مرزا عبدالحنان بارکزی


مرزا عبدالحنان بارکزی چې په عامه توگه د مرزا حنان او حنان بارکزی په نامه ياديږي، د کندهار د بلبل په توگه يې ټول پښتانه پېژني. د پښتو ادب يو بې ساری صوفي شاعر وو. د هغه شاعري د ځانگړي سبک په لرلو سره د ټولو پښتنو د زړه څراغ بلل کېږي، دا ځکه چې په اورېدو سره يې د پښتنو زړونه روښانه کېږي. په پښتو ادب کې د مرزا عبدالحنان بارکزی د شاعرۍ ونډه دغه ډگر جوت اغېزمن کړی او بډای کړي دي .‎

میرزا عبدالحنان بارکزی
د شخص مالومات
زېږېدنه ۱۶۱۳
مرد قلعه (مرت کلا)، کندهار ولايت, افغانستان
مړینه ۲۵ فبروري ۱۶۸۹(1689-02-25)
مرد قلعه، ډنډ ولسوالۍ، کندهار ولايت، افغانستان
نسل پښتون
دين اسلام (حنفي سني)
مور او پلار محمد حسن
عملي ژوند
کار/مسلک

مخينه

سمول

د دیارلسمي هجري پېړۍ په لومړۍ نیمایي کي په احمدشاهي کندهار کي د علم او معرفت، شعر او شاعرۍ بازار ښه تود و. دا وخت که په سیاسي لحاظ د سردارانو ترمنځ د اقتدار پر سر د خانه جنګۍ عصر دئ خود علم او پوهي په لحاظ د پوهانو او عالمانو تر منځ د پوهني د مشعل د روښان ساتل وپر سر د سیالۍ زمانه ده. کتابونه تألفیږي، دېوانونه تر تیبېږي، انجمنونه جوړېږي، مشاعرې کېږي، د علم د تدریس په حلقو کي په ډېري ګرم جوشۍ سره ځوان استعدادونه روزل کېږي، نوي څېرې د ادب میدان ته راوزي. دې علمي هنګامې هغه وخت زیات رونق و موند چي په دې ښار کي د سردار مهردل خان مشرقي 2121– 2122هـ ق په الس د ادبي د بستان == ادبتون == اساس کښېښوول سو. دې مرکز ډېره پخه تاریخي زمینه او سابقه درلوده او پکښي را غونډ سوي کسان د هوتکو د عصر د نارند ماڼۍ د ادبي مجلس او د احمد شاهي عصر د ځالند علمي ماحول برحق وارثان وو. د دې انجمن د سرسړی سردار مهردل خان مشرقي د سردار پایند خان زوی دئ. د ده سکني وروڼه کهندل خان ، پردل خان ، رحمدل خان او شېردل خان د کندهار مستقل حکمرانان وو. دا پنځه وروڼه زموږ د هیواد په تاریخ کي د کندهاري سردارانو یا کندهاري وروڼو په نامه شهرت لري. سردار مهردل خان مشرقي د پښتو او پاړسي ژبو ښه شاعر، متصوف او د تألیفاتو څښتن دئ. د شعر پر دېوانو سر بېره یې د جمع الجمع په نامه یو کتاب په تصوف کي کښلی دئ. د شرح بیتین په نامه یو منظوم اثر لري چي د مولانای رومي د دوو بیتو شرحه ده. دا اثر د علامه عبدالحی حبیبي له خوا په کابل کي چاپ سوئ دئ. عالمه حبیب اهلل کاکړ کندهاري حبواخونزاده د موضوعه احادیثو پر تخرید یو کتاب دنقد الثقات في تزئیف الموضوعات په نامه د همدې علم دوست سردار په غوښتنه کښلئ دئ. د مشرقي د ادبي انجمن مقر د سردار مهردل خان خپل کور وو او د انجمن سر ګرمه غړي میرزا حنان بارکزی، حاجي عبد الله پوپلزی، صدیق اخونزاده هوتک، مال میران، طرزي او نور وو. زموږ د بحث وړ شاعر میرزا حنان بارکزی دی چي د کندهار ښار جنوبي لور ته د “مرت کلا” په کلي کي زېږېدلئ دئ. په /مرت کلا کي د حنان د زېږېدو په باب متواتر روایت سته. د میرزا حنان د ژوند او کورنۍ په باب موږ ډېر معلومات نه لرو. تر کومي اندازې چي زه خبر یم په دې باره کي د پښتو ادبیاتو تاریخ “دریم ټوک” پښتو ادب تاریخ، پښتانه شعراء “دوهم ټوک”، افغانستان نومي کتاب د کندهار مشاهیر، اریانا دائرةالمعارف، د سره غره ګلونه او د ده د چاپي دېوان په سریزه کي لږ و ډېر مواد موندالی سو چي تقریباً ټول یو شانته خبري لري او لیکوالو د پښتانه شعراء څخه زیاته استفاده کړېده. د ده په خپل، دېوان کي هم زه ډېر لږ پر داسي ځایو پېښ سوئ یم چي د ژوند زیات اړخونه دي یې په روښانه سي. یوازي مي دا څو مورده په سترګه سوي دي، هغه داچي: د پلار نوم یې محمد حسن و چي په “21۱8 هـ ق” کال مړ دئ. حنان وایي: زمــــا پــــلار محمــــد حســــن د دیــــن پنجــــه لـــه هوښـــیاره مـــي د مـــرن پوښـــتنه وکـــړه خــدای دي ور کــړي پــه جنــت کــي ســراچه راتــــې و ویــــل تــــاریخ شــــو مرغــــی چـــــه “دېوان –۰۱۱ مخ” د برهان په نامه یې یو ورور درلود چي د حنان په ژوند و فات سوئ دئ دی وایي: د برهـــــان مـــــرن مـــــي پـــــر زړه اور بـــــالوه د وفــــــات تــــــاریخ یــــــې دا هـــــــاتفي و وې پـــــه پوښـــــتنه مـــــي همـــــه ځـــــای لټـــــاوه لـــــــه دا نـــــــیم برهانـــــــه مـــــــخ و ګـــــــرزاوه “دېوان –۰۱۱ مخ” د کندهار اوسېدنکئ و. د ده خپله وینا دا ده: پـــــــه خپـــــــه بـــــــه ګلرخـــــــان د قنـــــــدهار وي چــي پــه مــرګ ولاړ شــي “حنــان”رنګــه بلبلـــه “دېوان –۸۸۱ مخ”

لــــــه حنانــــــه قــــــرار څــــــه غــــــواړې ناصــــــحه جد چــي رســوا کــړ دا ســتا عشــق پــه قنــدهار کــي ج "دېوان – ۸۳۸ مخ" له نامه سره یې “میرزا” هم کیښ. لکه په دا الندي بیتو کي:

دا لـــــه غمـــــه د کـــــوم مـــــخ “میـــــرزا حنانـــــه” لـــه ژړلـــو چـــي مـــي نـــه در ېـــږي ســـترګي “دېوان – ۸۳۱ مخ” خرڅـــــوې دیـــــن پـــــه دنیـــــا “میـــــرزا حنانـــــه” دا نعمــــــت زائلــــــوې پــــــه دا غــــــم ولــــــي “دېوان –۸۳۹ مخ” په ځواني یې شعر ویل شروع کړي دي. له دې الندي بیته همدغه راز مطلب اخستل کېږي: ســـتا لـــه غمـــه نـــه یـــم څـــه یـــم چـــي دا هســـي ال د دېرشـو کـالو نـه یـم مـوی مـي سـپین شـو “دېوان –۸۱۸ مخ” عمر یې تر سپین ږیرتابه پوري رسېدلئ و. دی وایي:

چــــي پــــه ســــپینه ږیــــره نــــه اوړېد ښــــکلو آفــــــــرین دي شــــــــه “حنانــــــــه”پــــــــر همــــــــت “دېوان –۱۹ مخ”

چــي پیــرۍ مــي ږیــره ســپینه کــړه خــم قــد راتـــــه ښـــــایي اوس عصـــــا د ســـــر و قـــــد “دېوان –۱۱ مخ” د سردار مهردلخان د مرن په کال“2122 هـ ق” ژوندی و. د هغه ویرنه یې ویلې ده چي د سراو پای بیتونه یې داسي دي:

وجـــــوار تـــــه د مـــــولْی ســـــردار قـــــرین والړ اعتمــــــاد بانــــــدي د کــــــړو نــــــه دئ “حنانــــــه ” چــي مرغــ وب د کــل عــالَم و پــه تحســین والړ چــي “ســردار مهــردل ”لــه دې دنیــا یقــین والړ “دېوان – ۱۰ مخ”

دا هغه موضوعات دي چي موږ د ده له خپلي خولې په خبرېږو. اوس به د ده خپله وینا سره وشنو، د نورو ښاغلو محققینو څېړني به هم پر وګورو او و به وینو چي څه تر وزي. د ژوند زمانه یې: د میرزا حنان د زېږېدو نېټه نه د ده پخپله وینا کي ښودل سوېده، نه د ښاغلو څېړونکو په څېړنو کي. د سردار مهردلخان مشرقي د مرثیې په استناد په )ادبي تذکرو – تاریخونو او نور دې ته ورته آثارو کي یې ژوند تر “2122 هـ ق”پوري یقیني بلل سوئ دی(. دا سي روایت هم سته چي دېوان یې په همدې کال ترتیب کړئ دئ.(1 (د ده د خپلي وینا سره سم دغه وخت سپین ږیری دئ. که یې موږ د سپین ږیرتوب عمر شپېته کلنی فرض کړو. نو به یې د زېږېدو نېټه د “2121 هـ ق” شاوخوا یا په بله وینا د شاه زمان سدوزي، د پاچهۍ اوایل وي.

د مرزا عبدالحنان شعرونه

سمول