منتصر بالله

يوولسم عباسي خليفه له ۸۶۱-۸۶۲ زېږديز

د مسلمانانو واکمن او خليفه ابو جعفر محمد المنتصر بِالله بن جعفر المتوکل بن محمد المعتصم بن هارون الرشيد عباسي الهاشمي القرشي (شوال ٢٢٢ - 5 ربیع الآخر 248 هـ) سپتمبر 837 - جون 7، 862 زیږدیز) په بغداد کي د عباسي خلافت یوولسم واکمن او خلیفه وو. د منتصر مور د حبشیه په نوم یوه رومي ښځه وه، او د خلافت چاري یې په 235 هجري کي د خپل پلار تر وژني وروسته لاسته راوړې.

منتصر بالله
اړوند
زېږونځای
Samarra (en) ژباړل[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۲۳ مارچ ۰۸۳۸[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۷ جون ۰۸۶۲[۱][۲] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې لامل
مړينې ځای
Samarra (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې لامل
poison (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ژبې
دنده
Caliph (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وروڼه او خويندې

د اسلامي تاریخونو له مخي د منتصر خلافت په عباسي واکمنۍ کي د کړکېچ او کمزوري پیل ګڼل کیږي، ځکه په عباسي دربار کي د ترک توکمه مسلمانانو نفوذ نوموړی په خپلواکه توګه سیاسي پریکړو او دولتي چارو ته نه پرېښاوه.

خلافت او مړینه

سمول

منتصر بالله د ۲۴۷ هجري سپوږمیز کال د شوال په څلورمه نېټه د خپل پلار المتوکل له وژلو وروسته د واک ګدۍ نه ورسېدی. د تاریخونو په وینا نوموړي خپل پلار د واک لاسته راوړلو لپاره د یو شمېر ترکي جنرالانو په مرسته وژلی وو، چي وروسته همدغه جنرالان په عباسي دربار کي د منتصر بالله واک ته هم ګواښ وګرځېدل. منتصر بالله چي ددوی ځواک او نفوذ ته ولېدی، پرېکړه یې وکړه چي ځان ترې وژغوري خو هغوی په ډېر چل سره دده نامتو طبیب ابن طیفور ته دېرش زره درهمه په رشوت کي ورکړه ترڅو نوموړی په زهرو ووژني. ابن طیفور هم د جنرالانو غوښتنه قبول او د خلیفه په درملو کي یې څه اندازه زهر واچول، چي له امله یې منتصر بالله په 248 هجري کي د ربیع الاول پر 25 نېټه د 26 کلونو په عمر او له شپږ میاشتي خلافت وروسته له نړۍ سترګي پټي کړې.

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ذکر کېدنه: TDV İslam Ansiklopedisi. Subject named as: MÜNTASIR-BİLLÂH. Retrieved: ۱۶ فبروري ۲۰۲۳. ليکوال: Turkiye Diyanet Foundation. اثر ژبه: تورکي ژبه. خپرېدو نېټه: ناجوت ارزښت. Publisher: Turkiye Diyanet Foundation.
  2. ذکر کېدنه: History of Prophets and Kings. Volume: 34.