ملي جمهوري غورځنګ

پښتون ملتپال سیاسي ګوند

ملي جمهوري غورځنګ یا نېشنل ډېموکراټیک موومنټ انګلیسي: National Democratic Movement یو پښتون ملتپال،[۲] ولسواکیز سیاسي ګوند دی. دا ګوند غواړي چې د "زیاتېدونکې اورپکۍ" پروړاندې مقاومت وکړي او یو فدرالي پارلماني سیسټم ته وده ورکړي.[۱] د ګوند هدف دا هم دی چې ښځو او ځوانانو ته سیاسي فعالیت تنظیم کولو لپاره یو پلېټفارم ورکړي.[۳] دا ګوند د محسن داوړ لخوا په 1 سپټمبر 2021 په پېښور کې تاسیس شوی.[۴][۵][۶][۷]

ملي جمهوري غورځنګ
ستاينومNDM (اېن ډي اېم)
رئيسمحسن داوړ
عمومي منشيمزمل شاه
وياندجمیله ګیلاني[۱]
جوړښت۱ سپټمبر ۲۰۲۱ (۲۰۲۱-09-۰۱)
مرکزي دفترپېښور، پښتونخوا
نظرياتټولنیزه ولسواکي
مترقي
پښتون ملتپالنه
سياسي ډلبنديمرکزي او د ګس لاس
ټاکنيز نښان
غر
د گوند بيرغ

محسن داوړ د دې ګوند د رییس او جمیله ګیلاني د ویاندې په توګه ټاکل شوي.[۴]

تاریخ سمول

ملي جمهوري غورځنګ په 1 سپټمبر 2021 (10 وږی 1400) په پېښور کې رسماً په لاره واچول شو. د پښتون ژغورنې غورځنګ ځینې فعالین پشمول د محسن داوړ او عبدالله ننګیال دې ګوند سره یو ځای شول. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د عوامي نېشنل ګوند ځینې پخواني غړي هم دې ګوند سره یو ځای شول، کوم کې چې جمیله ګیلاني، بشرا ګوهر، افراسیاب خټک، او لطیف افریدی شامل وو.[۱]

پالیسۍ سمول

ملي جمهوري غورځنګ د پاکستان ملټري اسټبلشمنټ او په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ سره مخالفت کوي. د ګوند پرانستې مراسمو کې د ګوند لوړپوړي مشر افراسیاب خټک وویل "د [پاکستاني] پوځ جنرالان غواړي چې په افغانستان کې شرعي نظام نافذ کړي خو چې په پاکستان کې مارشل لا نافذ کړي." هغه زیاته کړه چې "دښمنانو په کابل او کندهار برید وکړ ترڅو افغانان بېرته تیارې ته واړوي. دښمن باید پوه شي چې پېښور اوس نوی مرکز ګرځېدلی او دوی نشي کولی چې پښتانه چوپ کړي."[۸]

منشور سمول

ملي جمهوري غورځنګ په پاکستان کې د کوچنیو ایالتونو او شاته پاتې سیمو سره د سرچینو په وېش کې شوې بې عدالتي غندي، او وايي چې دوی به "د فدرالي واحدونو ترمنځ د یو نوي ټولنیز تړون لپاره مبارزه وکړي. دا ټولنیز تړون به د عدالت پر بنسټ وي او د طبیعي، مالي، او بشري سرچینو په اړه به د فدرالي واحدونو حقونه ومني." ګوند په یو "ریښتیني فدرالي ولسواکي باور لري په کوم کې چې مرکز څلور څانګې کنټرولوي: بهرنۍ چارې، اسعار، دفاع، او د ایالتونو ترمنځ ارتباطات، یا کوم نور واکونه چې د ګډو ګټو شورا لخوا ورته تصویب شي. نور ټول واکونه باید ایالتونو ته وسپارل شي."[۷]

د منشور له مخې ګوند هدف لري چې "یوه عادلانه، سوله ایزه، زغم لرونکې، او بشردوستانه ټولنه رامنځته کړي په کوم کې چې اتباع د لومړنیو آزادیو څخه برخمن وي." ګوند پدې باور دی چې "د کلنۍ ملي بودیجې لږترلږه 4٪ باید په تعلیم مصرف شي." ګوند د هېواد ټولې لویې ژبې د ملي ژبو په توګه د پېژندلو او په مورنۍ ژبه د ماشومانو د زده کړو څخه ملاتړ کوي.[۹] په منشور کې دا هم راغلي چې ګوند د ښځو پروړاندې د هر ډول تبعیض مخالفت کوي.[۷]

بېرغ سمول

د ګوند دوه رنګه بېرغ تور او سور رنګونه لري.[۷] تور رنګ یې د تېرو تیارو ورځو نښه ده، او سور رنګ یې د انقلاب او سوکالۍ استازیتوب کوي.

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ کرشننکوټي, پیا (1 سپټمبر 2021). "Pashtun leaders launch National Democratic Movement, party to counter Pakistan 'militarisation'". دي پرنټ. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |date= (مساعدة)
  2. "Pashtun nationalist politicians launch new political party". مشرق ټي وي. 2 سپټمبر 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |date= (مساعدة)
  3. "National Democratic Movement: An Alliance Of The Oppressed". دي فرايډې ټایمز. 7 سپټمبر 2021. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ سپټمبر ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |date= (مساعدة)
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ "دمحسن داوړ په مشرۍ دقامي جمهوري ګوند بنیاد کېښودی شو". وي او اې ډيوه. 1 سپټمبر 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |date= (مساعدة)
  5. "محسن دوړ د "ملي جمهوري غورځنګ" په نامه د نوي سیاسي ګوند د تاسیس اعلان وکړ". بي بي سي نیوز. 1 سپټمبر 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |date= (مساعدة)
  6. "Mohsin Dawar set to launch own party". دي نېشن. 7 جون 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ ۷٫۲ ۷٫۳ "MNA Mohsin Dawar Launches National Democratic Movement In Peshawar". دي فرايډې ټایمز. 1 سپټمبر 2021. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ سپټمبر ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |date= (مساعدة)
  8. "Waziristan MNA, nationalists form political party". ډان. 2 سپټمبر 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |date= (مساعدة)
  9. "MNA Mohsin Dawar launches NDM". دي اېکسپرېس ټریبیون. 1 سپټمبر 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |date= (مساعدة)