معاویه بن یزید
معاويه بن يزيد ( (عربي: مُعَاوِيَة بْنِ يَزِيد بْنِ مُعَاوِيَة) (664_684 زیږدیز) چي په عامه توګه د معاویه ثاني په نوم پیژندل کیږي، د اموي کورنۍ دریم خليفه وو، چي په 683-684 زیږدیز کي یي د یو کال څخه لږ وخت حکومت وکړ.
زېږونځای | |
---|---|
زېږون نېټه | |
مړينې نېټه | |
مړينې لامل | |
مړينې ځای | |
مړينې لامل | |
ژبې | |
دنده |
عمومي مالومات | |
---|---|
وروڼه او خويندې | |
دین |
هغه د خپل پلار یزید اول څخه وروسته په اموی سلطنت کي د دریم او د سفیان د کورنۍ د وروستي خليفه په توګه وټاکل سو.
ژوندلیک
سمولمعاویه بن یزید په 664 زیږدیز کال کي زېږېدلی دی. د نوموړي مور ام هاشم او پلار یې یزید نومېدی چي د اموي کورنۍ دویم واکمن وو. څرنګه چي معاویه د خپل پلار په ډول د سیاست او حکومت سره چنداني علاقه نه درلوده او له بلي خوا ناروغه هم وو، نو ځکه یې د واکمنۍ موده بیخي لنډه وه او د خلیفه په توګه یې ټول لمونځونه د ضحاک بن قیس له لوري ادا کېدل.
حکومتي چارو ته د معاویه د نه پاملرني له امله په اموي خلافت د مروان کورنۍ ډېر نفوذ وکړ او دده د مرګ پر مهال د راتلونکي اموي خلیفه چوکۍ د ابوسفیان له کورنۍ څخه په مکمله توکه له لاسه ووتل. په 684 زیږدیز کال کي کله چي معاویه د زکندن په وروستیو شیبو کي وو یو شمېر امویانو ترې غوښتنه وکړه چي ترځان وروسته خپل ولیعهد وټاکي خو نوموړي له دې کار څخه هم نټه وکړه او د واک لپاره یې هیڅ شخص انتخاب نکړ، بلکي دا کار یې د مسلمانانو مشرانو ته پرېښود او تردې وروسته یې روح حق ته وسپاره.