مير اکبر خيبر (په انگرېزي: Mir Akbar Khaiber) د د افغانستان د خلق دموکراتيک گوند د پرچم ډلې غړی وو. نوموړی يو پوځي افسر وو چې د غوايي د کودتا څخه يوولس ورځې دمخه، په ۱۷م، د اپرېل، ۱۹۷۸ ز. کال کې ووژل شو. مير اکبر خيبر د خپل ژوند په وروستيو وختونو کې د پرچم د ورځپاڼې د چلوونکي په توگه دنده ترسره کوله، او د دې تر څنگ يې د افغانستان په ملي پوځ کې د پرچميانو د گومارلو دنده هم درلوده.[۱]

میر اکبر خیبر

مخينه

میر اکبر خیبر د میرافضل خيبر زوی، په ۱۳۰۹ ل یا ۱۹۳۲ ز کال کې د لوگر ولايت د پل علم په ښار کې په یوه بېوزله او کروندگره کورنۍ کې زیږېدلی وو . پلار يې عام بزگر و چې زیات وخت يي قران شریف لوست او په پښتو او دري ژبو يي لیکل کولی شول .

زده کړې

هغه ته لومړۍ زده کړې د پلار له خوا ، له دیني کتابونو څخه ورکړل شوې وې. خیبر ۱۴ کلن و چې له ازموینې وروسته په رشیدیه ( عسکري لېسه ) کې شامل او د هغې له بشپړتوب وروسته په حربي پوهنتون کې په زده کړو بوخت شو . هغه حربي پوهنتون کې خپلې زده کړې بشپړې کړې خو په ۱۳۳۰ کال له پوهنتون څخه فارغ شو.

سیاسي مخينه

ميراکبر خیبر د دهمزنگ زندان کې د حکومت پر وړاندې د لاريون او بغاوت کولو له کبله بندېږي . خیبر په زندان کې خپلو زده کړو ته دوام ورکوي ، انگریزي او اردو ژبې زده کوي او په زندان کې له نورو سیاسي بندیانو سره اشنا کیږي . په ۱۳۳۵ کال له زندان څخه خلاسېږي . نوموړی له لنډ مهال وروسته ، بېرته کابل ته ځي او د وخت د حکومت له خوا چې لومړئ وزیر يي سردار محمد داود خان وو ، د پولیسو په اکاډمۍ کې د دويم بریدمن په رتبه د تدریسي مدیر په توگه گماري . کله چې د هېواد په ښوونځیو، پوهنتونونو او نورو ځایونو کې د مارکسيستي انقلابي آندونو څرک ولگېد او یو شمېر زده کونکي د سردار داود خان له خوا بندي کړی شول ، خیبر هم په ۱۳۴۳ لمريز کال د وخت د کورنیو چارو وزارت له خوا وغوښتل شو او ورته سرپټی مکتوب ورکړل شو. هغه ته ېې ووېل چې دا مکتوب د پکتیا والي ته یوسه ! کله چې والي دا مکتوب لولي ، ښاغلي خيبر ته ، کابل ته د بېرته تگ اجازه نه ورکوي ، په پولیسو کې يې د یوه چارواکي په توگه گوماري . په څلویښتمو کالونو کې کله چې په افغانستان کې یو نوی پړاو د سردار داود خان له خوا رامنځ ته شو ، نو د افغانستان په دودیزه ټولنه کې يو شمېر د دود او دستور او ديني بنديزونو پر خلاف راپاڅېدل ځانونه ېې د مارکسيست پلوه ډلو په آندونو همغږي کول . دوی د نیم بندي دیموکراسۍ تر نامه لاندې د سردار داود خان چې د سلطنتي کورنۍ پورې تړلی کس و پر وړاندې را پاڅېدل او حکومت ېې ورته ړنگ ، دی ېې د وخت د کمونیستې په ملاتړ د ټولې کورنۍ سره وواژه . د نوې رامنځ ته شوې فضا څخه په گټه ، په ۱۳۴۳ لمريز کال کې د نور محمد ترکي په کور کې د افغانستان د خلق دیموکراتیک گوند په نوم بنسټ کېښودل شو .

سرچينې

  1. Anthony Arnold. "Afghanistan's two-party communism". Google Books. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ مارچ ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); غير مسموح بالترميز المائل أو الغامق في: |publisher= (مساعدة)