نثار محمد پښتون

نثار محمد پښتون (نثار محمدافغان) زوکړه ۱۸۹۷ز کال پیښور مړینه ۱۹۳۷ اکتوبر (بند خونه) د پخوانی افغانستان په پیښور سیمه کې د افغان پاچا امير امان الله خان ملاتړی او په هغه وخت کې د بریتانوي ټولواکمنې نه د افغانستان د خپلواکۍ جګړن وو.

نثار محمد پښتون
نثار محمد پښتون
نثار محمد پښتون

د شخص معلومات
زېږېدنه ۱۸۹۷
پیښور
د مړينې نېټه ۱۹۳۷ز کال
د مړینې لامل سیاسي وژنه
تابعیت  افغانستان
پلرنی ټاټوبی افغانستان
عملي ژوند
تعليم د تاجکستان د پوهنې وزیر
کاروونکي ژبه(ي) پښتو، اردو، فارسي

نوموړی په ۱۹۱۹ز کال کې د افغان انګلیس دریمې جګړې پرمهال د بریتانویانو لخوا ونیول شو او بند خونې ولیګل شو، نثار محمد قرار وو اعدام شي، اما نوموړی د بند خونې نه په تیښته بریالی او د افغانستان له لوری د ازبکستان پلازمینې تاشکند وتښتېد، په تاشکند کې نوموړی په یوه پوځي پوهنتون کې د ښونکی په توګه دنده شروع کړه. په ۱۹۲۰ز کال کې د پخوانی شوروی اتحاد لخوا د ازبکستان د نیولو سره نوموړی د یوه ګرجستانی وګړی (سرګو اژنکتیزی) سره ایران ته لاړ، نوموړی د ایران په شمال کې د یوه سوسیالي خپلواک هیواد غوښتونکې او د ځنګله غورځنګ مشر (میرزا کوچک خان ځنګلي) سره وکتل، چې په وخت کې کوچک خان د ایران په (ګیلان) سیمه کې یو جمهوریت جوړ کړی وو، چې حکومت یې بیا د ایرانیانو او انګریزانو د جګړې پرمهال له منځه لاړ.

وژنه سمول

نثار احمد چې له ۱۹۳۲_۱۹۳۷ز کلونو ترمنځ په مسکو پوهنتون کې د پښتو او اردو ژبې د ښونکی په توګه دنده ترسره کوله، د ۱۹۳۷ز کال په اکتوبر میاشت کې د یوشمیر سیاسي د لایلو په خاطر ونیول شو، د نیول کیدو وروسته نوموړی د مسکو په یوه بند خونه کې ووژل شو او له هغې وروسته یې مړی وسوځول شو چې ویرې یې بیا د مسکو په یوه ډله ییز قبر کې خښې شوې.

سرچینه سمول

سرچینه د بی بی سی پښتو رپوټ.

یادنوې سمول

د تاجکستان پلازمینه دوشنبه کې د نوموړی هیواد د پوهنې وزارت ترمخ سړک د نثار محمد پښتون په نوم نومول شوی دی، چې اوس هم د نوموړی په نوم یادیږي.

خدمتونه سمول

نثار محمد منځنۍ آسیا ته له مهاجرت سره په تاجکستان کې د نجونو او هلکانو د زده کړو لپاره ګڼ شمیر خدمتونه وکړل، چې همدی خدمتونو نوموړی له ۱۹۲۶-۱۹۳۲ د تاجکستان د لومړنی پوهنې وزیر تر چوکۍ ورسوه. په ۲۰۲۱ز کال د نثار محمد پښتون په خدمتو په تاجکستان کې د نوموړی په ژوند یو مستند فلم جوړ شوی دی. نثار محمد په ۱۹۲۳ز کال کې د دوه کتابونو د چاپولو ترڅنګ په ۱۹۲۴ز کال کې په تاشکند کې لومړنی دارالمعلمین جوړ کړ، او همدارنګه یې د تیمور شاه سره یو ځای د تاجک غږ نومې ورځپاڼه پیل کړه. نثار محمد افغان له ۱۹۳۲ز کال وروسته په مسکو پوهنتون کې د پښتو او اردو ژبې د ښونکی په توګه دنده ترسره کوله. نوموړی په ۱۹۳۷ز کال کې د ګڼ شمیر نورو فرهنګیانو په څیر د یو شمیر تورونو پر آساس ونیول شو، چې د همدی کال په اکتوبر میاشت په بند خونه کې ووژل شو.

کورنۍ سمول

د نثار محمد پښتون لمسیان او نوره کورنۍ اوسمهال په مسکو کې ژوند کوي.