محمد نادر جلالي (۱۳۰۹(۱۹۳۰)غزني-۱۳۷۴(۱۹۹۵) د نوامبر ۳۰ مسکو) يو افغان پښتو ژبی ليکوال ، ژباړن او رسنوال وو .

محمد نادر جلالي
محمد نادر جلالي

مخينه

محمد نادر جلالي د غلام جيلاني جلالي (۱۴۰۰ ه ق مړ) زوی او پر ۱۳۰۹ لمريز کال په غزني کې زېږېدلی دی. دی لا کوشنی وو چې له خپلې کورنۍ سره يو ځای له غزني څخه کابل ته وکوچېد او هلته مېشت شو. ده خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې وکړې او د دېرشمو کلونو (۱۳۳۰ - ۱۳۴۰) په وروستيو کې به یې نظمونه په کابل مجله کې خپرېدل. دا مهال دده د فرهنگي کار پيل وو. هغه به دا مهال د رحمان بابا په پسرلنۍ او د پښتونستان په ځينو مشاعرو کې برخه اخیسته او په مشاعرو کې ویل شوي شعرونه به یې په کابل مجله کې خپرېدل. محمد نادر جلالي د څلوېښتمو کلونو په بهير کې مسکو ته ولاړ. هغه د مسکو راډیو په پښتو څانگه کې ويندويي کوله. نوموړي د کار تر څنگ زده کړه هم وکړه او پر ۱۳۴۶ لمريز (۱۹۶۵) زېږدي کال يې د مسکو له دولتي پوهنتون څخه ماسټری واخيسته؛ ادبيات يې ولوستل، روسي ژبه یې زده کړه او هېواد ته ستون شو.

دندې

محمد نادر جلالي له شوروي اتحاده افغانستان ته تر ستنېدو وروسته د هېواد په نشراتي څانگو کې پر کار وگومارل شو. د کابل په مرکزي ورځپاڼو لکه هېواد او جمهوریت، راډيو او نورو څانگو کې یې کار وکړ. څه موده د ننگرهار ورځپاڼې پازوال چلوونکی او د ننگرهار ولايت د اطلاعاتو او کولتور مدير هم وو. هغه دا مهال پر عادي ژورنالیستي ليکنو سربېره د روسي پښتو پوهانو اثار هم په پښتو ژبه ژباړل او په رسنيو کې يې خپرول. جلالی پر ۱۳۵۸ لمريز کال مسکو ته ولاړ او هلته په «پروگرس» نشراتي مؤسسه کې د ژباړن په توگه پر کار وگومارل شو او تر ۱۹۹۱ ز کاله پورې یې دا دنده درلوده. تر دې وروسته په هېواد کې د بدليدونکيو حالاتو له لامله لکه د نورو ډېرو افغانانو په څېر دی هم هېواد ته ستون نه شو او تر مړينې په مسکو کې پاتې شو. نوموړي له ۱۳۵۸ لمريز کاله تر ۱۳۷۰ لمريز کاله پورې نږدې په دولسو کلونو کې په لسگونو سياسي، ټولنيز، کولتوري، تيوریکي او همدا راز ځينې مهم ادبي اثار هم په پښتو وژباړل. په دې لړۍ کې یې د ماشومانو ادبيات هم هېر کړي نه ول. د افغان ماشومانو لپاره يې په لسگونو وړې کيسې هم وژباړلې چې د مسکو د نشراتي موسسو په ځانگړيو مصورو کتابگيو کې چاپ شوې. جلالي د ژباړن تر رسمي دندې وروسته هم ارام کېنناست او د ژوند تر پايه د ځينو اثارو پر ژباړه بوخت وو. نوموړي د پخواني شوروي اتحاد د واکمنۍ پر وروستیو کلونو ځینې ټولنيز، وټه ييز، سياسي، فلسفي او تيوريکي اثار له روسي ژبې په پښتو وژباړل او د پروگرس له خوا د ۱۹۸۰ - ۱۹۸۹ زېږدي کلونو په بهير کې چاپ شول. ددې اثارو ژباړه او چاپ په افغانستان کې د افغانستان د خلق دموکراتيک گوند له واکمنۍ او پر افغانستان د شورویانو د يرغل له کلونو سره برابرښت لري. شوروي واکمنو غوښتل چې پر کابل د واکمن رژیم د تيوريکي ملاتړ لپاره خپل ليکلي اثار په پښتو او دري ژبو چاپ کړي؛ گوندي وي چې ددغو اثارو د لوستلو له لارې پر کابل واکمن رژيم د لوستو افغانانو ملاتړ تر لاسه کړي. دغه اثار اوس مطرح نه دي، ځکه چې نه شوروي نظام پايښت وموند او نه يې اقمار ورپاتې شول. د کابل رژيم د شوروي اتحاد تر ړنگېدو څو مياشتې وروسته د خلق دموکراتيک گوند د یوې ډلگۍ او ځينو تنظيمي ډلو د گډ ايتلاف له لارې سقوط وکړ. د جلالي ژباړې ښايي چې ځينې خلک له دې جهته هم بابيزه وبولي چې نور په درد نه لگي او دا چې د مارکسیزم-لېنينېزم د اندېښنو په رڼا کې د ليکل شويو اثارو ژباړې مضرې هم وبولی، خو زه [زلمی هېوادمل] سره له دې چې ددې اثارو له مفکورې او اندېښنو دفاع نه کوم او نه پرې باور لرم، خو د پښتو د غنا د یو لېوال په توگه ددې پلوی يم چې په يوه ژبه کې بايد هر ډول اثار وي. په ژبه کې د هر ډول اثارو او هر ډول مفکورو غبرگون ژبې ته بډايتوب وربښي او د هر ذوق او هر فکر لوستونکی پکې څه مومي. د ژباړن جلالي په ژباړو کې د منځنۍ اسيا د ولسونو د ادبياتو، د کلاسيکو روسي ادبياتو، د شوروي دوران د ځينو ادبي اثارو او د ماشومانو ادبياتو ژباړې هم شته چې ادبي او هنري ارزښتونه لري. افغان لوستونکي او زموږ ليکوال په تېره بیا د داستاني ادبياتو هغوی ترې ډېر څه زده کولی شي.

د جلالي اثار

محمد نادر جلالي له روسي څخه پښتو ژبې ته ۶۷ اثار راژباړلي. اړينه ده وويل شي چې په اصل کې دده د ژباړل شويو اثارو شمېر تر دې هم زيات دی. پر ۱۳۷۱ لمريز (۱۹۹۲) زېږدي کال په افغانستان کې د پخواني رژيم تر ړنگېدو وروسته ډېرې هغه ژباړې چې له روسي ژبې څخه پښتو ته راژباړل شوې او په مسکو کې چاپ شوې وې، په کابل کې وسوځول شوې، خو دده د اثارو یوه لويه برخه په مسکو کې د روسیې په دولتي کتابتون کې ساتل شوې ده. د محمد نادر جلالي له خوا ژباړل شوي اثار په دريو برخو وېشل کېدای شي:

  1. د سیاسي، ټولنيزو، وټه ييزو، فلسفي او تيوريکي اثارو ژباړې.
  2. د ادبي اثارو ژباړې.
  3. د ماشومانو د ادبياتو ژباړې.

له چاپ شویو اثارو څخه یې يو شمېر په لاندې ډول وړاندي کېږي.

د جلالي چاپ شوي اثار

لومړۍ برخه: له سیاسي، ټولنيزو، وټه ييزو، فلسفي او تيوريکي اثارو څخه:

  1. مايويزم د جگړې خطر دی، ليکوال: دميتري ولکوگوفن، پروگرس، مسکو، د ۱۹۸۱ زېږدي کال چاپ، ۱۶۰ مخه.

دويمه برخه: له ادبي اثارو څخه:

  1. زموږ د زمانې اتل، د ميخاييل لېرمنتوف، رادوگا، مسکو، ۱۹۸۷ ز کال، ۳۹۰ مخه.
  2. ازمايشي دوره، د پاول نيلين، رادوگا، مسکو، ۱۹۸۹ ز کال، ۲۴۸ مخه.
  3. شپږم بې جوړې، د اناتولي ميتيايف اثر، رادوگا، مسکو، ۱۹۸۴ ز کال، ۷۶ مخه.
  4. د روسي او شوروي لیکوالو لنډ داستانونه، لومړی ټوک، رادوگا، مسکو، ۱۹۸۶ ز کال، ۲۹۳ مخه.
  5. د ورېښمو لار، دوکن بای دوست جانوف، رادوگا، تاشکند، ۱۹۸۶ ز کال، ۵۷۰ مخه.
  6. ميتېليڅه، الېکساندر فادېېف، رادوگا، مسکو، ۱۹۸۲ ز کال، ۵۰ مخه.
  7. لنډ داستانونه ، ميخاييل شولوخوف ، رادوگا ، مسکو ، ۱۹۸۶ ز کال (اوه داستانه) .
  8. جميله ، چنگېز ايتمانوف ، رادوگا ، مسکو ، ۱۹۸۶ ز کال ، ۱۴۹ مخه .
  9. دوبروفسکي ، الېکساندر پوشکين ، رادوگا ، مسکو ، ۱۹۸۸ ز کال ، ۱۹۱ مخه .

درېيمه برخه : د ماشومانو ادبياتو څخه :

  1. افسانوي اس ، روسۍ ولسي افسانه . مرتب: بولاتوف ، پروگرس ، مسکو ، ۱۹۸۱ ز کال ، ۲۰ مخه.
  2. ماشومان او د ځناورو بچيان ، اولگا واسيلېفنا پيروفسکايا ، رادوگا ، مسکو ، ۱۹۸۷ ز کال ، ۲۹۴ مخه .
  3. شلغمگی ، (روسۍ ولسي افسانه) رادوگا ، مسکو ، ۱۹۸۴ ز کال ، ۱۲ مخه .
  4. دوستان ، اندری نيکراسوف ، رادوگا ، مسکو ، ۱۹۸۳ ز کال ، ۵۲ مخه .
  5. شوکتوغان ، جواد ترجمانوف ، رادوگا ، مسکو ، ۱۹۸۲ ز کال ، ۱۴ مخه .
  6. کوچنيان ، کالينينا ، رادوگا ، مسکو ، ۱۹۸۲ ز کال ، ۸ مخه .
  7. سور چرخول لرونکی چرگوټی. مرتب : ويکتور واژدايف ، پروگرس ، مسکو ، ۱۹۸۱ ز کال ، ۲۰ مخه .
  8. سندربوله بڼکه ، واسيلي سوخوملينسکي ، رادوگا ، مسکو ، ۱۹۸۸ ز کال ، ۲۵ مخه .
  9. غیرعادي مسافرت ، ایرينا راکشا ، رادوگا ، مسکو ، ۱۹۸۳ ز کال ، ۶۴ مخه .
  10. برگه ټکيالۍ چرگه ، روسۍ ولسي افسانه ، رادوگا ، مسکو ، ۱۹۸۶ ز کال .
  11. برج ، برجگی ، الکسی تولستوی ، (لس افسانې) ، رادوگا ، مسکو ، ۱۹۸۷ ز کال ، ۷۸ مخه .
  12. د نړۍ اوه رنگونه ، (ترکمني داستانونه ، شعرونه ، او فولکلور ) ، رادوگا ، مسکو ، ۱۹۸۷ ز کال ، ۱۹۱ مخه .
  13. رنگه تصويري مجله ، ارکادي گايدار ، (مرتب) ، پروگرس ، مسکو ، ۱۹۸۱ ز کال ، ۲۲ مخه .
  14. سور چرگوړی ، پروگرس ، مسکو ، ۱۹۸۱ ز کال ، ۲۲ مخه .
  15. مېږی او کيهاني پيلوټ . ليکوال : ميتيايف ، ۱۹۸۲ ز کال ، ۱۸ مخه .
  16. د پړانگ خورځه. واسيلېفسکايا ، پروگرس ، مسکو ، ۱۹۸۱ ز کال .
  17. د جنگي اسرارو ډهلکی (کيبالکي او د هغه د کلکې وعدې په اړه افسانه) ، د ارکادي گايدار اثر ، پروگرس ، مسکو ، ۱۹۸۱ ز کال ، ۲۰ مخه .

د جلالي ناچاپه اثار

له هغه وخته چې د پروگرس خپرندويه موسسه کې پښتو ژباړې او چاپونې بندې شوې او بيا وروسته پروگرس خپرندويه موسسه وتړل شوه ، محمد نادر جلالي په مسکو کې له اقتصادي ستونزو سره لاس او گرېوان ژوند تېراوه ، خو ددې تر څنگ یې له کاره لاس نه اخیست او خپله ژبه یې د ژباړې له لارې غني کوله . ده له ۱۹۹۰ ز کاله تر مړينې پورې ځينې نور اثار وژباړل او چاپ ته یې چمتو کړل . گوندي وي څوک پيدا شي چې دا اثار یې چاپ کاندې . دا لاندې ناچاپه اثار یې له کورنۍ سره شته دي :

  1. د قران کریم پښتو ژباړه . جلالي د هغه قران کریم روسي ژباړه پښتو ته راژباړلې چې د (گ . س . سابلوکووا) له عربي ژبې په روسي ژباړلی او لومړی ځل پر ۱۹۰۷ ز کال په کازان کې چاپ شوې وه .
  2. د گزلينگر مانيکينو ښايستوکو قضايي دوسيه : دا اوږد رومان (ای . س . گارديز) ليکلی او پښتو ژباړه یې جلالي پر ۱۳۷۱ لمريز کال بشپړه کړې ده . دا رومان ۲۱ برخې او یوه ملپاڼه لري . پاکنويس شوې پاڼې یې ۴۶۳ مخه دي .
  3. د وېرېدلې ټايپستې نسبتي دوسيه : د امريکايي ليکوال (ایراستېنلي گاردنېر) اثر ، ۲۲ څپرکي لری . پښتو ژباړه یې د جلالي په ليک ۴۴۴ مخه ده .
  4. شاهزاده او سوالگر ، د مار تواين اثر ، دا رومان ۳۳ څپرکي او يو پايڅوړ لري . د جلالي پر قلم لٍيکل شوې پښتو ژباړه یې ۵۲۶ مخه ده .

د محمد نادرجلالي نظمونه : جلالي د شعرونو یوه ناچاپه ټولگه لري چې اوسمهال يې له زوم محمد ناصر سره په جرمني کې ده . د شعر يوه بله بېلگه یې داده : پرې جنبې دي چې پښتون یې نن پر ملا مات کړی - دې تربگنيو ځانځانيو لا پخوا مات کړی . درنده نه خوري د خپل ورور غوښې په جبر کله ـ په ناپوهۍ کې پښتون خپل ورور بې پروا مات کړی .

مړينه

محمد نادر جلالي د ۱۳۷۴ لمريز (۱۹۹۵) ز کال د نوامبر پر ۳۰ له هېواده لري په مساپرۍ کې د يوه شديد عصبي شوک لامله د ۶۵ کلو په عمر له دې نړۍ سترگې پټې کړې او د هماغه کال د ډيسمبر پر څلورمه د مسکو په «دامادېدووا» کې د مسلمانانو په هديره کې خاورو ته وسپارل شو .

کورنۍ

له محمد نادر جلالي څخه دوه زامن او درې لوڼې پاتې دي . زامن يې هم دواړه په حق رسېدلي دي . نوموړی څلور وروڼه لري چې نومونه دادي : د راډيو افغانستان پخوانی رئيس ډاکتر عبدالطيف جلالي (په حق رسېدلی)[۱] ، د قران کريم حافظ او څه موده د کابل پوهنتون استاد احمد شاه جلالي (په حق رسېدلی) ، د افغانستان د کورنيو چارو پخوانی وزير علي احمد جلالي ، د کابل پوهنتون استاد او د راډيو ټلويزيون پخوانی ويندوی ډاکتر عبدالسلام جلالي .

اخځونه

  1. سرمحقق زلمی هېوادمل ، زيارکښ ليکوال ، ژباړن او ژورناليست ارواښاد محمد نادر جلالي ، لېمه (مجله) د ۱۳۷۹ لمريز (۲۰۰۰) زېږدي کال پرله پسې ۱۵ گڼه ، ۱۸ - ۲۴ مخونه ، د مسکو چاپ .
  2. د محمد نادر جلالي د کورنۍ د غړیو څرگندونې .

باندنۍ تړنې