ملا فيض الله
ملا فيض الله د ملا بابړ زوی او د خپل وخت عالم، مدرس او په عربي، پاړسي او پښتو ژبو د تصنيفاتو څښتن، شاعر او پياوړی ليکوال او په احمدشاهي عصر کي د وخت واکمنانو ته د درناوي وړ شخصيت وو. ارواښاد عزيزالدين وکيلي پوپلزی ليکي چي لوی احمدشاه بابا د خپل زوی تيمور (وروسته تيمورشاه) د ښووني روزني کار د څو تنو عالمانو، خطيبانو، اديبانو او منشيانو پر غاړه اچولی وو چي په دغه ډله کي ملافيض الله هم وو. [۱]
نوموړی د اشرف الوزرا وزير شاه ولي خان باميزي د کورنۍ استاد هم وو او وزير ورته په درنه سترګه کتل. د همدغه ادارت اغېزه به وه چي د ملافيض الله کورنۍ ته د کندهار ښار د باميزو په کوڅه کي زړې جامع ته نژدې د استوګني له پاره ځای ورکړل سوی وو او کورونه ئې د نوموړي وزير د کور جنوبي خوا ته پراته وه.[۲]
- ↑ وکيلي, عزيزالدين (1346 ش). تيمور شاه درانی.
{{cite book}}
: Check date values in:|year=
(help) - ↑ هوتک, معصوم (2019). درنه کورنۍ.