نسیب البکري

نسیب البکري (زوکړه: ۱۸۸۸ زکال – مړینه: ۱۹۶۶ زکال) سوریايي سیاستوال او د شلمې پېړۍ په لومړۍ نیمايي کې د سوریې ملت پاله رهبر و. هغه د الفتات په نامه د ځوانانو د هغه زیرزمیني سازمان په جوړولو کې مهمه ونډه لرله چې عثماني سترواکۍ ته د اړوند عربي قلمرونو د یو ځای کېدو په لټه کې و. البکري د الفتات او په حجاز کې د مستقرو هاشمیانو د مشر استازي په توګه وروسته له هغه چې په ۱۹۱۶ زکال کې د عربو د پاڅون په پایله کې امیر فیصل د سوریې پاچاهۍ ته ورسېد د هغه له نږدې همکارانو څخه شو. البکري په فرانسه کې د فرانسوي قیمومیت سره مخالفت وکړ، د سوریې د لوی پاڅون له قوماندانانو څخه شو او هغه پاڅون کوونکي یې رهبري کړل چې د لنډ مهال لپاره یې دمشق ونیو. نوموړی په ۱۹۲۷ زکال کې د اعدام جزا له امله له سوریې څخه وتښتېد، خو یوکال وروسته له هغه بېرته سوریې ته راوګرځېد چې عمومي بخښنه اعلان شوه.

نسیب البکري
نسیب البکري
نسیب البکري

د شخص مالومات
پيدايښت ۱۸۸۸
د مشق   ويکيډاټا کې (P19) ځانګړنې بدلې کړئ
د مړينې نېټه کال 1966 (77–78 کاله)  ويکيډاټا کې (P570) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت سوريه   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه عربي ژبه   ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ

البکري له ۱۹۳۲ زکال څخه تر ۱۹۴۶ زکال پورې د سوریې په پارلمان کې د دمشق د استازي په توګه خدمت وکړ. نوموړی په ۱۹۳۶ زکال کې د عمومي اعتصاب یو له اصلي همغږو کوونکو څخه و او د ملي ډلې مرستیال مشر شو. هغه په ۱۹۳۸ زکال کې د عبدالرحمن شهبندر په ګوند کې د شاملېدلو په موخه له یادې ډلې جلا شو. د سوریې له خپلواکۍ وروسته البکري په اردن کې د سوریې سفیر شو خو په ۱۹۵۳ زکال کې یې د ادیب الشیشکلي له خوا د واک نیولو په اعتراض کې استعفا ورکړه. راتلونکی کال د خلکو د ګوند مشر شو، خو په ۱۹۵۷ زکال کې تقاعد شو.

د سوریې په لوی انقلاب کې ونډه

سمول

د ۱۹۲۵ زکال اوړی په سوریه کې د لوی انقلاب د پیلېدو شاهد و چې د سویلي سوریې په جبل العرب سیمه کې د سلطان پاشا الاطرش له خوا پیل شو. هغه مهال چې د اطرش کسانو په الکفر سیمه کې د فرانسوي پوځ یوه ډلګۍ له منځه یووړه، البکري د جولای په ۲۳ مه د الاطرش له لوري لیک ترلاسه کړه چې ترې غوښتي یې و د دمشق ملت پاله په دغه انقلاب کې ورګډ کړي؛ البکري له ځنډ پرته دغه غوښتنه وه منله. د اګست په دریمه په المزرعه جګړه کې د فرانسویانو له ماتې وروسته، البکري د السویدا له مذهبي سیاسي رهبر عبدالغفار الاطرش سره په کار پیل وکړ څو دغه انقلاب ته له حوران بهر پراختیا ورکړي او د هېواد ټولو برخو ته یې ورسوي. البکري د دمشقي ملت پالو او د سلطان الاطرش ترمنځ په القابون سیمه کې د سلطان په خپل کور کې ناسته تنظیم کړه. له دغې ناستې وروسته دواړو لورو هوکړه وکړه چې له سوریې څخه د فرانسویانو په ویستلو کې به له یوبل سره مرسته کوي. [۱][۲][۳]

له دغې ناستې وروسته البکري له الشهبندر سره خبرې وکړې؛ شهبندر په انقلاب کې د دمشق له ښکلتیا سره هوکړه وکړه، په داسې حال کې چې لومړنۍ هڅو یې رنګ را نه وړ. ورته مهال د الطرش کسانو د دمشق پر لور حرکت کړی و څو د فرانسوي ځواکونو پر وړاندې هلته بریدونه وکړي، البکري هم د دمشق له مختلفو سیمو او کلو له دې ډلې له الشغور، باب مصلی، المیدان او جرامنیا څخه داوطلبه ۲۶۰ وسله وال کسان راغونډ کړي و. البکري د قبادي له سیمه ئیز مشر حسن الخراط سره چې د البکري سره یې کورنۍ تله راتله هم لرل نږدې اړیکې ساتلې. د اګست میاشتې په لومړیو کې الخراط د البکري په ټینګار یوه ملیشه ډله جوړه کړه چې په ټول هېواد کې په اغېزمنې یاغي ډلې واوښته. هغه مهال چې فرانسوي چارواکي د ملت پالو یاغیانو له پروګرامونو خبر شول، د اګست په ۲۷ مه یې په ټول ښار کې د پراخو نیونو عملیات پیل کړل او د دمشق ملت پاله نږدې ټول مشران او د هغو ویندویان یې ونیول، خو البکري، وروڼه یې او الشهبندر په تېښته بریالي شول. [۴][۵][۶]

هغه د دروزي جنګیالیو سره په ګډه په حوران سیمه کې د فرانسوي ځواکونو په دفاترو او پوستو باندې په برید کې ونډه لرله او له دې سربېره د دروزیانو ترمنځ د نورو ټولو دمشقي قوماندانو په پرتله ورته ډېر درناوی کېده. په غوطه کې د یاغیانو او فرانسوي ځواکونو د شخړې په زور اخیستو سره؛ البکري داسې عملیاتي پلان جوړ کړ چې د دمشق د قلا او اعظم ماڼۍ په نیولو سره د دمشق کنټرول د فرانسویانو له واکه وباسي. لومړنی یې د فرانسوي ځواکونو مرکز و او دویمي یې هم د فرانسې د عالي کمیشنر موریس سارای دفتر و. البکري له الاطرش او د هغو له کسانو څخه مرسته وغوښته، خو هغوی د حوران په جګړه کې ښکېل و او البکري ته یې خبر ورکړ چې د دوی له خوا هر ډول مرسته له ځنډ سره مخ کېدلای شي. له دې سره البکري پرېکړه وکړه چې وړاندې ولاړ شي. د اکتوبر په ۱۷ مه هغه د الخراط ډله او د یاغیانو نورې ډلې له المیدان او جرامانه څخه دمشق ته دننه کړې. راتلونکې ورځ الخراط عملیات پیل کړل. [۷][۸][۹]

په داسې حال کې چې د الخراط کسانو وکولای شول اعظم ماڼۍ او د باب الصغیر د پولیسو مرکز ونیسي؛ ورته مهال البکري هم د ۲۰۰ جنګیالیو په لرلو سره په المیدان کې له خپل مرکز څخه په القدم کې د ارمني کډوالو په کمپ برید وکړ او ګڼ شمېر ارمني کډوال یې ووژل. یاغیانو ارمنیان – چې له چرکساینو سره په خوا کې د فرانسوي چارواکو متحدین و – په دې تورن کړل چې په تېرو اونیو کې یې له فرانسوي ځواکونو سره په ګډه د الغوطه په څو کلو کې بریدونه کړي. په القدم باندې له برید وروسته د البکري ځواکونو د ښار په لوري حرکت وکړ او باب الجابیه، باب مصلی او قنوات کې یې د پولیسو مرکزونه ونیول. د هرې سیمې په نیولو سره له بریدونو سره علاقه لرونکي نندارچیان هم په دغه ځواکونو کې ور ګډېدل او د هغوی شمېر ورسره زیاتېده. [۱۰]

سارای چې د بریدونو پر مهال په دمشق ښار کې نه و، د دغه ښار د بمبارد کولو امر یې ورکړ چې له امله یې ټوله سیمه ویجاړه او د دمشق په سلګونو تنه وګړي ووژل شول. د اکتوبر په ۲۴ مه یاغیان وځپل شول او البکري وتښتېد. نوموړی د نورو یاغي مشرانو لکه د سیدالعاص تر نیوکو لاندې راغی. العاص څرګنده کړه چې البکري داسې مهال پرېکړه وکړه چې د الاطرش نږدې ۱۰۰۰ تنه کمکي ځواکونو ته په تمه پاتې نشو او یو نا همغږی برید یې د خپلو داوطلبو وسله والو کسانو پر مټ ترسره کړ چې لامل یې هم د شخصي افتخار خپلول و. البکري د دمشق د ملت پاله مخکښانو یوازنی غړی و چې په مستقیم ډول یې په ځمکنۍ جګړه کې ونډه واخیسته. [۱۱][۱۲]

د ډسمبر په لومړیو کې البکري د سقبا په غوطه کلي کې د یاغي مشرانو د یوې ناستې مشري پر غاړه واخیسته. هغه په دغه ناسته کې د دیرالزور سیمې په یاغي مشر رمضان الشلاش کلکې نیوکې وکړې او هغه یې د دوما، القیسا، حران العوامید او میدعا کلو له خلکو څخه د پراخو جریمو او نور لګښتونو په اخیستو تورن کړ. له دې سره چې دغه مالیات د عادي وګړو یا دهقانانو پر ځای تقریبا په بشپړه توګه د ځمکو مالکینو او ښاري اشرافیانو ته اړوند و. هماغه ډول چې الشلاش له ځانه د یو ماهر قوماندان په توګه دفاع کوله د البکري له مشرۍ یې نیوکه وکړه او هغه یې د پټ نفرت او ځان غوښتنې په لرلو تورن کړ. له دې سره البکري او د هغه متحد الخراط وتوانېدل په دغه ناسته کې الشلاش له پاڅون څخه وباسي او د هغه وسله او نښان ترې واخلي. له دې سره د فرانسویانو له خوا د سقبا بمبار کولو الشلاش ته لار برابره کړه څو له مجازاتو وتښتي. الخراط هم دوه اونۍ وروسته د فرانسویانو په یو برید کې ووژل شو، په داسې حال کې چې الشلاش د فرانسویانو لور ته وتښتېد. د البکري کوچنی ورور اسعد هم په ۱۹۲۶ زکال کې د عملیاتو پر مهال ووژل شو. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

سرچينې

سمول
  1. Moubayed 2006, p. 199.
  2. Provence 2005, p. 72.
  3. Atiyeh 1988, p. 260.
  4. Atiyeh 1988, p. 261.
  5. Provence 2005, pp. 83–84.
  6. Provence 2005, pp. 100–101.
  7. Provence 2005, pp. 102–103.
  8. Atiyeh 1988, p. 259.
  9. Moubayed 2006, p. 199.
  10. Provence 2005, pp. 102–103.
  11. Provence 2005, p. 106.
  12. Provence 2005, pp. 104–105.
  13. Provence 2005, p. 133.
  14. Provence 2005, p. 78.
  15. Provence 2005, p. 138.
  16. Provence 2005, pp. 134–135.