نورايل کليوال

نورايل کليوال Noorayel Kaliwal د ځوان کهول ملي ټولنې بنسټګر او همدا راز د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښو غړو څخه دی. ښاغلی کليوال د ملتپالني او هېوادپالني د نظریې پالونکی دی او د افغانستان ثبات په یوه ولسواک سیستم کې ویني.


نورايل کليوال
په کندهار کي د پښتون ژغورني غورځنګ یوې لویي غونډي ته د وینا پرمهال
په کندهار کي د پښتون ژغورني غورځنګ یوې لویي غونډي ته د وینا پرمهال
په کندهار کي د پښتون ژغورني غورځنګ یوې لویي غونډي ته د وینا پرمهال

د شخص معلومات
زېږېدنه 1996/12/25
هلمند افغانستان
تابعیت افغانستان
قد 185
مذهب اسلام سني
اولاد اجمل، زرغونه
پلار شهيد حاجي عبدالقدوس خان بارکزی
عملي ژوند
تعليم د کندهار میرویس نیکه پوهنتون د سیاسي علومو پوهنځي څخه فارغه
کار/مسلک سياستوال، ټولنيز وګړی
کاروونکي ژبه(ي) پښتو

Found مسلک, Found ژبي,

شخصي ژوند سمول

نورايل کليوال د شهيد حاجي عبدالقدوس خان بارکزي زوی، ډ د مرحوم محمد ظريف خان لمسی دی، په ۱۳۷۵ لمريز کال د مرغومي  يا جدي مياشتي پر ۵ مه نېټه، د هلمند ولايت د نهرسراج ولسوالۍ د تُرمې د کلي په يوه دينداره او کلتورپاله کورنۍ کي زېږېدلی دئ.

ښاغلی کليوال  ۹ کلن ؤ چي کورنۍ يې د خپل کلي او ولسوالي څخه د جنګ او جګړو له کبله د هلمند مرکز لښکرګاه ښار ته کډه سول.

لومړنۍ زده کړي يې  د لښکرګاه هلکانو منځنۍ ښوونځي کي وکړې وروسته بيا  په ۱۳۹۰ لمريز کال کي کندهار ته کډه سول او د ځينو ستونزو لو کبله يې زده کړي څو کاله وځنډېدې. د ځنډ وروسته يې  ثانوي زده کړي په کندهار کي د ميرويس مېنې عالي لېسه کي په ۱۳۹۶ لمريز کال کي بشپړه کړې.

او د همدې کال په پای کي يې په ميرويس نيکه د لوړو زده کړو پوهنتون کي د حقوقو او سياسي علومو  پوهنځي پيل کړه. اوسمهال د همدې پوهنتون د ياد پوهنځي زده کړيال دئ.

نورايل کليوال د کلنو راهيسي کلتوري او فرهنګي غونډي جوړي کړي دي او دې ته ورته غونډو کي  يې ګډون کړی دئ.

نورايل کليوال د خپلو هغو مبارزو ملګرو لخوا چي د ۲۰۱۳م کال راهيسي يې پښتو ژبي، کلتور او نورو ملي آرزښتونو لپاره يې کار کاوه، مشر وټاکل سو او د يادو مبارزو لپاره يې د ځوان کهول په نوم يوه ټولنه رامنځته کړه چي په ډېره چټکتيا سره يې فعاليتونه د هيواد په ډېرو ولايتونو کي روان دي.


کليوال د ځينو تعليمي مؤسسو ترڅنګ په نورو خصوصي ادارو کي هم دنده تر سره کړې ده.

  د سياست سره سره د ادب، کلتور او اسلامي آرزښتونو سره هم ډېره مينه لري، په پښتو کي يې لنډي کيسې، ويناوي، سياسي ليکني ليکلي او پښتو ژبي ته يې ژباړلي دي.

کليوال اوسمهال درې وړونه لري چي محمد طاهر عادل او قاهر خان افغان يې مشران او ميرزايل سېلاب يې کشر ورور دئ.

پلار يې شهيد حاجي عبدالقدوس خان او بل ورور يې  شهيد محمد اسرايل ارماني په ۱۳۸۹لمريز کال کي د وطن د روانو ناخوالو له کبله دواړه په يوه ورځ په شهادت رسېدلي دي.

نورايل کليوال په ۱۳۹۴ کال کي  په کندهار کي واده  کړی دئ، اوسمهال يو زوی اجمل کليوال او يوه لور زرغونه کليواله رب ورکړي دي.

په ډېر درنښت، داؤد جان قادري د نورايل کليوال ګران ملګری. کال  ۵/۱۱/۱۳۹۷

پتي او اړيکي يې:

موبايل، وټساپ، ايمو او وايبر شمېره 0700763538

0744201140

سرچينه سمول

Https://www.Wasiweb.com Archived 2021-08-05 at the Wayback Machine.

https://twitter.com/NoorayelKaliwal?s=09