین، د بېوډلي درېیم اېرل بالډوین (د ۱۹۰۴ ز کال د مارچ په ۲۲ مه وزېږېد، د ۱۹۷۶ ز کال د جولای په ۵ یې له نړۍ سترګې پټې کړې).

د ۱۹۴۱ ز کال د مارچ په میاشت کې د بالډوین تر ټولو ځوانه لور آغلې بیټي، د پاریس د کېفې نایټ کلب په بمي چاودنه کې سخته ټپي شوه او د مشهور هنري ډلمشر کین "سنیک هپس" جانسن نه یې سر پرې شو. نوموړې د مخکښ جراح ارچيبالډ مکنډو نه د مخ د جراحۍ په برخه کې مرسته ترلاسه کړه.  [۱۱]

د یوه سوداګر په توګه، بالډوین بریالی ثابت شو او د صنایعو د عصري کوونکي په توګه یې شهرت ترلاسه کړ. نوموړي په ۱۹۰۸ ز کال کې د خپل پلار له مړینې وروسته ۲۰۰۰۰۰ پونډه میراث ترلاسه کړ، چې په ۲۰۲۰ ز کال کې د ۲۱۳۴۸۸۶۰ پونډو سره برابر دی. [۱۲]

سرچینې

سمول
  1. کينډۍ:Cite odnb
  2. Philip Williamson, "The Conservative Party 1900 – 1939," in Chris Wrigley, ed., A Companion to Early 20th-Century Britain, (2003) pp 17–18
  3. "Unthinkable? Historically accurate films". The Guardian. London. 29 January 2011.
  4. Paul Strangio; et al. (2013). Understanding Prime-Ministerial Performance: Comparative Perspectives. Oxford UP. pp. 224, 226. ISBN 978-0-19-966642-3.
  5. Lingley, Janice (2020). The Loughton Idyll. Alderton Press. ISBN 9781905269341.
  6. کينډۍ:Acad
  7. Baldwin, Stanley (1926). On England. Penguin Books. p. 162.
  8. K. Feiling, The Life of Neville Chamberlain (London, 1970), pg. 11
  9. Middlemas and Barnes (1969). Baldwin: a biography. Weidenfeld and Nicolson. p. 21.
  10. Who Was Who, 1941–1950. A and C Black. 1952. p. 52.
  11. Belton, Neil. The Good Listener: Helen Bamber, a Life against Cruelty. London: Weidenfeld & Nicolson, 1998, p.52
  12. George, Robert Lloyd (October 2016). A Modern Plutarch: Comparisons of the Greatest Western Thinkers (په انګليسي). The Overlook Press. ISBN 9781468314113.