ډاکټر نثار احمد صمد واصفي (زوکړه ۱۳۳۴ لمريز لېږدي (۱۹۵۵) ز کال، کندهار) د افغانستان يو پښتو ژبی لیکوال، څېړونکی او ژباړن دی.

نثار احمد صمد


مخينه او زده کړې

نثار احمد صمد واصفي پر ۱۳۳۴ لمريز لېږدي (۱۹۵۵) ز کال په کندهار کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې د کندهار ولایت په میرویس نیکه لېسه کي او زده کړې دي. په ۱۳۶۰ (۱۹۸۱) ز کال کې د کابل پوهنتون له وترنري پوهنځي څخه فارغ شو. د هغه ليکنې په بېلابېلو افغاني ورځپاڼو او مهالنيو کې خپرېږي.

کډوالي

نثار احمد صمد په ۱۹۸۵ زېږدیز کال کې د يو لړ مجبوريتونو له مخې پاکستان هېواد ته کډوال شو او په ۱۹۸۸ ز کال کې هند ته ولاړ او ۱۲ کاله هلته د کډوال په توگه واوسېد. په ۱۹۹۹ ز کال کې کاناډا ته ولاړ او تر اوسه له خپلې کورنۍ سره هلته اوسي.

ليکوالي

ډاکټر نثار احمد صمد نږدې ۳۰۰ ليکنې (مقالې) کړې چې په «مجاهد ولس »، «آینه افغانستان»، «دعوت» کې خپرې سوې دي. اوس يې په «افغان رساله»، «کندهار مجله»، «تعلیم الاسلام» مجله او ځینو ويب سایټونو کې خپرېږي.


چاپ شوي نښيرونه يې

۱- فاجعه قرن ما، ډگروال محمد يوسف او جگړن مارک اډکين (ژباړه).

۲- د لستوڼي مار، بروس رېچرډسن (ژباړه)، د ۱۹۹۸ ز کال چاپ.

۳- د افغانستان د بهرنيو اړيکو تاريخ، پروفيسور لوډويک اډاميک (ژباړه)، ۱۹۹۹ ز کال چاپ.

۴- از بين بردن تفاوت ها، وحيد سرور او زرڅانگه پوپل، (ژباړه)، ۲۰۰۶ ز کال چاپ.

۵ ـ قرآني ریاضي، (ليکنه)، د ۲۰۰۹ ز کال چاپ. دويم چاپ ۲۰۱۸ ز کال.

۶ - بوش په جنگ کي، باب وډوارډ. (ژباړه)، د ۲۰۰۸ ز کال چاپ.

۷ - اسراییلي تبلیغ ډله او د امریکا بهرنۍ تګلاره، سټیفن والټ او جان میر شایمر (ژباړه)، د کاناډا په افغان رساله کي پرله پسې خپور شوی دی.

۸ - درغل دولت، ویلیم بلوم، (ژباړه)، په افغان رساله کي پرله پسې خپور شوی دی.

۹ - افغانستان: سیاسي کمزوري او بهرنۍ مداخله، ډاکټر نبي مصداق، (ژباړه) د ۲۰۱۱ ز کال چاپ.

۱۰ ـ د کابل پېغله، صادق حسین صدیقي (ژباړه)، په کندهار مجله کې اوس هم خپرېږي).

۱۱ ـ د پند او عبرت قصې، لومړی ټوک، (ليکنه)، د ۲۰۱۰ ز کال چاپ.

۱۲ ـ د پند او عبرت قصې، دويم ټوک، (ليکنه)، د ۲۰۱۴ ز کال چاپ.

۱۳ ـ د پند او عبرت قصې، درېیم ټوک، (ليکنه)، د ۲۰۱۸ ې کال چاپ.

۱۴ ـ د پند او عبرت قصې، څلورم ټوک، (ليکنه)، د ۲۰۱۹ ز کال چاپ.

۱۵ ـ اخلاقي کنایې، لومړی ټوک، (ليکنه)، د ۲۰۱۲ ز کال چاپ.

۱۶ ـ اخلاقی کنایې، دوهم ټوک ، (ليکنه)، د ۲۰۱۵ ز کال چاپ.

۱۷ ـ اخلاقي کنایې، درېیم ټوک، (ليکنه)، د ۲۰۱۹ ز کال چاپ.

۱۸ ـ د قرآن سره مرکه، (ليکنه)، په افغان رساله او ځینو سایټونو کې پرله پسې خپور شوی دی.

۱۹ ـ اول د ځان اصلاح، لومړی ټوک، (ليکنه)، د ۲۰۱۷ ز کال چاپ.

۲۰ ـ اول د ځان اصلاح، دوهم ټوک، (ليکنه)، د ۲۰۱۸ ز کال چاپ.

۲۱ ـ اول د ځان اصلاح، درېیم ټوک، (ليکنه)، د ۲۰۱۹ ز کال چاپ.

۲۲ ـ د افغان انقلاب غمجن داستان، زاهد القادري، (ژباړه)، په افغان رساله کې خپرېږي.

د ليکوال ناچاپ نښيرونه

۱ ـ د پند او عبرت قصې، پنځم ټوک (ليکنه).

۲ ـ اخلاقي کنایې، څلورم ټوک (ليکنه).

۳ ـ اول د ځان اصلاح، څلورم ټوک، (ليکنه).

۴ ـ د آزادۍ بیه: د افغانستان ویر، سید قاسم رشتیا (ژباړه).

۵ ـ شیر شاه او د هغه عصر، کالکارنجن قانونگو، (ژباړه).

۶ ـ اسرایل په فلسطین کي، (ليکنه).

۷ ـ پښتو لیک لوست، (ليکنه).

۸ ـ پښتني نکلونه، عایشه احمد او راجربوز، (ژباړه).

۹ ـ د نړۍ بهترین داستان، (ليکنه).

۱۰ ـ قرآني ساینس، (ليکنه).

۱۱ ـ کورنۍ نسخې، (ليکنه).

۱۲ ـ تاریخي قصې، (ليکنه).

۱۳ ـ مور ته سلام، (ليکنه).

۱۴ ـ اخلاقي ټوکي، (ليکنه).

۱۵ ـ نننۍ ښځه، (ليکنه).

۱۶ـ اسلامي معلومات، (ليکنه).

۱۷ ـ د مقالو ټولگه، (ليکنه).

۱۸ ـ عمومي معلومات، (ليکنه).

۱۹ ـ زرغا بوټۍ، (ليکنه).

۲۰ ـ د الفاظو امېل، (ليکنه).

۲۱ ـ قدسي حدیثونه، (ليکنه).

۲۲ ـ انتخابي حدیثونه، (ليکنه).


ستاينې او ډالۍ

د ښاغلي نثار احمد صمد واصفي زيار او زحمت چې د ژوند په اوږدو کي یې سرته رسولی، له نېکه مرغه د ستايني او قدر وړ گرځېدلی دي.

۱ ـ په ٢٠٠٣ ز کال کې د کاناډا د ملي توکميزو خپرونو د شورا ستاينليک.

۲ ـ په ۲۰۰۸ ز کې د کاناډا د «سنیکا کالج » له خوا د ژورنالیزم او رسنيزې کارندتيا ستاینلیک.

۳ ـ په ٢٠٠٩ ز کال کي د انټاريو د ايالتي پارلمان له خوا د خپلې خوښې خدمتونو ستاينليک.

۴ ـ په ٢٠١٠ ز کال کې د کاناډا د ملي توکميزو خپرونو د شورا د خدمتونو ستاينليک.

۵ ـ په ٢٠١١ ز کال کې د بېنوا ويب پاڼې له خوا د کال د غوره ليکوال ستاينليک.

۶ ـ په ٢٠١٢ ز کال کې په سوېډن کې د دوستۍ د فرهنگي ټولنې له خوا د گټورو نښيرونو ستاينليک.

۷ ـ په ٢٠١٤ ز کال کې د انټاريو د پارلمان له خوا د خپلې خوښي کار د خدمتونو ستاينليک.

۸ ـ په ۲۰۱۸ کې د کندهار پوهنتون له خوا د فرهنگي خدمتونو او پوهنيزو څېړنو جایزه.

مدني اکر

ښاغلي نثار احمد صمد واصفي په ۱۹۸۱ ز کال کې واده کړی، اوس ۵ اولادونه لري چی درې يې لوڼې او دوه يې زامن دي.

باندنۍ تړنې

سرچينې

۱- https://1.khabarial.com/archives/113522 Archived 2019-10-01 at the Wayback Machine.

۲- د Habibullah Ghamkhor فېسبوک پاڼه.