وېنسټن لیونارد سپنسر چرچل (د ۱۸۷۴ز  کال د نومبر له ۳۰ نه د ۱۹۶۵ ز کال د جنوري تر ۲۴ مې پورې)، د جورابو د بند د اتلولۍ نښان (Knight of the Garter)، د وړتیا نښان (Order of Merit)، د اتلانو ویاړ نښان (Order of the Companions of Honour)، د خاورې د اتلولۍ نښان (Territorial Decoration)، د تورن د مرستیال ویاړ (Deputy lieutenant)، د شاهي ټولنې یاور (Fellow of the Royal Society)، د هنرونو د شاهي اکاډمۍ ویاړ (Royal Academy of Arts) درلودونکی یو بریتانوي سیاستوال و چې د دویمي جګړې په اوږدو کې یې له ۱۹۴۰زکال نه تر ۱۹۴۵ ز کال پورې او بیا له ۱۹۵۱ ز کال نه تر ۱۹۵۵ ز کال پورې د لویې بریتانیا د لومړي وزير په توګه دنده ترسره کړه. چرچل چې د لومړي وزیر په توګه د جګړې په اوږدو کې د مشرتابه له امله غوره شهرت لري، د سنډورسټ اکاډمۍ روزل شوی سرتېری، د سویلي افریقا د بویر د جګړې اتل، د نوبل جایزې ګټونکی لیکوال او تاریخ لیکونکی، تکړه انځورګر او د بریتانیا په تاریخ کې تر ټولو اوږد خدمت کوونکي سیاستوال ګڼل کېږي. د ۱۹۲۲ او ۱۹۲۴ کلونو ترمنځ له دوو کلونو پرته، نوموړی له ۱۹۰۰ ز کال نه تر ۱۹۶۴ ز کال پورې د پارلمان غړی و او په ټولیزه توګه یې د پنځو حوزو استازیتوب کاوه. نوموړی چې له فکري اړخه یو اقتصادي لیبرال او امپریالیست و، د خپلې تجربې په ډېره برخه کې د محافظه کار ګوند غړی و، چې له ۱۹۴۰ ز کال نه تر ۱۹۵۵ ز کال پورې د دې ګوند مشري هم وکړه. هغه د ۱۹۰۴ز کال نه تر ۱۹۲۴ ز کال پورې د لیبرال ګوند غړی و.     

پېژنليک
د زېږېدو نېټه1874 د نومبر 30
د زېږېدنې ځایانګلستان ( برطانیه )
د مړينې نېټه1965 دجنوري 4
د مړينې ځایهایډپارک ګېټ لندن ښار ( انګلستان)
ماندينهکلمنتین چرچیل
اولادونهډیانا، رنډولف، سارا، میری ګولډ او میري
مور او پلاررنډولف چرچیل او جیني جیروم
سياسي مالومات
گوندلیبرال

چرچل چې له انګلیسي او امریکایی ګډ نسب نه و، په اکسفورډشایر کې په یوه بډایه اشرافي کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانیستې دي. په ۱۸۹۵ ز کال کې نوموړی د بریتانوي پوځ په لیکو کې ګډون وکړ او د بریتانوي هند، د انګلیس - سوډان جګړه او د بویر په دویمه جګړه کې یې ونډه واخیستله او د جګړې د ډګر د خبریال په توګه او د خپلو مبارزو په اړه د کتابونو د لیکلو له امله یې شهرت ترلاسه کړ. نوموړی چې په ۱۹۰۰ ز کال کې د محافظه کار ګوند استازی وټاکل شو، په ۱۹۰۴ ز کال کې یې لیبرال ګوند ته مخه کړه. چرچل د هربېرت هنري اسکویث په لیبراله واکمنۍ کې، د سوداګرۍ د بورډ مشر او کورنیو چارو د وزیر، د زندان د اصلاحاتو او د کارګرانو ټولنیز امنیت د مشر په توګه دنده ترسره کړه. د لومړۍ نړیوالې جګړې په اوږدو کې د سمندري ځواکونو د لوی مشر په توګه، نوموړي د ګالیپولي جګړې مشري و کړه ،خو کله چې دا جګړه د یوه ناورین په بڼه را څرګنده شوه، هغه د لانکاسټر د دوک مشرۍ ته د رتبې تنزیل شو. د ۱۹۱۵ ز کال په نومبر کې نوموړي استعفا ورکړه او د شپږومیاشتو لپاره په لوېیځه جبهه کې د شاهي سکاتلنډي فیوزیل وسلوال ځواک سره یوځای شو. چرچل په ۱۹۱۷ز کال د ډېوېډ لویډ جورج تر مشرۍ لاندې حکومت ته راستون شو او په پرله پسې توګه د سلاکوټونو د وزیر، د جګړې د چارو د وزیر، د هوایي ځواکونو د چارو د وزیر او د مستعمیرو د چارو د وزیر په توګه دنده ترسره کړه او د انګلیس – آیرلنډ د تړون او په منځنی ختیځ کې د بریتانیا د بهرني سیاست مشري یې وکړه. په پارلمان کې له دوو کلونو نه وروسته، نوموړي د سټینلي بالډوین په محافظه کار حکومت کې د خزانې د وزیر په توګه دنده ترسره کړه، چې په ۱۹۲۵ ز کال کې یې د سټرلینګ پونډ بېرته د جګړې نه وړاندې د سرو زرو معیار ته راستون کړ، چې یو انقباضي فشار او د بریتانیا په اقتصاد باندې محدود کوونکی سیاست ګڼل کېده.  

د "بیابان کلونو" تر نامه لاندې، کله چې هغه په ۱۹۳۰ ز کلونو کې له حکومت نه بهر و، په نازي آلمان کې د پوځي ځواک له زیاتیدونکي ګواښ سره د مقابلې لپاره په وسلو باندې د بریتانویانو د سمبالولو غوښتنه وکړه. هغه بیا د دویمې نړیوالې جګړې په پیل کې د سمندري ځواکونو د لوی مشر په توګه وټاکل شو. د ۱۹۴۰ ز کال د مې په میاشت کې لومړی وزیر او د نیویل چیمبرلین ځایناستی شو.  چرچل یو ولسي حکومت را منځ ته کړ او د روم - برلین محور ځواک په وړاندې یې د متحدینو په جګړه کې د بریتانوي ښکېلتیا مشري په غاړه درلوده، چې پایله که یې په ۱۹۴۵ ز کال کې بریا ترلاسه کړه. د ۱۹۴۵ کال په عمومي ټاکنو کې د محافظه کارانو له ماتې وروسته، هغه د اپوزیسیون مشر شو. نوموړي له شوروي اتحاد سره د سړې جګړې د پراختیا په ترڅ کې، په ​​عامه توګه په اروپا کې "د اوسپنیزې پردې" دې خوا ته د شوروي د نفوذ خبرداری ورکړ او د اروپا یووالي ته یې وده ورکړه. هغه د ۱۹۵۰ز کال ټاکنې بیا و بایللې، خو په ۱۹۵۱ ز کال کې بېرته واک ته راستون شو. د نوموړي دویمه دوره په بهرنیو چارو کې، په ځانګړې توګه د انګلیس - امریکا په اړیکو او د بریتانوي سترواکۍ په ساتنه کې را نغښتې وه. په کورنیو چارو کې، د هغه حکومت د کورونو په ودانولو ټینګار وکړ او د اټومي وسلو پراختیا (چې له هغه وړاندې پیل شوې وه) یې بشپړه کړه. چرچل د ناسم روغتیايي حالت له امله، په ۱۹۵۵ ز کال کې د لومړي وزیر له چوکۍ نه استعفا ورکړه، خو تر ۱۹۶۴ ز کال پورې د پارلمان غړی پاتې شو. هغه په ۱۹۶۵ ز کال کې له نړۍ سترګې پټې کړې او د نوموړي جنازه په دولتي مراسمو سره خاورو ته و سپارل شوه.  

چرچل چې په پراخه کچه د شلمې پیړۍ له خورا اغېزناکو څېرو نه ګڼل کېږي، په انګلستان او لوېدیځه نړۍ کې د ډېر شهرت خاوند دی، چې په دې ځای کې د جګړې د ډګر د بریالي مشر په توګه شمېرل کېږي او د اروپا د لیبرال ولسواکۍ په دفاع کې یې د فاشیزم د خپرېدو په وړاندې ارزښتناکه ونډه لوبولې ده. نوموړی د یو ټولنیز اصلاح کوونکي په توګه هم ستایل کېږي، خو هغه د جګړې په وخت کې د ځینو پېښو له امله – په ځانګړې توګه  د جرمني ښارونو بمبارۍ او د بنګال لوږې ته د نوموړي د حکومت غبرګون او د امپریالیستي نظریاتو او د نژاد په اړه د تبصرو له امله تر نیوکو لاندې دی.

سرچینې