مختار ثقفي

مختار بن ابي عبيد ثقفي ( (عربي: الْمُخْتَار ٱبْن أَبِي عُبَيْد الثَّقَفِيّ)  ; شاوخوا 622 – 3 اپریل 687) په کوفه کي میشت یو انقلابي شخص وو چي په 685 کي یې د اموی خلافت په وړاندي د بغاوت مشري وکړه او د دوهمي فتنې پرمهال یې د عراق پر لویه برخه باندي اتلس میاشتي حکومت ترسره کړ.

مختار ثقفي
المختار الثقفي (عربي ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
Ta'if (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
زېږون نېټه
۰۶۲۲ (Gregorian) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۳ اپرېل ۰۶۸۷ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې لامل
مړينې ځای
Kufa (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې لامل
ښخولو ځای
استوګنځی
Ta'if (en) ژباړلمدينهSeleucia-Ctesiphon (en) ژباړلKufa (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ژبې
دنده
پوځ مشرwāli (en) ژباړلrevolutionary (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وروڼه او خويندې
دین
اړين مالومات
جګړه

مختار په طائف کي زېږېدلی وو، او پاته ژوند یې تر ځوانۍ پوري د عراق په کوفه ښار کي تېر کړ. په ۶۸۰ز کال کي د کربلا په جګړه کي د یزیدي لښکر په لاس د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د لمسي حسین بن علي له شهادت وروسته مختار په مکه کي له خلیفه عبد الله بن الزبیر سره لنډ مهاله ملګرتیا وکړه، خو اصلي موخه یې د حسینؓ د غچ په نوم واک لاسته راوړل وه. له ابن الزبیرؓ سره تر ملګرتیا وروسته مختار کوفې ته ولاړ او هلته یې د حضرت عليؓ لمسئ محمد بن حنیفه د مسلمانانو امام ونوماوه. مختار خلکو ته روښانه کړه چي نوموړی د حسینؓ د غچ اراده لري. نوموړي د ۶۸۵ کال د اکتوبر په میاشت کي کوفه ونیول، او د ابن الزبیرؓ د والي تر لیري کېدو وروسته یې د حسینؓ په وژنه کي د ښکیلو کسانو د اعدام حکم وکړ. د ابن الزبیر سره دښمني په ترڅ کي د بصرې د والي مصعب بن الزبیر ځواکونو د مختار خپلسره حکومت تر څلور میاشتي پرله پسې محاصرې لاندي ونیوی او په پایله کي یې مختار ووژل سو.

د مختار تر مړیني وروسته د هغه پیروانو یوه سخت دریځه شیعه [lower-alpha ۱] ډله جوړه کړه، چي وروسته د قیانویانو په نوم وپېژندل سوه، او ډیرئ نوي عقیدې یې رامینځته کړې چي وروسته یې د شیعه ګانو پر ایډیالوژۍ باندي هم اغیز وکړ.

  1. ويل شوي په: LIBRIS. Libris-URI: zw9cgrzh1z2wshq. خپرېدو نېټه: ۲۶ مارچ ۲۰۱۸. بياځلي سمون: ۲۴ اگسټ ۲۰۱۸. خپروونکی: National Library of Sweden.
  2. Madelung 1997، مم. 420–424.