محمد نواز حقیقت سانېن

محمد نواز حقیقت سانین (۱۳۳۹ لمريز لېږدي کال د کونړ ولايت-۱۳۹۸ ل ل کال) د افغانستان يو پښتو ژبی شاعر او لیکوال وو.

مخينه سمول

محمد نواز حقیقت سانین پر ۱۳۳۹ ل ل کال په کونړ کې زېږېدلی وو، زده کړې یې له کور کلي پیل کړې او تر ښار او پوهنتونه یې تر فوق لیسانس پوړۍ پورې ورسولې. کار یې پیل کړ، خو په هیڅ حالت کې یې د قلم ملگرتیا پرېنښووه، خپل دایمي ملگری به یې هر کله په پاسني جیب کې ټومبلی وو.

د ښاغلي محمد نواز حقیقت سانین د ژوند مزل په ۱۳۳۹ کې پیل او په ۱۳۹۸ کال کې پای ته ورسید. دا مزل له کړاوونو ډک وو، خو د ویاړونو په غمیو هم سینگار وو او دا ویاړونه لومړی ده ته، بیا یې کورنۍ او بچیانو ته او بیا د افغانستان د فرهنگ لویې کورنۍ ته د سر لوړۍ او وياړ څراغونه گڼل کېږي.

حقیقت سانین د افغانستان د اوسني ادب او فرهنگ د ځلنده ستوري په توگه لنډ، خو له زیارونو او ویاړونو ډک ژوندوکړ. د هغه د ژوند کړاوونه د خلکو او هېواد کړاوونه وو، ویاړونه یې هم د هغو خدمتونو ټولگه ده چې د خپلو مسلکي او فرهنگي هلو ځلو په ترڅ کې يې ترسره کړي ول.

د افغانستان د فرهنگي کورنۍ د غړو په منځ کې یې یو ځانگړی او منحصر په فرد ځای درلود، د ریښتیني صداقت او دایمي کار په وجه پر ټولو گران وو، د همدې له کبله یې پر مړینې باندې ټول فرهنگیان خواشیني شول. دي.

ليکوال او شاعر پوهاند محمد اسماعيل يون د هغه په اړه لیکي: «یو مینه ناک انسان، یو عاطفي شخصیت، یو ښه قلموال، یو زړور ملي مبارز، یو قومي مشر، له مشرانو سره مشر، له ځوانانو سره ځوان او له ماشومانو سره مینه گر انسان، یو ډوډۍ مار او یو جرگه مار سړی د تل لپاره له دې خاورینې نړۍ وکوچېد. محمد نواز سانین حقیقت د الهي کالم دا حقیقت د خپل وجود د فناه کېدو په قیمت یو ځل بیا ثابت کړ. حقیقت صیب لاړ خو موږ ته یې په لسگونو ادبي، څېړنیز او تاریخي اثار د معنوي پانگې او خپل گلالي اولادونه د هغه د لارې د لارويانو او پالونکو په توگه پرې ښوول.»

د افغانستان د فرهنگ په ډگر کې د محمد نواز حقیقت سانین نښيرونه هر یو خپل ځای او ارزښت لري، خو که د افغانستان د نوي پښت روزل او په دې لړ کې د کوشنیانو ادبیاتو په برخه کې د هغه تر سره کړو کارونو ته وگورو، نو د نواز حقیقت هغه نښيرونه چې هغه د کوشنیانو لپاره پنځولي، د ځانگړې پاملرنې وړ دي.

مړینه سمول

چاپ شوي نښيرونه يې سمول

۱ ــ سپینه کوتره، شعري ټولگه (د ماشومانو لپاره).

۲ ــ د لمر ترانې، شعري ټولگه (د ماشومانو لپاره).

۳ ــ خټین کورونه، شعري ټولگه (د ماشومانو لپاره).

۴ ـ د هیلو غوټۍ، شعري ټولگه (د ماشومانو لپاره).

۵ ــ د رڼا لاره، شعري ټولگه (د ماشومانو لپاره).

۶ ــ جنگي اس (ماشومانو ته د خوند او پند کیسې).

۷ ـ ورکه سپوږمۍ (شعري ټولگه).

۸ - کږې لارې (شعري ټولگه).

۹ ـ د مورچل ترانې (شعري ټولگه).

۱۰ ـ پیالې (شعري ټولگه).

۱۱ ـ سون او روپ (په گوارشي ژبه شعري ټولگه).

۱۲ ـ گوارشي ژبه څنگه ولیکو؟ (څېړنیز اثر).

۱۳ ـ زموږ سرحدونه، زموږ ویاړونه.

۱۴ ـ د شهید همت یادونه.

۱۵ ـ د خپلواکۍ خواږه یادونه.

۱۶ ـ گوار کوهستان افغانان.

۱۷ ــ د ادب خزانه.

۱۸ ــ قلم.

۹۱ - د پوهې زیورات.

۲۰ ـ د گوار کوهستان دودونه او رواجونه.

۲۱ ـ جنتي سوم.

۲۲ ـ بوراگان.

۲۳ ــ کو، کو، کو ـ وق، وق، وق،.

۲۴ ــ اخیر به څه کیږي؟ (ر ٔیس جمهور ته پرانستی لیک).

۲۵ ـ زمری او موږک.

۲۶ ــ ښکلی نورستان.

۲۷ ــ د الحاج استاد گوار یادونه.

۲۸ ــ شملې او لوپټې (د کوچنیانو او زلمیانو لپاره خواږه شعرونه).

اړینه ده يادونه وشي چې خدای بښلی حقيقت ۲۰ نور داسې نښيرونه هم لري چې چاپ ته سترگې پر لار دي.  


اخځليک سمول

۱- http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/Bahand_a_de_haqiqat_marg.pdf

۲- http://www.nzdl.org/gsdlmod?e=d-00000-00-%2E%2E%2E-8-00-0areu--00-0----0-10-0---0---0direct-10---4-------0-1l--11-ps-50---20-about---00-0-1-00-0-0-11-1-0utfZz-8-00-0-0-11-10-0utfZz-8-10&cl=CL4.420.5&d=HASH0160c66fd72e4cb1d15cc668&x=1

۳-http://www.nzdl.org/gsdlmod?e=d-00000-00---o%2E%2E%2E-8areu-00-00-0--0-10-0--0-0---0prompt-10---4------4-0-1l--11-en-50-0--20-home--100-0-1-00-0-0-11-1-0utfZz-8-00-0-1-00-0-0-11-1-0utfZz-8-00-0-0-11-10-0utfZz-8-00&cl=CL4.412.22&d=HASH015f978ba82b0aff718a3b71&x=1