ميرعلي هروي

میر علي هروي (په پارسي: میرعلی هروی) چي د میر علي حسین هروي، میر جان او کاتب سلطاني په نوم هم پېژندل کیږي، په شپاړسمه پیړۍ کي د افغانستان د پارسي خطاطۍ او نستعلیق مشهوره استاد وو. نوموړی له میر عماد وروسته دویم مهم پارسي خطاط بلل کېدی. [۱] میرعلي په وروستیو خطاطانو باندي ځانګړې هنري اغیزه درلوده.

د میرعلي هروي یو نستعلیق اثر

ژوندلیک

سمول

ميرعلي هروي د افغانستان د هرات اوسېدونکی وو. په ۱۵۰۶ م کي یې له خپلي کورنۍ سره مشهد ته هجرت وکړ، خو لږ وخت وروسته بیرته هرات ته راستون او مېشت سو. نوموړی د ځوانۍ پر مهال د هرات د والي لپاره د حکمونو او لارښوونو لیکونکی وو. ورپسې یې د سلطان حسین میرزا باقره په دربار کې د خطاط په توګه کار پیل کړ، او په دې توګه د پاچا غوره خطاط وګرځېدی. پاچا دده د ښه مهارت له امله د کاتب السلطان لقب ورکړ. میرعلي د سلطان حسین میرزا بایقرا تر مړیني پوري په هرات کي ژوند کاوه. د پاچا تر مړیني وروسته به کله په مشهد او کله په هرات کي اوسېدی. په ۱۵۱۲ کال کي د صفویانو واکمن اسماعیل اول هرات اشغال کړ. میرعلي په دې وخت کي د کریم الدین حبیب الله ساوجي سرپرست وو. د حبيب الله تر وژلو وروسته کله چي د طهماسپ اول ورور سام ميرزا صفوي د خراسان والي وو، ميرعلي هروي بیا هم تر ۱۵۲۸ پوري په هرات کي اوسېدی. په ۱۵۲۸ م کي عبيد خان د لنډ وخت لپاره هرات سقوط کړ او ميرعلي هروي يې بخارا ته د خپل زوی عبدالعزيز خان د خطاطۍ د ښووني لپاره بوت. میرعلي هروي ۱۶ کاله په بخارا کې ژوند وکړ. نوموړي ته اجازه نه وه چي له ښار څخه ووځي، څو چي په ۱۵۴۴ کال کي په بخارا کي مړ سو. [۲]

هروي بخارا ته د هجرت او له کورنۍ څخه د لیري کیدو له امله په خپګان او پردېسۍ کي ژوند کاوه. [۳]

د هروي شاګردان

سمول

میرعلي هروي اوه مهم شاګردان درلودل: [۴]

  • میر محمد باګیر، چي د عبدالرحیم خان ، همایون او اکبر په دربار کي خطاط وو.
  • د هرات امنیه قومندان خواجه محمد شبستري
  • احمد مشهدي ، لیکوال او د طهماسب اول ملګری.
  • میر حسین بخاري
  • ملک دیلمي ، د میر عماد د خطاطۍ استاد.
  • میر حیدر بخاری
  • میر چلم
  1. Ahvâl o Âsâr e Xošnevisân (Biography and Works of Calligraphers)
  2. Persian Paintings
  3. Aṭlas-e Ḫaṭṭ : Taḥqīq dar Ḫuṭūṭ-e Islāmī
  4. Ahvâl o Âsâr e Xošnevisân (Biography and Works of Calligraphers)Mehdi Bayani (1984), Ahvâl o Âsâr e Xošnevisân (Biography and Works of Calligraphers), Elmi, p. 132