محمد هاشم وطنوال

محمد هاشم وطنوال (۱۳۳۱ ل ل کال - د ۱۳۹۰ ل ل کال د چنگاښ ۲۶، کابل) (په انگرېزي: Mohammad Hashem Watanwal) يو افغان سياستوال او د ولسي جرگې غړى وو.

محمد هاشم وطنوال

مخينه

محمد هاشم وطنوال د محمد عمر زوی، پر ۱۳۳۱ لمریز کال د روزگان ولایت د مرکز ترین کوټ ښار د توري په کلي کې زېږېدلی دی.

زده کړې

وطنوال خپلې دینې مروجې زده کړې له خپلو سیمه ییزو دیني پوهانو څخه وکړې. لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يې د ترینکوټ د سیدال ناصري په لېسه او لوړې زده کړې يې د کيمیا او بیولوجۍ په څانگو کې د کابل پوهنتون په ساینس پوهنځي کې سرته ورسولې.

دندې

محمد هاشم وطنوال د خپل دنده ییز فعالیت په ترڅ کې د کابل ښار د ساینس مرکز او بیا د ارزگان ولایت د پوهنې مدیریت د سوپر ایزور، د پوهنې وزارت د اداري ريس او مرستیال، د هرات ولایت مستوفي، د ټولگټو (فواید عامې) وزارت د کور جوړونې د تصدۍ ريس، د کورنیو چارو وزارت د اداري ريس او مرستیال، د لوگر او خوست ولایتونو د والي او د سیمه ییزو ارگانونو د څانگې د ريس په توگه خپلې دندې ترسره کړې دي. وطنوال د روزگان ولایت د بانفوذه شخصیت په توگه له هماغه ولایت څخه د ولسي جرگې ۱۵ او ۱۶ دورې ته د خلکو د رایو په گټلو سره د وکیل په توگه بریالی شوی وو.

نوموړي د ولسي جرگې په ۱۵ دوره کې د خلکو د کارنده استازي په توگه د مرکزي تفتیش د کمیسیون د ریس او د درېیم خط د پارلماني گروپ د کارنده غړي په توگه هم دندې سرته رسولې دي. هغه په وروستیو کې (تر مړینې دمخه) د ولسې جرگې په دغه دوره کې د دفاعي چارو د کمیسیون د مرستیال په توگه دنده ترسره کوله. وطنوال د خپلو سیاسي هلو ځلو په لړ کې له خپلو نورو ملگرو سره پر ۱۳۸۲ لمریز کال د افغانستان د ملي گوند بنسټ کېښود او دا مهال د دې گوند د مشرتابه شورا غړی وو.

مړينه

محمد هاشم وطنوال د ۱۳۹۰ لمریز کال د چنگاښ میاشتې پر ۲۶ نېټه (د ۲۰۱۱ ز کال د جولای پر ۱۶) د پيلنۍ (يکشنبې) پر ورځ د ماښام پر اتو بجو د افغان حکومت د مخالفانو له خوا د کابل ښار په څلورمه کارته کې د یوه ترهگریز برید په ترڅ کې ووژل شو. په ولسي جرگه کې د روزگان د خلکو د استازي محمد هاشم وطنوال جنازه د ولسي جرگې د غړيو، دولتي جگپوړيو چارواکیو، جهادي غړو، د کابینې د غړو ، د روزگان د قومي مشرانو، د کابل پوهنتون د استادانو، د ملي شورا د دواړو جرگو د دارالانشاوو د رئیسانو او غړو، فرهنگیانو او د هغه د ملگرو په ملتیا د ملي شورا د الحاقیې ودانۍ په انگړ کې د جنازې د لمانځه تر ادا کولو وروسته په دارالامان کې د پارلمان د نوې ودانۍ په سیمه کې خاورو ته وسپارل شوه. د محمد هاشم وطنوال د جنازې د وړلو په مراسمو کې تر هغه وروسته چې دده ژوندليک د ولسي جرگې د منشي عبدالقادر قلاتوال له خوا ولوستل شو، د ولسي جرگې رييس عبدالروف ابراهيمي ، محمدهاشم وطنوال د يو مدبر ښوونکي، ټولنيز او فرهنگي شخصيت په توگه چې تل يې د ملي يووالي په ټينگښت، د ټولنيز عدالت په تامينولو او د دموکراسۍ په ټينگښت کې ارزښتناک رول لوبولی، وستايه او د ده وژنه يې يوه نه جبيره کيدونکې ضايع وبلله. خدای بښلي وطنوال واده کړی وو، درې زامن او څلور لوڼې ترې پاتې دي.

اخځونه

  1. http://talafghan.com/messegesandreports/mhwatanwal=biography.pdf Archived 2016-03-04 at the Wayback Machine.
  2. http://wj.parliament.af/pvp/showdoc.aspx?Id=2149[مړه لينکونه]
  3. http://bakhtarnews.com.af/index.php?news=21377