څنگه چې د پټې خزانې مولف ليكي ، سيدال خان د ابدال خان زوى ، او باړى زى ناصر دى ، چې پلار يې د وازې خوا سرته په ډيله نومي ځاى كې اوسېده . هغه وخت چې سلطان ملخي استقلال وموند نو باړي زي له ابدال خان سره راغلل او په اتغر كې مېشته شول . سيدال خان د هوتكو د دورې يو مهم او غښتلى پهلوان نظامي سپه سالار وو او بې مبالغې ويلاى شو ، چې دا پښتون جنرال د هوتكو د جنگو ملي هېرو ( اتل ) دى ، ځكه چې د دوى په ټولو جگړو كې شريك او مهم جنگونه ي ېكړي دي او په ټواو فتوحاتو كې ( څه په داخل او څه په خارج كې ) د خورا ځلېدونكو كارنامو څښتن دى او د محمد هوتک په عبارت «په سخاوت او او شجاعت زبدۀ روزگار سو.» له هغه وخته چې ميريس گورگين مړ كړ ، سيدال خان ناصر د پښتنو د لښكرو سپه سالار وټاكل شو او د مملكت په حربي او او نظامي خدمتو كې داخل شو . بيا هغه وخت چې صفوي لښكر د كندهار د نيولو لپاره راغله ، همدا ملي پهلوان د ملي قاپد له خوا د هغه د مقابلې لپاره ورمخكې شو او صفوي لښكرې يې څو واره پرله پسې ماتې كړې او ډېر جگړن يې ترې ووژل او د ميرويس خان د وخت په ټولو جگړو كې بريالى او فاتح وو . بيا چې ملي زعيم وفات شو ، اعليحضرت شاه محمود ددغه ملي جنرال په مرسته اصفهان ونيو او د پښتنو شاهنشاهي يې تشكيل كړه او بيا د شاه محمود ترمگ وروسته له اعليحضرت شاه اشرف سره د پارس ، عثماني او روسيې په ټولو جگړو كې ملگرى او غښتلى سپاه سالار وو او په هر جنگ كې سوبه او برى دده په برخه وو . همدا رانگه وروسته له نادر شاه سره په مدافعوي جگړو كې اخته او همدا سيدال وو ، چې د پښتنو د شاهنشاهۍ څخه يې سخته دفاع كوله ، څو دا دفاع يې تر كندهاره راورسېده او په كندهار كې هم تر وروستني طاقت پورې د شاه حسين سره يو ځاى د نادر په مقابل كې وجنگېد او د سيدال قوى روح تر پايه پورې نادر ته سر ټيټ نه كړ او څو چې يې كولاى شو ، د پښتنو د حق څخه يې دفاع وكړه .

د سيدال جنگونه

د ۱۱۴۲ هـ كال په محرم كې چې نادر افشار پر هرات حمله وكړه او د ابداليانو د غټانو سره په جنگ اخته شو او شاه اشرف غوښته ، چې بېرته خراسان د ځان كړي ، په دې جگړو كې سيدال خان د پښتنو جگړنو او لښكرو سردار او قوماندان وو او په كرمان كې مېشت وو . د هغه كال د ربېع الاول د ۳ تر ۶ پورې د مهمان دوست مشهوره جگړه د پښتنو او نادر افشار ترمنځ واقع شوه چې په پاى كې دواړو خواوو ته سخت تلفات واوښتل . تر دې جگ وروسته سيدال خان د اعليحضرت شاه اشرف له خوا د قزوين په حكمرانۍ مقرر او انتخاب شو او د لښكر په غونډولو بوخت شو . د ۱۱۴۲ هـ د ربېع الاول د ۲۰ نه تر ۳۰ پورې سيدال خان د اسلام خان په ملگرۍ د خپلو اتلسو زرو عسكرو سره د نادرشاه سره اوږه وركړه او پښتانه له تهرانه راووتل . د سيدال خان درېيمه دفاعي جگړه د مورچه خورت مشهور جنگ دى ، چې دلته هم د څه عسكرو قومندانۍ په اسلام خان او پخپله شاه اشرف اړه درلوده او د ۱۱۴۲ هـ د ربېع الثاني په اواخرو كې ونښت . كومه اخرينه مقابله ، چې په پارس كې سيدال خان د شاه اشرف په ملگرۍ د نادر شاه سره وكړه ، د «ازقان» او «فسا» د پل جنگ دى ، چې د هماغه كال د جمادى الاخر په ۱۳ واقع شو او د پښتنو وروستني زلميان د شاه اشرف او سيدال خان سره د فداكارۍ صحنې ته وروړاندې شول . په ۱۱۴۳ هـ كال د شوال په مياشت كې، چې نادر شاه د هرات خواته متوجه شو او د هرات د ابداليو له خوا جنگ ورسره ونښت، نو ابداليانو د اعليحضرت شاه حسين څڅه مرسته وغوښتله او د همدې درخواست په اثر د ربيع الاول په مياشت كې د څو زرو امدادي نفرو سره سيدال خان د هرات د وطنخواهانو د كومك لپاره واستول شو. څو كاله وروسته د ۱۱۴۹ هـ كال د ذيقعدې په مياشت ، چې د نادر افشار اردو كندهار محاصره كړ ، دا تاريخي محاصره ، چې په خورا شهامت سره يې دفاع كېدله ، د پياوړي زړور جنرال سيدال خان په همت او مېړانه تر يوه كال او څو مياشتو پورې وځنډېده او دې زړور قوماندان تر اخر گړيه پورې په ډېر استقامت او شهامت او دلاورۍ او پښتني غيرت دفاع وكړه او څنگه چې نادر خپله څه قوا د كلات خواته واستوله ، نو سيدال خان د څلورو زرو كسانو سره هلته ولاړ او د كلات پر كلا يې د نادر د جگړنو سره پر سپين ډاگ سختې مقابلې وكړې ، څو چې په اخر كې د اعليحضرت شاه حسين د زوى محمد نامي سره د كلات د كلا د باندې په جگړه كې د نادر د لښكرو په لاس ورغى او نادر ، چې خپل دا زړور رقيب لاس ته راووست ، دستي يې امر وكړ ، چې ددې زمري پښتنون سپه سالار سترگې ړندې كړي او دده د سقوط سره د هوتكو شهنشاهي سقوط وكړ . وايي ، كوم وخت چې د پښتنو ملي پهلوان سيدال خان ناصر د وطنخواهۍ په لاره كې سترگې بايللې ، نو د خپلو خپلوانو او كورنۍ سره د كندهار څخه وكوچېد او د كابل د كوهدامن شكردرې ته راغى او دلته له دنيا ولاړ . ددې مېړه پښتون جنرال مزار د شكردرې د سياه سنگ په مقبره كې دى او دده څخه يو زوى د شېر محمد په نامه پاته شو ، چې تر اوسه هم ددې كورنۍ محترم احفاد او اولادونه هلته او په كابل كې اوسي .

د سيدال ادبي مقام

څنگه چې پټه خزانه ليكي ، سيدال خان ناصر علاوه پر دې ، چې د جنگ د ميدان مېړنى وو ، د ادب په ميدان كې هم لومړى سړى و او د تورې سره يې قلم هم درلود . ښه پوه او اديب سړى وو ، مروجه علوم لكه : فقه ، فصاحت ، صرف او نحو او فارسي كتب يې لوستلي وو . د ادبياتو سره يې ښه مينه درلوده او په كوم وخت ، چې به له جنگه وزگار وو شعرونه به يې ويل ، پخپله هم ښه شاعر وو او پر ملي لحن او وزن يې سندرې ويلې ، چې دلته يې يوه سندره رانقلوو :

يار ما له هسې گران سو - راتېر تر ټول جهان سو

نور نه وينم په سترگو - جهان ټول راته جانان سو

دوې زلفې دې اوږدې كړې - پر مخ دې راخپرې كړې

سرې اشرپۍ دې په تندې باندې سپرې كړې - گرزې په باغ كې په گلونو كې نخرې كړې

په اور دې وسوم ياره - راته اور تازه بوستان سو

مين چې اشنايي كا - شپه ورځ به گرياني كا

شهۍ ده ستمگاره خوشحال زړونه به زخمي كا - ليندۍ لري د ورځيو د باڼو غشي كاري كا

پرهار مې گوره خلقه - د دلبر د تېر نښان سو

مين پر لويو غرو ځي - سرتور په نيمو شپو ځي

ووزي له وطنه ، وطن پرېږدې پر چولو ځي - فرياد ونارې وكا، په نارو په غلبلو ځي

وصال يې نصيب نه سو - گوره زړه ډك په ارمان سو

نارې وهم عالمه ! د شپې تر صبحدمه

ناتوانه د بېلتون يم يو گړى نه لرم دمه - بې تا مې نفس خېژي راځه زما د زړه همدمه

نظر پر ماغريب كړه - چې تاخون مې ستا په ځان سو

شبنم پر گلو ښكاري - زما اوښكې دارې دارې

خوناب ځي ستا له غمه زما په مخكې لارې لارې - تمامه شپه كم تېره په ژړا په نارې نارې

ښكاره سوه چې مجنون يم - لېونتوب مې اوس عيان سو

بوستان ښكلى زېبا دى - رنگين په اوښكو زما دى

د زړه پرهار گلگون دى چې بلبل په تماشا دى - په مينه مې زړه وچاودي ته وايي په خندا دى

نتلى د بېلتون يم - زه «سيدال» دا مې بيان سو

اخځونه

  1. عبدالروف بېنوا ، ميرويس نيكه ، ۱۵۶ - ۱۶۳ مخونه ، دانش خپرندويه ټولنه ، د افغانستان د كلتوري ودې ټولنې له خوا د ۱۳۸۴ لمريز ، د ۲۰۰۵ زېږديز كال پېښور چاپ .