نايجېر

(له نایجېر نه مخ گرځېدلی)

نایجیر چې په رسمي توګه د نایجېر ولسمشریزه ده د افریقا په ختیځ کې پروت یو هیواد دی. د نایجیر رسمی ژبه فرانسوي او پلازمینه یې د نیامی ښار، یاد هیواد ۰۰۰'۲۶۷'۱ کیلومتره مربع مساحت او کابو ۲۲ میلیونه وګړي لري، د پیسو واحد یې د لویدیځې افریقا سی اف ای فرانک (CFA) او خپلواکی یې په ۳ د اګست ۱۹۶۰م کال له فرانسه نه ترلاسه کړی.

  
نايجېر
نايجېربیرغ نايجېرنښان

Location of  نايجېر  (dark green)
Location of  نايجېر  (dark green)

شعار
ملي ترانه:
ځمکه او استوګنه
کوارډينېټ ۱۷°شمال ۱۰°ختیځ / 17°شمال 10°ختيځ / 17; 10   ويکيډاټا کې (P625) ځانګړنې بدلې کړئ[۱]
پراخوالی
پلازمېنه نیامی   ويکيډاټا کې (P36) ځانګړنې بدلې کړئ
رسمي ژبې فرانسوي ژبه   ويکيډاټا کې (P37) ځانګړنې بدلې کړئ
مشرتابه
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ
خپلواکۍ نېټه ۱۹۶۰  ويکيډاټا کې (P571) ځانګړنې بدلې کړئ
د عمر محدودیتونه
د واده عمر 18 کلن ،  15 کلن   ويکيډاټا کې (P3000) ځانګړنې بدلې کړئ
بې کارۍ کچه 5 سلنه (۲۰۱۴)[۲]  ويکيډاټا کې (P1198) ځانګړنې بدلې کړئ
نور مالومات
تګلوری ښي لورۍ [۳]  ويکيډاټا کې (P1622) ځانګړنې بدلې کړئ
رسمي وېبپاڼه د تاييدولو سرچينه  ويکيډاټا کې (P856) ځانګړنې بدلې کړئ
هېواد کوډ NE  ويکيډاټا کې (P297) ځانګړنې بدلې کړئ
د زنګ وهنې نړیوال کوډ +227  ويکيډاټا کې (P474) ځانګړنې بدلې کړئ
Map

نايجير (Niger) (/niːˈʒɛər/ or /ˈnaɪdʒər/؛ فرانسوي: [niʒɛʁ]) په رسمي ډول د نايجير جمهوريت، (هاوسا ژبه: Jamhuriyar Hijar، زرما/سونغای ژبه: Niger Laabo، Tamajaq: ⵜⴰⴶⴷⵓⴷⴰ ⵏ ⵏⵉⵌⵢⵔ، عربي: جمهورية النيجر) په لويديځه افريقا کې په وچه کې راایسار هېواد دی، چې نوم يې له نايجير سيند څخه وروسته پرې ايښودل شوی دی. نايجير يو ناوېشلی دولت دی، چې شمال ختيځ ته له ليبيا، ختيځ ته له چاد، سوېل ته له نايجيريا، سويل لويديځ له بينين او بورکينا، لويديځ ته له مالي او شمال لويديځ ته له الجيريا سره پوله لري. نايجير د نږدې ۱۲۷۰۰۰۰ کېلو متر مربع (۴۹۰۰۰۰ ميل مربع) وچې سيمې په پوښلو سره له چاد څخه وروسته، د لويديځې افريقا دويم په وچه کې حصار ستر هېواد دی. د هېواد له ٪۸۰ څخه زياته سيمه د افريقا په ستره دښته (Sahahra) کې پرته ده. د ياد هېواد نږدې ۲۲ ميليونه مسلمان وګړي د هېواد په لرې سوېل او لويديځ کې زياتره په ډلو [ټولنو] کې ژوند کوي. پلازمېنه او تر ټولو ستر ښار يې نيامي “Niamey” دی، چې د هېواد په سويل ختيځه څنډه کې پروت دی.[۴][۵][۶][۷]

نايجير د نړۍ يو له خورا وروسته پاتې هېوادونو څخه دی. دا هېواد د ملګرو ملتونو د انساني پرمختګ په لړ کې په ثابت ډول بېخ يا تل ته نږدې ځای لري، چې د ۲۰۱۵ ز کال لپاره د ۱۸۸ هېوادونو ۱۸۷ او د ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ ز کال راپور کې د ۱۸۹ هېوادونو له ډلې ۱۸۹ هېواد و. د ياد هېواد له دښتې څخه پرته زياتې برخې د دوره يي وچکالۍ او پر دښته باندې د بدلېدنې په واسطه ګواښل کېږی. اقتصاد يې نږدې پر پايښت کرنه باندې متمرکز دی. د لېږد ځينې توکي يې له يو څه حاصلخېزې سويلي برخې کرنيز توکي او اومه مواد په ځانګړي ډول د يورانيم کاڼي دي. نايجير د پرمختګ په برخه کې له سختو ننګونو سره مخامخ کېږي، چې د پام وړ لاملونه يې دا دي: په وچه کې را ایساردرک، وچو او شاړو دښتو، ناکافي کرنې، د زېږون له اداره کولو پرته د ښېرازۍ لوړې اندازې چې د نفوس د زياتوالي لامل کېږي، د هېواد د اوسېدونکو د زده کړو کچې ټيټوالی او بې وسي يا غريبي، د جوړښت يا زېربنا کمښت، کمزورې روغتيايي پاملرنه او چاپېريالي ګډوډي دي. [۸][۹]

نايجيري ټولنه، د وګړو بېلابېل ډولونه منعکس کوي، چې د خپلو بېلابېلو توکميزو ډلو او مذهبونو له اوږدمهاله خپلواکو تاريخونو او په يو هېواد کې د هغوی اړوند له لنډمهاله ژوند څخه يې ترلاسه کړي دي. په تاريخي ډول نننۍ نايجيریا د ځينو سترو دولتونو پر څنډو يا حاشيو باندې دی. له خپلواکۍ څخه راپدېخوا نايجيريانو تر پينځو اساسي قوانينو او د پوځي واکمنۍ تر درې دورو لاندې ژوند کړی دی. په ۲۰۱۰ ز کال کې له پوځي کودتا څخه وروسته نايجير يو ديموکراتيک څو ګوندي دولت شو. د وګړو ډېره برخه يې په کليوالي سيمو کې ژوند کوي او پرمختللو زده کړو ته لږ لاسرسی لري.

رېښه

د هېواد نوم له نايجير سيند (Niger River) څخه اخيستل شوی دی، چې د هېواد په لويديځ کې بهېږي. د ياد سيند د نوم اصليت نامعلوم دی، که څه هم يوه نامتو نظريه دا ده، چې نوم يې د “Tuareg” [ژبې] له (n’eghirren) څخه اخيستل شوی دی، چې د «بهېدونکو اوبو» معنا لري. تر ټولو عام تلفظ يې د فرانسوي ژبې (/niːˈʒɛər/) دی، که څه هم په Anglphone رسنۍ کې د (/ˈnaɪdʒər/) تلفظ هم کله ناکله کارول کېږي. [۱۰]

تاريخچه

له ليکلي تاريخ څخه مخکې

د معاصر نايجير سيمه کې د زرونو کلونو لپاره انسانان استوګن شوي دي. ځيني ډبرين توکي چې له ميلاد څخه ۲۸۰۰۰۰ کلونه پخوا نېټه څرګندوي، د شمالي “Agadez” سيمې په “Adrar”، “Bous”، “Bilma” او “Djado” کې موندل شوي دي. يادې ځينې موندنې د منځنۍ Paleolithic دورې د Aterain او Mousterian توکي په کلتورونو سره اړيکه لري، چې له ميلاد څخه مخکې نږدې (۲۰۰۰۰-۹۰۰۰۰) کلونو تر منځ په شمالي افريقا کې وغوړېدل. فکر کېږي چې يادو لومړنيو انسانانو د ښکاري راټولېدونکو د ژوند ډول غوندې ژوند وکړ. له ليکلي تاريخ څخه پخوا وختونو کې د افريقا د سترې دښتې (Sahara) اقليم خورا لوند او د اوس په پرتله ښېرازه و؛ لرغون پېژندونکي نوموړې ښکارنده «ښېرازه يا شنه سهارا» بولي، چې د ښکار او وروسته د کرنې او کورنيو ژوو د ساتنې لپاره يې د خوښې وړ حالتونه چمتو کړل.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

Niolithic دوره له ميلاد څخه نږدې ۱۰۰۰۰ کالونه مخکې پيل شوه، چې د يو شمېر مهمو بدلونونه شاهده وه. لکه: د کولالۍ پېژندنه (لکه څرنګه چې په Tagalagal، Temet او Tin Ouffadene کې ثبوت شوي دي)، د رمې ساتنې خپرېدل او د تېږو په تپو [مقبرو] کې د مړي ښخول. دا چې له ميلاد څخه مخکې په (۲۸۰۰-۴۰۰۰) دوره کې اقليم بدلون وکړ، “Sahara” دښتې په پرله پسې ډول وچېدل پيل کړل، چې د سويل او ختيځ د استوګنې نمونې يې بدلون ته اړ کړې. کرنه او په تېره د ږدن او “sorghum” او همدرانګه کولالي پراخه شوه. اوسپنيز او مسي توکي په “Azawagh”، “Takedda”، “Marendet” او “Termit Massif” سيمو کې د لومړنيو موندنو په ګډون، په لومړي ځل همدې دوره کې راڅرګندېږي. له ميلاد څخه مخکې نږدې (۶۰۰۰-۸۰۰۰) کې د Kaffian او وروسته له ميلاد څخه مخکې نږدې (۲۵۰۰-۵۰۰۰) کې د Tenerian کلتورونه چې په Adrar Bous او Gobero کې وو، ګڼ شمېر د هډوکو جوړښتونه (اسکليټونه) په کې څرګند شوي دي چې د يادې دورې پر مهال جوړ شوي دي. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

د دې د پای پر لور تر لومړیو ميلادي پېړيو پورې، ټولنو په کرنه او د ښخولو دود کې د سيمه ییز توپير په لرلو سره، ودې کولو او يو څه پېچلې کېدلو ته دوام ورکړ. د دې وروستۍ دورې د يادونې وړ کلتور د Bura کلتور دی (نږدې ۱۳۰۰-۲۰۰ ميلادي)، چې د Bura لرغون پېژندنې سيمې له مخې نومول شوی دی. په ياده سيمه کې يوه کيندنه [قبر] وموندل شو، چې له اوسپنيزو او خاورينو مجسمو څخه ډک و. د Neolithic دوره د افريقا د سترې دښتې (Sahara) د ډبرين هنر د غوړېدلو شاهده هم وه، چې زياتره يې په Air Mountains، Termit massif، Djado Plateau، Iwenlene, Arakao, Tamakon, Tzerzait, Iferouane, Mammanet او Dabous سيمو کې و. نوموړی هنر له ميلاد څخه مخکې له ۱۰۰۰۰ کال څخه تر ۱۰۰ ز کال پورې دوره رانغاړي او د طبيعي منظرې له توپير لرونکو موسمي ژوو څخه د نېزې وهلو انځورونو تر تشرېحاتو پورې (چې د ليبي جنګياليو په توګه ژباړل شوی دی) د يو لړ موضوعګانو لړۍ انځوروي. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

له استعمار څخه مخکې نايجير کې سترواکۍ او پاچهۍ

د ليکلو سرچينو د کمښت له امله د نايجير لومړني تاريخ پوه ټاکلې ده، که څه هم روښانه ده چې له ميلاد څخه مخکې تر ۵ پېړۍ پورې د معاصر نايجير سيمه د ترانس سهارا سوداګرۍ سيمه جوړه شوې وه. د لېږد رالېږد په سم ډول د روزل شويو وسايلو په توګه له اوښانو څخه ګټه پورته کېده، چې مشري يې د شمال Tuareg قبيلو کوله او له هغې سيمې څخه تېرېدل، چې اوس پراخه دښته ده. ياده خوځېدنه چې د څو پېړيو لپاره به په څپو کې دوام وکړي، سويل ته له زياتې کډوالۍ او د نيمه سهارايي افريقايي او شمالي افريقايي وګړو په ګډون [يو له بله] او همدارنګه په پرله پسې ډول د اسلام په خپرېدنې سره مل وه. له نايجير سره د اومې پېړۍ په پای کې د شمالي افريقا د عربي يرغل له لورې مرسته وشوه، چې سويل ته د وګړو د کډواليو يا خوځښتونو پايله يې درلوده. د دې دورې پر مهال په Sahel کې بېلابېلې سترواکۍ او پاچاهۍ وغوړېدې. د يادو سترواکيو او پاچاهيو تاريخ د نايجير د هغو معاصرو پولو په دننه کې په اسانۍ سره سمون نه کوي، چې د اروپايي استعمار پلوۍ د دورې پر مهال رامنځته شوې. لاندې سترواکۍ د اصلي سترواکيو نږدې تاريخي دليل غوره کوي. [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

د مالي سترواکي (1200s-1400s)

د مالي سترواکي يوه Mandinka سترواکي وه، چې نږدې ۱۲۳۰ ز کال کې د Sundiata Keita (r.1230-1255) له لورې رامنځته شوه او تر ۱۶۰۰ ز کال پورې يې دوام وکړ. لکه څرنګه يې چې په د سندياټا په جنګي بوله له یا حماسه (Epic of Sundiata) کې تفصيلي يادونه شوې ده، مالي “Mali” د Sosso سترواکۍ د لرې پرتې سيمې په توګه راڅرګنده شوه، چې په خپله د لرغونې غنا سترواکۍ څخه بېله شوې وه. له هغې څخه وروسته مالي په ۱۲۳۵ کې د Kirina جګړه کې “Sosso” سترواکۍ او په ۱۲۴۰ کې غانا سترواکۍ ته ماتې ورکړه. د مالي سترواکي د معاصر ګينه او مالي سرحدي سيمې ته نږدې له خپلې مرکزي خاورې څخه د پام وړ برياليو پاچاهانو په مشرۍ وغځېده او د “Trans-Saharan” سوداګريز لارو باندې واکمنه شوه، چې په (r. 1312-1337) کې د “Mansa Musa” د واکمنۍ پر مهال خپلې سترې پراختيا ته ورسېده. په دې مرکزي برخو کې چې اوس د نايجير د “Tillaberi” سيمه ده، تر ماليايي (Malian) واکمنۍ لاندې راغلې. مسلمان “Mansa Musa” په ۱۳۲۵-۱۳۲۴ کې حج ادا کړ او سترواکۍ کې يې د اسلام خپرول وهڅول، که څه هم داسې برېښي چې زياتره عادي اتباعو د نوي مذهب پر ځای يا يې تر څنګ د خپلو دوديزو عقيدو ساتنې ته دوام ورکړ. يادې سترواکۍ په ۱۵ پېړۍ کې پرېوتنه يا زوال پيل کړ، چې لاملونه يې د شاهي بريا پر سر د يو بل وژنه، کمزوري پاچایان، ساحل ته د اروپايي سوداګريزو لارو بدلون او د “Mossi”، “Wolof”، “Tuareg” او “Songhai” وګړو له لورې د سترواکۍ چاپيريال کې پاڅونونه وو. که څه هم د مالي پاچهۍ وروستۍ يا پاتې برخې د ۱۶۰۰ ز کال تر وروستيو پورې شتون ته دوام ورکړ.[۳۲][۳۳][۳۴]

ایداري وېش

تاریخ

جغرافیه

د نایجر هیواد نوم په یاد هیواد کې له بهیدونکی سیند نایجر څخه اخیستل شوی دی.

 

کلتور

اقتصاد

  1.     {{cite web}}: Empty citation (help)
  2. http://data.worldbank.org/indicator/SL.UEM.TOTL.ZS
  3. http://chartsbin.com/view/edr
  4. "ISO 3166". ISO Online Browsing Platform. Archived from the original on 17 June 2016. نه اخيستل شوی 12 May 2017.
  5. "UNGEGN World Geographical Names". United Nations Statisticsc Division. 1 March 2017. Archived from the original on 28 July 2011. نه اخيستل شوی 12 May 2017.
  6. How Do You Pronounce "Niger"? Archived 14 March 2012 at the Wayback Machine. from Slate.com, retrieved 4 March 2012
  7. "Niger." The American Heritage® Dictionary of the English Language, Fourth Edition. 2003. Houghton Mifflin Company 22 February 2013 thefreedictionary.com/Niger Archived 12 May 2013 at the Wayback Machine.
  8. "Latest Human Development Index (HDI) Ranking (2018)". hdr.undp.org. UNITED NATIONS DEVELOPMENT PROGRAMME. Archived from the original on 18 November 2018. نه اخيستل شوی 21 September 2018.
  9. "Population Explosion". The Economist. 16 August 2014. Archived from the original on 29 July 2015. نه اخيستل شوی 3 August 2015.
  10. Atlas A-Z. New York City: Dorling Kindersley. 2004. p. 289.
  11. Geels, Jolijn, (2006) Bradt Travel Guide - Niger, pgs. 15-22
  12. Dibble, Harold L.; Aldeias, Vera; Jacobs, Zenobia; Olszewski, Deborah I.; Rezek, Zeljko; Lin, Sam C.; Alvarez-Fernández, Esteban; Barshay-Szmidt, Carolyn C.; Hallett-Desguez, Emily (1 March 2013). "On the industrial attributions of the Aterian and Mousterian of the Maghreb". Journal of Human Evolution. 64 (3): 194–210. doi:10.1016/j.jhevol.2012.10.010. PMID 23399349.
  13. Gwin, Peter. "Lost Tribes of the Green Sahara" Archived 3 September 2010 at the Wayback Machine., National Geographic, September 2008.
  14. Oliver, Roland (1999), The African Experience: From Olduvai Gorge to the 21st Century (Series: History of Civilization), London: Phoenix Press, revised edition, pg 39.
  15. کينډۍ:In lang Niger Archived 2 July 2014 at the Wayback Machine.. Encyclopédie Larousse
  16. Duncan E. Miller and N.J. Van Der Merwe, 'Early Metal Working in Sub Saharan Africa' Journal of African History 35 (1994) 1–36; Minze Stuiver and N.J. Van Der Merwe, 'Radiocarbon Chronology of the Iron Age in Sub-Saharan Africa' Current Anthropology 1968.
  17. Grébénart, Danilo (1993), "Azelik Takedda et le cuivre médiéval dans la région d'Agadez", Le Saharien (Paris), 125 (2): 28–33, archived from the original on 24 July 2018, نه اخيستل شوی 12 November 2019
  18. Iron in Africa: Revisiting the History Archived 25 October 2008 at the Wayback Machine. – Unesco (2002)
  19. Ancient cemetery found in 'green' Sahara Desert Archived 11 August 2014 at the Wayback Machine.. By Randolph E. Schmid. Associated Press /ABC News.
  20. Clark, J. Desmond; Gifford-Gonzalez, Diane (2008). Adrar Bous: archaeology of a central Saharan granitic ring complex in Niger. Royal Museum of Central Africa, Tervuren.
  21. "Stone Age Graveyard Reveals Lifestyles Of A 'Green Sahara'". Science Daily. 15 August 2008. Archived from the original on 16 August 2008. نه اخيستل شوی 15 August 2008.
  22. Wilford, John Noble (14 August 2008). "Graves Found From Sahara's Green Period". The New York Times. Archived from the original on 23 January 2012. نه اخيستل شوی 15 August 2008.
  23. Sereno PC, Garcea EAA, Jousse H, Stojanowski CM, Saliège J-F, Maga A, et al. (2008). "Lakeside Cemeteries in the Sahara: 5000 Years of Holocene Population and Environmental Change". PLOS ONE. 3 (8): e2995. Bibcode:2008PLoSO...3.2995S. doi:10.1371/journal.pone.0002995. PMC 2515196. PMID 18701936.
  24. African Rock Art - Niger, British Museum, archived from the original on 2 July 2019, نه اخيستل شوی 11 November 2019
  25. Caulson, David, Sub-Zone 3: Niger (PDF), ICOMOS, archived (PDF) from the original on 12 December 2018, نه اخيستل شوی 11 November 2019
  26. Shillington, Kevin (1989, 1995). History of Africa, Second Edition. St. Martin's Press, New York. Page 32.
  27. Centre, UNESCO World Heritage. "Site archéologique de Bura". UNESCO World Heritage Centre. Archived from the original on 10 December 2019. نه اخيستل شوی 7 April 2020.
  28. Lewicki, T. (1994). "The Role of the Sahara and Saharians in Relationships between North and South". In UNESCO General History of Africa: Volume 3. University of California Press, ISBN 92-3-601709-6.
  29. Masonen, P: "Trans-Saharan Trade and the West African Discovery of the Mediterranean World. Archived 8 October 2006 at the Wayback Machine."
  30. Decalo, Sameul & Idrissa, Abdourahmane (1 June 2012). Historical Dictionary of Niger. ISBN 9780810870901. Archived from the original on 25 July 2018. نه اخيستل شوی 25 July 2018.{{cite book}}: نگهداری یادکرد:استفاده از پارامتر نویسندگان (link)
  31. کينډۍ:In lang Niger Archived 2 July 2014 at the Wayback Machine.. Encyclopédie Larousse
  32. Sirio Canós-Donnay (February 2019). "Mali Empire". Oxford Research Encyclopedias. doi:10.1093/acrefore/9780190277734.013.266. ISBN 978-0-19-027773-4. Archived from the original on 30 July 2019. نه اخيستل شوی 13 November 2019.
  33. "Mali Empire". Ancient Origins. 1 March 2019. Archived from the original on 29 July 2019. نه اخيستل شوی 13 November 2019.
  34. "Mali Empire". World History Encyclopedia. Archived from the original on 29 July 2019. نه اخيستل شوی 13 November 2019.