نجيب منلی (روکړه د ۱۳۳۷ لېږديز لمريز کال د غبرگولی ۹) (په انگرېزي: Najib Manalai) يو افغان پښتو ژبی ليکوال، اديب، شاعر، ژبپوه او ساپوه دی.

نجيب منلی


مخينه

نجيب منلی د زين الله منلي زوی، په ۱۳۳۷ ل کال په کابل کې زېږېدلی، خو پلرنی ټاټوبی يې د ننگرهار ولايت د روداتو ولسوالۍ د کان کلی دی. نجيب منلي خپلې لومړنۍ زده کړې په کان کليوالي ښوونځي کې پيل کړې، بيا يې د کابل په استقلال لېسه کې تر دولسم ټولگي پورې زده کړې وکړي. هغه خپلې لوړې زده کړې په فرانسه کې سر ته ورسولې. هلته يې د پاريس له يوولسم پوهنتونه په زمکپوهنې څانگه کې د ماسټرۍ تر کچې ترسره کړې. همدا راز يې د پاريس د فنونو او مسلکونو ملي مرکز څخه د ساپوهنې په څانگه کې ماسټري اخيستې.

د فرانسې د ختیزو ژبو او مدنیتونو ملي انستیتوت څخه يې د عمومي ژبپوهنې په څانگه کې زده کړې وکړې او بيا يې د کمپيوټر په څانگه کې د پراجيکټ منېجر مسلکي ديپلوم تر لاسه کړ. منلی په پښتو، دري، فرانسوي او انگريزي ژبو پوهېږي او د روسي، جرمني، عربي او اردو سره هم لږه ډېره اشنايي لري.

دندې

  • د فرانسې د ختیزو ژبو او مدنیتونو ملي انستیتوت، د پښتو ژبې تدریس.
  • - بېلابېلو خصوصي شرکتونو کې د سافټویر انجنیر.
  • - د پاریس په یوې سیمه ییزې راډیو کې د خپرونو جوړوونکی او وړاندې کوونکی.
  • - د افغانستان د جمهوري ریاست د د فتر د نړیوالو مراسلاتو لیکونکی.
  • - د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت سلاکار.
  • - د مالیې وزارت سلاکار.

نوموړی په افغانستان کې د هېوادمشرۍ رياست د دفتر د نړېوالو مراسلاتو ليکوال او د اطلاعاتو او کلتور او د ماليې وزارتونو سلاکار پاتې شوی.

ليکنې

  1. اورونه زنځیرونه [پښتو شعري ټولگه] د ۱۳۸۷ ل کال کابل چاپ.
  2. La mètrique du pachto, in Cahiers de Poétique Comparée, INALCO, 1986, pp. 101-153 (د پښتو شعر عروض ) په فرانسوي ژېه څېړنيزه مقاله.
  3. په فرانسه کې چاپ شوي Dictionnaire des Littératures Universelles ”د نړیوالو ادبياتو قاموس“ لپاره د پښتو او دري ادبياتو په اړه ليکنې.
  4. د ”ايران پېژندنې فرانسوي انستيتوت“ کالنۍ خپرونې ABSTRACTA IRANICA لپاره د پښتو ژبې او افغانستان په اړه د نژدې سلو کتابونو او مقالو پېژندگلوي.
  5. Tresses et labyrinthe (څڼې او د محبوبې کلا) په فرانسوي ژبه د پښتو د اولسي کيسو ټولگه.
  6. ” لندی – شعر مردمی پشتو“ په نيويارک کې چاپېدونکې ايراني مجلې ”ايران نامه“ ته په فارسي ژبه د لنډيو پېژندنه او د نژدې پنځوسو لنډيو ژباړه.
  7. کتاب فروش [دري شعري ټولگه] کابل ۱۳۸۸
  8. د هېواد بېلابېلو خپرونو کې خورې ورې مقالې

ژباړې

  1. Poèmes afghans (افغاني شعرونه) د شپاړسو پښتو شعرونو فرانسوي ژباړه.
  2. Landeys د شپږينځوسو لنډيو فرانسوي ژباړه.
  3. En attendant l’aurore (د سباوون په تمه) د عبدالباري جهاني د شعرونو ټولگه.
  4. Confiture d’orange (د نارنج مربا) د صفيه حليم د لنډو کيسو د ټولگې ”نیمگړی انځور“ فرانسوي ژباړه.
  5. د افغانستان سره تړلو ځينو مجلو لپاره د پښتو او دري شعرونو ژباړه.
  6. د پښتو شعر د یو غورچاڼ فرانسوي ژباړه, Radio Villages éditeur 1986, 22p.
  7. Lexique Français – Pachto, [فرانسوي – پښتو لغتنامه : تقریباْ ۱۵۰۰ کلمات], INALCO, 1986, 86p.
  8. A selection from Modern Pashto Poetry [د پښتو معاصر شعر بېلگې – انگرېزی ژباړه] کابل – ۱۳۸۹
  9. Reflets de Poésie Afghane [ د افغاني شعر انځور: په فرانسوي ژبه د افغاني شعرونو ژباړه] کابل - ۱۳۸۷
  10. چترۍ [د فرانسوي لنډو کیسو پښتو ژباړه] کابل - ۱۳۸۷
  11. En attendant l’aurore, [French Translation of poems from A. Jahani], Caractères, 2002, 92p.

باندنۍ تړنې

سرچينې