مالاوي

(له ملاوي نه مخ گرځېدلی)
  

مالاوې په رسمي توګه د مالاوي هیواد ولسمشریزه ده چې په سویل ختیځې افریقا کې په وچې پورې تړلی هیواد دی. پلازمینه یې د لیلونګوه ښار او رسمي ژبه یې انګلیسي ده. یاد هیواد ۴۸۴'۱۱۸ کیلومتره مربع مساحت او ۵۷۵'۰۹۱'۱۸ میلیونه وګړي لري. مالاوی په ۶ ږم د جون ۱۹۶۴م کال له بریتانیا خپله خپلواکي تر لاسه کړه.

مالاوي
مالاوي
مالاوي
د مالاوي بیرغ   ويکيډاټا کې (P163) ځانګړنې بدلې کړئ
مالاوي
مالاوي
نښان

نقشه (شین رنګه)په سویلي افریقا کې افریقا کې
نقشه (شین رنګه)په سویلي افریقا کې افریقا کې
نقشه (شین رنګه)په سویلي افریقا کې افریقا کې

شعار
ملي ترانه:
ځمکه او استوګنه
کوارډينېټ ۱۳°سویل ۳۴°ختیځ / 13°سويل 34°ختيځ / -13; 34   ويکيډاټا کې (P625) ځانګړنې بدلې کړئ[۱]
پراخوالی 118484 کیلومتره مربع [۲]  ويکيډاټا کې (P2046) ځانګړنې بدلې کړئ
پلازمېنه لیلونګوه [۳]  ويکيډاټا کې (P36) ځانګړنې بدلې کړئ
رسمي ژبې انګرېزي ژبه ،  چېوايي ژبه   ويکيډاټا کې (P37) ځانګړنې بدلې کړئ
مشرتابه
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ
خپلواکۍ نېټه ۶ جولای ۱۹۶۴  ويکيډاټا کې (P571) ځانګړنې بدلې کړئ
د عمر محدودیتونه
بې کارۍ کچه 8 سلنه (۲۰۱۴)[۴]  ويکيډاټا کې (P1198) ځانګړنې بدلې کړئ
نور مالومات
پیسې د مالاویا کواچا   ويکيډاټا کې (P38) ځانګړنې بدلې کړئ
تګلوری کيڼ [۵]  ويکيډاټا کې (P1622) ځانګړنې بدلې کړئ
رسمي وېبپاڼه د تاييدولو سرچينه  ويکيډاټا کې (P856) ځانګړنې بدلې کړئ
هېواد کوډ MW  ويکيډاټا کې (P297) ځانګړنې بدلې کړئ
د زنګ وهنې نړیوال کوډ +265  ويکيډاټا کې (P474) ځانګړنې بدلې کړئ
Map

مالاوې (/məˈlɔːwi, məˈlɑːwi, ˈmæləwi/؛ چيوا: [maláβi] يا [maláwi])، ټمبوکا: Malawi او په رسمي ډول د مالاوې جمهوريت؛ په سويل ختيځه افريقا کې په وچه کې را ایسار هېواد دی، چې پخوا د نيازالېنډ (Nyasaland) په نوم پېژندل کېده. دا هېواد لويديځ ته له زمبيا، شمال او شمال ختيځ ته له تانزانيا او ختيځ، سوېل او سوېل لويديځ ته له موزمبيق سره ګډه پوله لري. د هېواد پراخوالی له ۱۱۸۴۸۴ کېلو متر مربع (۴۵۷۴۷ ميل مربع) څخه زيات او نفوس يې د ۲۰۲۱ز کال  تر جنوري پورې ۱۹۴۳۱۵۶۶ تنه اټکل شوی دی. د مالاوې پلازمېنه (او تر ټولو لوی ښار) ليلونګوي “Lilongwe” ښار دی. دويم ستر ښار يې بلنټاير (Blantyre)، درېيم مزوزو (Mzuzu) او څلورم ستر ښار يې پخوانۍ پلازمېنه زومبا (Zomba) دی. د مالاوې (Malawi) نوم له “Maravi” څخه اخيستل شوی دی، چې په سيمه کې د “Chewa” په نوم د استوګن وګړو پخوانی نوم دی. دې هېواد ته د «د افريقا نرم زړه» وړ نوم (لقب) د هېواد د وګړو د ملګرتيا او صميميت له امله ورکړل شوی دی. [۶][۷][۸]

د افريقا لويې وچې د نننۍ مالاوې په نوم برخه کې ۱۰ پېړۍ ته نږدې وختونو کې د “Bantu” ډلو د کډوالۍ په واسطه استوګنه غوره شوه. څو پېړۍ وروسته په ۱۸۹۱ ز کال کې ياده سيمه د بریتانيې له لورې مستعمره شوه او د “Nyasaland” په نوم د انګليستان تر څار او قيموميت لاندې سيمه شوه. په ۱۹۵۳ ز کال کې د روديشيا “Rhodesia” او نيازالېنډ په نيمه خپلواکه اتحاديه کې تر څار اوساتنې لاندې سيمه شوه. ياده اتحاديه يا فدراسيون په ۱۹۶۳ ز کال کې له منځه لاړ او منحل شو. په ۱۹۶۴ ز کال کې قيموميت پای ته ورسېده، نيازالېنډ د ملکې دويمې اليزابيت (Queen Elizabeth II) تر مشرۍ لاندې يو خپلواک هېواد شو او نوم يې هم مالاوې (Malawi) ته بدل شو. دوه کلونه وروسته جمهوريت شو. له انګليستان څخه يې بشپړه خپلواکي تر لاسه او تر ۱۹۷۰ ز کال پورې د هاسټنګز بېنډا (Hastings Banda) تر ولسمشرۍ لاندې يو ټولواک يو ګوندي دولت شوی و. بېنډا تر ۱۹۹۴ ز کال پورې ولسمشر پاتې شو. د مالاوې اوسنی نظام ديموکراتيک ګڼ ګوندي جمهوريت دی، چې د ټاکل شوي ولسمشر له لورې پر مخ ځي. د “Lazarus Chakwera” په نوم د مالاوې د کانګرس ګوند (Malawi Congress Party) ډله د ټانس اتحاد “Tonse Alliance” لامل شوه، چې د نهو سياسي ډلو او ګوندونو ډله کېدنه ده او د محکمې تر څار لاندې ولسمشريزې ټاکنې يې وګټلې. يادې ټاکنې د ۲۰۲۰ ز کال جون پر ۲۳ نېټه وروسته له هغې بيا تر سره شوې، چې د خورا سترو ټاکنيزو ګډوډيو له امله د ۲۰۱۹ ز کال د می مياشتې ولسمشريزې ټاکنې باطلې شوې. د مالاوې پوځ (د مالاوې دفاعي ځواک: Malawi Defense Force) يوه ځمکنۍ اردو، يو سمندري او يو هوايي ځواک لري. د هېواد باندنی سياست لويديځ پلوی دی. له زياتره هېوادونو سره مثبتې سياسي اړيکې ساتې او د ملګرو ملتونو، د ملتونو د ګډو ګټو، د سويلي افريقايي پرمختګ ټولنې، ختيځې او سويلې افريقا لپاره د عام بازار او افريقايي ټولنې په ګډون بېلابېلو نړيوالو سازمانونو کې ګډون کوي. [۹][۱۰][۱۱]

مالاوې د نړۍ له وروسته پاتې هېوادونو څخه دی. اقتصاد يې زياتره پر کرنه باندې تکيه دی او په پراخه ډول کليوالي او په چټکۍ سره زياتېدونکی نفوس لري. د هېواد حکومت د خپلو پرمختګ اړتياوو د بشپړولو په موخه زياتره پر باندنۍ مرسته باندې ولاړ دی، که څه هم اړينه اندازه (او وړانديز شوې مرسته) له ۲۰۰۰ ز کال راهيسې لږه شوې ده. د مالاوې حکومت د اقتصاد جوړولو او پراخولو، زده کړو ته د ودې ورکولو، روغتيا، د چاپيريال خونديتوب او د پراخه بې کارۍ تر څنګ په مالي ډول د خپلواک کېدلو هڅو کې له ګواښونو سره مخامخ کېږي. ياد هېواد له ۲۰۰۵ ز کال راهيسې د ذکر شويو مسئلو پر حل باندې د تمرکز په موخه بېلابېلې خپرونې رامنځته کړې دي او د هېواد ظاهري بڼه د پرمختګ په حال کې ښکاري. د ودې مهم شاخصونه په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ ز کلونو کې د اقتصاد، زده کړې او روغتيا په برخو کې وکتل شول.

مالاوې د لږه اميندواري او د کوچنيانو لوړه مړينه لري. HIV/AIDS په کې خورا زيات خپور شوی دی، چې دواړه يې کاري ځواک کموي او د زياتو حکومتي لګښتونو غوښتنه کوي. ياد هېواد ډول ډول نفوس لري، چې د مالاوي اصلي وګړي، اسيايان او اروپايان دي. بېلابېلې ژبې په کې ويل کېږي او د مذهبي عقيدو يوه لړۍ لري. که څه هم پخوا په يوه برخه کې د توکميزو وېشنو يا ډلبنديو له امله دوره يې سيمه ییز ټکر او نښته وه، مګر په ۲۰۰۸ ز کال کې ياد کورنی ټکر د پام وړ له منځه تللی و او په يو مالاوي مليت سره د پېژندنې نظريه يو ځل بيا راڅرګنده شوې وه.

تاريخچه

د افريقا هغه سيمه چې نن ورځ د مالاوې په توګه پېژندل کېږي، نږدې لسمه پېړۍ کې له شمال څخه د “Bantu” ولسونو د کډوالۍ څپو له پيل څخه مخکې د ښکاري راټولېدونکو خورا کوچنی نفوس درلود. که څه هم زياتره Bantu ولسونو د سوېل پر لور کډوالۍ ته دوام ورکړ، مګر ځينې يې پاتې شول او د عام پښت پر بنسټ يې توکميزې ډلې جوړې کړې. يادو قبيلو تر ۱۵۰۰ زکال پورې د ماراوې پاچهي (Kingdom of Maravi) رامنځته کړې وه، چې د شمال له اوسنۍ “Nkhotakota” سيمې څخه زمبيزي سيند (Zambezi River) او له مالاوې جهيل (Lake Malawi) څخه لوانګوا سيند “Luangwa River” يا اوسنۍ زمبيا (Zambia) پورې ورسېده. [۱۲][۱۳][۱۴]

د قبيلې غړي له ۱۶۰۰ ز کال څخه لږه موده وروسته د يوه اصلي واکمن تر مشرۍ لاندې په خورا متحد سيمې سره، له پرتګالي سوداګرو او د پوځ له غړو سره مخالفت، سوداګري او د اتحاديو جوړول پيل کړل. تر ۱۷۰۰ ز کال پورې که څه هم سترواکي په سيمو وېشل شوې وه، چې د زياتو انفرادي توکمي ډلو له لورې اداره کېده. د هند سمندر د غلامۍ سوداګري د ۱۸۰۰ په نيمايي کې هغه مهال خپل لوړوالي ته ورسېده، چې نږدې ۲۰۰۰۰ تنه غلامان شول او په پام کې وه، چې په کلني ډول به له “Nkhotakota” او “Kilwa” څخه راوړل کېږي. په يادو سيمو کې غلامان پلورل کېدل. [۱۵][۱۶]

مذهبي مبلغ او سپړونکی ډېوېډ لېونګسټون (David Livingstone) په ۱۸۵۹ ز کال کې لومړی د مالاوې جهيل او بيا د نيازا جهيل (Lake Nyasa) ته ورسېده او د جهيل سويل ته لوړې سيمې يې اروپايي استوګنې لپاره د مناسبې سيمې په توګه مشخص کړې. د نوموړي د کتنې په پايله کې په ۱۸۶۰ او ۱۸۷۰ ز لسيزو کې په ياده سيمه کې بېلابېل انګليسي او Presbyterian ماموريتونه رامنځته شول. په ۱۸۷۸ ز کال کې د افريقايي جهيلونو د شرکت لمېټډ (African Lakes Company Limited) د سوداګرۍ او لېږد رالېږد اړيکې د جوړولو په موخه رامنځته شوې، چې له ماموريتونو سره يې له نږدې کار کاوه. په ۱۸۷۹ ز کال “Balntyre” کې يوه کوچنۍ ماموريتي او سوداګريزه استوګنه وشوه او يو بریتانوي استازي په ۱۸۸۳ ز کال په کې استوګنه غوره کړه. پرتګالي حکومت هم په سيمه کې ليوالتيا درلوده، چې د پرتګالي نيونې او اشغال د مخنيوي په موخه بریتانوي حکومت په ځينو لارښوونو سره هرري جانسټن (Harry Johnston) د بریتانوي استازي په توګه سيمې ته ولېږه. يادې لارښوونې له پرتګالي د قانوني واک تر شا له سيمه ییزو واکمنانو سره د تړونونو د کولو په اړه وې. [۱۷]

په ۱۸۸۹ ز کال کې د “Shire” پر لوړو ځمکو باندې بریتانوي قيموميت اعلان شو، چې په ۱۸۹۱ز کال  کې دومره پراخه شو، چې نننۍ مالاوې سيمه يې د بریتانيې د مرکزي افريقا د سرپرستې په توګه راونغاړله. په ۱۹۰۷ ز کال کې تر قيموميت لاندې ياده سيمه “Nyasaland” ونومول شوه، چې ياد نوم يې د بریتانيې تر واک لاندې خپل وخت لپاره وساته. په يوه غوره بېلګه کې چې ځيني وختونه يې په افريقا کې د استعماري واک «نرۍ سپينه کرښه : Thin White Line» بولي، د نيازالېنډ استعماري حکومت په ۱۸۹۱ ز کال کې جوړ شو. مديرانو ته ۱۰۰۰۰ يورو (د ۱۸۹۱ز کال  تش په نوم ارزښت) کلنۍ بوديجه ورکړل شوه، چې د لس اروپايي ملکي وګړو، دوو پوځي مامورينو، د پنجاب اويا سيکهانو او د “Zanzibar” پينځه اتيا پنډيانو (نوکرانو) لپاره يې بسنه کوله. له دې په شمېر کارکوونکو څځه د يو او دوه ميليونه تر منځ وګړو په لرلو سره د نږدې ۹۴۰۰۰ کېلو متر مربع سيمې د اداره کولو او څار تمه کېدله. [۱۸][۱۹][۲۰]

په ورته کال کې غلامي هغه مهال خپل بشپړ پرېکون يا پای ته ورسېده، چې د نازالېنډ لوړ رتبه مامور ښاغلي هرري جانسټن (Sir Harry Johnston) يې په پای ته رسولو کې خپله د پام وړ هڅه وکړه.

ایداري وېش

د مالاوي هیواد په درې برخو او ۲۸ ایداري برخو (ولایتونو) وېشل شوی دئ.

مرکزي سیمه


شمالي سیمه


سویلي سیمه


تاریخ

کلتور

جغرافیه

 
مونتاینز د مالاوي په شمال کې during rainy season

اقتصاد

  1.     {{cite web}}: Empty citation (help)
  2. https://www.enciclopedia.cat/gran-enciclopedia-catalana/malawi
  3. http://www.statoids.com/umw.html
  4. http://data.worldbank.org/indicator/SL.UEM.TOTL.ZS
  5. http://chartsbin.com/view/edr
  6. "Malawi: Maláui, Malaui, Malauí, Malavi ou Malávi?". DicionarioeGramatica.com.br. Archived from the original on 17 August 2016. نه اخيستل شوی 25 October 2015.
  7. "Malawi, The Warm Heart of Africa". Network of Organizations for Vulnerable & Orphan Children. Archived from the original on 27 July 2011. نه اخيستل شوی 26 January 2011.
  8. "Malawi Population (2021) – Worldometer". www.worldometers.info (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2021-01-31.
  9. "Hastings Kamuzu Banda | president of Malawi". Encyclopedia Britannica.
  10. "The cult of Hastings Banda takes hold" – via The Globe and Mail.
  11. McCracken, John (1 April 1998). "Democracy and Nationalism in Historical Perspective: The Case of Malawi". African Affairs. 97 (387): 231–249. doi:10.1093/oxfordjournals.afraf.a007927 – via academic.oup.com.
  12. Kasuka, Bridgette (May 2013). African Writers (په انګليسي). African Books. ISBN 978-9987-16-028-0.
  13. Cutter, Africa 2006, p. 142
  14. "Background Note: Malawi". Bureau of African Affairs. U.S. Department of State. 11 January 2011. نه اخيستل شوی 20 July 2011.
  15. Davidson, Africa in History, pp. 164–165
  16. "Malawi Slave Routes and Dr. David Livingstone Trail – UNESCO World Heritage Centre". Whc.unesco.org. 9 July 2015. نه اخيستل شوی 9 February 2016.
  17. John G Pike, (1969). Malawi: A Political and Economic History, London, Pall Mall Press pp.77–9, 83–4.
  18. F Axelson, (1967). Portugal and the Scramble for Africa, pp. 182–3, 198–200. Johannesburg, Witwatersrand University Press.
  19. Murphy, Central Africa, p. xxvii
  20. Reader, Africa, p. 579