میر نصیر خان (اول)

میر نصیر خان یا میر نصیر خان بلوچ د ۱۷۴۷ او ۱۷۹۴ ز کلونو ترمنځ د کلات خان وو.

میر نصیر خان (اول)
ټوليز مالومات
عمومي مالومات

نصیر خان د کلات د خانانو څخه تر ټولو ستر خان ګڼل کیږي، چي واکمني یې د افغانستان له دراني واکمنۍ سره په یوه وخت کي شتون درلود او له افغان واکمن احمد شاه بابا سره یې هم ښې اړیکي درلودې.

واکمني

سمول

نصیر خان په ۱۷۴۸ کال کي د احمدشاه ابدالي له لوري د حاجي خان پر ځای د کلات مشر وټاکل سو. نوموړي د خپلي اوږدې واکمنۍ پر مهال ۲۵ پوځي سفرونه ترسره کړل او د احمد شاه ابدالي سره د خراسان په جچړه او د پاني پت په دریمه جګړه کي هم ګډونوال وو. د سند د تالپور د سلطنت په وړاندي د هغه جګړې د دې لامل سوې ترڅو په سیمه کي دده واک په بشپړه توګه ومنل سي. د یادوني وړ ده چي نصیر خان په پنجاب کي د سیکانو او په ختیځ پارس کي د تون او تبس د علي مردان خان په وړاندي د جګړو مشري هم کړې ده.

د خپلواکۍ اعلان

سمول

نصیر خان په هند کي د احمد شاه ابدالي سره په بېلابیلو سفرونو کي ملګری وو. د نوموړي له لوري د احمد شاه ابدالي سره د کلات تړون له مخي یاده سیمه د افغانستان اړوند یوه خپلواکه ساحه وپېژندل سوه. [۱]

  1. Hasan Dani, Ahmad (2003). History of Civilizations of Central Asia: Development in contrast : from the sixteenth to the mid-nineteenth century. UNESCO. p. 289. ISBN 9789231038761.